مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دښوونکو او زده کوونکو تر منځ داړيکو چاپيريال


  
 ژباړه : له دباندنيو سرچينو څخه
 ژباړن : ن قران مل

 تجريبې
 په ټولګيوکي دتدريس ترڅنګ دتجريبو ترسره کول کي اغيزناکه تعليمي فضارا منځته کوي .
سره تر دې چي ټول دټولګۍ غړي دتجريبې په تر سره کېدوکي برخه نه اخلي ولي په دې اساس چي په نوموړي برنامه کي په عملي ډول يا په کنجکاو ډول برخه اخلي او هغه له نژدې مشاهده کوي؛دتجريبې په پايله کي يې درس په ياد سوى وي امکان لري چي تاسي په ټولګۍ کي يوه تجريبه د څو تنو زده کوونکو په مټ تر سره کړى ځيني وخت داسي پېښېږي چي زده کوونکي د هغې په تر سره کېدو پاته راځي په داسي صورت کي داړوندي تجريبې يو متخصص راوغواړى چي نوموړې تجريبه دزده کوونکو مخي په ټولګۍ کي ترسره کړي په ټولګۍکي دتجريبو سرته رسونه دزده کړي په انتقال او دزده کوونکوپر علمي ذخيره د ورزياتوب زياته اغېزه لري .
دتجريبو دتر سره کېدو په وخت کي لاندي ټکي په ياداښت کي ولرى :
• ټولګۍ وګورى اوداسي ځاى په نښه کړى چي دفلم، سلايډ ، ستريپ ، يا هغه مواد چي دلته په ټولګۍ کي ترتجريبه لاندي ونيسي چي هدف ته مو رسوي په دې ارزيابي کي بايد ، وخت ، ځاى ، او اطلاعات شامل وي
• دنمايش دتر سره کېدو هدفونه روښانه وي
• په هغه صورت کي چي تجريبه نمايشي يا نندارييز اړخ ولري دنمايش ځاى او دزده کوونکو دناستي ځاى په نښه کړى
• حقيقي مواد ، مصنوعي مواد ، فلمونه ، طبيعي توکي ،ګچي تختې،او نورشيان چي ستاسي سره په تجريبه کي مرسته کوي خوښ او راټول يې کړى
• دتجريبې پړاوونه مخکي له مخکي معلوم کړى
• په نظر کي ونيسى چي په څومره وخت کي بايد تر سره سي
• دتجريبې دپيل څخه مخ کي يوه انګېزه پر کار واچوى چي دزده کوونکو توجه تجريبې ته را جلب سي
• له زده کوونکو وغواړي چي دتجربې داجرا پرمهال لنډ ـــ لنډ يادښتونه له ځانه سره ديادښت پر کتابچو واخلي
 خو لاندي ټکي بياهم په نظرکي ونيسى :
1. ديوې ممکنه خطرناکي پېښي درامنځته کېدو له اړخه زده کوونکي خبر کړى
2. دا سي خبري وکړى چي ټول زده کوونکي مو په خبرو پوه او وايې وري
3. يوازي هغه ټکو ته اشاره کوى چي دزده کوونکو ورته پام وي او پوره يې په ياد کړي
4. زده کوونکو ته پوره پاملرنه وکړى دهغوئ غلط فهمي هم پيدا کړي څو درس يې له شک پرته زده کړى وي
5. عادي سرعت او دتجريبې مخ ته تګ په نظر کي ولرى له سختو نقطو په اساني ځان تېر کړى که اړتيا وه دزده کوونکو دښه زده کړي په موخه يې تکرار کړى
 دتجريبې په پاى ته رسېدو سره تاسي کولاى سئ چي د زده کوونکو يادښت ارزيابي کړى؛ مثلاً دکېميا يو ښوونکى دي څه کيمياوي مايع مواد په لوښي کي سره يو ځاى کړي وروسته دي دهغوئ له ترکيبه زده کوونکو ته معلو مات ورکړي چي کوم تغيرات په نوموړو موادو کښي را غلي دي ؛ دازمايښت پروسه په تدريجي ډول زده کوونکو ته عملي کړى بيا وروسته له زده کوونکو وغواړي چي دده (استاد) ومخي ته په تکراري ډول نوموړې عمليه سرته ورسوي په دې سره به زده کوونکو پوه سي چي په لمړي ځل يې څه ډول تر سره کړه دنوموړو لخوا دعمليې سرته رسونه ددې لامل سوه چي ددوئ معلومات او تجريبه زياته سوې ده
 ډېره اړينه دا خبره ده چي ښوونکى دزده کوونکو داستعدادونو توازن په نظر کي ونيسي، دهغوئ داستعداد سره سم دي تدريسي پروسه عياره کړي او داړتيا پرمهال دي له نوموړو زده کوونکو سره دتجريبو په ترسره کېدو کي مرستيال واوسي
 دمسلکي او متخصصوکسانو را غوښتنه تدريسي ټولګۍ ته :
ځيني خلګ زموږ په ټولنه کي ژوند کوي ، کېداى سي دغه کسان د ګټورو تدريسي سرچينو په توګه موږ ته ګټور ثابت سي ،ددې تر څنګ اکاډميک او متخصص کسان دخپلو تجريبو په ښوونه سره زموږ په ښوونځيو کي داستعدادونو په وده کي ستر رول دخپلو تجريبو سره ولري او خپل مهارتونه را څرګندکړي
 ددې تر څنګ دزده کوونکو اوليا او دوستان چي په تعليمي چارو کي تخصص ولري هم کولاى سي چي دخپلو لمړنيو معلوماتو په وړاندي کېدو سره له خپلو بچيو سره په کورنو او ښوونځيو کي مرسته وکړاى سي ، يو څاروندۍ، څارنوال ، قاضي ، مدافع وکيل او دمسجد ملا امام کولاى سي چي دخپل کاري جريان يو راپور يا ګذارش په مثالي ډول په بشپړه توګه واوروي او يايې دښوونيزي ټولګۍ دحاضرينو په اختيار کي ورکړي
 پس موږ ويلاى سو چي يو انسان ديوې ښې سرچينې په توګه وښوونيزي ټولګۍ ته بايد را دعوت سي يا څو تنه زده کوونکو دهغه دکار وساحې ته ورسي او دهغه دمسلک اړوند يوه مصاحبه ور سره وکړي اوبياتر لاسه سوي معلومات دمرکې په پايله کي دخپلي ټولګۍ زده کوونکو ته وړاندي کړي چي کوم څه يې دڅه لپاره له متخصص څخه تر لاسه کړي او دايې دڅه لپاره پخپل صنف کي زده کوونکو ته وړاندي کړي دي ، کوم اړين ټکي يې ښوونځۍ يا ټولګۍ ته راوړي دي ؟؟؟
 ددې کار دتر سره کېدو لپاره لاندي ټکي په نظر کي ونيسى:
1. زده کوونکي بايد د په نښه سوي سړي سره اړيکي ونيسي
2. هدف په نښه کړى
3. ټولګۍ تياره کړى،ددې سر بېره په نظر کي نيول سوي موارد بايد له ټاکلي شخص څخه وپوښتل سي
4. زده کوونکي ذهناً تيار کړى
5. يو تن زده کوونکى دځانګړو يادښتونو لپاره تيار کړى
6. دبرنامې ياعمليې دسرته رسېدلو پايلامه مخکي له مخکي روښانه کړى
 تاسي کولاى سئ چي دبرنامې تر پورايني وروسته له راغوښتل سوي سړي څخه مننه وکړى ، دراغوښتل سوي مسلکي سړي دمقالې يا مرکې داحوال شرح له هغه سره ديوه يا څو تصويرونو سره يو ځاى پر دېوالي جريده وځړوى زده کوونکو چي څه دنوموړي متخصص څخه زده کړي کولاى سي پخپلو کتابچو کي وليکي چي کله ــ کله دهغو تر لاسه معلوماتو څخه ګټه پورته کړي زده کوونکي بايد دنقاشانو غوندي دهغوئ څخه تر لاسه سوي معلومات پخپلو ذهنونو کي ولري
7. په داسي حال کي چي څو مسئول کسان له مسلکي او متخصص کس سره دمصاحبې په اړوند بوخت وي توجه ولري چي دا مرکه بايد د سوال او جواب په مېتود سره تر سره سي تر څو ټول غوښتل سوي مطالب او دسوالونو تهيه کول بايد په ټولګۍ کي دڅو تنو زده کوونکو لخوا تر سره سي وروسته دي مرکه و سي په دي خبره بايد ټول موافقه ولري چي ستاسي هدف دمطالبو تر لاسه کول دي نه دځان ښوول خو بايد سوالونه په پوره علاقه سره جوړ سي دمرکه کېدونکي سړي وجوابونو ته بشپړ غوږ ونيول سي دامکان په صورت کي دهغه په موافقه سره دخبرو دثبت له آلې څخه کار واخلى خو کله ــ کله کولاى سى چي مرکه په ټليفوني توګه هم تر سره کړى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery