مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او راشده خلیفه ګانو ژوند

ژباړن: دادمحمد ناوک

 

 لومړۍ برخه
ليکوال: دکتور مصطفی السباعی

له کتابه تر پیغمبري وړاندې ژوند 

حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د عربو په یوه لويه کورنۍ (بني هاشم) کې زېږېدلی دی.
ځکه چې بني هاشم د دقريشو يو لوی ښاخ وو، او قريش هم د عربو يوه لويه او غوره طایفه وه. حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په يتمي کې لوی شو، ځکه چې عبدالله په هغه وخت کې وفات شو، چې دی د مور په ګېډه کې دوه مياشتنی و. او په شپږکلنۍ کې يې مور بې بې آمنه هم وفات شوه، او حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په وړکتوب کې د يتيمي ترخه وڅکل.د بې بې آمنې له وفات وروسته يې پالنه نيکه عبدالمطلب پرځان ومنله.د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په اته کلنۍ کې يې نيکه وفات شو، او پالنه يې تره ابوطالب ومنله، قرآن کريم د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم يتيمي ته داسې اشاره کوي:
ژباړه: (ضحی، ۶) حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم لومړني څلورکلونه په بني سعد کليواله کورنۍ کې تېر کړل، چې بدن يې روغ ژبه يې فصيحه، اس سپرلي يې زده کړه، او د کلي ساپې هوايې وړتیا لا روښانه کړه.
په وړکتوب کې يې وړتیا او هوښيارتياپه تندي کې له ورايه ښکارېده. په وړکتوب کې به حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د نيکه په هغه ځانګړي ځای کېنوست چې بل څوک به نه پرې کېنوست. اوتل به د عبدالمطلب د زامنو سره پرې شور و،عبدالمطلب به ورته ويل: زوی ته مې غږ مه کوئ، بې شکه هغه به دډېرلوی مقام خاوند وي.
په ځواني کې به يې د مکې د خلکو شپني کوله او مزدوري به يې ګټله، او په پنځه ويشت کلني کې يې د خديجې رضی الله عنها دمالونو سوداګري کوله. حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم هيڅکله له خپلو همځولو سره په لهولعب کې ګډون نه دی کړی او نه خدای ورته پرې ايښی دی، وايی: یوه ورځ د مکې په یوه کور کې د واده مراسم وو، حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د مراسمو غږ واورېد، نيت يې و، چې ورشي مګر زورور خوب پرې راغی، تر دې چې د لمر وړانګو راویښ وکړ.
هيڅکله يې له خپلو قوميانو سره په بت پالنه کې ګډون نه دی کړی، نه يې هغه خوښه غوړلې، چې د بتانو پرنامه به حلالېدله،شراب يې نه دي څښلي، قماريې نه دی کړی، هيڅکله يې بده خبره نه ده کړې او کله هم له چا مرور شوی نه دی (خبرې يې نه دي ورسره پرې اېښې). حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د درک او توپیر عمر ته په رسېدو د مکي په خلکو کې د اهل رای او نظرخاوند پر القابو مشهور شو، چې د کعبې په جوړولو کې يې د حجرالاسود د ډبرې پريکړه د یادو القابو روښانه دليل دی.
کله چې کعبه شريفه په سېلابونو کې خرابه شوه، نو د مکې خکلو هوډ وکړ چې کعبه له سره جوړه کړي،همداسې يې وکړل، خو کله چې د حجرالاسود د ډبرې د اېښودو وخت راغی، نو پر اېښودو يې جنجال شو، هرې ډلې غوښتل چې دغه وياړ دځان کړي، تر دې چې خبره يې تر وژونکو ګواښونو ورسېده، وروسته يې پرېکړه سره وکړه، چې که هرڅوک د بني شېبه له دروازې لومړی راننوت هغه به زموږ منځګړی وي او خبره به يې منو.
بې پامه د بني شېبه له درواز حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم راننوت، ټولو وويل:
محمد رښتينی دی، موږ يې پرېکړه منو. کله چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له پېښې خبر شو، نو څادر يې هوار کړ، تېږه يې پکې کېښوده او هرې ډلې څادر تر پيڅکو ونيو، تېږه يې تر دېواله يووړه او حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په خپلو مبارکولاسونو په دېوال کې کېښوده، پر دې ترتيب د خونړۍ پېښې مخه ونيوه.
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د ځوانۍ په لومړيو کې د قريشو پر رښتيني مشهور و، او همدارنګه پر نېک اخلاق، نېک نام، نېک معامله، پروعده وفاکوونکی او د ښه رښتيني ژوند پر خاوند پېژندل کېده.ځکه خو خديجې رضی الله عنها ورسره علاقمنده شوه او د سوداګرۍ لپاره يې خپل مالونه ور وسپارل، وروسته له څه مودې يې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته د واده وړانديز وکړ، که څه هم حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم تر خديجې رضی الله عنها پنځلسه کاله کشر و، بيا يې هم وړانديز ومانه، او واده يې وشو. تر بعثت وړاندې د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د ښېګړې ډېر لوی دليل د حضرت خديجې رضی الله عنها هغه خبرې دي، چې کله حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د وحې په پیل کې لړزېدلی او وېرېدلی کورته راغی او خدیجې رضی الله عنها ورته وويل:
مه ډارېږه! په خدای قسم چې تا خدای نه خواروي او نه هم رسوا کوي،ځکه چې ته زړسوی لرې، له بې وسو سره مرسته کوې، روزې ګټې، مېلمه پال يې او له خلکوسره په نېکيو کې مرسته کوې. له مکې د باندې د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم سفرونه حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له مکې د باندې دوه واره سفر کړی دی، یو وار يې د شام بصرې ته په دوولس کلنۍ کې له ابوطالب سره د سوداګرۍ پر نيت سفر کړی دی،د ویم وار په پنځه ویشت کلنۍ کې د خدیجې رضی الله عنها د مالونو د خرڅولو پر نيت یادښارته تللی دی، چې په دې دواړو سفرونو کې يې د سوداګرو خبرې اورېدې او د هماغو خلکو له عادتونو هم خبرشو.
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د حرا په غار کې تر بعثت څوکاله وړاندې الله جل جلاله د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په زړه کې د ګوښه توب مينه ور واچوله، هر کال به په روژه کې د الله جل جلاله د عبادت او په نعمتونو کې د تفکر پر نيت د حرا غار ته ته. ترهغو يې دې کارته دوام ورکړ، چې تر څو يې پر پاک زړه وحي نازله شوه. د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم بعثت کله چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم څلوېښت کاله پوره کړل، وحي پرې نازله شوه، ام المؤمنين حضرت عايشه رضی الله عنها د وحي د نزول څرنګوالی داسې بيانوي، هغه وايي: د وحي د نزول لومړۍ مرحله رښتيني خوبونه وو، حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم چې به هر خوب ليده، پايله به يې د سهار غوندې روښانه وه، وروسته له ګوښه توب سره خوشاله و، او پرلپسې څو شپې به په حرا کې خلوت و او هلته به د الله جل جلاله پر عبادت بوخت و.
تردې چې جبرايل عليه السلام ورته راغی او ورته ويې ويل: ولوله! حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ورته وويل: زه څه شی نه شم ویلای. جبرايل عليه السلام هغه په غېږ کې ټینګ کړ،رسول الله صلی الله عليه وسلم په تنګ شو، پرې يې ښود او ويې ويل: ولوله! حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم بيا وويل: زه څه شی نه شم ویلای. جبرايل عليه السلام درې واره هغه په غېږ کې ونيو او ټینګ يې کړ، درېيم وار يې ورته وويل:
ژباړه: (علق، ۱ـ۵) حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم لړزېدلی او ډارشوی د خديجې رضی الله عنها کره راغی اويې وېل: ماپټ کړه! هغې په يوه ټوټه کې پټ کړ، وروسته يې چې ډار لرې شو، کيسه يې وکړه او يې ويل: ډارېږم.
خديجې رضی الله عنها وويل: مه ډارېږه!په خدای قسم چې تا خدای نه خواروي او نه هم رسوا کوي،ځکه چې ته زړسوی لرې، له بې وسو سره مرسته کوې، روزې ګټې، مېلمه پال يې او له خلکوسره په نېکيو کې مرسته کوې. خديجې رضی الله عنها حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم خپل د تره زوی ورقه بن نوفل ته وروست، چې دنصاری وو، لوی عالم و، خدیجې رضی الله عنها ورته وويل: د تره زويه! وراره ته دې غوږ ونيسه چې څه درته وايې؟
هغه حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته وويل:
ووايه څه دې ليدلي دي؟ حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم کيسه ورته وکړه ، ورقه وويل: هغه لوی ناموس و، هغه جبرايل عليه السلام و، هغه چې موسی عليه السلام ته راغلی و، ته د خدای رسول يې، ارمان! چې زه په هغه وخت کې ژوندی يم، چې تا خپل قومه له خپلې سيمې شړي. حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم وويل: هغوی به ما شړي؟
ورقه وويل: هو، هيڅ داسې پیغمبر نه دی راغلی، چې له هغه سره دښمني نه وي شوې، که زه په هغه وخت کې ژوندی وم، کلکه ملګرتيا به دې وکړم. مګر څه وخت وروسته ورقه بن نوفل وفات شو. لومړني مسلمانان لومړنی انسان چې پر حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم یې ايمان راوړ، ام المؤمنين حضرت خديجه رضی الله عنها وه،وروسته لس کلن حضرت علي بن ابوطالب رضی الله عنه، بياد حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم مولا(ازادغلام) زيد بن حارثه او بيا حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ايمان راوړ.
او په غلامانو کې لومړنی مؤمن حضرت بلال بن رباح حبشي رضی الله عنه و. حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم درې کاله هوښیار او ډاډمن خلک په پټه اسلام ته راوبلل، وروسته له هغه چې مسلمانان نږدې دېرش کسه شول، الله جل جلاله حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته د ښکاره بلنې آمر وکړ:
ژباړه: (حجر،۹۴) په دې وختوکې مشرکينو د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم او مسلمانانو ځورولو ته زور ورکړ، حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د هغوی بتان باطل وګڼل او ټول يې د يوه ناليدونکي الله جل جلاله وحد ته راوبلل، هغوی ډېر په وحشت کې شول. حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په پیل کې په پټه د ارقم بن ارقم له کوره مدرسه جوړه کړه او مسلمانانو ته به يې نوي نازلېدونکي اياتونه او د دين احکام ورښوودل.
وروسته ورته الله جل جلاله امر وکړ، چې قومونه او خپل خپلوان دې زما له عذابه وډاروه، حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د صفا غونډۍ ته خوت او ټولې ډلې يې راټولې کړې، هغوی له دوزخه وويرول او جنت ته يې وهڅول، هغوی يې له بت پالنې نه يو پالنې ته راوبلل، ابولهب وويل: تباه شې! موږ دې دهمدې لپاره راټول کړي وو؟
وروسته يې قريش د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د ځورولو لپاره وپارول، خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم تره ابوطالب يې ملاتړ وکړ او دفاع وکړه، کله چې قريش له هغې سيمې لاړل، نو ابوطالب حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته وويل، چې که دې بلنه لږ کمه کړې، نو دوی به دې نه ځوروي! حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ورته وويل: په خدای مې دې قسم وي، که لمر په ښي او سپوږمۍ په چپ لاس کې راکړي، له خپلې لارې به وانه وړم، چې ياپه دې لاره کې بريالی یا شهيد شم. حبشې ته د مسلمانانو هجرت کله چې مشرکين دحضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له یاد ځواب څخه خبر شول، نو د مسلمانانو ځورولو ته يې لا کش ورکړ، آن تر دې چې په شکنجو او ځور کې يې ځينې صحابه شهيدان یا زخمي شول.
مګر بيا هم مسلمانان په خپل باور کلک ولاړ و، مشرکينو چې کله د دوی ټينګښت وليد، نو د سولې پر لارو يې د خبروفکر وکړ، او حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته يې وويل:
که هرڅومره مال او دولت غواړې، آن پاچا به دې وکړو، خو که د دې دين له تبلیغه منع شي. مګر حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم يې خبره ونه منله او خپلې بلنې ته يې ادامه ورکړه. په دغسي ترينګلو حالاتو کې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم خپلو ملګرو ته وفرمايل:له مکې دباندې حبشې ته هجرت وکړئ! دهغه ځای حاکم ډېرعادل سړی دی، په خاوره کې يې پر چا ظلم نه کېږي. تر څوچې الله جل جلاله يوه لار درته پیداکوي. په لومړي وار دولسو سړو او څلورو ښځو هجرت وکړ، کله چې په حبشه کې د امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د اسلام راوړولو خبره مشهوره شوه، نو مهاجرين بېرته مکې ته راستانه شول، مګر ډېر وخت پکې پاتې نه شول، او دويم وار يې بيا هجرت وکړ، چې دا وار پکې درې اتيا نارينه او يوولسې ښځې وي.
پر حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم او بني هاشمو اقتصاد بنديز له دې وروسته مشرکينو په خپلو منځو کې ژمنه سره وکړه چې هيڅوک به له بني هاشمو او مسلمانانو سره پېر او پلور نه کوي، ودونه به ورسره نه کوي، نه به ورسره څه خوري او نه څه څکي او له دوی سره به هيڅ ډول سوله نه کوي، دغه تړون ليک دوه ـ درې کاله اوږدشو، چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم او ملګري يې پکې له ډېرو سختو سختيو سره مخ شول، چې وروسته د څو هوښيارو قريشو پرمټ دغه تړون ليک لغوه شو.
د ابوطالب او حضرت خديجې رضی الله عنها وفات د بعثت په لسم کال د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم تره ابوطالب وفات شو، د هغه پر ژوند د قريشو لږ سترګه سوځيدله او حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته يې دومره ځور او تکليف نه شوای رسولای.ځکه خو د ابوطالب مړينه رسول الله صلی الله وعليه وسلم یوه ډېره غمجنه پېښه وه. حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ډېره هڅه وکړه چې په خپل تره دشهات کلمه ووايي، خو هغه د خپل قومي غرور په خاطر ترې انکار کاوه.
څو روځې وروسته حضرت خديجه رضی الله عنها هم وفات شوه، هغه د رسول الله صلی الله وعليه وسلم کلکه ملاتړې وه، مشرکين د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په غم ډېر خوښ شول، مګر په خپله حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم او مسلمانانو دغه کال د غم کال (عام الحزن) وباله کله چې د رسول الله صلی الله وعليه وسلم دغه دوه خواخوږي وفات شول، نو د مشرکينو ازار او ځور نور هم زورور شو، نو حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د مکې پرځای د طایف د بنو ثقيف قبيلې ته مخه ونيوه، چې هغوی رښتينې لارې ته راوبولې، مګر هغوی ډېر سخت ځواب ورکړ، خپل ځوانان او ماشومان يې وهڅول چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په تيږو وولي، تر دې حده يې وويشت، چې پڼې مبارکې يې له وينو ډکې شوې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery