مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه (۲ برخه)، عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

دغه راز د میرزا عبالقادر بیدل، سعدي، جامي، انوري، صایب تبریزي او د فارسي ژبي د نورو شاعرانو په زرهاوو غزلونو کي د سیلابونو دونه زیاته بې انډولي لیده کیږي، چي د پښتو ژبي د غزلونو او قصیدو سره بیخي مقایسه کیدلای نه سي. موږ ښایی د فارسي نظم په اړه دغه راز په زرګونو مثالونه ولرو، خو څرنګه چي دا لیکنه، زیاتره، د پښتو ژبي د نظم په باره کي ده نو د فارسي ژبي د نظمونو د زیاتو مثالونو راوړلو څخه تیریږو.
       د پښتو ژبي په غزلونو او نظمونو کي تر یوه سیلاب زیاته بې انډولي نه سته او نه یې امکان موجود دی. که چیري د پښتو په کوم نظم کي دوه سیلابه یا کم او یا زیات سي حتما سکته راولي، او دغه علت دی چي زموږ ټولو شاعرانو ځانونه ور څخه ژغورلي دي. مګر موږ په خپلو پورتنیو مثالونو کي ولیدل چي د فارسي ژبي په نظم کي د دوو یا دریو او حتی څلورو  سیلابونو په کمولو او زیاتولو سره هیڅ بې نظمي نه ده راغلې، او د نظم او غزلي روانۍ ته هیڅ ډول تاوان نه دی رسیدلی. که څوک حتما د دې پورتنیو غزلونو او نظمونو د سیلابونو شمیرلو ته ملا ونه تړي نو په تش اوریدلو سره يې ښایی کموالي او زیاتوالي ته په هیڅ توګه متوجه نه سي، او پر غوږونو یې بد نه لګیږي.
      اوس نو که خبره دا سي وي بیا د سیلاب وظیفه څشي ده. موږ هر وخت اوریدلي دي چي سیلاب د نظم کاڼی دی. موږ د غزلونو او نظمونو دواړي خواوي د سیلابونو په تول تلو او بې انډولۍ ته یې متوجه کیږو. دا خبره ښایی د پښتو نظمونو په برخه کي صدق وکړي ځکه چي دې ژبي یوازي د یوه سیلاب کموالی او زیاتوالی منلی دی. مګر د فارسي ژبي نظمونو تر دریو،او حتی تر څلورو،  سیلابونو پوري توپیر منلی او رواني یې ساتلې ده. نو ګواکي په نظم کي، په تیره بیا د فارسي ژبي په نظم کي، د سیلاب شمیر هغومره مهم نه دی لکه د سیلاب یا هجا پر ځای کارول چي اهمیت لري. د فارسي ژبي د لویو شاعرانو د نظمونو د څو پورتنیو مثالونو څخه څرګندیږي چي که د سیلاب او هجا شمیر زیات او کم وي مګر پر ځای کارول سوي وي، د نظم روانۍ ته تاوان نه رسیږي خو که سیلابونه په شمیر پوره او انډول یې برابر هم وي او پر ځای کارول سوي نه وي، د شعر روانۍ ته تاوان رسیږي او پر غوږونو ښه نه لګیږي، او اصلا د شعر خوند نه کوي.
لنډۍ او نارې:
 په فوکلوري نظمونو کي یوازي لنډۍ دي چي د سیلاب په برخه کي هیڅ ډول کموالی او زیاتوالی نه مني. لومړۍ برخه یې باید حتما نهه سیلابه او دوهمه برخه یې باید هرو مرو دیارلس سیلابه وي. که داسي نه وي نو په هغي لنډۍ کي د اصیلي لنډۍ خوند نه پاته کیږي. د بلي خوا، که هر څو یو شعر د نهو او دیارلسو سیلابونو څخه جوړ سوی وي چي د« نه» او «مه» په تورو پای ته رسیدلی نه وي هغه ته نه لنډۍ ویل کیږي او نه د لنډۍ خوند کوي.
تر دا بوړي توپک دي جار سم             پر اوږه ستا دی کږه زه له خیاله ځمه
دا پیغلتوب مي په غم زوړ کې           خیالي ځوانان راباندي مري خونکاره شومه
سپیني سپوږمۍ ته به خوله درکم           د قلا سیوري ته مي مه بیایه ډارنه
مسافري دي روزي مه سه                زه دي ملاله خوله ویده پرې ایښې یمه
زیارت و تاته نه رسیږي                 تر تا دمخه ما پر ایښې دي لاسونه
زما جانان دي دوري بند کی           تر زنګانه سې د اټک روده ظالمه
تر دیوالی دوې ګوتي سر لوړ که          د زني خال به دي دیوالی ورژوینه
لنډۍ ښایی د پښتنو د کلتور او عنعناتو، د هغوی د ټولني او د هغوی د خپلو خصوصیاتو تر ټولو ښه او لرغونی ښکارندوی وي. که د پښتو نظم نورو شکلونو لکه غزل، رباعي، قصیدې او مثنوي، په یوه او بل رنګ، د ګاونډیو نظمونو تر اغیزې لاندي وده کړې وي، نو دا په پوره جرأت سره ویلای سو چي لنډۍ تقریباً د هیڅ کلتور تر اغیزې لاندي نه ده راغلې او بشپړه مستقله وده یې کړې ده. د یوې لنډۍ په همدغو نهو او دیارلسو سیلابونو کي هدف او موضوع، په مستقله توګه، داسي افاده کیږي چي د بلي لنډۍ سره تړلو ته ضرورت نه پاتیږي.  لنډۍ د موضوعاتو له پلوه دونه غني ده چي د جنګونو له تودو سنګرونو څخه نیولې، تر مړاني او نامردۍ، د میني تر راز و نیاز، د ښکلا تر ستایلو، د خیالي ګودرونو سره د پیغلو تر پیزوانونو او پایزیبونو، تربورګلویو او تقریبا ټولو اجتماعي او اخلاقي موضوعاتو پوري پکښي نغښتي دي. زموږ په ګاونډیو کلتورونو کي د سیلابونو په دغه ترکیب او نظم او د موضاعتو په دغه غنا او ښکلا د فوکلوري نظمونو مثال نه لیده کیږي.
ټوټې ټوټې په تورو راسې          چی پرهارونه دي ګنډم خوله درکومه
ستا دي قسم په ذوالجلال وي         یو یار دي زه یم نور دي څو نیولي دینه
د ګودر هر بوټی دارو دی            پرې لګیدلي دي د پیغلو پلوونه
زیارت کوم نه را رسیږي            خدایه که ګډ کې دا د کاڼو زیارتونه
سرله کتابه که راپورته               په سترګو ړوند سې پر کتاب در وختمه
دا چي ویل کیږي چي اکثریت لنډۍ د پښتنو ښځو ویلي دي، دا خبره زما په عقیده د تامل وړ ده. زه فکر کوم چي د پښتنو مخ پوټو، له معاشرې څخه لیري ساتليو سويو او بیسواده ښځو، په دې ښایست، د نظمونو د لیکلو توان نه درلود. دا لنډۍ، زیاتره، پخپله نارینه وو لیکلي او ښځو ته یې منسوبي کړي دي. شاعرانو دا غوره بللې ده چي خپل جنګي میړونه د ښایستو پیغلانو په واسطه جنګ ته وهڅوي، او بیا نو وعده ورکړي چي که په جنګ کي ټپي سو نو، پر هغه باندي مینه او د هغه په نامه ناسته ښایسته پیغله، به د هر پرهار د ګنډلو سره یو ځل خوله ورکوي. او که چیري شهید سو نو دا به خپل سور شال د هغه پر زیارت وغوړوي او که یې چیري په جنګ کي بې ایماني وکړه او پر شا راغی نو هغه ښایسته پیغله به چي د ده په تمه ناسته ده په همزولو کي څوړي سترګي ګرځي. نارینه شاعرانو د میني په برخه کي خپل د زړه بړاس ایستلی او ښځو ته منسوبول یې غوره بللي دي. وروسته داسي فکر سوی دی چي دا لنډۍ په حقیقت کي هم ښځو ویلي دي. البته احتمال لري چي ښځو هم د لنډیو د جوړولو په برخه کي یو څه ونډه اخیستې وي، خو زه فکر نه کوم چي د پښتني ماحول شرمیندوکو، حیاناکو، او له تقریبا ټولو اجتماعي حقوقو څخه محرومو ښځو دي د لنډیو په ژبه د میني د اظهارولو زړه کړی وي. هغه پیغلاني به چي حتی نن ورځ د یوه مشروع میړه د انتخابولو حق نه ورکول کیږي او که چیري د پلار او مشرانو د اجازې او خوښي پرته ځانته د ژوند ملګری انتخاب کړي د وژل کیدلو له خطر سره مخامخ کیږي، هغوی به څرنګه په دومره ښایستو کلماتو د خپلي سوځنده میني د اظهارولو جرأت وکړي. په هغه اندازه چي د پښتنو په تاریخ کي ښځینه شاعراني د ګوتو په شمیر دي، په هغه اندازه يې د لنډیو شاعري هم کمه ده او که یې چیري لنډۍ جوړي کړي وي هم به د ګوتو په شمیر وي.
 دغه راز ګودرونه د ښایستو نجونو او زلمیانو تر منځ د پټو دیدنونو او عاشقانه لیدنو ډیر مهم مرکزونه معرفي سوي دي.
که دیدن کړې ګودر ته راسه          زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه
خو په حقیقت کي په ګودر کي د ښایستو پیغلو سره لیدل او مینه کول له امکانه لیري خبره ده او په واقعیت کي یوازي هغه زلمي د نجونو ګودر ته ورتللای سي چي له ژونده ماړه وي، کنه نو هیڅوک د ګودر نیژدې علاقې ته سترګي اړولای نه سي. ګودرونه یوازي په نجونو اړه لري او نارینه شاعرانو د خوبونو او خیالونو په دنیا کي له هغوی سره، په ګودرونو کي، د میني داستانونه پیل کړي او لنډۍ یې ورته ویلي دي. ګواکي هغسي چي په ګودرونو کي د ښایستو پیغلو او مستو زلمیانو ترمنځ د میني راز و نیاز خیالي دی هغسي د ښایستو پیغلو له خولو څخه د لنډیو نقلول د نارینه شاعرانو د خیالونو ایجاد دی.
لنډۍ د پښتنو اصیل فوکلوري میراث دی، او ښایی ډیرو پخوا زمانو ته منسوبي وي. دا چي سر یې څومره پخوانیو زمانو ته رسیږي، موږ ځکه څه نه سو ویلای چي په لنډیو کي د پخوانیو زمانو کومي ټاکلي پیښي یا پیښو ته مشخصه اشاره نه ده سوې چي موږ د هغې په اساس د یوې یا څو لنډیو تاریخي قدامت وټاکلای سو. او نه د لنډیو په شکل او کلماتو کي داسي ټاکلي توپیرونه موجود دي چي موږ د هغو توپیرونو په اساس ځیني خاصي لنډۍ ځینو خاصو زمانو ته منسوبي کړو. البته دا چي موږ په دغه، یا دغه ته په نیژدې، وزن د پښتنو پر شاوخوا باندي پرتو کلتوري حوزو کي فوکلوري شعرونه نه لرو، او په دغه وزن فوکلوري شعرونه یوازي د پښتنو مال دی، نو ویلای سو چي پښتنو به له خپل دغه فوکلوري صنف سره ډیره پخوانۍ اشنایی درلودلې وي. او په دغه قالب کي به یې له جنګ څخه نیولې، تر میني پوري د هر څه اظهار کړی وي. ځکه هغه چاربیتي او فوکلوري سندري چي د تاریخي پیښو یادونه پکښی سوې ده ښایی ایله دوې پیړۍ عمر ولري او تر دغه دمخه موږ د پښتنو د فوکلوري نظمونو څرک نه لرو. نو د فوکلور په برخه کي بیرته موږ او لنډۍ سره پاتیږو.
   محترم حبیب الله رفیع د ځوان ژور نالیسټ او شاعر محمد هارون حکیمي سره په خپله یوه مرکه کي ویلي دي چي لنډۍ له څلور نیم زرو څخه تر پنځو زرو کالو پوري عمر لري. البته د دونه یوې لویی ادعا د اثبات لپاره موږ یوازي پر تاریخي اټکلونو او قیاسونو باندي تکیه نه سو کولای، بلکه ډیرو اسنادو او شواهدو ته ضرورت لرو. له دومره پخوانیو زمانو څخه تر اوسه پوري د پښتنو د ژوند په هره  برخه کي دومره ژور تغیرات راغلي دي چي کتابونه ورباندي لیکل سوي او لا ورباندي ولیکل کیدلای سي. په دې پنځه زره کلونو کي پښتنو زر ځله داخلي او خارجي جنګونه کړي دي. د هستوګني ځایونه، ښارونه او سیمي یې  بدلي کړي دي، مذهبونه یې بدل کړي دي او د ژوند داسي ساحه یې نسته چي په هغې کي دي ژور او د پام وړ تغیرات راغلي نه وي. دا امکان نه لري چي دومره لویو او ژورو تحولاتو دي د پښتنو په اصیل فوکلور کي انعکاس نه وای کړی. خو که موږ په زرهاوو لنډۍ تر نطر تیري کړو نو موږ به د شکل له مخي هیڅ تغیر پکښی ونه وینو او د متن له مخي به له ډیر لږ تغیر سره مخامخ سو. د دې خبري معنی به داوي چي له دوو دریو سوو کالو څخه مخکي ټولي لنډۍ ټولي هیري سوي او د وروستیو پیړیو لنډۍ په میراث راپاته دي. د دې خبري احتمال ډیر کم دی او که داسي پیښه سوې وي نو بیا موږ په کوم استناد د لنډیو د پنځه زره کلن عمر ادعا کولای سو. زه دا نه وایم چي لنډۍ به زیات عمر نه لري خو کله چي موږ د کلونو، او دومره زیاتو کلونو، خبره کوو نو باید چي لږترلږه شل مثالونه خو ولرو.
 د مومن خان او شیرینو او ملا عباس او ګل بشرې یا طالب جان په هغو نکلونو کي چي په کندهار کي ترتیب سوي او مشهور فوکلوریسټ محمد ګل نوري د ملي هینداري په کتاب کي قید کړي دي، ټولي نارې د لنډیو پر وزم راغلي دي. دا نکلونه پخپله څومره پخواني دي، سړی یې په دقیق صورت د زمانې په باره کي څه نه سي ویلای. د مومن خان نکل د مغولو زمانې ته منسوب دی. په دې حساب باید دا نکل لږ ترلږه څلور پنځه سوه کاله عمر ولري. خو کله چي په دغه نکل کي د ښامار افسانې ته ګورو، چي د پښتنو په ټولو فوکلوري نکلونو کي یوازي د مومن خان په نکل کي تبارز کوي، نو ویلای سو چي دا نکل، تر هغه چي موږ یې اټکل کوو، ښایی ډیر لرغونی وي. د ښامار افسانه د اروپایی فوکلور څخه راغلې ده. په اروپاکي د دې افسانې په لس هاوو او یا ښایی په سل هاوو شکلونه موجود وي، او په اروپایی فوکلور کي یې عمر تر زرو کالو زیات دی. په دې حساب باید د مومن خان نکل هم، لږ ترلږه، شپږ اووه پیړۍ عمر ولري. البته دا نه سو ویلای چي د لنډیو پر وزم نارې به دغه نکل ته کله ور لویدلي یا ور اچول سوي وي. خو دونه په جرأت سره ویلای سو چي دا دواړه نکلونه به، د نارو لپاره، د لنډۍ د وزن د انتخابولو په دلیل، تر نورو هغو نکلونو ډیر زاړه وي چي د نارو لپاره یې بیل بیل وزمونه ټاکلي او په وروسته کي نکلچیانو دونه زیات او بیخونده تغیرات پکښي راوستلي دي چي د نظمونو حیثیت یې له لاسه ورکړی دی.
    د مومن خان نکل ته منسوبي لنډۍ زیاتره خپل فوکلوري رنګ لري. په لره پښتونخوا کي د مومن خان شیرینۍ په قیصه کی، چي جمال شاعر د سنګر منظومه کړې ده، د نکل په بیلو بیلو برخو کي څو لنډۍ راغلي دي، چي پخپله د جمال شاعري معلومیږی. خو د تعجب خبره دا ده چي په دوو کلتوري حوزو کي، چي له یوې بلي څخه یې ډیره زیاته فاصله درلوده، څرنګه یوه نکل ته د نارو پر ځای لنډۍ انتخاب سوي دي. دا مثال په نورو هغو نکلونو کي چي په دواړو کلتوري حوزو کي رواج لري نسته.
په ملي هینداره کي د طالب جان نکل ته منسوبي لنډۍ، په تیره بیا هغه لنډۍ چي طالب جان او ګل بشرې یوه بل ته په لیکونو کي لیږلي دي، د مومن خان د نکل په خلاف، ساختګي او وروسته جوړی سوي ښکاري. ځیني خو یې هیڅ فوکلوري خوند نه لري او یوازي شکل یې د لنډیو دی.
جانان به لیري له ما نه ځي               که یې د زړه ولې زما له باغه وینه
زړه مي د تورو وینو ډک دی              که غرغړې کم ملک به ټول په وینو کمه
سترګي مي زړه ته ور نیژدې که          چي پکښي ووینې د سرو وینو ډنډونه
مخ دي فقط شکل رابع دی                 په نتیجه مي زړګی دړي وړي سونه
په تصور کي مي زړه شین دی               څو د تصدیق مقام راځي خاوري به یمه
 البته د دې معنی دا نه ده چي د طالب جان نکل ته ټولي او یا ډیري زیاتي لنډۍ به د وروستیو نکلچیانو ایجاد وي، بلکه ډیري زیاتي نارې یې فوکلوري رنګ لري او، په سیمه کي، د دې نکل له شهرت څخه ښکاري چي ډیرو پخوا زمانو ته به منسوب وي او د زمانو په اوږدو کي به یې هم په نکل او هم په نارو کي تغیرات راغلي وي.
    که د طالب جان په نکل کي، په وروسته کي، جوړي سوي لنډۍ ډیري راغلي دي نو داسي لنډۍ هم پکښی سته چي هغه، د دې نکل څخه په مستقله توګه، په تقریبا ټولو پښتني سیمو کي شهرت لري او نکلچیانو وروسته پر دغه نکل باندي زیاتي کړي دي. او یا احتمال لري چي د ډیري لرغوني زمانې څخه د دې نکل سره ملګري سوي وي. او وروسته یې د همدغه نکل له لاري په اولس کي رواج موندلی وي.
ګل د ګلاب بوی د سنځلي           سیوری د ولي خوب د پیغلي پر ورنونه
په ګل ګلاب دي وویشتمه            تر لاس دي جار سم دښمنانو ولیدمه
 د طالب جان نکل د پيښور په فرهنګي سیمه کي یا نه دی لیکل سوی او یا ما نه دی لیدلی. او تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم دا نکل یوازي د افغانستان د کندهار په کلتوري حوزه کي شهرت او اوریدونکي لري . مشهور مستشرق جیمز ډارمسټټر په خپل مشهور کتاب، د پښتونخوا د شعر هارو بهار کي، چي زیاتره فوکلوري نظمونه یې د پیښور په شاوخوا علاقه پوري اړه لري، د مصرعها په نوم، دوې لنډۍ لري، چي د پښتنو په تقریبا ټولو سیمو کي مشهوري دي، او هغه دواړي لنډۍ د طالب جان په نکل کي راغلي دي.
سلام علیک زه درنه ولاړم          بیا به دیدن په آخرت سره کوونه
په تور لحد کي به نارې کړم         زه له دنیا نه ارماني راغلی یمه
 په دې دواړو، یوه له بله لیري پرتو، کلتوري حوزو کي د دې لنډیو په تقریبا عین شکل موجودیت، د دې لنډیو د لرغونتوب یو لوی دلیل دی. البته موږ بیا هم یوازي د لنډیو د لرغونتوب حکم کولای سو او په دقیق صورت، حتی، دا هم نه سو ویلای چي دا دوې او هغه مخکي یادي سوي دوې لنډۍ به لرغوني وي او که به د طالب جان نکل. او که به نکل او لنډۍ دواړه په یوه وخت کي منځته راغلي او د نکلچیانو خولو ته ورغلي وي.
 موږ، له دغو دوو فوکلوري نکلونو څخه پرته، په نورو نکلونو کي، د نارو پر وزم، چنداني د لنډیو مثالونه نه لرو. خو په دونه زړو نکلونو کي د لنډیو پر وزم د نکلونو د نارو وجود، او له یوه بل څخه د لیري پرتو ښارونو ترمنځ د سفر کولو په ترڅ کي د شکل ساتل، پخپله د دې خبري ثبوت دی چي لنډیو به د پښتنو په حجرو او ټولنه کي ډیر زیات وخت تیر کړی وي، چي وروسته یې فوکلوري نکلونو ته لاره کړې ده. 
  د طالب جان په نکل کي د اټک د رود یادونه سوې ده. پخپله د اټک د قلا د جوړیدلو څخه څه باندي څلور نیمي پیړۍ تیري سوي دي. دا چي په وروسته کي ټول اباسیند د اټک د قلا په نوم یاد سوی او هغه سیند اه اټک ویل سوی دی او دا نوم دونه مشهور سوی دی چي د پښتنو لنډیو او نکلونو ته یې لاره پیدا کړې ده نو دا نکل به تر درې سوه کلونو زیات عمر نه لري. خو د دې خبري احتمال ډیر زیات دی چي دا نکل به ډیر پخوا جوړ سوی او خوله پر خوله سوی وي او وروسته به د اټک رود ورباندي زیات سوی وي. موږ په هرصورت ویلای سو چي دا نکلونه او ورسره ملګري لنډۍ که د ډیر وخت نه وي نو لږ ترلږه پنځه شپږ پیړۍ عمر خو لري.
   د پښتني فوکلور ځیني خواخوږي او منقدین د نویو لنډیو د جوړیدلو سره سخت مخالفت کوي او د ګناه کبیره په سترګه ورته ګوري. دوی فکر کوي چي د نویو لنډیو په جوړیدلو سره اصلي لنډیو ته تاوان رسیږي او یو وخت به یې له خلکو څخه حساب ورک وي چي کومو لنډیو ته اصلي او کومو ته نقلي ووایی. خو زه په دې عقیده یم چي لنډۍ د اولس مال دی، او اولس ایجاد کړي او غوره کړي دي. اولس نن هم ژوندی دی، او سبا به هم ژوندی وي. که یې پرون په لنډیو کي د خپلو زلمیو د مړاني ستاینه کوله. که یې د خپلو ښایستو پیغلوټو ښکلا او پیزوانونه ستایل، او که یې پرون پر ګودرونو باندي د ښکلیو نجونو سره د خیالي میني اظهار په لنډیو کي کاوه، نن هم هغه میړونه دي، هغه ښکلي او ساده پیغلي دي او لا اوس هم ګودرونه پاته دي او لا سبا ښایی د ګودرونو ځای د پوهنتونونو انګړونه ونیسي؛ او زلمي د پوهنتونونو او کالیجونو کي د لوڅ مخو، فیشني او تعلیم یافته نجونو د ښکلا ستاینه وکړي؛ او ګودر خپل مفهوم له لاسه ورکړي.  پښتنو ښایی په دې څو پیړیو کي په سل هاوو زره لنډه ۍ ویلي وي خو د هغو لنډیو شمیر چي په ریشتیا هم د لنډیو خوند کوي او د لنډیو سوز او ښایست پکښي پروت دی ښایی تر دوه درې سوه وانه وړي. په داسي حال کي چي یوازي سلما شاهین د روهي سندرو په دوه ټوکه کتاب کي د زیات و کم اته لس زره پنځه سوه لنډیو په شاوخوا کي راغونډي کړي دي. زه یقین لرم چي د دې لنډیو څخه به څه باندي اته لس زره په کتابونو کي قید پاته وي او یوازي درې څلور سوه به یې فوکلوري ارزښت ولري او اولس به یې خپل مال وګڼي. او که ټولي هغه لنډۍ چي نورو فوکلوریسټانو به راټولي کړي وي وشمیرو خبره ښایی سلو زرو ته ورسیږي، خو ډیري لږي به یې د اولس انتخاب وي او ډیر لږي به یې د فوکلوري ارزښت د پیدا کولو او تر ډیره وخته د ژوندي پاته کیدلو وړتیا ولري.
  زما په فکر له دې ناحیې څخه هیڅ انديښنه په کار نه ده. پریږده چي نوي زلمي او زاړه شاعران او شاعراني( چي پخوا مو یا نه درلودلې او یا د ګوتو په شمیر وې) د لنډیو د جوړلو او لیکلو په برخه کي خپله طبع و آزمیې. پریږدۍ چي وروستیو غمیزو او پیښو ته په لنډیو کي انعکاس ورکړي او سبا نیو نسلونو ته یې د تاریخي میراث په توګه ورسوي. هغه پیښي چي په نویو لنډیو کي به راځي او یا به یې یاودونه سوې وي، په پخوا زمانو کي یې چا تصور نه سو کولای. موږ نه د فوکلور د ځای پر ځای درولو د قوماندې ورکولو صلاحیت او نه یې توان لرو. دا کار په هیڅ کلتوري حوزه کي سابقه نه لري او په پښتني ټولنه کي هم نه عملي او نه علمي دی. په نویو لنډیو کي به ټانک او راکټ راسي، کابل به سوځي، د خلقیانو او پرچمیانو پلچرخي او پولي ګون به راسي، د مجاهدینو ناتار او تیری به وژاړو، ځانمرګي به حملې کوي، زموږ سرتوري به په بیګانه کمپونو کي کړیږي. دا هغه پېښي دي چي څلوېښت کاله مخکي یې چا تصور قدر نه سو کولای . که په دې اړه لنډۍ نه لیکلي سي نو موږ به د لنډیو په دې ښایسته فوکلوري قالب کي خپلو راتلونکو نسلونو ته څه پریږدو. په دې اړه به په زرهاوو لنډۍ لیکلي سوي وي او نوري به هم ولیکل سي خو بیا هم ښایی یوازي څو سوه لنډۍ اولسي او فوکلوري ارزښت پیدا کړي او له خلکو سره پاته سي. باقي پاته پخپله په ارشیفونو او کتابونو کي ځای نیسي.
نارې یا غاړي:
نارې، چي کاکړۍ غاړي هم ورته ویل کیږي، د پښتني فوکلوري نظمونو یو بل صنف دی، چي زیاتره د پاکستان د کاکړستان له سیمي څخه نیولې د افغانستان تر جنوب لویدیځو سیمو پوري رواج لري. مضمون یې د لنډیو په څير غني دی او هر څه ته ځای پکښي ورکول سوی دی. نارې زیاتره له شپاړسو سیلابونو څخه جوړي سوي او اکثري محلي پیښي پکښی خوندي سوي وي. د برټانوي هند څخه د پښتنو سیمي ته د اورګاډي له راتګ سره  پښتنو، د کاروبار او خوارۍ غریبۍ لپاره، د هند او پنجاب نسبتا لیري سیمو ته سفرونه پیل کړل. پښتنو میرمنو، چي تر دغه وخته یې د خپلو میړونو او د کورنۍ د نورو نارینه وو اوږدې مسافرۍ نه وې لیدلي، د اورګاډي په مقابل کي عکس العمل وښود، او په سل ګونو نارو کي یې د اورګاډي او پردیسۍ یادونه کړې ده، چي خاص زماني شرایط پکښي خوندي سوي دي. دکوټي د زلزلې په باره کي، په چمن کي د انګریزي پوځ د یوه پښتانه سپاهي، شیرجان، د یاغي کیدلو په باب، د هزاره ګانو سره د لنډو او مولاداد د جنګونو په باره کي او نورو محلي پیښو په باب په زړه پوري عکس العملونه او احساسات پکښي خوندي سوي دي.
    نارې هم د جوړښت له مخي تر لنډیو اسانه او هم د ښایست له مخي لنډیو ته نه سي رسیدلای. کله کله داسي ښکاري لکه د لنډیو په جوړولو کي چي لوستو او نالوستو شاعرانو برخه اخیستې وي، او نارې زیاتره نالوستو نارینه وو او ښځو سمدستي جوړي کړي وي. دغه علت دی چي کله کله یې قافیې ته چنداني توجه نه وي سوې، خو څرنګه چي اوریدونکي او تکرارونکي یې هم د کلیو ساده نارینه او ښځینه وي نو د قافیې دغه راز نیمګړتیاوو ته یې څوک چنداني متوجه سوي نه وي.
چي سایکل وهې په دوړه                 مور دي نه سي پر تا بوره
د ګاډۍ پیچونه لوړ دي                  ګله مړه دي زورور دي
یوه سره ده یوه بوره                     پر کاذب راځي اوبو له
د خاصې پر توګ در ټول که      ستا په غیږ کي ځای را جوړکه
ږیره وخورې دا ببره                بوره تا وبیروله
دوړه د بوره په مقابل کي، لوړ دي د زورور دي په مقابل کي، بوره د اوبو له په مقابل کي ټول که د جوړ که په مقابل کي، ببره د وبیروله په مقابل کي راغلي دي. خو څرنګه چي د ساده زلمیانو په مجلسونو کي د نارو په شرنګ کي چنداني بیخوندي نه راځي نو څوک یې د قافیې نقص ته متوجه سوي هم نه دي. له بلي خوا، د زرهاوو او ښايي لس هاوو زرو نارو په منځ کي د هغو نارو شمیر تر لس هاوو وانه وړي چي دغه راز نواقص ولري نو ځکه د تحقیق په وخت کي چنداني په توجه نه ارزي.
  نارې هم له شپاړسو سیلابونو څخه جوړي سوي، یعني دواړو خواته اته اته سیلابه لري او هم له پنځه لسو سیلابونو څخه جوړي دي چي یوې خواته یې اووه او بلي خواته یې اته سیلابونه وي .
ګاډۍ مه لره چیغکی    ۷ سیلابه                 تر تا پردیس دی زما لالی  ۸ سیلابه
سترګي مه راته وهه    ۷ سیلابه                مور مي ښکاره ولاړه ده     ۸ سیلابه
د بوټو تڼۍ تړې         ۷  سیلابه               ګله پر کمه راڅه ځې        ۸ سیلابه
د بوټو تڼې تړم       ۷ سیلابه                 د شالمار میلې ته ځم           ۸ سیلابه
شل یې مړه کړه شل ټپیان   ۷ سیلابه       جاغور لا ډک راوی شیرجان     ۸ سیلابه
و پانسۍ تې خیژاوی      ۷ سیلابه         شیرجان سګریټ ولګاوی        ۸ سیلابه
میمه ګوري تر کړکۍ      ۷ سیلابه          شیرجان تیرې ولي ګولۍ     ۸ سیلابه
سپینه خوله لکه د ورۍ       ۷ سیلابه             تر پلو ګوري شین خالۍ      ۸ سیلابه
کوټي خود به نړیدې        ۷ سیلابه               په تا کي څه نخرې کیدې      ۸ سیلابه
ګله مه کوه دیغت        ۷ سیلابه                 پر مړو تل ورځي زحمت         ۸ سیلابه
د ګاډۍ پر اربو         ۷ سیلابه               کالي دي باد وهي ژړو           ۸ سیلابه
البته دا هغه نارې دي چي زه یې له خپلي حافظې څخه لیکم. زما سره د نارو په اړه کتاب او مواد نسته. کنه نو ښایی د هغو نارو شمیر هم سل ګونو ته ورسیږي چي له اوو او تو سیلابونو څخه جوړي سوي وي. داسي ښکاري چي د هغو نارو شمیر به زیات وي چي دواړه خواوو ته اته سیلابونه لري. کنه دواړه ډولونه پر غوږونو باندي یو شان لګیږي او که څوک یې سیلابونه ونه شمیري نو فکر نه کوي چي په انډول کي به یې توپیر موجود وي. د لاندنیو نارو، چي دواړو خواوو ته اته اته سیلابه راغلي دي، په لوستلو کي، د پورتنیو نارو په څير،څوک نه ټکنی کیږي، او په رواني کي یې، له پورتنیو ناروڅخه، هیڅ ډول توپير نه ویني.
سپینه خوله دي غونډه منډه    ۸ سیلابه          بوري رب دي که را کونډه      ۸ سیلابه
سترګي توري کې نو راسې           موږ خواران له کارو باسې
سترګي توري که دا غټي              نن دي یار راځي له کوټي
یوه سره ده یوه بله                      زړونه کاږي له کوګله
ږیره وخورې دا ببره                     بوره تا وبیروله
د ګیزو په تورو غرو کي                   لنډو ناست دی په خزو کي
د ګیزو ناوه اوږده ده                       لنډو مه بیایه غرمه ده
د محبس سپیني هینداري                  لنډو ماتي کړې پر لاري
د محبس په دروازو کي                    لنډو ناست بیړۍ په پښو کي
د ګیزو علاقه داره                            لنډو پریږده زما د پاره
د موټر په سر کي سپور دی               خط وهي هغه زما ورور دی
د ګاډۍ پیچونه تا دي                      ګله مړه دي بې وفا دي
اسمعیل یون د پښتو شعر هندسي جوړښت په کتاب کي، د سیلابونو د شمیر او توپیر له مخي، څلور ډوله نارې معرفي کوي. دوه ډولونه یې موږ مخکي معرفي کړل خو دی وایی چي یو ډول نارې اته او بله نهه سیلابه لري. دی یو مثال ورکوي چي ښایی دغه یکي یو مثال به یې تر غوږ سوی او یا به یې سم اوریدلی نه وي:
شین خالۍ نجوني لا ښې دي             په لاره ځي له خندا شنې دي
که د دې نارې سیلابونه وشمیرل سي نو ریشتیا چي هم اته او نهه سیلابه جوړوي. خو لومړی د کاکړستان او د افغانستان د جنوب لویدیځ خلک هیڅ وخت  په لاره ځي نه وایی بلکه پر لارځي وایی او بل که چیري په لوی لاس د لار څخه وروسته د ها  توری ورزیات کړو نو په ناره کي په لوی لاس سکته ګي راولو او ناره له کاره غورځوو. اصلي شکل یې دا سي دی.
شین خالۍ نجوني لا ښې دي         پر لار ځي له خندا شنې دي
زه ګومان کوم چي ښاغلي اسماعیل یون به په خپل ټول عمر کي دغه یوه، د  ده په اند، نهه سیلابي ناره اوریدلې وي او که یې بله ناره اوریدلې او مثال یې ورکړي نو هغه به هم د همدې نارې په څیر غلط او د تامل وړ وي.
اسماعیل یون وایی داسي نارې هم سته چي دواړو خواووته یې اووه اووه سیلابه راغلي وي.
د بوټو تڼۍ تړم                         د شاکار میلې ته ځم
که ناره لکه څرنګه چي ده هغسي ولولو نو په ریشتیا چي دواړو خواو ته اووه اووه سیلابه راغلي دي. خو که په همدغه شکل ولوستل سي په ناره کي سکته ګي راځي. په داسي حال کي چي ما د سیمي د یوه اوسیدونکي او د نارو د اوریدونکي په حیث هیڅ وخت په نارو کي استثنایی سکته ګي نه ده تر غوږ سوې. د بلي خوا په هغه سیمه کي چي دا ناره جوړه سوې یا ویل سوې ده هلته د شاکار په نوم میله د سره نسته. بلکه هغه د ارغنداب په تاریخي سیمه کي د شالمار په نوم ډیري پخوانۍ پسرلنۍ میلې دي، چي د ډیرو لیري لیري ځایونو څخه به نارینه ورته ورتلل او کله کله به یې پوره څلویښت شپې او ورځي د ارغنداب په باغونو او د ارغنداب د سیند په شاوخوا کي تیرولې.  او ناره داسي ده:
د بوټو تڼۍ تړې                   ګله پر کمه راڅه ځې
د بوټو تڼۍ تړم                   د شالمار مېلې ته ځم
په دې توګه موږ ګورو چي د نارې یوه خوا اوه سیلابه او بله یې اته سیلابه کیږي. او په نارو کي ، د سیلابونو د شمیر له مخي، یوازي دغه دوه ډوله موجودي دي. که موږ چیري غواړو دا خبره ثابته کړو چي په نارو کي اووه اووه سیلابه یا اته او نهه سیلابه نارې هم سته نو د خپلي ادعا د ثبوت لپاره باید د یوه مثال په راوړلو بسیا نه سو، او لږ ترلږه شپږ اووه مثالونه ورکړو، تر څو لوستونکو ته یو څه وښیو او په نوي تصنیف یې قانع کړو.
  ښاغلی اسماعیل یون په خپل کتاب کي د کاکړي نارو یا غاړو په باب لیکي چي په نارو کي د دواړو برخو وروستي توري سره یو شان وي. موږ پورته پنځه مثالونه یاد کړل چي په هغو کي د دواړو خواوو توري یو شان نه وه بلکه یوازي د آهنګ او آواز له مخي سره مشابه وه. په غاړو کي د داسي قافیوي توپیرونو مثالونه سل هاوو ته رسیږي. داسي ښکاري چي ښاغلي یون زیاتو کاکړي غاړو ته پوره دقت نه دی کړی کنه نو دغه راز توپیرونه به یې ډیر زیات په سترګه سوي وای.
 په هرصورت، نارې یا غاړي د پښتني فوکلور ډیر سپیڅلی شکل دی، چي هم د نظم له مخي ډیر اسانه او هم د ښکلا له مخي دونه ساده دي چي جوړول یې د ډیرو نالوستو نارینه وو او حتی په کورونو کي اوسیدونکو نالوستو ښځو په وس پوره دي. څرنګه چي له یوې خوا یې نظم ډیر ساده دی او له بلي خوا یې تاریخي او محلي پیښي، د ساده او سپیڅلي میني اظهار او له ټولني سره تړلي ښې او بدي په ډیره ساده ژبه بیان کړي دي نو حافظې ته سپارل یې هم اسانه دي. ما په لومړۍ ځواني کي خپل داسي همزولي پیژندل چي په سل ګونو نارې به یې په یاد وې؛ او د بوري، شین خالۍ، لنډو او مولاداد، شیرجان، اورګاډي او شالمار د میلو په اړه ویل سویو نارو کي به یې مسابقې کولې.

پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery