مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دخنزیرغوښه په اسلام اوساینس کي(۳)

 

اودوی په امریکا ، اروپااواسترلیا کي وایی چې:
Skin to skin is no sin
دپوست له پوست سره یوځای کیدل کومه ګناه نه ده.

چې په دې لنډه جمله هرڅوک پوهیدای شي، په کومه اندازه سره چي په یوه ټولنه کي دخنزیرغوښه زیاته خوړل کيږی په هغه اندازه سره په هغه ټولنه کي فحشاء، بربنډتوب ، بې شرمې اوبې حیایې زیات صورت نیسی، تاسی وګوری په امریکاکي دامریکا دعدلیې دوزارت دشمیروله مخی په امریکاکي په هرودوو دقیقو کي یوه زنابالجبرکيږی، هغه دخوښې دخولاپریږده،دنړیوال روغتیایی مرکز(World Health Organization) دراپور له مخی هرکال دوه میلونه(۲۰۰۰۰۰۰) انسانان دایډزدمهلکي ناروغۍ له کبله له منځه ځي،دهمدې فحشاء له کبله دمحرماتوسره زناوي (Incest) هم زښته زیاتي دی، دامریکادنفوسو۱۷٪ سلنه دمحرماتوسره دزناله کبله پیداشوی دي، ترشل میلیونه (۲۰۰۰۰۰۰۰) زیات یواځی امریکایان په دې لعنت بوخت دی،په ټوله هغه نړۍ کي چي عیسایت دی هلته داوحشت دی، ویوه لورته دوی (عیسایان) په نړۍ کی بایبل خپروی دهغه لپاره ملکونه بی سباته کوي، دخلکوژوندتهدیدوي، بی ګناه معصوم خلک وژني، دسیموسوله په ناارامۍ بدلوي اووبل لورته دوی هیڅکله هم دبایبل په مقدسوایاتونوباندی هیڅ عمل نکوی، کوم شی چی بایبل حرام کړی دی هغه دوی (عیسایان) زښته هغه عمل ډیرکوي، په جنوبي افریقا کي په هرو۱۷ ثانیوکي یوه زنابالجبرکيږی، دمحرماتوسره دزنالوړګراف خولاپریږده،داټول هغه څه دی چې دوی له خنزیره څخه په میراث اخیستی دي،وبل لورته هرپارلمان دا کوښښ کوی چې وهمجنس بازۍ ته قانوني روایښت ورکړی اوحتی په ډیروهیوادونوکی داهمجنسبازې قانوني کاردي، هغه خلک چې په دې لعنت بوخت دی هغه دحکومت اجازه لیک لري.
دروانشناسۍ له نظره هغه انسان چې دخنزیرغوښه خورئ په هغه انسان کي داځانګړتیاوې راڅرګندیږی، که یوڅوک حلال اوحرام خورئ اوټوله ژوندیی په هوس اوشهوت کي وي نودابه څه ژوندوي؟ چې پخپله همداشهوت اونجاست انسان دهلاکت وکندې ته غورځوي نوځکه الله جل جلاله ورباندی بندیزلګولی دي.
په ۱۸۸۵ میلادي کال کي سرجېمز(Sir James Paget) دخنزیرپه غوښه کي جراثیم پیداکړل داجراثیم په یوه میاشت کي (۱۰۰۰۰- ۱۵۰۰۰) پوری هګۍ اچوي اودخنزیرپه یوه کيلوګرام غوښه کي تر(۴۰۰۰۰۰۰۰۰) څلورسوه میلیونه پوری جراثیم شتول لري.
دخنزيرغوښه دانسان په بدن کي
 دخنزیرپه غوښه کي طفیلي جراثیم یعنی پرازیتونه (Parasites) شتون لری چې دهغونوم (Trichinella-spiratis) دي ددې پرازیتونولاروادخنزیرپه غوښه کي اوسیږی،اوکله چې دخنزیرغوښه وخوړل شی نودالاروادانسان وکلموته ځي، چې وروسته په بالغ چنجی (Adult worm) سره بدلیږی اودحمل څخه وروسته لارواپیداکوي چې دالاروادکلمودلاری څخه ووینې ته ځان رسوي اوپه ټوله بدن کي حرکت کوي لکه په دماغ، سترګو، سر، زړه اوداسی نوروغړوکي، کله چې داوعضلاتوورسیږی دالارواهلته په عضلاتوکي دردونه پیداکوی چې بالاخره ددیاپراګم (Diaphragm)، فلج ، مرګي اومرګ سبب ګرځي.
دياپراګم (Diaphragm) څه شی دی؟
 دبطني اوصدري جوفونوجلاکوونکي عضلاتی غشایی پرده چې دیوی لویې تنفسي عضلې په توکه کارکوي.
دخنزيردغوښوڅخه ټاکسوپلازماسيس (Toxoplasmosis) پيداکيږی
 داپه ځناورواوانسانانوکي یوه پراخه مزمنه ناروغې ده چې د(T- gondi) په وسیله منځته راځي، د۱۹۵۲ میلادي کال څیړنوداثابته کړل چې داناروغي په هغوکسانوکي وي چې دخنزیرغوښه خورئ.
دخنزيرپه غوښه کي دټينياسوليم (Tania Solium) ناروغي شته
 دادهغوچنجیانویوه ډله ده چې د(۳- ۶) فوټه پوری اوږدوالی لری، چې بالغه بڼه ئې په کلموکي اودلاروابڼه ئې دخنزیرپه غوښه کي موندل کيږی، انسان هغه وخت په دې اخته کيږی چې کله دخنزیرغوښه وخورئ، کله چې داپرازیت وکلموته ورسیږی نودکلمودډیرو سختوتکلیفونوسبب وګرځي، اوداپرازیت چې دکلموڅخه ووینې ته ولاړشي نودوینې له لاری واعصابوته ځان رسوي اودمرګي سبب کيږی.
دخنزيرپرغوښه باندی دجرمني ديوه ساينس پوه څېړنه
 دجرمني یوه مشهوره طبي ساینس پوه هنیزمایزیک ریکوګ دخنزیرپرغوښوباندی څیړنې وکړې اوپه پایله کي ئې وویل چې دخنزیرپه غوښه کي سټوکسن شته چې دادانسان په بدن کي الرجی (حساسیت) زیږوي، دبیلګې په ډول سره ایګزیما ، تنفسي ستونځې اوداسی نور... داسټوکسن که په هره اندازه سره وخوړل شی هغه تاواني دي له دې څخه علاوه دخنزیرغوښه دبدن دهرډول دردونواوکړاوونوسبب ګرځي.
یوبل وایروس د(شیپ) په نامه هم دخنزیرپه غوښه کي شتون لری چې داوسږوته په پوره ډول سره تاوان رسوي، وبل لورته ددې څخه د(Trichina) ناروغې هم پیداکيږی، چې یوه وژونکې ناروغې ده، (ټرای کينا)نه یواځي پردماغ باندی فشارراولي اوهغه له منځه وړي بلکې دمحرقې سبب هم ګرځي چې دامحرقه به دایمي وي.
دخنزيرپه غوښه کي ترټولوزيات غوړ
 دخنزیرپه غوښه کي ترټولوحیواناتوزیاته غوړلري، که ئې دچاغ پسه سره پرتله کړونودپسه په غوښه کي ۲۰٪ سلنه غوړدي اودخنزیرپه غوښه کي ۳۵٪ سلنه غوړشتون لری، چې ددې زیات غوړله کبله په وینه کي کلسترول، ژرزړیدل، ګوزڼ(فلج) ، دزړه ناروغیانې، لوړفشار اوداسی نوری ناوړه ناروغیانې ومنځته راځي.
۵۰٪ سلنه امریکایان دلوړفشارپه تشویشناکه ناروغۍ باندی اخته دي، چې یواځی اویواځی لوی عامل ئې دخنزیردغوښې خوراک دی اوبس.
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه
 ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery