مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د روسيی او امريکا د قوم ګيری ستراتيژی افغانستان د خطرمخامخوی!!!

پاچا- کليفورنيا- امريکا



۹ جنوری ۲۰۱۴


Ethnocentric Russian and U.S. Strategies Imperil Afghanistan. Bruce G. Richardson.
د قدر وړ لوستونکو! ددغه پورتنی عنوان لاندی ليکنه د ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا په انګريزی ليکل شوی او د "لر او بر" په درنه ويبپاڼه کی په ۳۱ دسمبر ۲۰۱۳ خپره شویده. ما، ژباړن  افغانستان ته د راتلونکو چيلنجونو په اساس چی کورني او بهرني خاينان پکی ددی هيواد د تجزيه کولو پلانونه په نظر کی لری، پښتو ته اړه ولی ده. لوستلو او قضاوت ته يی ستاسو پاملرنه غواړم.
"د پښتنو پر ضد چی د بيلوالی کومه قومی او جغرافيوی دسيسه روانه ده دا چلوټه (مانوره) به د طالبانو عمليات لا نور هم په پورته بوځی. د (جارج.ژ) بش د اداری د هند سفير او د عراق لپاره استاځی، رابرټ بليک ول  داسی استدلال کوی" پداسی حال کی  چی د متحده ايالاتو جنګی پلان د طالبانو او د هغوي د پښتنو ملاتړو د زورد اوبه کولو څرک په اسمان کې هم  نه لګيږی، نو د متحده ايالاتو لپاره د افغانستان تقسيمول بهترينه پاليسی او ستراتيژی ده چی دا کار بايد د  قومونو د جدا والی پر بنسټ چی اصلی موخه يی د آمنيت راوستل دي په لاره واچول شی". د بليک ول د جداوالی دا طرحه عينآ د انګريزانو او تزاری روسيی د نولسمی (۱۹) پيړۍ د تجاربو سره ورته والی لری. ځينې ليکوونکي او خپروونکي دا د زړه سوی لاندی پټ ملاتړ د يو'ادبی لايسنس' په توګه تمرينوی او د نړۍ د ازاد خياله ژورنالستانو، مطبوعاتو ، ورځپاڼه  ليکونکو، مقاله ليکوونکو او سياستمدارانو لخوا دا اقدام د "لويی لوبی" په نوم نومول شويدی، د يوی دقيقی  محاسبی په اساس که څوک ددی پيسو د شړنګهار د انګازو څخه خوند اخلی، لکه څنګه چی تاريخ په ثبوت رسولی ددوی د اجرااتو دا مغرضانه او د تفرقی نه ډکه ستراتيژی به د ډيرو ناوړو او کــرکـجنو عــواقـبـوســـره مخــامـــخ شـــی. (وګورۍ: ۴-۶-۷-۸-۹).
 ۱

په دی اساس به طالبان يواځی سهيلی (جنوبی) سيمو ته لاسرسی (اجازه) ولری، او که چيری دا هڅه وکړی چی په شمال(شمالی ټلوالی) وبلوسيږی (يرغل) وکړی نو په هغه صورت کې به متحده ايالات په انتقامی ډول د خپلو ځانګړو ځواکونو پواسطه فرشی بمباريو او لويو مرګانی يرغلونو ته ادامه ورکوی. دا به ډيره  حيرانونکې وی چی هغه جنايات او بی حرمتی چی د پښتنی ټولنی په مقابل کۍ تر سره شويدي، يوه ورځ به متحده ايالات دا فکر وکړی چی پښتانه که په ظاهری صورت هر څومره ليری هم دي او د متحده ايالاتو په سروالۍ (رهبرۍ) د جګړی ملاتړ روان دی خو پښتانه به د هغو د حساب و کتاب غوښتنه يوه ورځ وکړي. تر هغه ځايه چی سفير بليک ول په تشويش کی دی  چی ګنی متحده ايالات به په جګړه کی طالبان کمزوري نکړي، دغه پوځونه چی د طالبانو په مقابل کی ولاړ دي دا بايد په فکر کی ونيسی چی طالبان هلته ژوند کوی او د افغانستان  يوه نه جلا کيدونکی برخه ده. يو ځل بيا د ويلو ده چی د متحده ايالاتو د مآموريت لاندی د ناتو مداخله، طالبان يی په مجموعی ډول د بهرنی يرغلګر اود ښکيلاکګر پوځی تهاجم په مقابل کی په نقش درلودلو اړولی دي، د سيمی د کار پوهانو له نظره ددی حملی انګيزه په عمومی ډول داسی ګڼل شوی چی د متحده ايالاتو د اداری لخواپه ښه غوره شوی جعلی او غلطو استخباراتی معلوماتو تورونه لګول شويدي. (وګورۍ: ۱۳)
د اجنبيانو لخوا په ۱۹ پيړۍ کی د قومونو د جداوالی ستراتيژی چی د شورويانو لخوا د ۱۹۸۱ کال د جګړی په وخت کی جوړه شوی وه يو ځل بيا راولاړه شوه. دا طرحه د کاسکيډ او کربوړی د عملياتو يو جز وو چی د شوروی اتحاد د رهبر لئونيد برژنيف او د شوروی د کی- جی- بی د پټی (مخفی) ستراتيژۍ يوه برخه وه، جوړه شوی  وه ،چی مقصد يی د تاجکو او ازبکو لږه کيو (اقليتونو) طرفدارو مليشو جوړول وو چی د سالنګ اکمالاتی لويه لار د شوروی د څلويښتم ځواک په مقابل کی د خپل قسم خوړلی دشمن حزب اسلامی پر ضد خدمت ته وهڅوی.(ګورۍ: ۱ـ۹ـ۱۰ـ۱۱ او ۱۲).

۲


بر علاوه ددی په بدل کی چی دغه لږه کي(اقليتونه)  چی د خپل عنعنوی پښتون دشمن سره په جګړه بوخت وو شوروی پوځ  به هغوي ته دپوځي مرستو برسيره  هغوي(دغه لږکيو.ژ) ته داسی ګټوري ژمني (وعدي) ورکولی چــی  شوروی اتحاد بـه د افغانستان لږه کي (اقليتونه) د شوروی د  مرکزی اسيا د جمهوريتونو سره ددوي د همکارۍ په اساس مدغم او يوځای کړي. نو په دی لحاظ د جمعيت (اسلامی.ژ) پوځی مشر احمد شاه مسعود ته دده ددغه مرستو او همکاريو په بدل کی د تاجکستان په راتلونکی رهبرۍ کی د لوی رول لوبولو وعدي ورکړل شوي، چی په نتيجه کی به 'لوی تاجکستان' وی. (احمد شاه مسعود.ژ) ته ددغه وعـدو ورکولو وروسته چی د افغانستان تاجکان  به پکی ونډه ولری، د کرملين د کاســکيــډ او کـربـوړی د پټ او مخفی نــوم لانــدی خــپل مــوافقت امــيز عمــليات په لاره واچــول. (وګورۍ: ۲-۱۰ـ۱۱ـ۱۲ او۱۳).
ايرک س. مارګوليس د هغه کتاب ليکونکی چی جايزه يی ګټلی، د امريکايانوراج، ښکيلاک  (تسلط) يا ازادی، د غرب او اسلامی نړۍ تر منځ د شخړو حل، چی په هغه کی ماسکو احمد شاه مسعود د 'لوی تاجکستان' د جوړولود رهبرۍ لپاره غوره کړی وو، چی د پخوانی شوروی د کی- جی-‌ بی لخوا له ډير پخوا څخه په نظر کی نيول شوی وو. ( وګورۍ: ۱۳ـ۱۷۸ مخونه/پاڼي).
د افغانستان د ټوټه ټوټه (تجزيی) کولو لپاره د روسانو او متحده ايالاتو د تبعيض نه ډک تدبير:
تالقان: د شوروی د (پخوانی.ژ) ولسمشرلئونيد برژنف د تير (پخوانی.ژ) ياد په تازه کولوسره چی د افغانستان د ټوټه کولو لپاره يی په ۱۹۸۱ کی  پلان په نظر کی نيولی وو، د ۲۰۰۳ کال د فبروری په مياشت کی د امريکا او روس په مالی مصرف په تالقان کی يو کنفرانس جوړ شوی وو چی مرحوم برهان الدين ربانی هم پکی ګډون کړی وو، چی په هغه وخت کی د افغانستان په اوو (۷) برخو ويشلو طرحه د فدراليزم په نوم وړاندی شوه، داسی ښکاريده لکه چی چرګه د هګيو په شاربلو کښينی. (وګورۍ: ۳ـ۱۰ـ۱۱ـ۱۲ او۱۳).


۳


د ( پخوانی ولسمشر.ژ) بش د پښتنو ضد اداری ددی کنفرانس لپاره مالی او د تګ راتګ (حمل و نقل) وسايل چی د يوراپور له مخی پنځه اويا (۷۵) ميليونه ډالر شول برابر کړل. په دی کنفرانس کی د شمالی ټلوالی ټولو غاړو (ګروپونو)  پداسی حال کی چی پخوانيو هميشه هر چيرته حاضرو کمونيست جنرالانو هم  ګډون کړی وو. د خبری رسنيو په قول په دی (کنفرانس.ژ) کی د امريکا لوړ پوړي مآمورين، د برتانيی پوځی او استخباراتی کارکوونکو برخه اخستی وه. همداراز د مزارشريف لپاره د امريکا منتخب ليږل شوی  جنرال کونسلر هم په دی غونډه کی ګډون کړی وو. د پردی تر شا دا کنفرانس د' پراخ بنسټه حکومت' څخه د دفاع په نوم جوړ شوی وو. پښتانه نماينده ګان په يو اړخيز او قصدی ډول په دی کنفرانس کی د ګډون څخه محروم کړل شوي وو. کله چی ځينی ژورنالستانو په کنفرانس کی د (پښتنو.ژ) پر ضد  دتبعيض نه ډک حالت او نه ګډون  په اړه پوښتني او توضيحات وغوښتل، د کنفرانس وياند وويل " څرنګه چی دپښتنو مؤقيعت په دی کنفرانس کی د همکارۍ نه کولو په اساس سختګير، مخل او ناسازګار وو، نو ځکه يی ګډون غير قابل قبول وو"  په نتيجه کی د کنفرانس د ګډون کوونکو لخوا د پښتنو پر ضد د لږه کيو (اقليتونو) لخوا د تهمت لګولو داسی استدلال وړاندی شو چی پښتانه د داسی يو پلان سره چی په هغه کی د قومونو په اساس د پولو په اوږدوالی کی د هيواد د تقسيمولو معيارونه وړاندی شوی وی مخالفت کوی.(وګورۍ: ۴ـ۶ـ۷ـ۸ـ۹ـ۱۲ او ۱۳).
د متحده ايالاتو او روسيی په ګډ همغاړيتوب (همکارۍ) ددی د تبعيض نه ډک پلان جزئيات په لاندی ډول دي:
ختيځ او سهيلی (جنوب) ختيځ ولايتونه: ننګرهار، لغمان، پکتيا، پکتيکا او خوست، د پښتونستان نوم غوره شويدی. قطبی (شمالی) ولايتونه: هزاره (هزاره جات.ژ)، شبرغان، فارياب، سمنګان او کندز، ته د ترکستان نوم غوره شويدیِ. مرکزی ولايتونه: باميان، غزنی او وردګ، ته د هزاره ستان نوم ورکړل شويدی. کندهار، زابل، ورزګان او هلمند د لوی کندهار په نوم سره تړل او يوځای شويدي. د هرات، غور، بادغيس او نيمروز ولايتونو ته د آريانا نوم غوره شويدی. قطبی (شمال) ختيځ ولايتونه، بدخشان، تخا ر او بغلان ته د خراسان نوم غوره شويدی. کاپيسا، کابل او لوګر ته د پامير نوم غوره شويدی. (وګورۍ: ۴ـ۵ـ۶ـ۷ـ۸ـ۱۰-۱۱ او ۱۳).
۴
د امريکايانو او روسانو دا طرحه (پلان) بدون د کوم مخالفت څخه په يو اواز قبول شو. (برهان الدين.ژ) ربانی چی د خپلو طرفدارو ماسکو ملګرو سره يو ځای څنګ په څنګ ناست وو، يو ځل يی بيا د افغانستان په اړه د بهرنيانو ددغه د تفرقی نه ډک پلان په حمايت کی چی پخوا د روسانو لخواجوړ (موډل) شوی وو خپل رضايت څرګند کړاو د هغی د عملی کولو لپاره يی د مالی مرستی غوښتنه وکړه. په نتيجه کی ددی ګروپ (د کنفرانس ګډون کوونکو.ژ) لخوا په افغانستان کی پښتون اکثريت قوم چی د واک بنسټ (فاونديشڼ) د احصائيی په اساس (٪۶۲.۷۳) دوه شپيته اعشاره دری اويا سلنه ښودل شوی او ثبت شوی  په مطلق اکثريت په يو اواز محروم کړل شول.(وګورۍ: ۶). 
بهرنی ځواکونه په حاضر وخت کی په دستجمعی ډول ددی هيواد (افغانستان.ژ) په  صحيح ډول د ويشلو په پلان باندی لګيا دي. خارجی قدرتونه د ډير پخوا څخه د يو لوی مشکل سره مخامخ دي چی څنګه د افغانستان  خلک په دی قانع کړي چی د هيواد ثروت چی طبعيی منابع دي استخراج کړي، چی البته په دی کار کی پښتانه په ډير شدت سره ددی کار خنډ ګرځيدلي دي. د پښتنو په اړه په افسانوی ډول  تاريخ  ثبت کړی چی د هر بهرنی يرغل په مقابل کی دوي ميړانه کړی او د خوشحالۍ جشنونه يی نيولي دي. نو په دی خاطرد متحده ايالاتو او روسيی لپاره ددی هيواد تقسيمولو ته په عالی درجه د اوليت حق ورکړل شويدی، چی په اخر کی ددوې (پښتنو) وسله وال مقاومت په ګونډو او ختم او هم په دوي کی د يووالی...اود ملی حاکميت افسانوی جذبه چی لا تراوسه پاتی ده له منځه يوسی.
ياداشتونه:
(۱) د(يو.ژ) پوځی قصه، (ليکونکی.ژ) مايجا ليپانن او يوری يورچنکو، ۱۹۹۴، ۱۱۳ـ۱۲۲ مخونه/پاڼې.
(۲) محددودی (پوځی.ژ) قطعي، بوريس ګروموف، ۱۹۹۴.
(۳) د ماسکو لاس (وهني.ژ) لئونيد شيبارشين، ۱۹۹۴.
(۴) افغانستان د حقايقو په لټه کی، د کاسکيډ عمليات، بروس ريچارډ سن،۵۹ـ۶۲ مخونه/پاڼي، ۲۰۰۹.
(۵) دغه پورته مطلب
۵

(۶) دعوت (ويبپاڼه.ژ)، ګڼي ۱۴۸ـ۱۴۹، مارچ/اپريل ۲۰۰۳، مخ/پاڼه، ۳.
(۷) فغانستان، د سولی په لټه (تلاش) کی، بروس ريچارډسن، ۲۰۰۹، مخونه/پاڼي. ۲۵۱ـ۲۵۲.
(۸) دعوت (ويبپاڼه.ژ)، ګڼي ۱۴۸ـ۱۴۹، مارچ/اپريل ۲۰۰۳، مخ/پاڼه، ۳.
(۹) شورويان د افغانستان دشمنان په غيږ کی نيسي (نازه وی.ژ). کرسچن ساينس مانيټور (ورځپاڼه. ژ) (ليکونکی.ژ) پاول جج کوين، ۱۹۸۸، مخونه/پاڼي. ۱ـ ۸ .
(۱۰)  پلاميا افګانه(افغان.ژ)، ای-ای. لياخوسکی، ۱۹۹۹، مخونه/پاڼي. ۴۸۵ـ۴۸۶.
(۱۱) 'د پنجشير زمری'، د(پخوانی) شوروی اتحاد د اطلاعاتو مديريت، سرمقاله شميره، ۱۸، (د مخونو/پاڼو شميري،۸۲۲/۸۳ـ۳ـ۵ـ۷۷، فونډ ۸۰، فيريچن ۱۴، لاسوند (سند)۷۷. د پروفيسر يان هلفنټ لخوا ژباړل شويدی، د هارورډ پوهنتون د سلواکی ژبو او ادبياتو څانګه.
(۱۲) د امريکايانو راج، آزادی يا ښکيلاک، د غرب او اسلامی نړۍ تر منځ د جګړی حل، ايرک س. مارګوليس، ۲۰۰۸، مخ/پاڼه ۱۹۶.
(۱۳) سر بيره پر دی چی د يونيکال (دتيلو او ګاوز کمپنۍ.ژ) دافغانستان څخه د انرجې د نلليکی ليږد، د قرارداد په سر د متحده ايالاتو او طالبانو مذاکرات د ناکامۍ سره مخامخ شول، نو په ځانګړی ډول د امريکا متحده ايالاتو او د تيلو د شرکتونو پاچاهانو ددی لپاره چی د کسپين د بحيری سرشاره انرجی پخپل کنټرول کی راولی او د افغانستان څخه يی د پاکستان د ګوادر بندر ته وليږدوی،د افغانستان لپاره يی د ټوټه ټوټه (تجزيه) کولو پلان په نظر کی ونيو. وګورۍ: د ګاز(انرجې.ژ) جنګ، د پردی تر شا حقايق د امريکا لخوا د افغانستان اشغال، (ليکونکی.ژ) ټيډ رال ۲۰۰۲، او د ترهګرۍ (ټروريزم) پر ضد د امريکا جنګ، (ليکونکی.ژ) ميخائيل چوسوفدوسکی، دوهم چاپ، ۲۰۰۵".
په ډير درنښت
پـــا چـــا
۶

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery