مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبیلې وپیژنئ !۱۲۴ - معروف خیل :

 
ډاکټر لطیف یاد 
 
معروف خیل له آره غلجي پښتانه دي او داحمدزیو دقبیلې یوه څانګه شمیرل کیږي او دسلیمانخیلو په لو یې قبیلې ور ګډیږي. معروف خیل دننګرهار ولایت په حصارک غلجايي او سره رود په ولسوالیو کې استوګنه لري .هغه معروف خیل چې دننګرهار ولایت دسره رود په ولسوالۍ کې ژوند کوي ددغې ولسوالۍ دباغوانیو په کلي کې اوسیږي .
دمعروف خیلو څانګې په لاندې ډول دي :
بادین خیل ، شکر خیل ،محمد خیل ،عبدالرحمن خیل ، سرکي خیل ،ګلوخیل ،جعفر خیل ،ظفر خیل محمد خیل ،با ټا خیل ،شهزاده خیل ، یار ګل خیل ، تنګي وال او لاج ګاړي .
د غلجي حصا رک په ولسوالۍ کې معروف خیل په لاند نیو کلیو کې میشته دي : یاغي بند ، علم کڅ ،محمدي ، ناصر خیل ،کولاله ، تري ، انګور تاک ،بهاولۍ ، راغه ، جوکان ،لاجیګړ ، سیاب علیا ، دوبي او محمد کلا کې .(۱)
دافغانستان نامتو ډیپلوماټ ، لیکوال او شاعر ارواښاد عبدالرحمن پژواک هم معروف خیل پښتون و.
-----------------------------------------------------------------
۱- لطیف یاد ، پښتنې قبیلې ، ۲۵۱ مخ ، دپيښور چا پ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery