مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جنګ فريب دی...د ازادۍ په نوم د انسان پر ضد بی عاطفه عمليات کول!!!

پاچا- کليفونيا- امريکا


۱۱ ډسمبر ۲۰۱۳

ددغه پورتنی سرخط لاندينۍ ليکنه د ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا په انګريزۍ ليکلی شوی او د نومبر په يولسمه ۲۰۱۳ په دعوت ويبپاڼه کی خپره شوی. ما (ژباړڼ) د ځينو پټو حقايقو په بنا چی ښاغلی ريچارډسن هغه بربنډ کړي د هغه دغه ليکنه پښتو ته اړولی، هيله ده چی خوښه مو شی.
"هغه سياسی مشر چی د جګړی د تکل ناروغی لری، هغه نور سياسی رهبر نشی بلل کيدی، بلکه هغه د ناشولته، نا اټکله او نه کنټرول کيدونکو حوادثو غلام دی. سر وينسټن چرچل.
جنګ د فريب تقاضا کوی:  شاهد، د مثال په ډول د پنټاګون دنرم حسن تعبير(د زهرو ډکه مړۍ چی په شاتو کی لړل شوی وی.ژ) د عباراتو لاندی د دسيسو څخه ډک د تبليغاتو(پروپاګنډو) د خپرولو لړۍ د ازادۍ او دموکراسۍ تر عنوان لاندی د يو شريف پلورونکی په حيث په نړيواله سطحه ددی مؤجه جنګ د توجيه کولوپه منظور په لاره اچولی ده.امريکا مخکی له دی چی جګړی ته داخله شی د جګړی لپاره يی ځانګړي قوانين په ډير مهارت سره وضع کړې چی هغی ته قانونی شکل ورکړی.
د امريکا د ويناوو له مخی چی وايی، زمونږ ماموريت دادی چی د القاعده د پاتی شوونو (بقاياوو)جرړي په نني افغانستان کی له له بيخه اوباسو.
دا ماموريت د امريکا په تاريخ کی د ځينو حکومتی لوړ پوړو ويندويانو له نظره په ډيرو شريفانه عباراتو سره عنوان شويدي. لکه: د عراق د ازادۍ لپاره عمليات، دا خيالی نوم  چی د ۲۰۰۳ کال په لومړيو کی د امريکا په مشری او د خپلی خوښی د ائيتلافی ځواکونو لخوا د عراق د ويجاړولو په منظور په لاره اچول شوی وو انتخاب کړل شو. د ملګرو ملتونو د(پخوانی.ژ) سرمنشی کوفی عنان د وينا له مخی چی د (ګارډين په ورځپاڼه کی د سپټمبر په ۱۶ نيټه کال ۲۰۰۴) کی خپور شوی، ويلی چی دا يرغل د قانون له مخی غير قانونی تهاجم وو چی له مخی يی د يو ميليون څخه زياتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په کال ۱۹۸۳ کی متحده ايالتونو د ګراناډا په وړوکی هيواد باندی يرغل وکړ او د هغه څخه وروسته يی په پاناما حمله وکړه چی واشنګټن دغی حملی ته ' د عادلانه عملياتو' نوم ورکړ، ددغه يرغل په نتيجه په زرهاو خلک چی اکثريت يی غير نظاميان او عام وګړي وو ژوند له لاسه ورکړ.

۱

دا لويه جګړه چی هيڅ آخر نلری په لومړی ځل د اکتوبر په مياشت کال ۲۰۰۱ کی پيل شوه. افغانستان چی د لسيزو په اوږدو کی د جګړو له امله وران ويجاړ شوی، اقتصاد يی خراب او خلک يی د فقر او خوارۍ له امله کمزوري او ټوټه ټوټه شوي وو، د امريکا لخوا د نړيوال ټروريزم تر نامه لاندی لومړنی هدف وګرځيده. د اکتوبر په اوومه(۷) کال ۲۰۰۱ د امريکا او برتانيا جنګي الوتکو لکه د بريښنا په څير پخپلو ويجاړوونکو هوائی مسلسلو يرغلونو افغانستان وران ويجاړ کـړ. په دي يــرغلــونو کی د بـمبــاريو او توما هاک کروز ميزايلونو څخه کار واخستل شو، او ورپسی خوشه ای اود ګلونو په شان اره ای بمونه او بيا د لویو چاوديدونکو موادو چاودني وکړل شوي. د نومبر د مياشتی په پيل کی امريکايانو په پراخه اندازه په افغانستان فرش ډوله بمباری وکړه، او د نومبر په يولسمه نيټه ځمکنی يرغل شروع شو. د بمباريو په لومړۍ مرحله کی د ملکی خلکو د مرګ ژوبلی اندازه د ۵،۰۰۰ او ۱۱،۰۰۰ تر منځ اټکل شويده. د دريو هفتو له بمباريو څخه وروسته امريکايی جنګی الوتکو د (۳۰،۰۰۰) فوټونو په لوړوالی الوتنه پيل او د يو ميليون په اندازه يی د خوراکی موادو پاکټونه چی د افغانستان رپی (بيرغ) ورباندی لګيدلی وو په ځمکه وغورځول. (ښاغلی.ژ) توماس ګونټ ددی (خوراکی توکو.ژ) په اړه داسی څرګندونه کوی: ' په افغانستان کی د ولږی پر ضد عمليات' اود هوا څخه ددی (خوراکی.ژ) توکو ښکته راچول يی د بازار پيدا کيدنی يعنی مارکټينګ د عمل په نوم نومولي دي، هغه وويل، ددي پاکټونورنګ روښانه زيړ وو... ددی رنګ يو ډير خطرناک او کوچنيوناچاودو بمونو ته ورته وو چی په ټوله سيمه کی تيت و پرک پراته وو، په نظر داسی ښکاريده چی سړی به فکر کوو چی متحده ايالتونو په پټه د خلکو د تير ايستلو لپاره په پراخه اندازه مرګانی خوشه ای بمونه هر ځای شيندلی دي. په نتيجه کی د افغانستان وږيو وړو ماشومانو به په ډيره مينه دغه ناپيژندل شوی ناچاودو بمونو ته ورته پاکټونه دژوند د بقا په خاطر راټولول. د بشر د حقوقو څارونکي وايی چی افغانان په دی پوهيدل چی دا کومه بشری مرسته نه وه چی د ازادی د عملياتو په نوم کيدله. ورځپاڼه ليکونکی (ژورنالست) نورمان سولومان په ميديا بيټ کی د اکتوبر په ۲۹ نيټه کال ۲۰۰۲ کی ليکلی چی دا د ښه نيت عمليات چی د ازادی په نوم تر سره کيدل د امريکا په رسنيو کی د هغه ګناهونو په مقابل کی چی دوي د ازادۍ تر نامه لاندی ترسره کول، ښه وبــريښيـــدل، ددی ( پايداره ازادی.ژ) تر عنوان لاندی پنټاګون کولی شی چی هر ځای په هر وخت کی بمباری کړی. جګړه د فريب غوښتونکی ده. سره ددی زه په دی ځای کی د جګړی فنی پيچلتياوو  او پوځی ستراتيژی ته چی فريب او تيرايستل پکی هميشه بنسټيز رول  لوبوی اشاره نه کوم.

 
۲


د امريکاد متحده ايالاتو ولسمشرانو، کلنټن، جارج ډبليو بش او بارک اوباما تر قيادت لاندی په عراق او افغانستان کی ډير بيرحمه جنګی عمليات چی د بمباريو، تهاجمونو او بنديزونو سره مله وو تر سره کړيدي. دا ولی؟ ځکه چی سيمه په پخپل کنټرول کی راولی او هم د عراق د تيلو زيرمو ته لاسرسی ولری، د افغانستان څخه د تيلو د نلليکی د ليږد او په پوځی ستراتيژک لحاظ په منځڼی ختيځ او جنوبی اسيا او همداراز د منځڼۍ اسيا د انرجۍ څخه سرشاره د کسپين د بحيری په سيمه کی خپل  حضور په دوامدار ډول وساتی. دا ښکاره ورانوونکی او وژونکی امپرياليزم چی د متحده ايالاتو د حکومت لخوا په ډير مهارت سره همغاړی شوی ددوي د فريب څخه د ډکو هلو ځلو برخه ګڼل کيږی. دا عمليات د لومړی ځل لپاره د فارس د خليج د جګړی په وخت کی  په ۱۹۹۱ کال کی د عراق پر ضد د جګړی څخه چی  د سپينی ماڼۍ لخوا د خلکو د عامه اذهانو او نيوکو (اعتراضونو) د ارامولو په منظورپه ډير شد و مد د  صحرا د طوفان په نوم ونومول شو شروع شول.
ښه، مخکی له دی چی د امريکا په سروالۍ (رهبرۍ) په ۲۰۰۱ کال په افغانستان باندی يرغل وشی، ټولو خبری رسنيو د رقابت په ډول د توجه د جلبولو په خاطر په يوه سا د دوامداری ازادۍ لپاره  وړاندويني (پيشګويانی) کولي. د جنګ په دوران کی په ځانګړی ډول د ټيليويزون خبرونه يوی ورځنۍ ډرامی ته ورته شکل غوره کړی وو چی د ائيتلافی/ايساف ځواکونو لخوا چی متحده ايالات يی په تخنيکی او اخلاقی لحاظ رهبری کوی د خپلو لاسته راوړنو په اړه خپرونې کولي.خبرونه او راپورونه به په داسی لړزونکی او پارونکی موزيک سره دداسی خبرلوڅو لخوا پيل کيده چی زياتره يی متقاعدو افسران وو، د نقشو، څراغ لرونکو نخښه کوونکو اشارو،او ډيرو پرمختللو ګرافيکی علايمو سره ددی هيواد (افغانستان.ژ) اوسني او پخواني حالتونه په ګوته کول او په ډيره خندا او خوشالې سره يی داسی اشاري رسولی چی 'مونږ (امريکايان.ژ) څرنګه کولی شو چی دغه مقاومت (طالبان.ژ) پاک او له منځه يوسو'. پداسی حال کی چی د ملکی خلکود غم، درد او رنج څخه چی هره ورځ يی د ژوند د بقا لپاره ګالی  بيخی سترګي پټي کړي وي.
د فريب شرکت؛ د جګړی په نوم سوداګريزی لارښووني: ددفاع وزارت داسی خبرداری (اخطار) ورکړ چی په دی جګړه کی د نامناسبو نومونو انتخابول چی د امريکا د بهرنی سياست، جګړيزو رواياتو، اهدافو او آيډيالونو سره په ټکر او تضاد کی واقع شی د منلو وړ نه دي. په هر حال د دغسی اراموونکو،شريفانه او د غرور څخه ډکو شعارونو په ورکولو سره چی په جګړه کی کموالی هم رانشی، غير قانونی تجاوز هم ونه بلل شی او هم د نړيوال قانون د تړون (معاهدی) په اساس وی شکل ورکړل شو. ښه، د مثال په ډول په افغانانو کی به داسی څوک وي چی ووايی دا جګړه د هميشنۍ ازادۍ په ځای  د تحميلی هميشنيو بد بختيو  لپاره عمليات دي چی نور ورڅخه بيخی بيزاره شويدي.
نن په افغانستان کی ولږه، تنده او لګيدونکی (ساری) نارغتياوي په ځانګړی ډول د ماشومانو په منځ کی خپل اوج ته رسيدلی دي. د کډوالو (مهاجرينو) په پنډ غالو (کمپونو) کی د خوراکی توکو د نشتوالی له امله په ځانګړی ډول په هغه ځايونو کی چی د امريکايی پوځی اډو تر څنګ په تيت او پرک ډول پراته دي ښه په سترګو کيږی.
۳
اقتصاد خراب شوی، بهرنۍ مرستي اوس يو خالی خوب دی، ډير کلي او بانډي د متواترو بمباريو له امله په کنډوالو بدل شوي، (امريکايی.ژ) پوځيان په کلو او بانډو کی د شپی  په کورونو ورننوځي او اوسيدونکي يی د ويری او وحشت سره مخامخ کړيدي. د منع کړل شويو او زهرجنو وسلو استعمال  د نويو زيږيدل شويو ماشامانو ژوند او هم چاپيريال د خطر سره مخامخ کړيدی. د پخوانی شوروی اتحـاد ملګري ( شمالی ټلواله) د (جګړی.ژ) هغه کړنلاره چی د امريکا په رهبرۍ د ائيتلافی ځواکونولخوا په نظر کی نيول شوی چی د کرزی حکومت له پښو وغورځوی د هغی څخه په ډيره وفادارۍ او  خوښی طرفداری کوی. بنديان (پښتانه) چی د شمالی ټلوالی لخوا ترهګر(ترورست) په ګوته کړل شوي وويا ورک شول او يا هم بهرنيو هيوادونو ته وليږل شول چی د شکنجو او زياتره اوقات د مرګ په کومی کی ور ټيله کړل شو، اوس بهرنې (خارجی) ټکنو کراټان د دی هيواد په ټوټه کولو باندی  لکه چی برتانوی هند په نولسمه (۱۹) پيړۍ کی  تر سره کړی وواو يا هم د شوروی اتحاد په وخت کی چی ددی هيواد د تجزيی پلان يی د کاسکيډ او کربوړی په نوم نومولی وو په تدبير باندی لګيا دي. د ملکی خلکو مرګ ژوبله د ۴۴۷ ډوله بی پيلوټه الوتکو او نه ختميدونکو بمباريو له امله مخ په زياتيدو ده. د مثــال په ډول، د اوبــامــا د اداری د سی- آيی- ای او پوځی بی پيلوټه الوتکو د بمباريو له امله (۲۵۰۰) خلک چی زياتره يی ملکی او غيرجنګیالی  (غیرنظاميان) وو وژل شويدي ٭٭۔ برسیرہ پر دی متحده ايالتو داسی تصميم نيولی چی د افغانستان د خاوری څخه د (ام- کيو-۹ ) ډوله بې پيلوټه ريبونکی الوتکه د پاکستان پر ضد د يرغل لپاره وکاروی، ښه، دا پخپل ذات کی د نړيوال قانون څخه په څرګند ډول سرغرونه ده چی هيڅ تشريح او تفصيل ورکولو ته ضرورت نلری.
د قران شريف نسخي بې حرمته شوي، پوځيانو د هغه خلکو  په مړو جسدونوچی په شهادت رسيدلي وو  متيازي وکړي، ټول هيواد (افغانستان.ژ) د بهرنيو پوځيانو څخه چی په هيڅ شی خبر نه دي ډک دی، د افغانستان کلتوراو عنعناتو ته هيڅ ډول درناوی نه کوی او نه پکی رای وهی، او نه په دی فکرکی دي چی کله به هم  ددوي خپل هيواد په راتلونکی وخت کی د داسی پيښو سره مخامخ شی.
په عين حال کی واشنګټن دي ظلمونو او کرکجنو کړنو ته د ترهګری په نوم چی په دولتی سطحه تر سره کيږی د پايداری ازادی عنوان ورکړيدی، دا په دی خاطر چی د نړيوالوفکرونه اغفال او بلی خواته يی واړوي، د جنايت دي جنګی سريال ته يی په دوامداره توګه ادامه ورکړی او په دی کی خپل نقش داسی وړاندی کوی چی زمونږ (امريکايانو.ژ) شتون په افغانستان کی د ترهګرۍ (تروريزم) پر ضد دی، په هر حال ددی ازادۍ مفهوم د افغانانو لپاره ولږه، تنده، د خلکو مړينه او استوګن ځايونو ويجاړول چی ددې مغرورو، متکبرو او بی پرواه بهرنيانو لخوا ددوې په مقابل کی ترسره کيږی، بل هيڅ شی نه دی.

‌‌‌بـــــروس ج. ريـــچـــارډسن
ډســمـــبر ۲۰۱۲ (۱۲/۲۰۱۲)
۴
يـــا داشـــتـــونــــه:
په ۶ دسمبر ددي سختو او درنو عملياتو په باره کی چی د پايداری ازادۍ تر عنوان لاندی تر سره شوي وو دافغانستان په وردګ ولايت کی د سويډن د  کميټی د  روغتيايی کلينک په ودانۍ د متحده ايالاتو په مشرې د ناټو ځواکونو يرغل وکړ، ټول سامان الات يی مات کړل، د ودانۍ ديوالونه يی ړنګ او په ودانۍ کی يی دننه ټول کارکوونکي د يو څه وخت لپاره بندی او بيا يی د متحده ايالاتو پوځی اډی ته يوړل چی دا پخپل ذات کی د جنګ د قوانيو څخه په ښکاره غټه سر غړونه ده. د سويډن کميټی وويل چی مونږ د ناټو د ايساف ځواکونو ته شکايت وکړ، هغوي (ايساف.ژ) ددی وحشيانه يرغل پړه چی په زور ودانۍ ته ننوتي وو قبوله کړه، او دا يی په ښکاره ټکو وويل چی دا د جنګی تدابيرو تاکتيکی غلطی او د نړيوال قانون په خلاف ښکاره تيری وو. (ميرمن.ژ) ايريکا ګاسټون چی د بشر د حقوقو وکيله ده د ګارډين ورځپاڼی ته وويل، " د طبی ودانيو، سامان الاتو او کارکوونکو حفاظت او ساتنه د نړيوال بشری قانون له مخی اساسی او له لومړيتوبونو څخه ده." د سويډن د کميټی مديری (ميرمن.ژ) اندريا سټيفنسن د ګارډين ورځپاڼی ته وويل چی په افغانستان کی  دغير دولتی مؤسسو سازمانونه چی  روغتيايی خدمتونه پر مخ بيايی تقريبآ هره مياشت دداسی حملو سره مخامخ کيږی." (په دی اړه وګورۍ: په ا فغان روغتيايی کلينک باندی د ناټو(ځواکونو.ژ) يرغل، سخت جنګی جنايت'، انټی- وار.کام، ۱۲/۶/۲۰۱۲ ٭٭، همداراز وګورۍ: 'د وژلو لپاره کړنلاره/پروټوکول'، (ښاغلی.ژ) فل جرالډی، انټی- وار.کام، ۱۲/۶/۲۰۱۲ ٭٭، او ۲۰۱۲ په افغانستان باندی د بی پيلوټه (ډرون) الوتکو د (يرغل.ژ) کال وو'، (ښاغلی.ژ) سپنسر اکرمن، په ۱۲/۶/۲۰۱۲ "مخابره" شويدی".
(See: ‘NATO attacked Afghan Health Clinic in Serious War Crime’, anti-war.com, 12/6/2012**Also See: ‘The Protocol for Death’, Phil Giraldi, anti-war.com. 12/6/2012**, and ‘2012 was the Year of the Drone in Afghanistan’, by Spencer Ackerman, Wired”, 12/6/2012.

پــه ډيـــر درنښــت
پـــا چـــا
ژ: ژباړن

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery