مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

چې په ښځینه حمام کې یې کار کولو؟

ژباړه: جاوید حیدرزی

 


 نصوح:  
 آیا د هغه کس داستان مو اوریدلی، چې په ښځینه حمام کې یې کار کولو؟

 هغه سړي، چې کلونه کلونه یی ټول غولولي نصوح نوميده.
نصوح ښځې ته ورته د نري غږ لرونكى و وجود يې بی ویښتو او ښځينه ښكاريده. هغه ډېر لمسوونكى او شهوتي سړى و. له خپلې دغې بڼې څخه يې په ګټه اخيستنه په ښځینه حمام کې کار کاوه او هیڅوك یی په دې راز نه پوهيدل او له همدی لارې یی پیسې لاس ته راوړلې او د خپل شهوت اور يې واژه.


که څه هم نصوح د خپل وجدان په حکم څو ځله توبه کړې وه؛ خو بېرته یې خپله توبه ماتوله.
نصوح د ښځینه حمام سينګارونكى او مږونكى(كيسه مال) و. د ده د ښه کار اوازه تر ټولو رسيدلې وه؛ ښځو، نجونو، مخورو او مشرانو غوښتل، چې پر نصوح خپل سينګار تر سره کړي او له مخکې به یی وخت اخيست. ان، چې په شاهي ماڼۍ كې د ده په اړه خبرې وشوې؛ نو د پاچا لور حمام ته ورغله او په حمام کولو اخته شوه.


ناببره غږ شو، چې د پاچا د لور ګران بيه ګوهر ورک شوی. د پاچا لور امر وکړ، چې حمام ته راغلي ټول خلك او كاركوونكي وپلټئ، چې ګوهر پیدا شي.
ټول وکتل شول او وار نصوح ته ورسيد. نصوح د خپلې رسوايۍ له وېرې دې ته تیار نشو، چې وپلټل شي؛ نو نصوح یو خوا او بل خوا د پټيدو هڅه وكړه، دغو هڅو ټول شكمن کړل، چی غلا ده کړې او د پاچا د لور مامورینو د ده د نيولو هڅې پسې چټکې كړې.
نصوح ځان د حمام په خزانه کې پټ کړ. کله، چې خرانې ته ننوت، پلټونكي ورپسې ورغلل؛ خو خبره له خبرې تېره وه او نژدی و، چې رسوا شي. نصوح، پاك الله ته د زړه له کومې په توبو شو او ويي ویل:
اى الله ! ته پوهيږې، چې څو څو ځله مې توبه ماته کړې، خو پخپل لوړ شان زما دا بده كړنه مه ښكاره كوه او له دې غم او رسوایۍ می وژغوره بيا به هیڅكله ګناه ونکړم.
نصوح، چې د زړه له کومې توبه وایستله؛ د حمام له دالانه غږ شو، چې ورك ګوهر مو وموند ، هغه پریږيدﺉ.
نصوح له رسوایۍ وژغورل شو او د الله پاك شکر یی په ځای كړ او د خپل کور لورى یې ونيو.
نصوح د الله پاك رحم او كرم ولید، په خپله توبه ټڼينګ ودرید او پرته له ځنډه یې د حمام کار پریښود.
د نصوح له نه راتګ څخه ډېرې ورځې تېرې نه وې، چی د پاچا لور بیا د حمام کار ته وغوښت؛ خو نصوح ځواب ورکړ، چې زما لاس معیوب شوی او نشم کولی خپلې چارې سمې تر سره كړم. نصوح خپلې هغه پیسې او شتمني، چې په ګناه او حرامه تر لاسه کړې وه ټوله د الله پاك د رضا له پاره پر بېوزلو ووېشله.
د ښار ښځو نه پريښوده، خو ده نشو كولى نور په ښار کې پاتي او خلك یې په راز پوه شي. دى اړ شو، چې له ښاره ووځي او په كوم غر کې د الله تعالی په عبادت اخته شي.
یوه شپه نصوح خوب ولید، چې یو سړى ورته وايي: (ای نصوح ! تا څنګه توبه کړې، په داسې حال كې، چې ستا د وجود ټولې غوښې او رګونه له حرامو جوړ شوي؟ ته باید داسې توبه وکړې، چې دغه حرامې غوښې ستا له وجود لیرې شي).
نصوح، چې وېښ شو له ځان سره یی دې كار پرېکړه وکړه، چې غټې، غټې ډبرې به كښته – پورته كړي، چې د حرامې غوښې يې اوبه شي.
نصوح دا کار هره ورځ تر سره كاوه، یو ورځ، چې پخپل کار اخته و سترګې یې په یوې څريدونكې مېښې ولګيدې. نصوح د مېښې په لیدو حيران شو، چې دا له کومه راغله او د چا ده؟
 په پاى كې يې له ځان سره وویل، چې كيدى شي له کوم شپون پاتې وي. زه بايد دا مېښه تر هغې وپالم، چې څښتن يې پیدا شي.
نصوح دا مېښه ونیوله او پالنه يې ترې پيل كړه. لنډه دا، چې مېښه لنګه شوه؛ او نصوح یی له شيدو ګټه اخسته.
په همدې وخت کې یو کاروان لاره ورکه کړې وه او خلک یی له تندې نژدې ول، چې مړه شي. خلکو نصوح ولید د اوبو غوښتنه یی ترې وکړه، نصوح د اوبو په ځای شيدې ورکړې، چې ټول پرې ماړه شول .
نصوح ښار ته د تګ نژدې لار هم وروښوده او کاروان د تګ په وخت کې له ده سره څه مرسته وکړه او نصوح هلته یو قلعه جوړه کړه؛ د اوبو څای یی وکېندله، ورو ورو یی هلته کورونه جوړکړل او يو ښارګوتى ترې جوړ شو. خلک له هر ځایه ورغلل د ژوند یې پیل کړ، ټولو نصوح ښه سړى وګاڼه.
ورو، ورو يې د ښو کارنامو اوازه د وخت تر هغه پاچا ورسيده، چې د لور ګران بيه ګوهر يې په حمام کې ورک شوى و.
د دغو اوازو له اوريدلو سره پاچا د نصوح د لیدلو هیله من شو او امر يې وكړ، چې دربار ته د راتګ بلنه وركړئ. كله، چې د پاچا د بلنې خبر نصوح ته ورسيد، قبول یی نكړ او ویې ویل: زه له پاچا او دربار سره کار نلرم او نه اړ يم، چې ورشم؛ نو بښنه يې ترې وغوښته.
مامورینو، چې دا خبره پاچا ته وکړه؛ ډېر حیران شو او ويي ویل: خير دى زه ورځم، چې نصوح ووینم .
پاچا او نورو درباریانو د نصوح د ښار پر لوري روان شول. په لاره عزارییل(ع) ته امر وشو، چې د پاچا روح واخله، پاچا په لاره مړ شو. نصوح يې، چې له مرګه خبر شو؛ نو جنازې ته يې ځان ورورساوه او تر هغه وخته هلته و، چې پاچا ښخ شو. پاچا زوی نه درلود، د دولت لوړ پوړي چاروکي دې پایلې ته ورسېدل، چې نصوح د سلطنت پر تخت کېنوي. همداسي وشول او نصوح پاچاهۍ ته ورسيد.
نصوح د خپل هېواد په چاپېريال کې عدالت تامین کړ او وروسته یی د پاچا له هغې لور سره واده وکړ، چې په حمام کې ترې ګران بيه ګوهر ورک شوی و. نصوح د واده په لومړۍ شپه په دربار کې ناست و، چې ناڅاپه یو سړى ور نژدې شو او نصوح ته یی وویل : څو کاله مخکې زما مېښه ورکه شوې وه او اوس مې هغه له تا سره پیدا کړه، زما مال بېرته ما ته راکړه.
نصوح وویل: سمه ده او امر یی وکړ، چې مېښه ورکړئ!
شپون ورته وویل: تا زما مېښه ساتلې هره ګټه دې، چې ترې کړې وي هغه تا ته حلاله ده؛ خو هغه څه، چې ترې پاته دي نیمايي كيږي.
نصوح ځواب ورکړ: سمه ده او امر یی وکړ، چې منقول او غیر منقول مال مې دې له دې سړي سره نیمايي کړئ شپون ورته وویل: پوه شه ای نصوحه، چې نه زه شپون یم او نه هغه مېښه ده، بلکې موږ دواړه فرښتې يو ستا د آزمایلو لپاره رالیږل شوي یو او ستا دا ټول نعمتونه او شتمنۍ ستا رښتیې او له صداقته ډكه توبه ده، تا ته دې حلاله وي او له نظره پنا شو.
يا ايّها الَّذينَ آمَنوا تُوبُوا اِلَى اللهِ تَوبَةً نَصُوحاً؛
 ای هغه کسانو، چې ایمان مو راوړی، رښتينې او پاكه توبه وکړﺉ.
قُل يا عِبادِىَ الَّذينَ اسرفُوا على اَنفُسهِم لا تَقْنطوا مِن رَحمَة الله إنّ الله يَغفرُ الذُّنوبَ جَميعاً إنَّه هو الغَفورُ الرّحيم؛
 ووايئ ای زما بندګانو، چې پخپلو ځانو مو اسراف او ستم کړی، د خدای له رحمت څخه مه ناهیلې کیږﺉ، الله ټولې ګناوې بښي، هغه ډېر بښوونکی او مهربان دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery