مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دخنزیرغوښه په اسلام اوساینس کي(۲)


 

دهرډول حیوان پوست په دباغت سره پاکيږی اواستعمال ئې روادی مګرنه دخنزیر،
 دخنزیرڅخه ماسوادهرحیوان غاښ پاک دی اودهغه استعمال جایزدی
 دخنزیردهډوکواستعمال جایزنه دی داځکه چې هغه نجس العین دی
 دهرحیوان پوست چې رنګ کړل شی اودباغت یی وشی نودهغه هرډول مصنوعات روادی ماسوادخنزیرڅخه داځکه چې هغه په دباغت سره نه پاکيږی.
آپ کي مسایل اوراًن کاحل ټوک ۴: ۲۳۶
 لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهیدرحمة الله علیه
 دخنزيردهيڅ شی څخه بايداستفاده ونشی که څه هم شفاپکښې وي لکه:
ولایرخص للتداوی بلحم الخنزیروان عین.
ژباړه: که څه هم داجوته شی چې دخنزیرپه غوښوکي شفاشته بیاهم نه ده رواچې ددرملني لپاره دخنزیرغوښه استعمال شي.
فقه الاسلامي ټوک ۴، پاڼه ۲۶۱۰
 لیکوال: استاددوکتوروهب الزحیلی
 دانسان ژوندپردووشیانوباندی راګرځي، بدن اوروح، چې په اسلام کي ددې دواړپرپاکوالی باندی ټینګارشوی دی، هغه خوراک چې انسانان ئې خورئ هغه خوراک مستقیماپرروح باندی هم اغیزې لري، نوله همدې کبله په اسلام هغه شیان چې وسالم روح ته تاوان نه رسوئ حلال دی اوبرعکس هغه توکي چې وبدن اوسالم روح ته تاوان رسوئ هغه ټوله حرام دي،داثابته خبره ده چې هغه قوم چې دخنزیرغوښه خورئ په هغوکي دخنزیرطبعیت شتون لری اوهمدغه قوم داخلاقوله پلوه ډیرټیټ بلل شوی دي.
خنزيرپه عيسايت کي هم حرام دی
 په (الکتاب المقدس) عربي بایبل کي په الاویین ۱۳۴ مخ کي دنجسواوپاکوحیواناتو سرلیک لیکل شوی دی اوهغه داچي:
شریعة الطاهروالنجس من الحیوان
 الکتاب المقدس للاویین ۱۳۴، جمعیة الکتاب المقدس فی لبنان ۱۹۹۵
 دعیسایانوپه مقدس کتاب بایبل کی راغلی دي:
تاسی دخنزیرغوښه مه خورئ اومه دهغه ولښ (مړجسد) ته لاس وروړی داځکه چې هغه ستاسولپاره نجس دي اوناپاک دی. (احبار ۱۱: ۷- ۸)
همدابیان په استثناء ۱۴: ۸، اشعیاء ۶۵: ۲- ۵ کي هم راغلی دی.
دخنزيرغوښه اونوی ساينسي څېړنې:
دخنزیرغوښه چې الله جل جلاله حرامه کړیده په دې کښې ډیرتاوانونه اونقصانات شتون لري، په عمومي ډول سره ددې غوښې څخه چنجیان پیداکيږی لکه (تریشیفوز، سولیوم) اوداسی نور... چې همداچنجیان دانسانانولپاره دناوړوناروغیوسبب ګرځی اوکله خوبیاهم دمرګ سبب هم ګرځي، داچنجیان په لږحرارت سره نه وژل کيږی، له دې چنجیانوڅخه علاوه دخنزیرپه غوښه کي حمض البول (یوریک اسید) یاهغه مالګه چې په بولوکي شتون لری دخنزیرپه غوښه کي نسبت ونورحیواناتوته زښته ډیره شته، دخنزیردبولوسره دامالګه ډیرلږخارجیږی،دبیلګې په ډول سره دانسان په بولوکي ۹۰٪ سلنه دپښتورګوپه مرسته سره همدامالګه خارجیږی، حال داچې دخنزیرپه بولوکي ۲٪ سلنه خارجیږئ ،اودامالګه دخنزیرپه غوښه کي په زیاته اندازه سره پاتی کيږی له همدې کبله خنزیردبندونودردونه لری اوهغه کسان چې دخنزیرغوښه خورئ هغه هم تل دروماتیزم دتکلیفونوسره لاس اوګریوان وي.
ددې څخه علاونه دخنزیرطبعیت داسی جوړدی چې دهرډول نجاست اوګندګیوڅخه استفاده کوي اوپاته دی نه وی چې همدانجاست اوګندګې په غوښوکي ژوره اغیزه کوي اوغوښې ټولې فاسدوي.
یوې امریکایی اکيډمی (American Academy) چې کومې څیړنې دخنزیرپرغوښوباندی کړیدی پایله ئې داراوتلې ده چې زیات خلک دخنزیردچنجیانوڅخه په کړاوونوکي راګیردي.
 (اعجازعلمي قرآن: پاڼه ۱۸۵- ۱۸۷)، ۱۳۷۹
 لیکوال: اکادیمیسن عبدالاحدعشرتي
 دخنزیردغوښوپه حراموالی کي ډیرزیات رازونه نغښتي دي، چې ځینی ئې ساینس راڅرګندکړی دی اوپرځینویی لاڅیړنې رواني دي، خنزیرپخپل طبعیت کي دوه ناوړه خاصیتونه لری:
۱: دهرډول نجاست خوړل
 دخنزیرطبعیت داسی جوړدی چې هرډول نجاست خورئ، په هغوځایونوکي چې وانسانانوته نژدي وي دانسانانوټول نجاست خنزیران خورئ، خوپه اوسني وخت چې دخنزیرانولپاره مناسب ځایونه شتون لری بیایی هم طبعیت پلیت دی اوهغه داچې خنزیرخپل اودبل داټوله نجاست خورئ، نوځکه دی تل نجس دی اونجاست خورئ.
۲: شهوت پرستې.
په ټولوحیواناتوکي خنزیربې شرمه حیوان دی، داځکه چې دی ونوروخنزیرانوته بلنه ورکوي چې دده دخنزیرې ښځې سره جنسی اړیکي وساتي، همداوجه ده چې په کوموهیوادونوکي دخنزیرغوښه خوړل کيږی دهغوخلکوطبعیت دخنزیروي، په پرمختللی هیوادونوکي همدادخنزیرطبعیت له ورایه جوتیږی، دامعمولی خبره ده چې که یوسړی په یوه کورکي شپه تیروی اوبل یی دده په کورکي شپه تیروی.
په سویډن ۶۰- ۷۰ ٪ سلنه انجوني دواده څخه مخکي ماشومان زیږوي، چې همداددې خنزیر بی شرمې ده چې وانسانانوته انتقال شوی ده،
 نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه
 ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery