مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دخنزیرغوښه په اسلام اوساینس کي(۷)

 

۴۵ – دخنزیرغوښه د(Protozoal Diseases) ناروغۍ سبب ګرځي، دادپروتوزواناروغیانې ډیرې خطرناکې دي که چیری دیوې میرمني ماشوم په ګیډه کي وي اوپه دې ناروغۍ اخته شی، نوډیرژرداماشوم له منځه وړي، داناروغیانې ړوندوالی، کوڼ والی اونوری مزمنی ناروغۍ هم ومنځته راوړي له دې څخه علاوه داناروغیانې ینه غټوي، اعصابوته تکان ورکوي اوکله هم دمرګ سبب ګرځي
 ۴۶ – داچې دخنزیرغوښه الله جل جلاله حرامه کړیده نوتراوسته ساینس پوهانوچې کومي تجربې ورباندی کړیدی نودائې په جرأت سره ویلی دی چې دخنزیردغوښوڅخه تر۱۰۰ زیاتي ناروغۍ پیداکيږی چې لاداپلټنې هم دوام لري.
ټول هغه محصولات چې دخنزیرله غوښه څخه پیداکيږ هغه هم ټول حرام دي چې زه ئې یوه بیلګه جلاتین بیانوم:
جلاتین (Gelatin, Gelatine) څه شی دی؟
 جلاتین (Gelatine) دلاتینی ژبې د(Gelatus) جلاتس څخه اخیستل شوی ده، چې معنایی ده جامد، غلیظ، اوسریښناکه دایوه جامده، ځلالرونکې ،. نازکه اوتقریبابې خونده ماده ده چې دڅارویودپوستکواوهډوکو له کولاجن (Collagen) پروتین څخه استحصالیږی، دغه ماده په عامه توګه دغذایی موادو، درملیزومحصولاتو، عکاسۍ اوآرایشي موادودجل ورکونکي په څیرکارول کيږی، هغه موادچې جلاتین لرونکي دی وهغوته جلاتنینوزپه نامه سره دی، جلاتین دکولاجن یوه غیررجعي هایدرولیزشوی بڼه ده، چې دمړوڅارویو لکه اسانو، غوایانو، ګامیښو، اوهمدارنګه له چرګانو اوخنزیرله هډوکو، پوستکو، انساجو،ښونګرو،غړواوکلموڅخه استخراج شوی کولاجن څخه لاسته راوړل کيږی.
جلاتین په نړۍ کي ۴۴٪سلنه دخنزیرڅخه، ۲۷٪ سلنه دنوروحیواناتوله هډوکوڅخه، ۲۸٪ سلنه دغوایی دکلمواوپوستکي څخه او۱٪ سلنه له نوروڅخه ولاسته راوړل کيږی.
په یوه بله سروې کي یی اندازه بل ډول ده، هغه داچې جلاتین دخنزیردهډوکو، پوستکي اونوروغړوڅخه ۷۰٪ سلنه، دغوایی ، غواګانو اوګامیښوله هډوکواوپوستکوڅخه ۳۴٪ سلنه اوپاته نورله نورووژل شووځناورڅخه ولاسته راځي.
دجلاتینواستعمال په نړیواله توګه سره داسی دی چې ۳۹٪ سلنه جلاتین غربی اروپااستعمالوی، ۲٪ جلاتین شرقی اروپا، ۲۰ ٪ سلنه شمالی امریکا، ۱۷٪سلنه لاتینه امریکااو۲۲٪ سلنه یی نوراستعمالوي.
جلاتین ۸۰٪ سلنه یی دامریکااواروپاڅخه ولاسته راځي، اوپاته ۲۰٪ سلنه یی اسیایی هیوادونه جوړوي،جلاتین په نړیواله توګه سره خپل وځانته شماره هم لری (E441/E442) دائې شمارې دي، کله پرشیانودجلاتین نوم نه وی لیکلی بیاداشماره یوه پری لیکلی وي.

تجارتی اشکال:
جلاتین عمدتادتجارت په بازارکي دورقو، دانواوپوډروپه بڼه سره پیداکيږی، په جهاني سطح یی کلنی تولیدات ۳۰۰۰۰۰ متریک ټنوته رسیږی جلاتین په پراخه پیمانه سره دغذایی موادودصنعت په ډګرکي استعمالیږی، لکه آیسکریم، مرباګاني، مستې، کوچ، مارګرین اوداسی نور... له جلاتین څخه دعصارولکه دمڼوعصاره اوالکولیک تخمراتو(شراب اوبیر) په تهیه کولوکي هم ورڅخه ګټه اخیستل کيږی.
جلاتین یوشی کلکوی، لکه په مستوکي دهغواستعمال، یوشی ښوی کوی، لکه په لوښوکي استعمال،یوشی صفاکوی، لکه په شرابوکي دجلاتینواستعمال، په جوسوکي اویانورمشروباتوکي، دماشومانودجیلی په نامه چې کومی خوږی شته په هغوکي استعمالیږی، په چاکلیټوکي استعمالیږی اوپه هغوخوږواوچاکلیټوکي چې جلاتین وی دهغوپرکڅوړی باندی یوه سره دمربع شکل وی اودشکل په منځ کي سورټکي وي، چې داوهغوخلکوته ښکاره پیغام دی چې غوښه نه خورئ اوسبزی خوړونکي وی چې دادحیواناتو محصول دی اوتاسی ورڅخه استفاده نشی کولای.له دې څخه علاوه دجوس (juice) په جوړولوکي هم مهم رول لري.
له دې څخه علاوه دښځوپه فیشن کي هم مهم رول لری، جلاتین په میکپ، لبشیرین، اوداسی نوردښځوپه دښکلاپه توکوکي په پوره ډول سره استعمالیږی.
جلاتین په فارمیسی صنایعوکي ددرملیزواشکالوپه جوړولواوهم دکپسولونودپوښونو لپاره ورڅخه کاراخیستل کيږی، داځکه جلاتین یوه بی خونده ماده ده اوښه تیریږی.
خوپه اسلامي نړۍ کي ځکه جلاتین نه استعمالیږی چې دجلاتینوزیاته برخه دخنزیرله هډوکو، کلمواوڅرمنې څخه تولیدیږي.
نوکله چې یوشی رانیول کيږی بایددهغه اجزاء وکتل شی اوپوره کوښښ وشی ترڅوله جلاتینوڅخه ډډه وشی، خنزیرنه یواځي په اسلام کي حرام دی بلکې په عیسایت کي هم حرام دی لکه مخکي چې ذکرشول اوهمدارنګه په یهودیت کي هم حرام دی، خودلته زه یواځي دامت مسلمه لپاره لیکنه کوم.
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه
 ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery