مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دخنزیرغوښه په اسلام اوساینس کي(۶)

 

۹ – دخنزيرپه غوښه کي ۱۶ ډوله جراثيم شتون لري:
ډاکترمحمدجعفرصاحب لیکي:
دخنزیرپه غوښه کي غوړشته، چې په ډیروخت سره هضمیږی، اوددې څخه علاوه دخنزیرپه غوښه کي ۱۶ ډوله جراثیم شتون لري، چې هریوئې مهلک دي، هغه کسان چې په (Tape worm) اخته دي داهغه کسان دي چې هغودخنزیرغوښه خوړلې وي اوله دې څخه (Trichiwella-inlesunal) ناروغې ومنځته راځي.
۱۰ – دخنزیرغوښه دداسی چاغښت سبب ګرځي چې بیایی درملنه ناشونې ده.
۱۱ – دخنزیرغوښه دحساسیت (الرجی) خارښت اودمعدې دزخم سبب ګرځي.
۱۲ – دخنزیرغوښه دسږودعفونیت سبب ګرځي، هغه ویجاړوی، له کاره ئې غورځوي، چې دادفیتوي چنجیانوله کبله رامنځته کيږی اوبیایی درملنه ناشونې ده.
۱۳ – دخنزیرغوښه دلیونتوب سبب کيږی:
نوی ساینسي څیړنوداثابته کړیده چې دخنزیرپه غوښه کي یوه خطرناکه ناروغی دفیتوي چنجیانوشتون دی، اوکله چې همداچنجیان وکلمو، بیازړه اودوینې له لاري واعصابوته ځان ورسوي نودلیونتوب سبب ګرځي.
۱۴ – دخنزیرغوښه دزړه ددورې اولوړفشارسبب ګرځي.
۱۵ – دخوګ غوښه ویتامینونه کموي:
دخنزیرغوښه چې وخوړل شي اودچنجیانولارواوانسان ته ورسیږی داپرکلموباندی پوره قبضه کوي نودبي ۱۲ (B12) ویتامین کموي چې دادکم خونۍ (Anemia) سبب ګیږی، چې داواعصابوته یوتکان دی، داپرمغزوباندی ډیرفشارراولی، چې داپخپله اعصابي لیونتوب اوپریشانۍ ته ښه راغلاست دي.
۱۶ – دخنزیرغوښه پوستکي تخریبوي:
یوډول چنجی چې دخنزیرپه غوښه کي شته دی هغه د(Trichinosis) دی داپه پخولوسره له منځه نه ځي، ددې لومړی اغیزې دادي داپوستکي تخریبوي اوپرپوستکي باندی یوډول دانې پیداکوي، کله چې داوکلموته ورسیږی نوپه دې ورځوکي داچنجی ټولې کلمې قبضه کوي هغه تخریشوي .
۱۷ – دخنزیر غوښه دردونه پیداکوي:
کله چې داچنجیان ټوله بدن قبضه کړی بیادعضلاتودردونه رامنځته کوي، چې له دې وروسته داچنجیان وټوله بدن اواعصابي نظام ته سرایت کوي، دزړه، دسږو اونورپه شمول.
۱۸ – داپه طب کي یومنلی اوکوټلی حقیقت دی چې په حیواناتوکي داسی ناروغۍ شته چې دانسان سره هیڅ تړاونلری ماسواله خنزیرڅخه، دایواځي خنزیردی چې دده دغوښودخوړولوله کبله دخنزیردبندونودردونه اورماتیزم وانسان ته انتقالیږی.
۱۹ – دخنزیرله غوښې څخه نفستنګې اوتبرکلوز(سیل) ناروغې پیداکيږی.
۲۰ – دخنزیرغوښه د(Trichia) دناروغۍ سبب ګرځي.
۲۱ – لکه څرنګه چې خنزیرتل ګنده اونجس شیان خورئ اوله همدې کبله رذیله خاصیتونه هم لری نودخنزیردغوښوپه خوړلوسره دارذیله ټول صفتونه وانسان ته انتقالیږی داځکه چې خنزیرتل دجراثیمواومکروبونوڅخه مالامال دی.
۲۲ – دخنزیردغوښې څخه سکروفولا(Scrofula) ناروغې پیداکيږی.
۲۳ – دخنزیردغوښوڅخه دسترګوهرډول ناروغیانې اوعمومی عفونت (Infection) پیداکيږی.
۲۴ – دخنزیرغوښه د(Erysipelas) دناروغۍ سبب ګرځي، داهغه ناروغې ده چې دادپوستکي لاندی نسجونویوه ساري ناروغې ده چې دپوستکي پاړسوب، سوروالی اوخارښت ئې ښکاره نښانې دي.
۲۵ – دخنزیرغوښه دجذام دناروغۍ (Leprosy) سبب ګرځي.
۲۶ – دخنزیرغوښه د(Biliousness) دناروغۍ سبب ګرځي، داناروغې دسردرد، دبغل درد عمومي درداوقبض څخه عبارت ده.
۲۷ – دخنزیرغوښه د(Consumption) دناروغۍ سبب ګرځي، چې دادبدن داستهالې څخه عبارت دي.
۲۸ – دخنزیرغوښه انزایمونه له منځه وړي.
۲۹ – دخنزیرغوښه دګردي چنجی (Round Worm) سبب ګرځي، لکه داسکارس (Ascaris) چنحی چې دهضمیې نظام خرابوي، اپنډیکس ومنځته راوړی اودژړي سبب ګرځي.
۳۰ – دخنزیرغوښه دچنکګ چنجی (Hook worm) سبب ګرځي، چي داچنجیان په عمومي ډول سره دوینې دکمښت، دپاړسوب، دزړه ددریدو، نس ناستی، محرقې اوپه عمومي ډول سره دفزیکي اوروانۍ کمزوری سبب ګرځي.
۳۱ – دخنزیرغوښه د(Schitosoma Japonicum) سبب ګرځي، داناروغې دانسان څخه وینه جاري کوي، انسان دکم خونۍ سره مخامخ کوي،اوټوله اعصابي نظام کمزوری کوي.
۳۲ – دخنزیرغوښه د(Paragomines Wetermaini) سبب ګرځي، په دې ناروغۍ کي دانسان سږی وینه کوی اودمرګ سبب ګرځي.
۳۳ – دخنزیرغوښه د(Paciolepsis Buski) سبب ګرځي، داناروغې هضمیه خرابوی، نس ناستی راولی اوپه عمومي ډول سره ټوله بدن پاړسوب کوي.
۳۴ – دخنزیرغوښه د(Clonorchis Sinensis) سبب ګرځي، داناروغۍ دینې دچنجی په وجه دینې عفونیت دی چې دصفراوي وني التهاب دي.
۳۵ – دخنزیرغوښه د (Metastrongylus Apri) ناروغۍ سبب ګرځي، داناروغې تنفسي سیستم له منځه وړي اوپه سږوکي چرک پیداکوي.
۳۶ – دخنزیرغوښه د(Giganthorinchus Gigas) ناروغۍسبب ګرځي، داناروغې وینه کموي اوهضمیه له منځه وړی.
۳۷ – دخنزیرغوښه د(Balatitidium Coli) ناروغۍسبب ګرځي، داناروغې دکلموالتهاب اودوینې اسهال ومنځته راوړي.
۳۸ – دخنزیرغوښه دسیل (Tuberculosis) دناروغۍ سبب ګرځي.
۳۹ – دخنزیرغوښه د(Fusiformis Necrofurus) ناروغۍ سبب ګرځي، ددې ناروغۍ درملنه ناشونې ده.
۴۰ – دخنزیرغوښه د(Salmonella Cholera Suis) ناروغۍ سبب ګرځي، چې داخپله یوډول کلوراده.
۴۱ – دخنزیرغوښه د (Bruceellosis) ناروغۍسبب ګرځي، چې داهم یوه ناعلاجه مزمنه ناروغې ده.
۴۲ – دخنزیرغوښه د(Small Pox) ناروغۍسبب ګرځي، چې داناروغې هم یوه وژونکي ساری ناروغې ده.
۴۳ – دخنزیرغوښه د(Japanese B-encepphalitis) ناروغۍ سبب ګرځي، چې دایو ډول التهاب دي.
۴۴ – دخنزیرغوښه د(Influenza) ناروغۍسبب ګرځي، چې ودې ته دخنزیروالګی هم وایی.
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه
 ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery