مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

الف لیله و لیله د تاریخي او اجتماعي پلوه - ۲ برخه ( عبدالباري جهاني)

عبدالباري جهاني

     تقریبا ټولو هغو ښځو ته چي د میړه سره بې  وفایی وکړي د مرګ سزا ورکوله کیږي. خو د مسرور او زین المواصف په نوم داستان کي، چي مسرور یو عیسوی او زین المواصف یوه مړوښې یهودۍ ښځه ده، د غیر مشروع میني او اړیکو درلودل عادي کار ګڼل سوی دی. دا نکل د ریچارډ برټن په انګلیسي متن کي په اته سوه شپږ څلویښتمه شپه کي پیل کیږي او تر اته سوه څلور شپیتمي شپې پوري دوام کوي. د نکل له متن څخه د سوځنده میني لمبې پورته کیږي. زین المواصف دونه ښایسته میرمن ده چي هر څوک یې وویني په یوه ځل لیدلو داسي ورباندي مین کیږي چي خوب او خوراک پر حرام سي. د هغې میړه، د خپلي میرمني او زین المواصف ترمنځ،  په دغو غیر مشروع اړیکو خبريږي او خپله میرمن د یوه کال په مزله لیري بیایی. زین المواصف له خپل معشوق سره لیکونو ته دوام ورکوي او میړه یې فیصله کوي چي پښو ته یې زولنې واچوي. خو میرمن یې یوه شپه چي میړه یې د واده یوې میلمستیا ته تللی دی، د ښار څلورو قاضیانو ته جلا جلا ورځي او خپل حال ورته وایی. څلور سره قاضیان پر هغې باندي  زړونه بایلي او هر یو ورته وایی چي له میړه څخه به یې طلاق ورواخلي خو په دې شرط چي له ده سره به واده کوي. دا له څلورو قاضیانو سره د واده کولو ژمنه کوي او په هغه شپه له ښار څخه تښتي. قاضیان د هغې د بیلتانه له غمه ټول مري، او زین المواصف خپل ځان خپل محبوب ته رسوي. څرنګه چي دا نکلونه ټول په اسلامي محیط کي لیکل سوي دي، نو د دې ناروا میني د بریالي کیدلو او له سزا څخه د ژغورل کیدلو لپاره پرته له دې چي مرتکبین یې عیسوی او یهودۍ ده بله هیڅ لاره نه سي جوړیدلای. ګواکي نکلچي یا نکلچیان د یوې یهودۍ ښځي او یوه عیسوي سړي تر منځ غیر مشروع اړیکي عادي کار بولي او د نکل اوریدونکي هم چنداني ری نه پکښي وهي.
         داسي نو د الف لیله و لیله ټول نکلونه له دغه راز کیسو څخه ډک دي. په څرګنده ښکاري چي، د نورو زیاترو فوکلوري نکلونو په څیر، د الف لیله نکلونه هم یوازي نارینه وو، په تیره بیا مسلمانونارینه وو،  ترتیب کړي دي، او چي د ښځو لپاره یې هر ډول رول خوښ سوی دی هغه یې ورته انتخاب کړی دی. په عمومي صورت ښځه له ښایسته پرته، چي هغه هم د نارینه دپاره دی، بل چنداني صفت نه لري، او نارینه د دغه ښایسته او نازک مخلوق د ترلاسه کولو لپاره هغه کارونه کوي چي کله کله عقل ورته عاجز سي. په زړه  پوري خبر دا ده چي د الف لیله و لیله د سوځنده مینو دا داستانونه د عربو د مجنون او لیلی، د ایران د فرهاد او شیریني، وامق او عذرا او ویس او رامین په څیر افسانو تر اغیزي لاندي نه دي راغلي. هیڅ عاشق او معشوق د یوه بل په دایمي هجران او بیلتون کي له غمه نه مري. میني که هرڅونه اورنۍ وي او شهزاده ګان چي په خپلو معشوقو پسي، چي زیاتره یا پر تصویر مین سوي او یا یې د جمال کیسه اوریدلې او یا یې خپله محبوبا په خوب کي لیدلې او ورباندي مین سوی وي، هر څومره اوښکي توی کړي، بیا هم د پورته یادو سویو مشهورو نکلونو په څير معنوي رنګ نه لري او په اصطلاح ټولي دنیاوي او ظاهري بڼې لري. تقریبا ټول نکلونه په نیکمرغۍ او تر مرګه پوري په وصال پای ته رسیږي.
        الف لیله و لیله، چي د هري ژبي د نکلونو تر تاثیر لاندي ترتیب  سوې او یا ترجمه سوې ده خو د انتظار سره سم عربي ژبه او کلتور دونه پکښی مسلط دي چي قهرمانان یې په عربي ژبه خبرو کولو کي په هیڅ ځای کي تکلیف نه لري. له مصر څخه تر هند او چین پوري ځي او هر ځای په عربي خبري کیږي. حتي پیریانان، دیوان او شاپیریاني هم په عربي خبري کوي. د لوی سمندر تر اوبو لاندي د شاپیریانو یو لوی ښار دی او کله چي شهزاده د خپلي محبوبي شاپیرۍ د ترلاسه کولو لپاره هلته ورځي نو هلته هم ټول کسان په عربي پوهیږي. څرنګه چي عربانو په پیژندل سوې نړۍ کي په ډیره پراخه سیمه کي امپراطوري جوړه کړې وه او ډیر زیات ملکونه یې ترلاس لاندي وه نو ډیره لیري نه ده چي که یې فکر کړی وي چي که ټول نه وي نو اکثریت انسانان خو په عربي پوهیږي.
        د شهرزاد د نکلونو په پنځه سوه اووه شپیتمه شپه د برونز یا ژړو د ښار په داستان کي د یوې نامعلومي جزیرې د اوسیدونکو یو پاچا د کښتی سپرلیو ته، چي لاره یې ورکه کړې او هلته ورغلي دي، وایی چي  هلته هیڅ وخت آدمزاد نه دی ورغلی. مګر بیا ګورو چي پاچا یې په عربي ژبه خبري کوي، خو په جزیره کي هیڅ بل څوک په عربي نه پوهیږي او پاچا د خپلو خلکو او ورغلیو میلمنو او لارورکو مساپرو ترمنځ د ترجمان وظیفه پر غاړه لري. د دې جزیرې په څنډو کي ډیر کله د مسو څخه جوړ سوي لوی بوتلونه پیدا کیږي چي خولې یې سلیمان علیه السلام بندي کړي او مهر کړي وي. کله چي د بوتل خوله خلاصه سي نو له هغه څخه یو دود پورته سي او له دود څخه یو دیب جوړ سي او زارۍ کوي چي یا سلیمان پیغمبره بیا مي توبه ده او مخ د دښت پر خوا ځغلي. کله چي اموي خلیفه عبدالملک بن مروان په دې کیسه خبریږي نو خپل مشهور سپه سالار موسی بن نصیر ته وظیفه ورکوي چي دغه جزیره به پیدا کوي او ده ته به دغه بوتلونه راوړي. موسی بن نصیر له ډیرو زیاتو خواریو ګاللو څخه وروسته  هغه ټاپو ته ورځي. بوتلونه پیداکوي؛ خلیفه ته یې وروړي او هغه هم څو دیوان خوشي کوي او ننداره یې کوي. البته ټول دیوان په عربي ژبه خبري کوي.
        د ماهیګیر په نکل کي، چي بیا وروسته اروپایی هیوادونو ته ورغلی، او په  لس هاوو رنګونه یې اخیستي دي، د بوتل څخه آزاد سوی دیو ماهیګیر ته وایی چي د سلیمان علیه السلام وزیر آصف بن برخیا، د پیغمبر په حکم، په دغه بوتل کي اچولی دی. همدغه آصف بن برخیا د سیف الملوک په نکل کي هم د سلیمان پیغمبر ستر وزیر دی، او د سیف الملوک د پلار له خوا د ورلیږل سوي هیات هرکلی کوي. زه ګومان کوم چي د پښتنو فوکلوري تاریخ، په تیره بیا مخزن افغاني ته به دغه نوم له الف لیله ، او په تیره بیا د سیف الملوک له نکل څخه ، چي په پښتنو کي د الف لیله تر بل هر نکل زیات رواج او شهرت لري، ور ننوتلی وي. او د افغانانو د فرضي پلار افغنه د کاکا د زوی رول به ورکړه سوی وي.
         د سیف الملوک نکل د پښتنو په ټولنه کي د الف لیله و لیله تر ټولو نکلونو زیات مشهور دی، او حتی د پښتنو متلونو او محاورو ته یې لاره کړې ده. پر چاچي ډیر زحمتونه راسي او یا ورباندي راوستل سي نو خلک وایی چي د سیف الملوک خوارۍ یې ورباندی راوستلې. خو دې نکل، په پښتنو کي، د خپل رواج په اندازه تغیرات هم میندلي دي. ځیني ډیر ځایونه بیخي د سیف الملوک په نکل اړه نه لري او ځیني ځایونه بیخي ورڅخه لیري سوي او په عوض کي یې نوري خبري ورباندي علاوه سوي دي، چي دې کار دا نکل پخپله د فوکلوري څیړنو لپاره نور هم په زړه پوري کړی دی. د نکل لومړۍ برخه، یا پیل، بالکل د فتح خان بړیڅي له نکل څخه اخیستل سوې ده. یوازنی توپیر یې په دې کي دی چي د فتح خان په نکل کي د ملنګ په لکړه له وني څخه شپیته مڼې را لویږي او په هغه شپه د بړیڅو شپیته ښځي حاملې کیږي، خو د سیف الملوک په نکل کي د ملنګ لکړه دونه زورنه لري، او یا ډیر زور ته ضرورت نه لري، او یوازي دوې مڼې را لویږي او د مڼو په برکت  خدای تعالی پاچا او وزیر ته یو یو زوی ورکوي. کله چي د پاچا زوی سیف الملوک او د وزیر زوی سعد الملوک لویان سي نو کټ مټ د فتح خان د نکل په څير د نجونو په سرونو د اوبو ډک منګي په کاڼو ولي او پر سرونو یې د اوبو ډک ژي په غشیو سوري کوي. د دې معنی دا ده چي اوریدونکو نکلچي ته سم غوږ نه دی نیولی او یا دغه برخه، چي یو څه نسبتا ګران نومونه پکښې دي، زموږ د ساده اوریدونکو په حافظه کي نه سوای پاتیدلای نو یې د فتح خان بړیڅي په څير یو مشهور نکل ورباندي زیات کړی دی.  وروسته موږ ګورو چي سیف الملوک د اوبو هغه لوی ډنډ ته ورځي چي بدیع الجماله شاپیرۍ د خپلو سهیلیو سره پکښي لمبیږي. سیف الملوک د بدیع الجمالي جامې، چي هغه د الوتلو لپاره ضرورت ورته لري، اخلي او په دې توګه بدیع الجماله له ځان خپل کورته په تللو مجبوروي. د نکل دا برخه د بصرې د حسن له نکل څخه، چي په پښتنو کي چنداني شهرت هم نه لري، را اخیستله سوې او د سیف الملوک د نکل د خوندور کولو لپاره ورباندي زیاته سوې ده. ځکه چي سیف الملوک پر بدیع الجمالي باندي د اوبو په ډنډ کي نه بلکه د هغې پر هغه تصویر باندي مین کیږي چي سلیمان پیغمر د هغه پلار ته په سوغات کي لیږلی دی. د سیف الملوک هغه نکل چي ما د غوټۍ خاوري د« ننګرهار نکلونه» په کتاب کي لیدلی دی، په ډیرو ځایونو کي د الف لیله سره هیڅ اړخ نه لګوي، او موږ ته دا راښیی چي فوکلوري نکلونه له یوې سیمي تر بلي او له یوې زمانې تر بلي پوري څومره تغییر کوي.
         د ننګرهار نکلونه په کتاب کي موږ ګورو چي یو مرغه سیف الملوک او سعدالملوک ته، چي له لوږي حرکت نه سي کولای، له هوا څخه کوچ او پراټې راوړي. دوی غواړي هغه ونیسی چي هغه هوا ته پورته کیږي او دوی دواړه ورسره پورته کوي. د سیف الملوک په نکل کي دا مرغه نسته او دا مرغه هم د بصرې د حسن په نکل اړه لري، چي له هغه نکل څخه یې د کابل د شهزاده جهانشاه نکل ته لاره کړې ده. په الف لیله کي دغه راز  لوی مرغان، چي سړي له مځکي څخه پورته کوي ډیر زیات لیده کیږي. د الف لیله په کتاب کي د نکلونو په څلور سوه دري څلویښتمه شپه، سیند باد د خپلو سفرونو د کیسو په ترڅ کي وایی چي په دښت کي یې یوه لویه سپینه ګنبده په سترګه سوه، چی هیڅ دروازه او لاره یې نه درلوده. وروسته ورته معلومه سوه چي دا د رُخ په نوم یوه لوی مرغه هګۍ ده چي د فیل د بچیانو په غوښو پایی. سیند باد د هغه مرغه په پښو پوري ځان تړي او هغه یې تر یوه بل ټاپو پوري وړي.
       دغه راز، د ننګرهار نکلونه د کتاب له مخی، سیف الملوک د خپلو اوږدو مزلونو په ترڅ کي هغه ښامار وژني چي غواړي د سیمرغ بچیان وخوري. د نکل دغه برخه په الف لیله کي نسته او د ملي هینداري« دوه وروڼه په یوه رنګ» نکل څخه اخیسته سوې ده، چي پخپله د همدغي کیسې ریښې د یونان افسانو ته رسیږي او وروسته یې د اروپایی هیوادونو فوکلوري نکلونو ته لاره کړې ده.
          په الف لیله کي سیف الملوک د خپلو سختو مزلونو په اوږدو کي بالاخره په یوه دښت کي د هند د پاچا تاج الملوک پر لور دولت خاتون باندي پیښیږي، چي د دیبانو د ازرق یا شین پاچا زوی، را تښتولې او دلته یې اچولې ده. سیف الملوک هغه دیب وژني او کله چي د دولت خاتون سره يه یوه ځای کي بیدیږي نو لڅه توره تر مابین ایږدي او دولت خاتون ته وایی چي هغه یوازي د بدیع الجمال سره مینه کوي. د نکل دغي برخي د مومن خان نکل ته لاره کړې ده او مومن خان هم د ښامار له وژلو څخه وروسته د پاچا لورته، چي پلار یې په نکاح ورکړې ده،  وایي چي هغه یوازي د شیرینو سره مینه کوي  او په ځای کي لڅه توره ورسره پرې باسي. په ځای کي لڅه توره پرې ایستل د ملي هینداري د کتاب « دوه وروڼه په یوه رنګ» نکل کي هم وینو. شهزاده، چي د خپل کشر ورور سره په یوه رنګ دی، او ورینداره یې د خپل میړه ګومان ورباندي کوي، په ځای کي لڅه توره پرې باسي او، پرته له دې چي  هغه په کیسه خبره کړي، ورته وایی چي مه رانیژدې کیږه. په یوه رنګ د دوو وروڼو او د ورینداري یا بلي ښځي سره په منځ کي د توري پرې ایستلو په سل هاوو ډولونه په اروپایی هیوادونو، لاتین امریکا او افریقا کي موجود دي. The Folktale  ص  ص ۲۶-۲۷ البته د دې خبري معلومول ډیر ګران کار دی چي په منځ کي د توري د پرې ایستلو کیسې به، په مشخصه توګه، له کومی کلتوري حوزې او یا کوم هیواد څخه سرچینه اخیستې وي.
        له سیف الملوک سره د بیزوګانو مرسته، چي ښایی له دغه نکل څخه د الف لیله بل نکل« جهانشاه » ته ورغلې وي، سړي ته د هندوانو مذهبي افسانه« راماین» ور په زړه کوي. د راماین په مذهبي حماسه کي د بیزوګانو پاچا هنومن له راما سره مرسته کوي او د هغه ښکلې میرمن سیتا، چي د شیطانانو پاچا راون تښتولې او سري لانکا ته یې وړې ده، ورته ژغوري. A Classiclal Dictionary of India  ص ص ۲۲۳-۲۲۴ البته د سیف الملوک په نکل کي بیزوګاني د سیف الملوک میلمه پالنه کوي؛ او پاچا یې، چي تصادفا انسان دی، له سیف الملوک څخه غواړي چي له هغه سره پاته سي او د ده تر مرګ وروسته د بیزوګانو پاچا سي. او کله چي سیف الملوک د هغه خبره نه ورسره مني نو د بیزوګانو لښکر هغه د خپل قلمرو تر پایه پوري په عزت بدرګه کوی. خو هنومن، چي اسماني قوت ورسره دی، هم د یوه لوی غره په اندازه غټیدلای او هم د بټي ګوتي په اندازه کوچنی کیدلای سي، له خپل ټول لښکر سره، چي شمیر یې نه دی معلوم، له راما سره تر پایه ملګری کیږي. د شیطانانو پاچا راون وژني او ښکلې سیتا ژغوري.
   د الف لیله ولیله پر ډیرو نکلونو باندي جلا جلا تبصرې د یوې لنډي مقدمې تر حوصلې وتلی کار دی. د سیف الملوک نکل مي ځکه انتخاب کړ چي په افغانستان او په تیره بیا پښتنو کي د الف لیله تر ټولو نکلونو زیات مشهور دی او له دغه امله یې په هر ښار کي بیل رنګ اخیستی دی. د سیف الملوک په څیر فوکلوري نکلونو څخه، که هر څومره له سره تر پایه له ناممکناتو څخه ډک وي، بیا هم د ډیرو واقعیتونو او پر یوې کلتوري سیمي باندي د بلي اغیزه او ګډ کلتوري میراث څرک لګولای سو.
       د سیف الملوک نکل چي پښتني سیمو ته راغلی دی نو زیاتره د ساده پښتنو نکلچیانو ترمنځ خوله پر خوله سوی دی. ځکه نو د هند، چین، مصر او سر اندیب نومونه چي ساده نکلچیانو ته یې یادول او ذهن ته سپارل ګران دي، له نکل څخه لویدلي دي او د سیف الملوک د پلار عاصم بن صفوان او د سعدالملوک د پلار فاریس بن صالح نومونه، چي یادول یې مشکل کار ښکاریدی، له نکلچیانو څخه هیر سوي او یوازي د پاچا او وزیر په نوم یادیږي.
       که څه هم چي د الف لیله و لیله نکلونه په عربي او اسلامي محیط کي یا ایجاد سوي او یا له ایراني او هندي ادبیاتو څخه ترجمه سوي او وروسته عربي رنګ ورکړه سوی دی، او ډیره هڅه سوې ده چي په هر ځای کي هر نکل خپل اسلامي رنګ وښیی، خو له بلي خوا، تقریبا ټول نکلونه له داسي خرافاتو څخه ډک دي چي په اسلام کي هغوی ته عقیده درلودل ناروا او منع دي. په اسلام کي په غیب د اطلاع درلودلو قدرت یوازي د خدای تعالی څخه دی او دا خبره په آیت ثابته ده. خو پاچاهان او لویان د خپلي ایندې، په زیاته بیا د نوي دنیا ته راغلي اولاد او یا د مور په نس کي اولاد، په باب د فالبینانو څخه پوښتنه کوي او هغوی هم داسي احوال ورته وایی چي ټول تقریبا سم خیژي. که څه هم چي د فالبیانو پیشبینې اکثر وختونه د ډیرو بدو عواقبو څخه خبر ورکوي؛ ګواکي هغوی د قسمت په فیصلو خبر دي او چي څه دوی وایی هغه تغیر نه کوي؛ خو څرنګه چي د الف لیله و لیله د نکلونو یو هدف د شر او خیرتر منځ مبارزه ده؛ او د نکلونو په پای کي فیصله هر وخت د خیر په ګټه وي؛ نو د فالبیانو پیش بینۍ، زیاتره، هغه خراب عواقب نه لري لکه دوی چي معلوم کړي او پیش بیني کړي وي. د فالبینانو، جادو ګرانو، کوډ ګرانو، ګرځنده قلندرانو، ملنګانو او لیونیانو خبرو ته بشپړ اعتقاد نه یوازي د هغه وخت د ټولنیزو شرایطو او محیط انعکاس دی بلکه تر نني ورځي پوري په افغانستان، هند، شاوخوا نیژدې هیوادونو، حتی امریکا او اروپا په څیر پر مخ تللیو هیوادونوکي همدغه فالبینان او کوډ ګران موجود دي، او لا اوس هم ډیرزیات خلک عقیده ورته لري.
       د الف لیله د نکلونو په دیرشمه شپه، دوهم قلندر، د خپلو کیسو په ترڅ کي، د حسد او کیني د خرابو عواقبو په لړ کي، د هغه شیخ کیسه کوي چي د پاچا ناروغه، او لیونۍ سوې، لور یې، چي ټول طبیبان یې علاج ته عاجز وه، جوړه کړه او پر پاچا باندي دونه ګران سو چي خپله هغه لور یې شیخ ته په نکاح کړه. شیخ په دې پوه سوی وو چي د پاچا پر لور باندي د ډم ډم پیریان زوی میمون مین سوی دی او د هغې په سر کي یې ځای نیولی دی. د پاچا د لور د ماغزو څخه د میمون پیریان  د ایستلو لپاره باید د توري پیشي په لکۍ کي د سپین ټکي څخه اوه ویښتان وایستل سي او د پاچا د لور مخي ته دود کړه سي. پیریان به وتښتي او نجلۍ به جوړه سي. شیخ له همدې ټوټکې څخه کار اخلي او نجلۍ روغه رمټه کیږي. توري پیشۍ ته زموږ په کلتوري حوزه کي اوس هم عوام د پیریان په سترګه ګوري او د شپې له پلوه ځان ورڅخه ژغوري او کوښښ کوي چي توري پیشي ته ازار ورنه کړي. الفه لیله داسي په سل هاوو کیسې لري چي د کوډو، جادو، پیریانانو، په بیزو او سپیو د انسانانو د بدلولو او فالبینانو په باب د ډیرو پراخو او لیري پرتو کلتوري حوزو د خلکو فوکلور او د عوامو عقایدو ته انعکاس ورکوي. البته په تقریبا ټولو کیسو کي دا یو ټکی مشترک دی چي نکل بالاخره د خیر په ګټه او د شر په تاوان، په خوښۍ او نیکمرغۍ پای ته رسیږي.
       د الف لیله و لیله نکلونه، که څه هم چي، له تاریخي پلوه ډیر سخت بې اعتباره او بې اندازې زیاتي مبالغې پکښي سوي وي، خو کله کله د ریښتونو تاریخي پیښو یو څرک هم پکښي لګیږي. د مثال په ډول د کابل پاچا تغموس د کابل او بنو شهلان پر مځکو حکومت کوي؛ لس زره مشران یې تر لاس لاندي دي چي هر یو یې سل، په قلاوو احاطه سوي ښارونه، او سل قلاوي لري.(البته د نړۍ په تاریخ کي هیڅ امپراطور یو میلیون ښارونه او یو میلیون قلاوي نه دي درلودلي، خو د تغموس پاچا په باره کي دغه لویه مبالغه د اشکانیانو او کوشانیانو پر عظمت باندي یو دلالت کوي او ښایی په نکل کي د هغوی د پاچاهی قدرت اوعظمت مطلب وي) تغموس پاچا بیا هم خپل د قلمرو عالمان، نجوم ګران، ریاضي پوهان او جنتري جوړونکي را غواړي او له هغوی څخه پوښتنه کوي چي دی به کله د یوه زوی خاوند سي. هغوی ورته وایی چي ستا د زوی برخه یوازي د خراسان د باچا د لور په واده کولو کي ده او بس. تغموس پاچا خپل هوښیار وزیر عین زر ته وظیفه ورکوي چي د خراسان د پاچا بهروان څخه د هغه د لور په غوښتلو کي د ده وکالت ورکړي. او د خراسان پاچا ته پنځه لس سوه باره وریښم، قیمتي ډبري، مرغلري، یاقوت، او نور جواهرات، سره او سپین زر ورلیږي. د تغموس پاچا نکل د دونه بيځایه مبالغو او د هغه د زوی جهانشاه په مقابل کي د دونه زیاتو، بیځایه او نامعقولو مشکلاتو او خنډونو څخه ډک دی چي حلول یې غیرممکن دي. تغموس د هند پاچا کافید ته په جنګ کي ماته ورکوي او هغه د باج په ورکولو مجبوروي. خو کافید وروسته خپل نور راجه ګان ورسره ملګري کوي او د تغموس پاچا پر قلمرو باندي حمله کوي. دا جنګونه سړي ته د سبکتګین او جیاپال ترمنځ جنګونه ور په زړه کوي. البته د سبکتګین او جیاپال ترمنځ په دوهم جنګ کي هم جیاپال ماته خوري او ډیري زیاتي مځکي له لاسه ورکوي. وروسته د سلطان محمود سره په دریم جنګ کي هم ماتیږي او حتی سلطان محمود یې ژوندی نیسي او د غلامانو په بازار کي یې خرڅوي. خو د تغموس پاچا په نکل کي د هند پاچا کافید، د تغموس له پریشانۍ څخه، چي د خپل زوی جهانشاه د ورکیدلو له امله ورپیښه ده، استفاده کوي او کابل د یوه کال لپاره محاصره کوي. تر څو جهانشاه د دیوانو له لښکر سره پنځه ویشت کلنه فاصله په لسو ورځو کي وهي او د کافید پاچا پر هغو لښکرو باندي چي د ده  د پلار پایتخت یې محاصره کړی دی حمله کوي او د لښکرو سره یې وژني.
         په الف لیله و لیله کي، د ټولو مبالغو او خرافاتو سره سره، موږ ګورو چي تقریبا ټول نکلونه د خاصو اهدافو لپاره ترتیب سوي او لیکل سوي دي. په ټولو نکلونو کي د اسلام لښکر پر کفارو غالب دی. او د دې خبري علت دا دی چي دا نکلونه د اسلام د عظمت په وخت کي ترتیب سوي دي او که وروسته ترتیب سوي وي نو لږترلږه مسلمانانو ته خپل تیرعظمت ورپه زړه کوي او دا ورته ښیی چي ستونزي او مشکلات که هر څونه ډیر وي؛ د خدای تعالی او غیبي قواوو مرسته  له حق سره ملګرې ده او بری بالاخره د حق په برخه دی. له بلي خوا د الف لیله و لیله په ټولو نکلونو کي داسي نکل چنداني نه په سترګه کیږي چي په یوه او یا بل ډول دي د عربي ټولني، او یا شاوخوا ټولنو عقایدو، ټولنیزو شرایطو او یا تاریخ ته انعکاس نه وي ورکړه سوی. ځکه یې نو د عادي لوستونکو لپاره د سات تیري او د ژمي د اوږدو شپو تیرولو لپاره ښه وسیله او د فوکلور او انتروپولوجي د څیړونکو لپاره د معلوماتو یوه خزانه ده.
       د الف لیله و لیله نکلونه، که څه هم چي سینه پر سینه انتقال سوي اولسي نکلونه دي، او د تاریخ مسعودي په قول له هزار افسانه څخه ترجمه سوي او بیا وروسته، د پیړیو په جریان کي، اوښتي را اوښتي دي، خو په پای کي داسي ښکاري لکه ټول نکلونه چی د یوه لیکوال تر نظر تیر سوي او د یوه قلم څخه وتلي وي. که څه هم چي نکلونه، په تیره، د متن له مخي ډیر زیات توپیر سره لري خو عمومي هدف، چي د اسلام عظمت او د سُني عقیدې تبیلغ دی، په ټولو کی یو دی. په دې لړ کي « د ابوالحُسن او د هغه کنیزه توددود» په نوم یو داستان ډیر ښه مثال دی. دا نکل د شهرزاد د نکلونو په څلور سوه شپږدیرشمه شپه پیل کیږي او تر څلور سوه دوه شپیتمي شپې پوري دوام کوي. توددود یوه ښایسته څوارلس کلنه کنیزه ده چي د هغې ډیوالي سوی څښتن ابوالحُسن غواړي، د هغې په غوښتنه یې، پر خلیفه هارون الرشید باندي په زر دیناره خرڅه کړي. کله چي خلیفه د هغې د کمالاتو پوښتنه کوي نو دا ورته وایی چي قرآن شریف یې په یاد زده دی او په څو طریقو یې لوستلای سي. احادیث یې ټول زده دي، په فلسفه، منطق، ساینس، ریاضي، شعر، موسیقي، ګرامر، قضا او مروجه علومو کي ساری نه لري. خلیفه دي د خپل قلمرو ټول عالمان او پوهان ورته راغونډ کړي او له دې سره دي یې بحث ته کښینوي. خلیفه، په هر علم او فن کي، د خپل قلمرو تر ټولو لوی او مشهور عالمان ورته راغونډوي او نجلۍ د هغوی ټولو سوالونو ته سم جوابونه ورکوي، خو کله چي له هغوی څخه پوښتني کوي نو هغوی یې د یکي یوه سوال جواب نه لري. البته دا د یوې څوارلس کلني نجلۍ لپاره څه چي د یوه دوه سوه کلن عالم لپاره هم ممکنه نه ده چي په ټولو علومو کي دونه تبحر ولري چي هر سوال ته جواب ورکړي او د هغه د یوه سوال جواب له چا سره نه وي. خو په دې نکل کي، چی زیاتره د نکل نه بلکه د تبلیغ شکل لري، تقریبا ټول هغه مهم سوالونه مطرح سوي دي چي اهل السنت والجماعت ورسره مخا مخ کیدلای سي. په الف لیله و لیله کي بله داسي کیسه نسته، خو د کتاب نور ټول نکلونه په دغه روحیه ترتیب سوي دي. د نکلونو په ټول قلمرو کي، چي له افریقا څخه نیولې تر چین او تر اوبو لاندي د پیریانانو او شاپیریانو تر ښارونو او کوه کاف پوري رسیږي، د اسلام برتري ښودله سوې او حتی دیوان او پیریانان کلیمه وایی، او د خدای تعالی وحدانیت ته عقیده لري.
         د الف لیله و لیله د نکلونو د پیل لومړنی پراګراف وایی چي دا د پخوانیو نکلونه د اوسنیو خلکو د پند او عبرت لپاره لیکل سوي دي او د ټولو پیښو مثالونه د الف لیله و لیله په نکلونو کي را جمع سوي دي. خو څرنګه چي دا نکلونه د پاچاهانو او لویانو لپاره لیکل سوي دي، او له لومړي سره ګویا د یوه ساساني پاچا په کور کي ویل کیږي، نو په تقریبا ټولو نکلونو کي دا یو اصل په خورا احتیاط رعایت سوی دی چي پاچاهانو ، په تیره بیا عربو سلطانانو، ته د احترام په سترګه کتل کیږي. د ټولو پاچانو د عدالت صفتونه کیږي او که چیري کوم پاچا بیځایه ظلم کوي نو هم یې پړه د میرمني پر شیطانت او یا د وزیرانو او سلاکارانو پر شیطانت او بد نیتۍ اچوله کیږي. دا نکلونه، که څه هم، د عباسي خلیفه ګانو په زمانه کي ترتیب سوي او ښایی لیکل سوي وي خو نه یوازي د ټولو عباسي خلیفه ګانو، په تیره بیا هارون الرشید، نوم په ادب او احترام یادوي بلکه د اموي خلیفه ګانو له نومونو سره، چي عباسي خلیفه ګانو یې له نامه څخه کرکه کوله، هم ډیر له ډیر احتیاط څخه کار اخلي. ګواکي په ټولو نکلونو کي د « السلطان ظل الله فی الارض» اصل رعایت سوی او چنداني سرغړونه نه ده ورڅخه سوې.
   زردشتیانو او ایرانیانو ته، په تقریبا ټولو نکلونو کي، بې اعتمادي ښودله سوې ده. د حسن بصري په نکل کي، چي زیاتره د ځوانانو لپاره د پند او عبرت په نیت لیکل سوی تربیوي نکل دی، او ځوانانو ته ښیی چي د پلار څخه پاته سوی میراث بیځایه  مصرف نه کړي او د زمانې په بې وفا اشنایانو اعتماد ونه کړي، دا خبره په څرګنده توګه وینو. حسن بصري د خپل پلار د ورپاته سوي جایداد او پیسو د بیځایه لګولو او ډیوالي کیدلو څخه وروسته له یوه زرګر سره مزدور کیږي. یو ایرانی، چي زردشتي دین لري، حسن ته وایی چي هغه کیمیا ګر دی او کولای سي چي له مسو څخه زر ورته جوړ کړي او دا هنر هغه ته وښیی. خو د حسن مور ورته وایی اې زویه د خلکو له خبرو سره پام کوه. د هر چا خبره زړه ته مه اچوه. په تیره بیا له فارسیانو سره ډیر پام کوه. هغوی چالاک او چمباز دي. د کیمیاګرۍ په نوم خلک غولوي، د هغوی څخه پیسې اخلي او تباه کوي یې. د حسن بصري په نکل کي د هغه د مور نصیحتونه ټول ریشتیا خیژي او هغه سړی، چي په نکل کي د لعنتي ګبر بهرام په نوم اشاره ورته کیږي، پر مظلوم حسن بصري باندي ډیري سختي خوارۍ راولي. البته د الف لیله و لیله د تقریبا ټولو نکلونو د روحیې سره سم قسمت د مظلومانو په ګټه فیصله کوي او حسن بصري د ژوند د ټولو هستیو او شته منیو د ترلاسه کولو ترڅنګ له یوې ښایستې شاپیرۍ سره واده کوي، او د عمر تر پایه پوري یې نیکمرغي په برخه کیږي.
    د الف لیله و لیله په نکلونو کي، په اخلاقي اواجتماعي لحاظ، د بدبینۍ روحیه حاکمه ده او دا روحیه د شهریار او شاه زمان د لومړني نکل څخه نیولې بیا تر پایه پوري وینو. ډیر لږ کسان وي چي ریښتونی زړه سوی او ریښتونې مسلماني دي ولري. سړی باید د هر چا سره احتیاط وکړي. پاچاهان باید د ښځو او وزیرانو احتمالي شیطانتونو ته متوجه وي او خلک باید د حسودانو څخه هر وخت خطر احساس کړي او د ځان په فکر کي اوسي. کینه او حسد له ټولو هغو کسانو سره چي دنیا او دولت ولري، چي له پاچاهانو سره ښه او نیژدې اړیکي ولري او پاچاهان ورباندي مهربانه وي، چي ښایسته وي او یا ښایسته میرمن ولري او یا ښه علمیت ولري، کیږي. کینه او حسد هر وخت د انسان نیکمرغي په بدمرغي اړولای سي. خو بیا ګورو چي په تقریبا ټولو نکلونو کي دا روحیه تعقیب سوې ده چي څوک بل ته کوهی کیني پخپله پکښي لویږي. ګواکي حسد کونکي ته هم خبرداری ورکړه سوی دی چي د اسمان فیصله عادلانه ده او یو څوک سته چي د مظلومانو کسات واخلي.

 

پای
    
                     مأخذونه
۱:  مروج الذهب ومعادن الجوهر، علي بن حسین مسعودي. مترجم ابوالقاسم پاینده( چاپ هشتم تهران ۱۳۸۷)
۲: ترجمه تاریخ یمیني، به اهتمام ډاکټر جعفر شعار(چاپ سوم ۱۳۷۴ ) مرکز انتشارات علمي و فرهنګي، تهران
۳: قابوسنامه، عنصرالمعالي کیکاووس بن اسکندر بن قابوس بن وشمګیر بن زیار، به اهتمام غلام حسین یوسفي( تهران ۱۳۷۳)
۴: سیاستنامه( سیرالملوک) خواجه نظام الملک طوسي، به کوشش ډاکټر جعفر شعار( چاپ سوم تهران ۱۳۴۶)
۵: تاریخ فیروزشاهي، ضیاءالدین برني، ترجمه به اردو ډاکټر سید معین الحق( چاپ ۲۰۰۴ اپرمال لاهور)
۶: افسون شهریار، جلال ستاري( انتشارات توس، چاپ اول ۱۳۶۸)
۷: د ننګرهار نکلونه، غوټۍ خاوري. د افغانستان جمهوریت د علومو اکاډیمي. ۱۳۷۸
8: The Book of the Thousand Nights and a Night by Richard F. Burton
9: Encycloeaedia of Islam
10: Muslim Slave System in Medieval India, K.S Lal( New Delhi 1994)
11: The Folktale, Stith Thomson. University of California Press 1977
12: A Classical Dictionary of India, John Garrett. New Delhi 1999

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery