مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دخنزیرغوښه په اسلام اوساینس کي(۴)

 

په اسلام کي دخنزيردغوښودحرمت له کبله دامريکې يونامتوډاکتررابرټ مسلمان شو
 ډاکټررابرټ چې د(۱۹۱۳) میلادی کي اووروسته دامریکي دجهوریس رچرډنکسن مشاور، اودصدرریګن په دوره کي په ۱۹۸۱ میلادی کال کي په متحده عرب اماراتوکي سفیرؤ هغه په ۱۹۸۰ میلادی کال کي داسلام مبارک دین قبول کړ، چې وروسته ئې دمسلمانووکيلانوداتحادیې مشري په غاړه شوه،ډاکتررابرټ وایی چې زه کله ۲۱ کلن وم نوماغوښتل دکاتولیک دعیسایی مذهب پادری جوړشم، چې په دغه وخت زه دخنزیر دغوښودخوړلوله کبله دمرګ اوژوندپرسرحدباندی پروت وم؛ کله چې می اسلام مطالعه کړ نوراته جوته شول چې دخنزیرغوښه په اسلام کي حرامه ده، نوځکه می عیسایت پریښود اوپه اسلام مشرفه شوم. الحمدلله داداسلام حقانیت دی.
دپروفيسرډاکترجارج ټي هارل څېړنه
 پروفیسرډاکترجارج ټي هارل چې دامریکاد(Medicine College of Florida) یووتلی پروفیسردی دی وایی:
په ۱۹۴۷ میلادي کال کي ۲۵ لکوانسانانوپه نسونوکي چنجیان شتون درلودی چې داټول چنجیان دخنزیردغوښوڅخه پیداشوی وه.
داچنجیان عموماپه کلموکي دي اوداپردوه ډوله دي
 ۱: فیتوي چنجیان (Tape worm)
۲: ګردی چنجیان (Round worm)
ددې ډلوڅخه ټینیاسولیم (Tania Solium) اوټرای کينیلاسپای راټس (Trichinella spiratis) دي داټوله اوهرڅه دخنزیرپه غوښوکي شتون لری.
ټینیاسولیم یوسپین رنګه چنجی دی اونیم شفاف دي، چې اوږدوالی ئې تر۶ فوټوپوری رسیږی اوسورئې نیم اینچ دی، داچنجی په مجموع کي ۱۰۰۰ ټوتې لري اوهره ټوټه ئې یومکمل چنجی دي داچنجی په لومړی وخت کي یوسرلری چې په سرکي درې توشکه لری اوبیاوروسته لاندنۍ برخه وده وکي اوبندونه بندونه ئې جوړشي، چې هره برخه اوبندئې ۴۰۰۰۰ هګۍ لري، چې یواځي په میکروسکوپ کي دلیدووړدی اوبس هغه بندونه چې پاخه شي دانسان څخه خارجیږی، کله چې دابندخارج شي نوهغه سره چوي اوهره هګۍ ئې یوچنجی دي اوداپه ځمکه کي خپریږی اوهره هګۍ ئې لږترلږه ۶ میاشتي وخت لری اودا۶ میاشتي ثابته وي.
هغه خنزیران چې په ازاده فضاکي په ازادډول سره په ځنګلونوکي ګرځي هغه فضله موادخورئ اوددې فضله موادوسره ددې چنجیانوهګې یوځای کيږی داهګې دمعدې اوبیاووینې ته ځان رسوي چې په پایله کي دبدن ومختلفوځایونوکي ځان رسوي په دغه وخت ورته انکوسفیر(Onchosphere) وایی اویاهم ورته (Hexacanthemby) ورته وایی چې په دغه وخت کي په غوښوکي یوکيمیاوی بدلون هم راځي، دغه چنجی په دغه هګۍ کي اوسیږی اوپه یوه پوښ کي چې (سسټ) ورته وایی اوسیږی چې په دغه وخت کي ورته (Bladder worm) ورته وایی په دغه پوښ کي دغه چنجی دجامداویاهم دسکون په حالت کي وي.
دخنزیرغوښه په عمومي ډول سره پیکه ګلابي رنګ لری، کله چې ورته انکوسفیرورسیږی نوشیدوته ورته داغونه پکښې پیداشی چې ورته (Measly pork) ورته وایی، اوپه هرداغ کي ددې چنجی یوه لاروا شتون لري، داداغونه په ټوله بدن کي شتون لري، دابلیډروارم تردوومیاشتوپوری نموکوي ددې څخه وروسته دانمودریږی اودی په جامدحالت کي وي اودی دمیزبان په انتظارکي وي چې کله به ئې ښکارکړی چې هغه انسان دی چې کله دخنزیرغوښه وخوري.
داچنجی بیاپه ۳ میاشتوکي یوپوره چنجی دی دابالغ چنجی په کلموکي تر۲۵ کلونوپوری ژوندکولای شي چې ددې سره دګیډی ډیرناوړه دردونه، دګیډي ناوړه ناروغیانې، عمومي کمزوری، داعصابوتکلیف اوحتی کله دمرګ سبب هم ګرځي اوډیری معمولی اغیزې ئې دادي:
دردونه، خرابه هضمیه، اسهال، قی وهل اوداسی نور...
داچنجی ددې څخه علاوه داعصابودمېرګي سبب هم ګرځي.
بل چنجی دټرایکينیلاسپایراټس (Trichinella spiratis) دی، داچنجی دتینیاسولیم په نسبت مختصردی خوډیرخطرناکه اوضررناکه دي، په تینیاسولیم کي نراوښځه سره بیل نه دی، داپه یوه بندکي دي مګرددې چنجی نراوښځه سره بېل دي، داعموماپه کلموکي اوسیږی دنراوږدوالی ئې (۵ء۱) ملی متره دی اودښځینه اوږدوالی ئې ۴ ملی متره کيږی، عموما نردجنسي نژدیوالی (Copulation) څخه وروسته مړکيږی لکن ښځینه ئې دکلموپر جداروباندی ځان ټینګوي اوتر۶ میاشتوپوری ژوندکوي؛ اودالقاح څخه وروسته ۵۰۰ هګۍ اچوي داهګۍ درګونوله لاري وزړه ته ځای رسوي اودهمدې له لاری وبدن وټولوبرخو ته ځان رسوي داهګۍ په عضلاتوکي تر۱۰ کلونوپوری ځای ساتلای شي بلکې داعمرپه ځینووختونوکي تر۲۴ کلونوپوری اوږدشي داپه هغوخلکوکي چې دخنزیرغوښه خوري، داپه ۱۳۷ فارنهایت په درجه کي چې ترنیم ساعت پوری دوام وکړی مقاومت کولای شي، پردې غوښوخوړونکي باندی ۱۴ ورځې ورسته اغیزې جوتیږی، اوپه ۱۴ ورځ قی وهی، دقی سره – سره اسهال شروع شي، حالت ئې داسی بدترین شی لکه زهرجن موادچې ئې خوړلی وي، په عضلاتوکي دردونه، په ژوولو، تیرولواوتنفسي نظام کي ستونزې اوداسی نورتکلیفونه رامنځته کيږی،ددې څخه علاوه دسردرد، دحافظې دمنځه تلل، په غوږونوکي اواز، دنیم بدن فلج کيدل اوداسی نوري ناوړه ناروغی ومنځته راځي.
دخنزيرټولې ناروغيانې وانسان ته انتقاليږی
 ددې څخه علاوه هغه څوک چې دخنزیرغوښه خورئ دخنزیرټولې ظاهري اوباطني ناروغیانې وانسان ته انتقال مومي لکه دزړه دوره (Heat Attack)، دوینې فشار (Blood Pressure) دکلموناروغیانې، داعصابوتکلیفونه وهمیه اوداسی نور...
ددې څخه علاوه په سپی اوخنزیرکي یوه ناروغې د(Buski Fasclolopsis) په نامه پیداکيږی، چې داپه لومړي ځل کي دنس دردونه، اسهال اوبالاخره دمرګ سبب ګرځي.
 (Social Medicine Center International)
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه
 ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery