مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دښوونکو او زده کوونکو تر منځ داړيکو چاپيريال

ن قران مل

 

  ژباړه : له دباندنيو سرچينو څخه 
 
 ښوونيزمسلک عموماً په يو ټاکلي چارچوب کي قرار لري چي دښوونکو لپاره مخکي تيار سوى وي؛ دا کړني د ښونيزو موخو تر څنګ دهغوئ اندازه ګيرى او اغيزي په ډاګه کوي دا ډول کړني دتدريسي جريان داصلاحات او ارزيابۍ په اړوند له ښوونکو سره مرسته کوي خو په تمامه معني بشپړي ، هر اړخيزي او معتبري لاري چاري دښه تدريس دزده کړي او يادښت په اړوند نسي روښانه کولاى په تدريسي اړخ کي د يادګيرۍ ارږښت يوازي مخ په وړاندي دهدفونو په انتخاب او دهغوئ په شاو خوا کښي دممکنه تدابيرو سنجولو او لاسته راوړنو څخه دى .
په زده کړه او پر ورښت سره يوازي موږ ددرس په مفهوم دومره ځان پوه کوو لکه څومره چي زده کوونکي دهغې دزده کړي د جذبولو توان ولري ، دتدريس دورکولو پر مهال که دې خبري ته موږ توجه زياته و نکړو چي زده کوونکي بايد څه په ياد کړي ؟! بلکه ، زموږ دنده دا ده چي بايد پوه سو چي زده کوونکي له ياد سوي درس څخه څه حس کړل؟ په څه پوه سو دپرونى او نننى زده کړي تر منځ يې د زيادښت کوم توپير را منځته سو ؟ دا دليل د بشر په مغز کي داطلاعاتو په تر لاسه کولو کي دنوو چاودونو او انفجاراتو څرک په لاس راکوي چي ورځ تر بلي ورځي يې نور اهميت او وړ تيا زياتېږي . ولي ؟ په دې معني چي دنن ورځي زده کوونکي چي لمړنۍ زده کړي تر لاسه کوي او بيا وروسته په تدريجي ډول له ثانوي دورې فارغېږي چي په دې سره په بشپړ ډول تېره زده کړه ورته تکرار او زَړه وي او دنوي زده کړي په لټه کي به وي
 که موږ صرف دزده کړي لپاره ديادولو پروسه پر زده کوونکو پلي کړو او داسي حس کړو چي دزده کوونکي په تعليم کي يې بنيادي تغير راوستى وي اشتباه به مو کړې وي پر دې بنسټ دا چي زده کوونکي په څه ډول دزده کړي له پروسې برخمن سي ښوونکو ته لاندي څو ياد ګېرني د لارښووني په توګه وړاندي کوو :
 زده کوونکو ته فرصت ورکړى چي پر تر لاسه سوو زده کړو نور معلومات په ډاډه زړه دټولنيزو شرايطو سره سم ور زيات کړي
 زده کوونکو ته خپل معلومات په يکنواخته ډول نه بلکه په داسي ډول يې ور انتقال کړى چي دهغوئ خالګاوي اونيمګړ تياوي لمړى په نښه او بيا ورته دمشورې په ډول زده کړه ور کړى
 په پراخ ډول زده کوونکو ته دتدريس زمينه برابره کړى ددرس له هر کتابه سره چي دهغوئ تړاو وي موضوعات يې هم بايد له اړوند کتاب اړوندي وي
 دتدريسي موضوع دوړاندي کولو پر مهال دموضوع سره ورته څو تدريسي او محيطي مثالونه هم له ځانه سره ولرى او هغوئ ته يې وړاندي کړى
 په کوچنيو ګروپو يې ووېشئ او بيا په هره ګروپ باندي پخپله ددوئ په منځ کي دځينو پاته سوالونو ددوئ په ګمارنه سره جوابونه را وباسئ او تاسي ښوونکي يې يوازي دسوالونو دصحيح او غلط په ور ښوولو کي ور سره مرسته وکړى
 په ټولګۍ کي دارزيابي په ډول هغوئ ته د نمرو ورکولو په توګه ددرس ارږښت او ددوئ استعداد څرګند کړى
 دتدريسي دپلېدو کېدو په موخه زده کوونکي په جوړه يي ډول دمرکې ، مشاهدې ، عملي کړني ، مشقي ليکني ، او کار ښکاره کېدني يا (portfolio)په توګه ترتيب کړي او دتدريس ارږښت دښه زده کړي لپاره مد نظر ونيسئ
 له محيطي زده کړي او پيښي دځاى په نښه کېدني سره خبره ځکه منځته را وړو چي ټولنه دانسان لپاره يو ستر ننداره تون دى ، ټول دزده کړي مواد، دانسان لپاره هر وخت پکښي اماده کېږي له ښوونځۍ څخه بايددټولني او دزده کړي ديوه موثر او ارږښتناک روزنتون په توګه کار ورڅخه واخيستل سي
 ګرځنده ننداره (سېرعلمي )
په زده کوونکو دچاپيريال پېژندني يا طبيعت پېژندني لپاره ګرځنده زده کړه يا سېر علمي دزده کړي يوه ښه طريقه يا مېتود دى په زده کي ښوونکي دزده کوونکي دزده کړي لپاره څو هدفه لري ، دلمړي تر تيب او تنظيم وروسته دښوونکي او زده کوونکو تر منځ څو اړين ټکي په نظر کي نيول کېږي
 لمړۍ خبره چي بايد په نظر کي ونيوله سي دګرځنده زده کړي دظرفيت معلومول دي که په يوه سفر موږ ډېري لاسته راوړني ولرو بايد داسي فعاليتونه په نظر کي ولرو چي دهدفونو پرېکړه او قاطعيت پکښي څرګند او حقيقت يې څرګند وي
 عملي لارښووني
 لمړنې تياري :
دسيرعلمي لپاره تياري په معني چي دزده له رسنيو په پوره ډول کار اخلې ولي څو موارد دي چي بايد موږ ځانګړې توجه ورته وکړو :
1. هغه ځاى کي موږ دعلمي سر دتګ نيت لرو هلته بايد څه وکړو ؟
2. دعلمي سير په لړ کي پلي کېدونکي موضوع دښوونځۍ له آمر سره شريکه او دهغه تائيد تر لاسه کړى
3. هغه ځايوونو ته چي تاسي مخکي تر تګ يې له مسئولينو سره اړيکي ټينګي او تماس ور سره ونيسئ بيا دنوموړي سفر دپيل په موخه زده کوونکو ته دقيقه نېټه او وخت ور وښياست
4. داړتيا پر مهال همدا داړتيا وړ څه پر پارچه کاغذ له ځانه سره نوټ کړئ
5. دزده کوونکو داولياؤ په شمول دسير علمي پر بودجه او مصارفو کار وکړئ او ټاکلې بودجه تهيه او وسنجوى
6. د زده کوونکو ددوستانو تائيد دهغوئ داولادونو دبيولو لپاره دځانه سره واخلئ
7. دسيرعلمي يوه بشپړه طرحه له ځانه سره ولرى
 ښوونکي او زده کوونکي بايد :
1. دسېر علمي ټول هدفونه په نخښه کړي
2. دسيرعلمي په لړ کي دتر سره کېدونکو لړ ليک يا فهرست بايد په ليکلي ډول ولري
3. زده کوونک دي پر کوچنيو ډلو ووېشل سي ، هره ډله خپل مسئوليتونه او دمسئوليتونو دتر کېدو لپاره دهدايت مرجع يا پوښتېدونکي معلوم کړي
4. په مناسبو ځايو نو دځانګړو کړو وړو طرز او شکل بايد معلوم سي
5. داغوستو دکاليو ډول (يونيفارم) بايد تعين سي
 دګرځنده سفر دپيلامې يا شروع ورځ
 دسير علمي د سفر دپيل په موخه يو نقشه يا (GPS) له ځانه سره ولري تر څو په دې آله سره دخپل لاري جغرافيوي مسير څرګند او پر هغه روده ولاړ سي چي ديوې ټاکلي سيمي چاپيريال او شاوخوا بايد ددې نقشې له لاري معلومه سي چي په دې سره دهغې سيمي جغرافيوي ، موسمي او اقليمي ځانګړني ورته روښانه وي دټولني په دود دستور ، کلتور او عنعناتو خبر سي سيمي ته درسېدو سره بايد دوخت په سپما سره سم دهدفونو په لاسته راولړو سره پخپل عملي تحقيق لارس پوري کړي
 کوښښ وکړئ چي :
1. دپلان سوي وخت سره سم پر مخ ولاړ سئ
2. دزده کوونکو سره دپيدا سوالونو په حل کي مرسته وکړئ
3. داسي شرايط تيار کړي چي ټول زده کوونکي تر لاسه سوي معلومات يو له بله سره شريک کړي
4. دټولو غړو او ډلو سره يو ځاى په حرکت پيل کوئ
 دپوره اطمنان درلودلو لپاره دسير علمي په پاى کي دتر لاسه سوو معلوماتو په راغنډولو سره له هغو اړخونو سره چي ددې سيرعلمي سره تړاو درلود خپل معلومات شريک او يو مجموعي راپور له ځانه سره ولرئ او خپل کړني ته دپاى ټکئ کښېږدئ
 تر سيرعلمي وروسته کړني (فعاليتونه)
دسير څخه دلاسته راوړنو په پايله کي ټولګيو ته دور تګ پر وخت زده کوونکو خپلو تېرو لاسته را وړنو په موخه نوښتونه را منځته کوي او خپلي لاسته راوړني په يوه شکل سره له سفره پاته زده کوونکو ته وړاندي کوي چي دا کړني دزده کونکو په ورځنيو درسي ، علمي ، او بيلابيلو کړو وړو کي اغېمن ثابتېږي
 په عادي ډول زده کوونکي دعلمي تر بشپړېدووروسته دخپلو معلوماتو په وړاندي کېدو سره دپوهنيزو پوهانو دنظر ياتو په توافق دا کار تر سره کوي و څو خپلي تجريبي تر نورو ور ورسوي دوئ کوښښ کوي چي خپل دا کار دپروجکتور ، سلايډونو ، انځورونو نقشو ،او .... په مرسته وړاندي کړي ددې کار په پاى کي زده کوونکي خپلي لاسته راوړني قلم واره کوي چي ددوئ دحافظې دپياوړتيا لپاره ګټور تمامېږي
 دحقيقتونو او زده کړييزو لوبو پېښې (تقليد):
يوه جوړه سوې مغازه کولاى سي دخپلو الماريو ديوې جابې(جعبې) په خالي کولو سره بلابيل نوښتونه وکاروي دشيانو يا توکو په رانيولو او خرڅولو سره دمغازې داکار حقيقت لري چي په اصل کي موږ دا مثال دښوونځۍ ديوې ټولګۍ لپاره کاروو ، دنورو مخکښو پوهانو او ښوونکو تقليد زده کوونکي وروسته نتېجې ته رسوي تر څو دفضانورادانو غوندي دوئ هم دفضا تر غېږي ځان ورسوي ، يا دنورو ډاکترانو غوندي دوئ هم دښوونځيو دټولګيو له غېږي د ښو روغندويانو يا (ډاکټرانو) غوندي دولسونو ددرد درمل سي يا دمصنوعي اکسيجن په ورکړه مريض دممکنه مرګه را وګرځوي يا پر مصنوعي جوړو سوو انساني کالبوتونو او اسکيليټونو دجراحي تطبقياتو دپلي کېدو تمرين وکړي
 دغي پلاستيکي مصنوعي جوړ سوي انسانان چي دلابرتوار دتجريبو لپاره جوړ سوي دي دهغه څه په وړاندي چي دقيق وي دا نخښه څرګندوي چي په کارولو سره يو درسي چاپيريال په وجود راځي کېداى سي ددې په عوض په شفاهي ډول دعلمي او تدريسي تحقيقاتو دپلي کېدو لپاره ډېري لاري چاري وي چي هغه چاري مياشتي او کلونه په بر کي نيسي ، دمصنوعي موادو کارول يې تحيقياتي اړخ وڅو ساعتونو ته راټيټوي خوداسي خبره بايدمد نظر ونيول سي چي ددې توکو کارونه دانسان د موجوديت پرته ممکنه نه ده
 په اوسنيو ورځو کي دتدريسي پروسو دپرمخ بيولو لپاره په مجاني ډول دلابرتوار مواد تهيه سوي وي په زرهاؤ علمي موضوعات سته چي په کارولو سره يې دشيمايي ته موادو اړتيا پيداکېږي چي په پايله کي خلګ تر ځنګلاتو او امازون تر پولو دتحقيقاتواو سياسي اهدافو په موخه ځانونه رسوي
 دښوونکي او زده کوونکي تر منځ دتدريس دپر مخ بيولو په موخه بلابيلو موډلونه سته چي ددوئ سره مرسته وکړي معمولاً په ډېره پرېمانه ډول اسانه او وړيا لاري سته چي ددوئ په ټولګۍ کي مرستندوى وي چي دا ډول ميتودونه او بر نامي په مفصل ډول او هر يوه په منفصل ډول له بلي څخه جدا جدا تر څېړني لاندي ونيول سي
 دواقعيتونو پېښې کول په ورځني ډول په ټولګيو کي کومي گټي لري ؟
 کومي تجربې چي په دا ډول تر لاسه سي د ښوونکو سره مرسته کوي چي دمدرسې په تعليمي او فرهنګي پراختيا کي لاسته راوړني ولري ، ښايي دا ډول تقليدو او پېښوکولو ښکاره ګټي دښوونکو دتجريبو ، او له بشره سره دپراخو عواطفو داړيکو ښکارندوى وي چي دزده کوونکي دسطحي دلوړ والي بيل ــ بيل اړخونو سره صورت نيسي
 تدريسي لوبي دښوونيزو ميتودونو هغه اساسي ميتودونه دي چي دمنظمومشخصاتو په لرلو تر يوه زيات د٢يا تر هغه ځوانانو تر منځ دمسابقاتو منځته راوړل دسوال او جواب په ور کړه صورت نيسي کوم چي مخکي ورته مشخص سوي وي چي يو له بله داړيکو په لرلو سره قرار لري
 دتدريسي لوبو دپيلېدو څخه مخکي دهغوئ پر جوښت او موخو دمسئولو کسانو لخوا فکر کېږي ترڅو دمطالبو په يادولواو دهغوئ دمفاهيمو دنوشته کولو پر مهال چي زده کوونکي له کومو مکشلاتو سره مخ دي په متنونو او جملاتو کي ور سره مرسته کوي
 دتدريسي لوبو له موډلونو ګټه پورته کول دتدريس په زده کي يو واقعيت دى ښوونکي بايد داډول پوه وي چي دزده وونکو په فکري او زده کړه ييزو پراختياوو کي مثبت بدلون زمينې برابري کړي کله چي په ټولګۍ کي داډول تدريسي عمليات پلي کوى لاندي ټکي په نظر کي ونيسى :
1. په تدريسي فعاليتونو کي زده کوونکو ته ونډه ورکوي تر څو په ازدانه ډول خپل فعاليت تر سره کړي
2. دتدريسي منابعو اماده کول يوه اړينه خبره چي بايد دفعاليت تر شروع مخکي موجودي وي زده کوونکي اړ دي چي دنوموړو موادو په اړ وند له درس څخه مخکي خبر تيا ولري څو دفعاليت دسرته رسولو لپاره دفعاليت د سرته رسولو تصميم ولري
3. ټاکلى وخت بايد په پام کي ونيول سي
4. دبازۍ يا فعاليت تر ختم وروسته دي ديادو موادو ساتني لپاره ټاکلى ځاى په نښه کړي تر څو دبل ځلي استعمال لپاره بيا تيار وي
5. تر فعاليت وروسته زده کوونکو ته وخت ورکړى چي ترلاسه معلومات اولاسته وړني تر خلګو ته وړاندي کړي
 ننداره ( نمايش ) تمثيلي پارچه
 په داسي حال کي چي زده کوونکي دتدريس دزده کړي په موخه له بيلابېلو درسي لوبو سره سر او کار لري يوه لوبه هم دنندارې يا تمثيلي پارچې ده چي زده کونکي درول په اجراکولو کي په فردي ډول هر يو بيل ــ بيل برخه پکښي اخلي ، هريوه زده کونکي ته ټاکلي رول ور په نخښه کېږي ددې ميتود تاثرات هغه وخت ډېر اغيزمن څرګندېږي چي کوم يو زده کوونکي ته کوم رول ورکول سوي هغه دټولو کريکټرونو په نظر کي نيونه سره کټ مټ تر سره کړي ، پدې تر سره کېدو دنندارې ليدنکي پوه سي چي چا کوم رول دڅه لپاره ترسره کړ ؟؟؟ داسي کړني بايد درول اجرا کوونکي لخوا په نظر کي ونيول سي چي دچا لپاره کوم رول دکوم هدف لپاره تر سره کوم ؟ او کوم هدف دوئ ته ور نقلوم ؟ تمثيلي پارچي يا نندارييز رول پرڅو ډوله دى :
• سمدستي رول تر سره کېدنه:
دا ډول تدريسي نمايش بېله تياري او تمرين څخه دټولګۍ په مخ کي تر سره کېږي ؛ درول تر سره کېدو وروسته پوښتل کېږي چي لوبغاړي او زده کوونکي کوم رول تر سره کړ ، په ډېر ګمان ليدونکي کسان دموقعيت په اړه نظر ورکوي چي دټولګۍ په مخ کي يې تر سره او بيا وروسته هغه فعاليت را نخښه کوي چي تر موقعيت وروسته دليدونکي تر سترګو تېر سوى دى کېداى سي په کړنه کي هغه مشکله نقطه له ليدونکو څخه وپوښتل سي او پدې سره ليدونکي فکراً مصروف سي پدې سره هر ننداره کوونکى دتر سره رول څخه ډېر څه تر لاسه کوي بايد وويل چي دتمثيلي رول تر سره کېدل خلګو ته دموقعيتونو، کلتورونو ، فرهنګونو او عقايدو په اړوند بشپړ انځور په کُلي ډول ورکوي او خلګ په دې پوه کوي چي ددې تمثيلي پارچي اجرا له کوم تدريسي موضوع څخه سرچينه اخيستې ده
 ښه تر اجراات چي بايد په ټولګۍ کي تر سره هغه دوه نفري کړني دي چي دښوونکي او زده کوونکي په نقش کي تر سره کېږي ،په دې رول کي بايد په پام کي ونيول سي چي زده کوونکي بايد نقشونه تر سره کړي او کوم ډول تګلاره بايد غوره سي دتدريسي کلاس تر ختمېدو وروسته باد زده کوونکي له ځانه وپوښتي چي ددې تمثيل هدف زموږ په درس کي څه وو ، دهغې نندارې پياوړي او ضعيف ټکي له ځانه سره ولټوي
 کله چي زده کوونکي له دې ډول نندارو سره اشنا وي نو په دې صورت دوئ دمصنوعي او طبيعي حرکاتو تر منځه واضح توپيرونه رايستلاى سي
 کېداسي ددې ډول نندارې حرکتونه په تصويري ډول دويديو په مرسته او يايې اواز دټيپ ريکارډر په مرسته ثبت سي
 څه چي موږ له دې لاري زده کوو بايد ياد ولرو چي دا زموږ دزده کړو دپياوړتيا ارږښت څو چنده زياتوي او دارږښتونه يې بايد هر وخت مدنظر ونسو
• ازا ده ننداره
 دا ډول نمايش زده کونکو ته فرصت په لاس ور کوي چي خپل نظريات او افکار په ازاد ډول تر خلګو ورورسوي ؛ مثلاً : په ټولګۍ دروميانو (ايټالويانو) په باره کي خبره کېږ ي بل زده کوونکي سمدستي دهغوئ غوندي تقليد يا پېښې کوي ښوونکى په دې وخت زده کوونکو ته ددې رول دترسره کولو لپاره هريو ته دنده ورکوي چي په لنډ ډول رول ولري
 په دې ازاد روش کي زده کوونکي يو ه ټاکلې لاره غوره او پېښي تعقيبوي که درول داجرا کېدو پرمهال زده کوونکي کومه سهوه يا تېروتنه وکړي ښوونکي سمدستي دهماغي لاري دتر ميم لپاره خپل نظريات وړانديز ورته کوي ددې څنګ داړتيا په صورت کي دې ته ورته نور مطالب ښوونکى ورته مطالعه کوي دپام نقطه په دې روس کي داده چي تر سره سوو ارزښتونو ته انعکاس ور کول کېږي او په دې باوري وي چي پر ځاى رول يې کارولى دى
• کيسه ييزه ننداره
 کېداى سي بيلابيل داستانونه په بېلابېلو کرکټرونو کي تر سره او متفرق پيغامونه ځيني تر لاسه سي ؛ مثلاً : په وړکتونو او ښوونځيو کي پېژندل سوي داستانونه ويل کېږي لکه : مومن خان او شېرنۍ ، ظريف خان او مابۍ ، احمدشابابا او مرېټي ، ميرويس نيکه او جرګه) په دې ډول داستانونو کي هر يوه زده کوونکى ټاکلى رول تر سره کوي ښوونکى په څو زده کونکو نوموړى داستان په لوړ اواز په ټولګۍ کي وايي ؛ په داسي حال کي چي رولوونکي زده کوونکى په ژونديو حرکاتو خو پټه خوله سره عملي کوي بله لاره يې داده چي په زده کوونکو وظايف وېشل کېږي او د هره يوه لوبېدونکي سره خپله مشخصه دنده په خپل اواز سره تر سره کړي
 ددې ډول داستانو په عملي تر سره کېدو سره اړتيا ددې چي هر يوه داستان په لنډ ډول صورت ونيسي چي داډول تدريس پروسې عموماً په اجتماعي علومو sociology پوري اړه لري
 بايد له ياده ونوزي چي ددې ډول داستانونو په وقفو کي دهره يوه حرکت اهميت را څرګند سي که ددا ډول نندارو په ځينو ځايونو کي دشعرونو يا لنډيو څخه کارواخيستل سي ګټه به يې څوچنده وي
 تجريبې
 په ټولګيو کي کي دتدريس تر څنګ دتجريبو تر سره کول په ټولګۍ کي اغيزناکه تعليمي فضا را منځته کوي .
سره تر دې چي ټول دټولګۍ غړي دتجريبې دتر سره کېدو په برخه نه اخلي ولي په دې اساس چي په نوموړي برنامه کي په عملي ډول يا په کنجکاو ډول برخه اخلي او هغه له نژدې مشاهده کوي دتجريبې په پايله کي يې درس په ياد سوى وي امکان لري چي تاسي په ټولګۍ کي يوه تجريبه دڅو تنو زده کوونکو په مټ تر سره کړى ځيني وخت داسي پېښېږي چي زده دهغه په تر سره کېدو پاته راځي په داسي صورت کي داړوند تجريبې يو متخصص را وغواړى چي نوموړې تجريبه دزده کوونکو مخي په ټولګۍ کي تر سره کړي په ټولګۍ کي دتجريبو سرته رسونه دزده په انتقال او دزده پر علمي ذخيره د ورزياتوب زياته اغېزه لري .
دتجريبو دتر سره کېدو په وخت کي لاندي ټکي په ياداښت کي ولرى :
• ټولګۍګورى او داسي ځاى په نښه کړى چي دفلم، سلايډ ، ستريپ ، يا هغه مواد چي دلته په ټوګۍ کي تر تجريبه لاندي نيول کېږي موږ خپل هدف ته رسوي په دې ارزيابي کي بايد ، وخت ، ځاى ، او اطلاعات شامل وي
• دنمايش دتر سره کېدو هدفونه روښانه کړى
• په هغه صورت کي چي تجريبه نمايشي يا نندارييز اړخ ولري دنمايش ځاى او دزده کوونکو دناستي ځاى په نښه کړى
• حقيقي مواد ، يا مصنوعي مواد ، فلمونه ، طبيعي توکي ،ګچي تخيتې ، او نورشيان چي ستاسي سره په تجريبه کي مرسته کوي خوښه يې کړى
• دتجريبې پړاوونه مخکي له مخکي معلوم کړى
• وخت په نرر کي ونيسى چي په څومره وخت کي بايد تر سره سي
• دتجريبې دپيل خخه مخ کي يوه انګېزه پر کار واچوى چي دزدهکوونکو توجه تجريبې ته را جلب سي
 پاته لري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery