مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-02-17   مخپرونکئ : عبدالله احسان

پوهنوال محمد رسول باوري

benawa afghanistan
احسان
ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧ زېږديز کال ) د روزګان ولايت د دهراوت په ولسوالۍ کي زيږيدلی

۱۷ فبروري ۲۰۰۶

ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧زېږديز کال ) د روزګان ولايت په  دهراوت ولسوالي کي زيږيدلی، په ١٣٥٢ لمريز کال د تيرينکوټ د سيدالخان ليسې څخه فارغ او د ١٣٥٤لمريزکال د کانکور ازمويني وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د تاريخ څانګي ته شامل شو ، په ١٣٥٨ لمريز کال يې دکابل پوهنتون د ليسانس دپلوم تر لاسه کړ. د همدې کال د کب په مياشت کي يې  د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کي برخه واخستل خو لا نتيجه څرګنده نه وه چي په ١٣٥٩ لمريز کال د غوايي په مياشت کي د مکلفيت چوپړ شپږ مياشتنۍ دورې ته وليږل شو ، دښاغلي باوري په وينا د چوپړ دا دوره هر شپږ مياشتي وروسته جبراْ شپږ مياشتي نوره اوږدېدله او د اتلسو مياشتو وروسته په ١٣٦٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کي  يې د مکلفيت د چوپړ څخه د فراغت پاڼه تر لاسه کړه  . د همدې کال د مرغومي په مياشت کي يې د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني ډيپارتمنت د علمي غړي په توګه دنده پيل کړه .

ښاغلي باوري د خپلي دندي تر څنګ  د ١٣٦٥ څخه تر١٣٦٧ لمريز کال د ماسټرۍ پروګرام بشپړ کړ او د کابل پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ يا  .ام . اې . دپلوم تر لاسه کړ.

ښاغلي  رسول باوري د ١٣٦٠ لمريز کاله څخه تر ١٣٧٧ لمريز کاله پوري يې بېله ځنډه دکابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني په ډيپارټمنت کي د استاد په توګه دنده تر سره کړېده .

استاد رسول باوري د کابل پوهنتون د کړنلارو( لوايح ) سره سم د پوهيالي کانديد رتبې څخه بيا تر پوهنوالۍ  پوري علمي رتبې يو په بل پسې ترلاسه کړيدي ، او په دې ترڅ کي يې تر شل عنوانه زيات علمي او تحقيقي کتابونه ليکلي چي له هغو څخه پنځلس عنوانه کتابونه د کابل پوهنتون ، علومو اکاډمۍ او يوشمير بهرنيو علمي موسيسوله خوا  چاپ او خپاره شويدي .

 

چاپ شوي اثار :

١ _ د روښانيانو غورځنګ  ( مونوګراف  چي وروسته خپور شو ) ١٣٥٨ .

۲ _  اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦١  .

۳ _ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .

۴ _ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٤ .

۵ _  باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٥  .

۶ _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .

۷ _  افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه  ١٣٦٧. 

۸ _ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .

۹ _ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم  ١٣٦٩  .

۱۰ _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون  ١٣٧١  .

۱۱ _  موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه   ١٣٧٤ .

۱۲_  لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي دافغانستان  فرهنګي ودي  ټولنه ١٣٨١

۱۳ _ په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.( د ساپي پښتو خپرونو مرکز له خوا تر چاپ لاندي )

۱۴ - په انګريزي ژبه  Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)

۱۵ - په هالنډي ژبه ( Samenwerken in Drenthe. 2003 .( Assen: Nederland

 Rasol Bawary Rasol Bawari

 خپريدو ته چمتو اثار :

١ _ په افغانستان کي سپړل شوي لرغوني سيمي  .

٢ _ لرغونې نړۍ  .  ( د ژباړل شويو مقالو ټولګه  )

٣ _ لرغونی افغانستان او ګاونډي هيوادونه  .

٤ _ د مټن او لنډيانې بابوزي  ( اتنوګرافيکي څيړنه )

٥ _ نيوکي او ګيلې .  ( په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني . ) 

 

 تر دوه سوه زياتي مقالې يې دهيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي چاپ  شويدي . تر پنځوس زياتو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کي يې ګډون کړيدﺉ . په ١٣٦٨ لمريز کال يې دکابل پوهنتون  د ادارې له لوري  د زيار کښ استاد ستاينليک تر لاسه کړﺉ او په ١٣٧٤ لمريز کال يې  د محمود طرزي د ليکوالۍ دولتي نښان ګټلی دی . 

له بده مرغه دکابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي دغه استاد ( باوري)  د ١٣٧٧ لمريز کال راوروسته د هيواده ليري او د يوشميرنورو افغان روڼ اندو په څېر په هالنډ هيواد کي کډوال دی ،اودا مهال دهالنډ د خروننګين ( Groningen) په ښار کي د لرغونپوهني انستيوت د لرغونپوهانو سره يوځای د هالنډ هيواد دبېلا بېلولرغونو سيمو په سپړنو تر څنګ دسلام فرهنګي ټولني د ويبپاڼي چاري هم پر مخ بيايي  . عمر يې ډېر او پر قلم يې برکت !

 

د( غازي امان الله خان - دافغانستان د خپلواکۍ ستورﺉ ) تر سرليک لاندي  نړيوال علمي سيمينار کي چي ۲۰۰۴ ز کال د اګست پر يوېشتمه نېټه جوړ شوﺉ و ښاغلي رسول باوري داماني دورې په اړه څېړنېزه مقاله واوروله

د راستې خوا څخه : پوهنوال رسول باوري ، ليلا طرزي ، علي ارغنداوی ، کانديد اکاډمسين محمد اعظم سيستانی ، شهزاده احسان الله ( دافغانستان ) ، جرمن افغان پوه ، او ډاکټر عبدالصمد حامد

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery