مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

عیدمیلادالنبي (مولودشریف) د اسلام له نظره

ترتیب کوونکي : شیخ عبدالصمد صاحب/ مولانا هدایت ا لله صاحب

   

 الحـمدلله حـمداً کثیراً طیباً مـــبارکاً فیه والــــــــــصلوة والســـــــــلام علی رسول الله صلی الله علیه وسلم خـــــاتم الـنبین محمد وآله وصحبه اجمعین. امّا بعد: الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتي ورضیت لکم الاسلام دینا. ژباړه : الله تعالی فرمایلي دي چې او س ما ستاسو دین پوره کړیدی او په تاسې مې نعمت پوره کړیدی او ســــتاسو له پاره مو اسلام دین غوره کړی دی .سورة مائده (ایة ۳) قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني یحببکم الله ویغفر لکم ذنوبکم (الایة) ال عمران (۳۱). ژباړه: ته ورته ووایه ای نبي علیه السلام که چېرته تاسو مینه کوئ د الله تعالی جل جلاله سره نو زما تابعداري وکړئ الله تعالی جل جلاله به تاسو سره مینه وکړي او ستاسو ګناهونه به وبښي .رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: من احدث في امرنا هذا ما لیس منه فهو رد وفي روایة مسلم من عمل عملاً لیس علیه امرنا فهو رد. ژباړه :چاچې راپیدا کړو زمونږ په دین کې هغه څه چې د دین اسلام څخه نه دي نو هغه رد او مردود او د منلو وړ نه دی په دین کې (متفق علیه) او په روایت د مسلم کې ورسره دا هم راغلي دي: چې چا دغسې عمل وکړو چې زمونږ د دین اصل او نقل ورباندې نه وي نو هغه رد او مردود دی . مسلم دغه حدیث په نمبر (۴۵۹۰)نقل کړی دی نو عید میلاد النبي، او مولود شریف )د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیدایښت ورځ لمانځل (دا بدعت او مکروه عمل او کار دی په دین اسلام، قران او سنت او د رسو ل ا لله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو، فقهاء کرامو ، محدثینو مفسرینو او امامانو ندی لمانځلی او نه یې د دې جواز او فتوا ورکړیده ځکه چې د خیرالقرون په زمانه کې ددې هیح نوم او نشان نه ؤ او نه رسول الله صلی الله علیه وسلم او نه خلفاء راشدینو او نه امام ابوحنیفه رحمة الله علیه او نه امام شافعی، امام مالک او نه امام احمدبن حنبل او نه امام بخاري دا میلاد لمانځلی دی او نه یې پېژندلو او نه د هغوی په زمانه کې د دې وجود ؤ. نو هر کله چې په خیر القرون کې دین او جواز نه ؤ نو اوس هم دین او ښه کار نه دی ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او خیرالقرون خلاف دی. د هغوی په دین کې زیادت او تېری دی او الله تعالی جل جلاله فرمائي چې ما دین او نعمت درته کامل کړی او پوره کړي دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ، اصحابو او تابعینو خلاف کړنه ده او نن یې بعضې بدعتیان او خواهش پرست خلک دا دین ګرځوي. او اهل حـق علماؤ په دغه بدعت او نـاروا عمل رد کړیدی چې وروسـته به یې حوالې ذکر شي .
د مـیـلاد ایـجـادکـوونکی څـوک دی؟
 د رسول ا لله صلی الله علیه وسلم په میلاد چې اول ثوْیبیه وینځه ازاده کړه د هغه تره ابو لهب جاهل او بې دینه او د قرآن او سنت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم عنادي دشمن ؤ چې الله تعالی جل جلاله د هغه په رد او عذاب او ذلت کې سورة اللهب نازل کړو چې ابو لهب تباه شو د مال ښځې او زامنو سره په دنیا او اخرت کې ااو بیا په شپږسوه هجری( ۶۰۰) کې یو ظالم او مسرف بادشاه او یو ګمراه او خبیث درباري ملا د دغه میلاد ایجاد او ترویج شروع کړو د بعضې خلکو د خوشحالولو اودفاسدو سیاسي غرضونو لپاره نو دغه خبیث ، بدعتي او درباري ملا به ورته د دروغو حوالې او فتوی ګانی ورکولې او دغه بادشاه ورباندې خرچ کولو او خلکو ته به یې دوکه ورکوله چې دا د رسول اللهصلی الله علیه وسلم محبت او مینه کوونکي دي لکه په خوږو کې چې زهر چاته ورکوي ددې تـفـصـیل او دلائــل دا دي :
چې په شپږ سوه( ۶۰۰) هـ کې ظالم بادشاه او خبیث ملادا ترویج او ایجاد وکړو. د علماؤ په حوالو او معلوماتو سره یې وګوره. علامه شاه انور شاه الکشمیريرحمة الله علیه حنفي او دیوبندي عالم د ترمذي په شرح العرف الشذی اول جلد صـ ۲۳۲ طبع مکتبه رحمانیه لاهور باب ماجاء فی التکبیر فی العیدین په شرح کې لیکي: واحدثه (المولود) صوفی فی عهد سلطان اربل فی ۶۰۰ هـ ولم یکن التصنیف فی هذه البدعة یلیق بشأن الحفاظ والمحدثین. شاه صاحب فرمايي: چې دا یو پیر ایجاد کړیدی په ۶۰۰ هـ کې د اربل بادشاه په وخت کې او شریعت کې څه اصل او نقل او ثبوت نلري . (او بیا دوه بابه مخکې شرح کې لیکي: چې قال الحذاق ان البدعة لیست الا سیئة.) ترجمه: هوښیارو علماؤ ویلي دي چې بدعت نه وي مګر سیئة وي . بدعت شرعي حسنه نلري بلکې هر بدعت ګمراهي ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمان هم دی چې: وکل بدعة ضلالة . مشکاة المصابیح باب الاعتصام بالکتاب والسنة حدیث نمبر (۱۴۱ ) . علامه احمد بن محمد مصري المالکي لیکي: کان ملکاً مسرفا يأمر علماء زمانه ان یعملوا باستنباطهم واجتهادهم وان لایتبعوا لمذهب غیرهم حتی مالت الیه جماعة من العلماء وطائفة من الفضلاء و یحتفل لمولد النبی صلی الله علیه وسلم فی الربیع الاول وهو اول من الملوک احدث هذا العمل. لنډ مطلب دا:چې دغه مسرف او ظالم بادشاه دغه میلاد النبي ایجاد کړی دی او په دولسم د ربیع الاول به يې لمانځلو او علماء به یې خپلو خواهشاتو ته هڅول د شریعت پابند نه ؤ . القول المعتمد فی عمل المولد کې وګوره چې الحاوي للفتاوي د سیوطي کې دي . علامه ذهبي په دول الاسلام کې لیکي کان ینفق کل سنة علی مولد النبي صلی الله علیه وسلم نحو ثلاث مائة الف . هرکال به درې لکه روپۍ دغه بادشاه په میلاد خرچ کولې او دغه بادشاه درباري ملا ته ۱۰۰۰ پونډه انعام ورکړو . دول الاسلام للذهبي۲ / ۱۰۴ . او حافظ ابن حجر عسقلاني د دغه خبیث او درباري بدعتي ملا بیان مونږ ته داسې کوي په لسان المیزان څلورم جلد صـ۲۹۴ کې کان کثیرالوقیعة فی الائمة وفی السلف من العلماء خبیث اللسان احمق شدید الکبرقلیل النظر في امورالدین متهاوناً . مطلب او ترجمه یې داده: د دین په امامانو او سلف صالحینو پسی به یې بد رد ویل او ډېر د خبیثې ژبې والا انسان ؤ او کم عقل،احمق او کبرجن ؤ. د دین په کارونو کې علم او نظر َیی کم ؤ او د دین په کارونو کې سستي کوونکی ؤ . بیا په څلورم جلد ۴/ ۲۹ کې لیکي قال ابن النجار رأیت الناس مجتمعین علی کذبه و ضعفه علامه ابن حجر د ابن النجار نه نقل کوي چې ما خلک لیدل چې اتفاق یې کړی ؤ د ده په دروغجنوالی او ضعیف والي باندې . شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمة الله علیه په اقتضاء الصراط المستقیم ۲/ ۶۱۵ کې لیکي :لم یفعله السلف مع قیام المقتضی له و عدم المانع فیه ولوکان خیراً محضاً او راجحاً لکان السلف رضی الله عنهم احق به منا فانهم کانوا اشد محبةَ لرسول ا لله وتعظیماً له منا وهم علی الخیر احرص . یعنې سلف صالحینونه دی کړی چې هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډېره مینه درلوده او ډېرتعظیم او احترام یې زمونږ نه ورته زیات درلودو. نو مطلب دا چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه محبت دی او نه د هغه تعظیم دی. علامه فاکهانی هم فرمائي: لااعلم لهذا المولد اصلاً فی کتاب ولاسنة ولاینقل عمله عن احد من علماء الامة الذین هم القدوة فی الدین المتمسکون باثارالمتقدمین بل هو بدعة احدثها المبطلون وشهوه اعتنی بها الا کالون. مطلب داچې شریعت کې هیڅ اصل ، نقل او دلیل نه لري خواهش پرستانو دغه بدعت د خوراکي مفادو لپاره ایجاد کړی دی وګوره المورد في الکلام علی المولد الحاوی للفتاوی للسیوطی ۲۲۳/۱. (د میلاد په رد کې تفصیلي بحث لیکلی دی ابن امیرالحاج په المدخل دویم جلد ص ۲۲۹ څخه تر ۲۴۵ پورې) ۱۶ صفحې رد یې ورباندې لیکلی دی او ددې مفاسد ، مکروهات او نقصانات یې په ګوته کړيدي دا بحث ورته پوره دی. او هغه وايي چې بعضې خلک به دا ګمان کوي چې دا به لوی عبادت ، ثواب او اظهار د شعائرالله وي او په دې کې به ثواب وي او دا په ډېرو حرامو او بدعاتو باندې مشتمل او ډک عمل او شی دی.(لکه اوس چې میلادي ملایان او پیران د عوامو، دکاندارانو او تاجرانو څخه چندې ، روپۍ او خوراکي مواد جمع کوي چې دا ثواب، عبادت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبت او تعظیم او صدقه او خیرات او ښه شی دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت دی او هغه دی او دغه دی نو عوام خلک خو په دوی ښه ګــمان کوي چې د الله والا دي حال دا چې دا دین نه دی په دې مال خرچ کول او چندې ورکول ناروا دي .د رسول الله صلی الله علیه وسلم تابعداري، محبت او تعظیم هر وخت په کار دی او اکثراً دغه میلادیان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت او د اهل سنت سره بغض او دشمني کوي او قسما قسم فتوی ورباندې لګوي چې دا وهابي،پنج پیري،تبلیغي، اخواني، سلفي ، اهل حدیث غیرمقلد ، ګمراه او بې دینه دی، ځانته او خپلو اعمالو ته نه ګوري چې اهل حق څخه خلکو ته نفرت ورکوي مونږ د دغه نمونو قایل نه یو او نه دغې ته دعوت ورکوومونږ قرآن او سنت ته دعوت ورکوو د سلف صالـحینو په طریقه سره ټولو فقهاؤ او مذاهب حقه و ته احترام او عزت لرو) علامه احمد بن محمــد المغربي پخـپله فتاوی کې لیکي : قد اتفق علماء المذاهب الاربعة بذم هذا العمل. مطلب: دغه میلادالنبي لمانځل په څلور مذهبه ناروا دی. دد مـیلاد په رد کې د علماء کرامو د کتابونو حوالې دادي : امام نــصیرالـدین په ارشاد الاخیار ص ۲۰ کې . مجدد الف ثاني حــنفي په مکــتوبات حـصه ۵/ ۲۲ کې شیخ سرفرازصفدر حــنفي دیوبندی راه سنت ص ۱۶ کې. تفهیم المسائل د شیخ ګــوهر الرحمان ۳۱۸/۴ کې اقتضاء الصراط المستقم صـ ۲۴۹کې شـیخ الاسلام رد کړیدی. دین الحق بجواب جاء الحق۲ /۱۳۷ کې عـلامه ابو صهیب محمد داؤد ارشـــد رد کړی دی. مجموع الفتاوي للشـیخ ابن عثیمین ۱/ ۸۷ فتاوی اســلامیه ۱/ ۳۹ المــدخل لابن امیر الحاج ۲/ ۱۲۹- ۱۴۵. د عـلامه فاکـهانی او د علامه عبـدالرحمان المــغربي او د عــلامه ذهبي او د علامه ابن حجر د کــتابونو حوالې مخکې ذکــر شـوي دي اوس د علماء دیوبند د کــتابونــو حوالې د مـیلاد النبي په رد کې وګوره اا د مـیلاد رد د احنافــو ااو د یـــوبند علماء کرامو کتـابونو څخه ا احسن الفتاوي ۱/ ۳۳۸ – ۳۴۷ کې . مفتي رشید احمد لدهیانوی حنفي دیوبندي یې درې نقصانات په الف، ب ، ج سره ذکر کړیدي. العرف الشذی علی الترمذی للشیخ الکشمیري الحنفي الدیوبندي ۲۳۲/۱ اصلاح الرسوم مولانا اشرف علي التهانوي الحنفی الدیوبندي صـ ۹۸ . مجموعه الفتاوي لمولانا عبدالحی الکهنوي ۴ /۳۳۵ ص ۱۰۹ ، سنت اور بدعت لمفتي محمد شفیع الدیوبندي ص، فتاوي رشیدیه ص ۱۳۳، ۲۵۵ – ۲۵۶ کې شیخ رشید احمد ګنګوهي صاحب میلاد رد کړی دی. فتاوی دارالعلوم دیوبند، امداد المفتین ۲ / ۱۷۲ – ۱۷۵. مفتي کفایت ا لله په کفایت المفتي ۱/ ۱۴۴ کې رد کړی دی. دا رنګه په ۱۴۱/۱ دارنګه د شیخ محمد حسین نیلوي صاحب کتاب (عید میلاد النبي اور اس کی شرعی حیثیت) دارنګه د مفتي محمد ایاز صاحب کتاب (عید میلاد النبي کی حقیقت) د دې په رد کې لیکل شوی دی او د زاهدي صاحب کتاب( ناروا بدعتونه او دودونه) ص ۸۵ وګوره. د ميلاد النبي د اثبات له پاره چې هر څومره کوښښ چا کړی دی او کوي يې او د کاغذ پاڼې توروي يو شرعي دليل د کتاب ،سنت ،اجماع، صحيح قياس او خير القرون څخه نقل او ثبوت نه لري او د ځان څخه جوړ شوي کتابونه او فتاوې او کاغذونه او پوسترې او انګا بنګا او ها هو او دغه هغه او لالا او کاکا، ماما، ملا صاحب، پير صاحب، صاحبزاده صاحب، پاچا صاحب، خواجه صاحب، ميا صاحب، سید صاحب،خوبونه، شعرونه، کيسې او نقلونه ا وحکايات نه چليږي او نه دا دين دی، دين خو قرآن او سنت د رسول الله صلی الله علیه وسلم دي ا او د قران او سنت د علم او فهم مجالس او مجامع ته بدعت او ناروا نه شي ويل کېدی. او ميلاد النبي دين نه دی او ثبوت نه لري اصل او نقل يې نشته دی او ددې نقصانات المدخل ۱۲۹/۲ – ۱۴۵ پورې ذکر کړي دي او اصلي خبرې دلته دوه نورې دادي ۱ - چې دوی د ميلاد النبي له پاره ۱۲ دولسم ربيع الاول خاص کوي نو اول خو د رسول الله پیدایشت په ۱۲ ربيع الاول یقيني ثابت نه دی بلکه په تاريخ کې دا مشهوره شوې ده لکه علامه ابن عبدالبر په الاستعاب ۱۳۶/۱ کې ليکي چې بعضې اهل علم او تاريخ وايي چې ميلاد(دنبی علیه السلام پیدایښت) په نهم يا ۱۲ شوی دی علامه نېلوي صاحب په مجله ګلستان اسلام ربيع الاول ۱۴۱۷ هـ کې او مفتي محمد اياز صاحب په (عيد ميلاد النبي کې شرعي حيثيت) ۲۳-۲۲-۲۱ صفحو کې دا بحث ليکلی دی :چې پدې خو اتفاق دی چې نبی علیه السلام د دوشنبې په ورځ وفات شوی دی. خو ۱۲ ربیع الاول نه یوم ولادت او نه یوم وفات یقني طور باندې څوک ثابتولی شي او که ومنو چې دا یوم ولادت او یوم وفات دی نو د رسول الله یوم وفات ولې نه لمانځئ چې یوم ولادت لمانځۍ او رسول الله او خلفاء راشدینو او امامانو یو م میلاد ولې نه لمانځلو چې تاسې يې لمانځئ ايا تاسې له هغوی څخه په دين او خير کې وړاندې او ښه ياست؟ علامه ابن کثير په تفسير ابن کثير د سورة الاحقاف د یوولسم (۱۱) ايت لاندې ليکي چې د اهل السنت والجماعة دا اصل او قاعده ده چې کوم عمل او وينا د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د صحابه کرامو څخه ثابته نه وي نو هغې ته دوی بدعت وايي (لکه زمونږ چې دا اصل او قانون دی نو ځکه ميلاد بدعت ګڼو) ځکه که دا قول او عمل خير او دين وي نو هغوی بيا نه پرېښودلو ځکه د هغوی حرص په خير او دين زمونږ څخه زيات ؤ. نو ۱۲ ربيع الاول نه يوم ولادت دی نه يوم وفات ده او که شي هم نو شريعت نه مونږ ته د خوشحالۍ او د غم حکم او امر ندی راکړی) او د مؤمن خوشحالي او غم او شکر او صبر به د شريعت په برابروي، سوال: مونږ درسول الله سيرت پکې بيانوو او دغه او هاغه؟. ځواب: د رسول الله محبت او سيرت بيانول يواځې تر ۱۲ ربيع الاول خاص نه دي هر وخت او هره مياشت کې بغیر د ۱۲ ربيع الاول څخه يې ولې نه بيانوي چې صرف په دغه مياشت او په دغه ورځ يې لمانځي .دغه خاص کول بدعي عمل دی. سوال: نصاری او مسيحيان چې د عيسی عليه السلام د ميلاد ورځ لمانځي دا رنګه هندوان وغيره چې د خپل مشرانو ورځ لمانځي نو مونږ به يې هم لمانځو مونږ خو د هغوی څخه څه کم نه يو؟ ځواب: همدغه خبره کې پوره ځواب دی چې هغوی يې لمانځي او مونږ به يې نه لمانځو چې د غير مسلمو سره مشابهت رانشي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې ديو قوم سره مشابهت وکړو نو دا د هغوی څخه دی ( رواه ابو داؤد فی کتاب اللباس د حديث نمبر۴۰۳۳). مونږ به د هغوی د مشابهت څخه ځان ساتو لکه چې صحابه وو او خير القرون دغه عمل نه دی لمانځلی نو مونږ به غير مسلمو سره دغه ناروا سيالي نه کوو.۲ - په دغه ورځ خاصی صدقې او لباسونه تيارول او رخصتي کول او د ښځو تلل بعضې محافلو ته مکروه او ناروا عمل دی ځکه دا د اسلام عمل نه دی او نه اسلامي خوشحالي او اختر دی، صدقه او نېک عمل خو جايز دي خو د ځان څخه ورته تخصيص د وخت او ورځې او مياشتې سره بدعت او ناروا ګرځي، او دغه ميلاد اختر ګرځول دا بل ناروا دی چې په اسلام کې دريم اخترپیداکول دی چه دا بدعت والا‌‌‎‎‎‌‎ ‎ئی پيدا کوي. د صدقې او عبادت له پاره د ځان څخه د وخت او ورځ خاص کول بدعت دی دليل يې دادی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چې يوازې د جمعې شپه د تهجد او د جمعې ورځ د نفلي روژې لپاره مه خاص کوئ (رواه مسلم حديث نمبر ۲۷۳۹) نو صدقې او د خیر کار د شريعت مطابق هر وخت کولی شئ.ااو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نوم باندې يو شی یا څاروی نذر کول حرام او عبادت د غير الله او شرک دی او د دغه څاروي او شي خوړل حرام او ناروا دي ځکه چې دا په ذبح او ما اهل به لغير الله په حرمت کې راځي او ددغه نذر او عبادت د غير الله شرک دی. دلائل يې دادي: سورة الانعام ۶۵، مؤمن ۶۶ کې منع ده د عبادت د غير الله څخه) د غير الله په نامه نذر حرام دی (نبي، ولي، قبر ، بت ، ونه، ګټه، بادشاه، رئيس، وزير، درباره وغيره ټول غير الله دي) دلائل يې داد ي: سورة البقره ۱۷۳، مائدة ۳، الانعام ۱۴۵، نحل ۱۱۵ د زياتو معلوماتو او د څلور واړه مذاهبو د تفسير او د فقهې د کتابونو حوالې په تفسير احسن الکلام اول جلد ۵۶۹ څخه تر ۵۷۰ پوري وګوره او د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه د مذهب د کتابونو لکه شامي ۱۲۸/۲، ۱۳۳ ،مکتوبات امام ربانی ۷۱/۳ مکتوب ۴۱ او بحر الرائق شرح کنز الدقائق ۲۹۸/۲ فتاوی عزیزي ۳۳/۱ کې ليکي چې داسې نذر کول دا حرام او شرک او عبادت د غیر الله دی او ددغه شي خوړل حرام دي. نو میلاد لمانځل ناروا او د عبادت له پاره تخـــصیصات د ځان څخه جوړول بدعت دی او نذر د غیر الله حرام او شرک دی الله تعالی جل جلاله دې مونږ څــخه راضي شي . آمین ستاسو د کامیابۍ په هیله 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery