مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارواښادعبدالمحمدمموزی

الحاج نظرمحمدسلطانزی ځدراڼ

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه    -    داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي!

جرمني : شنبه‬ 05 اپریل 2014 - 16 وری 1393 

 
 ارواښادعبدالمحمدمموزی
زېږېدنه :  ۸/۵/۱۳۱۶  ل کال      (30. Juli 1937)
مړینه :    ۷ کب ۱۳۹۲ ل کال(26. .Feb..2014) 

څوک چې خادم وي دخپل ملک اودملت
وطن يې پس له مرګه په مدفن فخرکوي
(استادخادم)


دافغان ملي شخصیت ارواښادعبدالمحمدمموزی دڅلویښتی په یاد !‏
داپریل میاشتي په شپږمه نیټه ۲۰۱۴ زکال دارواښادمموزي صیب دمړیني څلویښتمه ورځ پوره کیږي خو لااوس هم دارواښاد دمړینې خبرډیر دوستان اووطنوال سخت ځوروي . په یقین سره ویلای شوچې ترډیرې مودې پورې به دویردغه غمجنه پېښه دزغم وړنه وي . لوی الله ج دې موږټولوته توفیق اوصبرپه نصیب کړي .
دافغانستان دپوهنې اوروزنې وزارت دپلټنې ریاست پخوانی ر‌ئیس لیکوال ، ملي اودینې شخصیت ارواښاد محترم عبدالمحمد مموزﺉ له ډیرې مودې دورپیښې شوې ناروغۍ له کبله دفیبروري په ۲۶ نیټه دآلمان دبن په ښار کې په حق ورسید .

انالله وانا الیه راجعون
ارواښادعبدالمحمدمموزی خپل روح د ارواحو څښتن ته وسپارله او له دې فاني نړۍ څخه یې دتل لپاره سترګې پټې کړې.‏
الله(ج) دې هغه نړۍ ورته ښایسته او ګل او ګلزار ه کړي. خو څرنګه چې موږ د الله په تقدیر ایمان لرو نو دتسلیم او رضا پرته بله چاره نه لرو.
دارواښادمموزی صیب دکورنۍ پاتی ټولوغړوته درب العالمین څخه دجمیل صبرغوښتونکی او مرحوم مموزی صیب ته فردوس جنت غواړم .دارواښاد جنازه دمیدان وردګو ولایت دنرخ په ولسوالۍ کی په خپله پلارنۍ هدیره کی  په ډیره درناوي سره خاوروته وسپارل شوه ،روح دی یي ښاد وي.
د ارواښاد مړینه د افغانستان د ژورنالستانو ،لیکوالانواودینې عالمانولپاره یوه ستره ضایعه ګڼم. دارواښاد مموزی صیب خدمتونه او ملي روحیه دښوونې اوروزنې په ساحه کې ټولو روڼ آندو افغانانو ته جوته ده. ارواښاد مموزﺉ صیب په هجرت او جلاوطنۍ کی هم دوطن په ناورین کې خپل ملې دریځ روښانه ساتلی وه. اوتل به يې ویل : (حب الوطن من الايمان)

 دیوه ملګري په صفت لاندې لیکنه دقلمي جهادوتلی ستوری ،داسلام دین سترعالم ، دهیواد ملي څېره ‏،دپښتو اودرې ژبېځلانده لیکوال، سرښیندلی  خپلواک ژونالیست ارواښادښاغلی عبدالمحمد مموزی دڅلویښتی په مناسبت لیکم . زه خپله لیکنه دارواښادپه ژوندلیک باندې پیل کوم. په دویمه برخه کې بیادارواښادپه شخصیت اوکرکټرباندې رڼااچوم. برسېره پردې به زماځینې خاطرې هم ورسره مل کړم.

دارواښاداندوژوند :
عبدالمحمدمموزی دعبدالعزیزخان زوی په  ۸/۵/۱۳۱۶  ل کال  (30. Juli 1937)   ،  دافغانستان  میدان وردګ  ولايت  د نرخ  ولسوالۍ څکا لي کلي په یوه متدینه،درنه ،نجیبه اوپه بې وزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي . په ۱۳۲۴ ل کال کې دفیض آبادپه ابتدايي ښونځۍ کې  داخیل شو.  د۱۹۴۲زکال څخه تر۱۹۴۸ زکال پورې ېې په نوموړې ښوونځۍ کې زده کړې ترسره کړې دې  . وروسته له هغې بیرته خپل کلي نرخ ته راستون شو . 
مموزي صیب د  (۱۹۵۲ زکال مارچ) په اخیرکې دکابل ښارعالي  لیسه په بریالیتوب سره ترسره کړه اوورپسې په ۱۳۳۶ زکال  د پغمان دشرعیاتوپه مسلکي لیسه (ابوهنیفه )کې په ازموینه کې بریالی شو. په ۱۹۶۳ لمریزکال کې دشرعیاتوپوهنتون څخه دليسانس شهادتنامې په اخیستلوبریالی شو. د  (۱۹۶۶زکال ) څخه تر (۱۹۷۲زکال) پورې  دتعلیم اوتربیې  په وزارت کې دترجمي اوتألیف ریاست  مقام کې په کاربخت وو. دکارپه نوموړې موده کې ده  لاندې کتابونه تأ لیف اوترجمه کړل :

۱-  دلیسونهم ټولګي لپاره دشرعیاتودرسي کتاب ،دښوونې اوروزنې وزارت له خواخپورشوی دی
۲- دکوچنیانولپاره تربیتي کیسې ،نوموړی کتاب دنړیوالې ورځي دنمانځني په مناسبت دښوونې اوروزنې وزارت له خواخپورشوی دی . نوموړی کتاب دویم ځل دالمان بن په  ښارکې  دافغانستان کلتوري ټولنې مرکز له خواچاپ شو.
۳-  دلیسودوولسم ټولګې شاګردانولپاره د شرعیاتودتدریس محتویاتوتغیراونوښتنه  
۴- دپیداګوژی مسلکې ښونځیولپاره دپښتودرسي کتاب ، دپيداګوژي لوړومسلکي ښوونځیو۱۳م او۱۴م ټولګې لپاره دپښتوژبې ستانداردکتاب 
 که څه هم دمموزي صیب دژوندپه موده کې دلیکل شووکتابونو،تیت شووپاڼو،سیاسې اوفرهنګي خپرونولړۍ دومره اوږده ده چې که مې غاړه بنده نه شي ، څوکتابونه به ورباندې ډک شي .  خودلته زه یوازې دهغوخپرونویادونه کوم  چې په پاکستان او المان کې خپرې شوې دي . په پاکستان کې یې په خپل مادې مټ رسالې چاپ کولې اوبیابه یی خلکوته ویشلې .
     
۱-  دروغ های شاخدار(کتاب ) چې په هغه کې دګوډاګي رژیم درواغ اودمجاهدملت رښتیابیان شوي دي .(دپاکستان رادیوپه دې اړوندتبصره کړې وه )
۲-   په افغانستان کې دروسانوجنایات ،ظلمونه ، چپاول او ناوړه عملونوباندې رڼااچول شوې ده
۳-  په افغانستان کې دوینې سیلاب : په دې کتاب کې دځاځیو،لوګر،وردک،میدان ،هزاره جات جهادي سنګرونواوپه سترګولیدلی حالات لیکل شوي دي .
۴-  نامه من :  دادهغې رسالي نوم دی چې په کابل کې دښونځیوقهرمانوانجونودروسانواودهغوی دمزدورانوپرضدمظاهروکړې اوشهیدانې شوی دي .
۵- څرنګه کولای شویووالۍ بیرته تقویه کړواوافغانستان بیرته ازادکړو. په دې کتاب کې داسلامې اتحادپه موردځینې مطالب اوغوره نظریی خپرې شوې دي .
 کله چې مموزی صیب په ۱۹۷۰ زکال کې المان ته راغی نويې په خپل مادې مټ لاندې رسالې چاپ کولې اوبیابه يي  خلکوته ویشلې .   
۱- دسهارخپرونه :
 دروسانوله شرمونکې تاریخي ماتې اوزمونږ له هیواد څخه دسرولښکروله  ماتې  اووتلووروسته یې هراړخیزحالا بیان کول .
 ۲- مستعاري خپرونې :
 دهغو کسانو په هکله خپرونې دي چې پخوايي په افغانستان کې خیانتونه  اوجنایتونه کړې او اوس بیادقدرت خوبونه وینې  اویادتیروخیانتونو اوظلمونودپټولولپاره هلې ځلې کوي اویادځینونورووګړوچې دجهادروپی يي غلا کړې دي .
۳-  دحق اخبار:
 نوموړې اخبار دده دکاکا مرحوم مولوي عبدالرحمن په نامه خپریده . په هغه کې دغازي امیرامان لله خان په پلوی سره رښتونې حالتونه بیان شوي دي .
۴- دتلې اخبار:
 نوموړی اخبار(په افغانستان کې دمساواتواوعدالت ټولنه )    دهغه پلارعبدالعزیزڅکالي سورخاني ترنوم لاندې چلیده   . په همدې اخبارکې مثبت اومنفي اړخونه دیوبل سره پرتله شوي دي 
۵-   دڅپې اخبار:
 دااخبار(دفدايي  مسلمانانوټولنه) دده  دکشرورور (مرحوم معلم شاه ولي ذرخولي ځوریدلی) په نامه چاپ اوویشل کیده .په نوموړي اخبارکې دافغانستان دخلکودقاتلانواوروسي مزدورانو،نومونه خپاره شوي دي .
۶-  دترګمی اخبار:
  دااخبار(دلوی افغانستان ټولنه) دده دمشرورور( جمعه ګل عزیزڅکاليکریم دادي) ترنوم خپریده .  په نوموړي اخبارکې دتاریخ په اوږدوکې دپښتنوزړه ورتوب اوقهرمانۍ په هکله مالومات خپورشوی دی  . همدارنګه دپښتنوپټ اوښکاره دښمنان په ګوته شوي دي اونورزیات رښتیامالومات پکې لیکل شوی دی .
۷-  دبهیراخبار:
دغه اخباردده دکاکا(بسم الله جوکولی ) ترنوم لاندي خپریدلو.   دنوموړي اخبارموخه داوه چې دارشیف دنده يې لرله . په دې ماناچې تاریخي اوورځني اسناداوخبرونه  به پکې خپریدل اوخوندي ساتل کیده .
۸-  دڅلی اخبار:
 په دې اخبارکې مالومات  دکارتوني په شکل سره خپریده . دااخباريې د مستعارنامه  (صدمرده يي) په نوم خپورکړ. 
۹-  دڅانګه اخبار:
کله چې دمموزوقوم  پاکستان ته مهاجرشو،  نو ده    ( دمموزو قومي اسلامې  اتحادیه) ترعنوان  لاندې دنوموړي اخبار بنسټ کیښود.  ددې اخبارمحتویات داوو چې   همدا اوس  خوراډیره  اړینه ده  ترڅو  په افغانستان کې پښتانه قومونه سره متحدشي . 
۱۰-   داتحاداسلامي اخبار: 
دوسله وال پاڅون په پیل کې ټولو مجاهدینوداهیله درلودله چې یورښتونی اتحادجوړکړي . داسې فکرکیده چې ښايي داتنظیم به دټولومجاهدینواومهاجرینوترمینځ داتحاداوپیوستون کړۍ ټینګې کړي .  نوموړی اخباردده دزوی (سیداحمدسرتیری نرخي ) ترمسئولیت اونوم لاندي خپریدلو. 
 اسلام اوعیسویت : 
ددې اخبارموخه داوه چې افغان ځوان نسل اوهمدارنګه دنوروهیوادونوخلک داسلام دین اوعیسوي دین داړیکو په اړوندمالومات ترلاسه کړي .  نوموړی اخبارپه الماني ژبه خپریدلو.
 زه په زغرنده ویلای شم چې دمموزي صیب  ټولې  ليکنې د افغانستان دملي ګټو، ملي ارزښتونو،خپلواکۍ ،ملي یووالی، دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ اوځلانده برخليک  په خاطر لیکل شوې دي .  

 


دارواښادسره تل پاتې خاطرې :
دپام وړیادونه :
دمځکې پر مخ ټول ولسونه دخپلو وتلوهيوادوالوپه برياو وياړي،هغوي نازوی اوتاريخوال هغه دتاريخ پاڼوته رسوي ‏ترڅودهيواد راتلونکي نسلونه دخپل هيواد دټولنيز،علمي اوفرهنگی برياواودهغوي له قهرمانانونه پوره ‏خبرتياترلاسه کړي .     ‏‎ 
خومتا سفانه زموږ په هيواد کي هرڅه دشخصې سمپتيو،اړېکو،حزبي ،سازماني،قومي اومنطقوي روابطوپر بنياد تاريخ پاڼوته سپارل کيږي اويادهغه کارنامې ديوه نسل نه تربل پوري رسېږي .
  موږپښتانه ولې په یوه داسې ناوړه فرهنګ کې راګیر یوچې نه دژوندیوملي اټلانواونه دمړوملي اټلانولمانځنه اوستاینه کوو؟
 دايوه پوښتنه ده چې ښايي موږ ټول يې په ذهن کې ولرو او کله نا کله خپلې شاوخوا ته هم وگورو چې زموږ ژوندي قهرمانان په کې څوک دي او د مېړانې او قهرمانۍ معيار لکه څنگه چې موږ ټول باور لرو يوازې د جگړو گټل نه بلکې په نورو برخو کې هم ښايي داسې کسان وي چې رښتينې او د وطن او ولس لپاره يې خدمتونه کړي وي او ملي ارزښتونه يې خوندي ساتلي وي.
دهیواد اوپه نړیواله کچه یوه داسې نه هیریدونکي څېره ارواښادعبدالمحمدمموزی دی .
دعلمی ،فرهنگي اوادبی شخصيتونونازول  همدارنګه د تاريخي وياړونو اوتاريخي ارزښتونوساتل یوه کړنلاره ده چې په تیره بیاپه پښتنوکې يې څرک نه لیدل کیږي . دایوڅرګندتریخ حقیقت دی چې پښتانه خپل اټلان دنوروقومونوپه پرتله نه دهغوی په ژوند اونه دهغوی په مرګ موده کې ستايي اوبیخي يي هیرکړي. دپښتنوپه هکله زمانظردادی چې په ژوندیوکې موښه سړی نه شته اوپه مړوکې موبدسړی نه شته .
بلخوا  په مړوپسې څوک بد نه وایې بلکې دوعاورته کوي اوبس  .  هرڅوک چې ومري نودژوندیولپاره په کارده چې ښايي  دغلطیوڅخه یې عبرت واخلي ترڅو بیرته تکرارنه شي .  په همدې اړونددالله (ج) امرپه لاندې کرښه کې لیکی دی :
الله تعالی (ج) فرمايي : مــړي په الله وسـپارﺉ که په الله ایمان لرﺉ ژوندیوته خدمت وکړﺉ .

 ارواښاد مموزی صیب  یوه داسې نه هیریدونکي څېره وه چې دهغه په هکله لیکل اوویل ډیردي . خوپه لنډه توګه به زه دیوه ‏ساینس پوه په توګه ځینې خاطرې ولیکم .  باید ووایم څرنګه چې زه یو حرفه یی لیکوال نه یم نو له دی امله زما لپاره ګرانه ده لکه هغسې چې ښایي د ارواښادمموزي دشخصیت اودژوند خاطرې پخپله لیکنه کې په وړ توګه معرفي کړم.
ارواښادمموزی صیب مالږڅه پینځه ویشت کاله پخوادویاناښاراطریش هیوادکې وپیژاند. دلږڅه بحث څخه وروسته پوه شوم چې زماهمفکره سړی مې پیداکړ. آن په دې توګه چې دوخت په تیریدوسره اشنايي په ملګرتیاورپسې په دوستي اوپه پایله کې په وروري واووښته . لږڅه هره اونۍ به موږدتلیفون له لار ې سیاسي ،فرهنګي اوشخصي مرکې تر سره کولې . خودومره په ډاډسره ویلای شم چې ارواښادمموزی صیب به تل د پښتنو په زړونو کې خاص ځای ولري . د ارواښادمموزی صیب هراړخیزه پېژندنه په لاندې ټکوکې بیان کوم:
۱-   ارواښادمموزی صیب ،دافغان ولس یووتلی فرهنګي شخصیت  ،د پښتو ژبې تکړه خدمتګار ،   اوپه وطن او خپلواكۍ  مین ملي مذهبي شخصيت وو .  ارواښادمموزی صیب تل د ولس په  چوپړ کي وو  اودخبروپر ځای یې کړه وړه خوښیږيده  اوپخپله به يې تل عملي ګامونه اخيستل   . دشعارورکولوپلوی نه وو . دبیلګې په توګه : ارواښادمموزی صیب په خپلوشخصي پيسوګڼ شمیرآزادې خپرونې چاپ  کړې دي . لکه ترګمی ،سهار،ګهیځ  اوډیرې نورې ...................
۲-   ارواښادمموزی صیب په ډیرو فرهنګي غونډو،فاتحو، کنفرانسونو کې ګډون کړی دی .   په کلتوري اوفرهنګي غونډوکې یې  تل فعاله برخه اخیستې ده اویايې پخپله  جوړې کړې دي . درسنیوله لارې يې خپل سیاسي ،فرهنګي نظریه په ډاګه اعلان کړي ده . لکه دبي بي سي رادیو، ازادی رادیو، دامریکاغږ رادیو ، داریاناافغانستان تلویزیون،پیام افغان تلویزیون، ملي تلویزیون ، اریانا تلویزیون اونور..........  . دهیواد په دفترونواوپوهنتونوکې يې  دپښتوژبې چلولوڅخه په کلکه دفاع  کړې ده .  د ارواښاد مموزی صیب  دریزداوو چې   دهیوادهرچارواکی داساسي قانون په رڼا کې ترهغه پورې مقررنه شی ترڅوچې دواړه رسمي ژبې یانې پښتوژبه اودرې ژبه یې زده نه وي .
۳-  ارواښاد مموزی صیب داسلام دین يو نامتو ديني عالم ؤ، او د دې څخه پرته د پوهي يوه خزانه وه، څرنګه چې ارواښاددشرعياتوپوهنځی څخه فارغ شوی وو، نود شريعت د قواعدو مجدد او د طريقت د قوانينو قانون جوړونكى بلل كېږي. داسلام بنسټیزآرونوپه عملي کولوکې به ېې تل دمشرانو احترام کولو اوپه کشرانوباندې به ېې مهرباني کوله. دژوندانه ټولې سیاسي،ټولنیزاوفرهنګي پېښې به يې دقرآن شریف په رڼاکې څیړلې.
۴- ارواښاد مموزی صیب  په ملګرتیاکې ډیروفاداراوپه وعده ټینګ سړی وو ،  خوراننګیالی ،سپین زړه ،خوښ طبیعته  اوصادق افغان وو ، زړه سون اوسوله غوښتونکی وو، دملي  روحیې  پالونکی وو ، دپښتوژبې ادب لیوال وو.
۵-  ارواښاد مموزی صیب  ملي ګټو ته ژمن شخصيت ووچې دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ اوځلانده برخليک لپاره يې پرلپسې هلې ځلې کړېدي.   دبیلګې په توګه :  دراتلونکي نسل دصحیح قضاوت  لپاره  دتاریخ یوډیرمستند رښتونی تاریخي سیاسي  کتاب لیکل شوی دی چې دارواښادیوه ډیره غټه لاس ته راوړنه يې په ګوته کولای شو. همدارنګه ارواښاد مموزی صیب دکوچنیانولپاره  (تربیتي قصي ) ترعنوان لاندې په پښتواودرې ژبه کتاب لیکلی دی . دلیکل شوومقالو،شعرونو،سیاسي اوادبي مضمونونوشمیرخودسلګونوڅخه هم اوړي .
۶- ارواښاد مموزی صیب  میلمه پال ، ننګیالی ، رښتونی  اودډګرسړی وو . سپینې خبرې به ېې کولي  .خودسیاسي بحث په وخت کې به دخپل هدف څخه  چاته نه تېرېده  ،چې داهم دیوه ځیږ پښتون ځانګړی خواص ګڼل کیږی .
یوه ورځ ارواښاد مموزی صیب  ماته لاندې شعرپه تلیفون کې زم زمه کړچې زماپه فکردهغه لپاره پخپله ښه  صدق کوي .   
میندې راوړي ډيرزامن ډيراولادونه
يویادوه پکې افلاطون یا سکندرشي
  (ارواښاد ګل پاچا الفت )
ارواښاد مموزی صیب یوه ورځ ما ته وویل چې   بې عمله عالم (مبارز) لکه یوړوند سړی دی چې څراغ یې په لاس کې وي اونورخلک ورڅخه ګټه پورته کوي خوهغه بې ګټې اوجاهل پاتې کیږي.
‏ ليکوالان ، شاعران، پوهان، اوقامي   مشران لکه  د یو قام او ملت سترګې (څراغ) ګڼل کیږي . که هرعالم ، شاعراوقومي مشر چې خپله پوهه عملي نه کړي ‏داسې مانالري لکه یوړوندسړی چې څراغ یې په لاس کې وي اوپخپله ورڅخه ګټه نه شي پورته کولای بلکې نورخلک دڅراغ رڼا په مرسته لاره پیداکوي .
۷- ارواښاد مموزی صیب په نادیموکراتیک اوضدملي دولت کې هیڅ کله دمقام هوس نه  درلود . دبیلګې په توګه استادربانې ارواښاد ته دوزارت مقام وړاندیزوکړ. خوصادق پښتون مموزي صیب په دې دلیل رد کړ چې هیواداشغال دی اودغلوحکومت سره ګډکارنه کوم . 
۸- د رسنیواهمیت :- 
که څه هم ارواښاد مموزی صیب دنوم اوشخصیت سره په ملي اونړیواله کچه ډیر خلک اشنادي  خو سره دهغې هم  دملي قامي مشرانو،عالمانو،پوهانونازول  د رسنیویوه ډیره اړینه برخه تشکیلوي . نوله دې کبله لازم دی چې ارواښاد مموزی صیب په هکله پراخې هلې ځلې وشي چې دهغه په هکله سیمینارجوړشي اودهغه خدمتونه یادشي . نوموړې کړنلاره دپښتنوعالمانودیادونې اولمانځني چلنلاره ژوندی ساتي.
دبیلګې په توګه که چېرته پخپله  محمد(ص)  اودهغه یارانوداسلام دین  لپاره ‏پراخ تبلیغ نه وای کړی کیدای شوه  چې داسلام دین دومره نه وای پراخ شوی اویاداچې په ټپه درېدلای وای . ځکه داسې اټکل کیږي چې دبشرپه تاریخ کې ‏ډیرپیغمبران تیرشوي دي خوموږورڅخه خبرنه یو. داځکه چې ورته لږتبلیغ شوی دی . همدارنګه که چېرته دمحمد(ص) لپاره د اصحابانواودرسول (ص) ‏دخپلویاروانوله خواپراخ تبلیغ نه وای شوی کیدای شوچې محمد(ص) دپیغمبرمقام  پټ پاتې شوی وای . دیادولووړده چې  الله (ج) دمحمد(ص) سره مرسته وکړه چې ‏دپیغمبری مقام ته ورسید .‏دبېلګې په توګه دپیغمبر نوح ع امت یوازي دڅلویښت کورنۍ څخه تشکیل شوی ووچې کشتی ته ورپورته شول. په داسې حا ل کې چې نن ورځ په نړۍ کې دمسلمانانوشمیردیونیم ملیاردوګړوڅخه هم اوړي.

دپښتوژبې علمي کیدنه:
ارواښاد مموزی صیب ماته  ویل  : په هرچاچې خپله مورګرانه وي نوبه په پښتوژبه لیکل ،لوستل اوخبرې کوي . پښتانه دپښتوسره اوپښتودپښتنوسره نه شليدونکې اړیکې لري . په بله وینا لازم اوملزوم دي .
په قران شریف کی راغلي دي .  آیه 77 سوره قصص : «لاتنس نصیبک من الدنیا».
مه هیروه هغه برخه (دنیا،شتمني ، ژبه ، غزت ) چې الله په دې نړی کې درکړی دی . ځکه مورنۍ ژبه پښتوده . هرڅوک چې په مورنۍ ژبه ویل لیکل اولوستل نه کوي نودامانالري چې  دموراحترام نه کوي . اودایوه ګناه ده . ارواښاد مموزی صیب مبارزه په دې لاره کې داده چې سمدلاسه باید  دهیوادپه ټولوپوهنتونونو، ښوونځیواورسمي دفتروکې دپښتوژبه وکارول شي . 
دارواښادیوډیرلوی ارمان داووچې دپښتوژبه علمي شي . یوازي هغه مهال دنړيوالوژبوسره څنګ په څنګ پرمختګ
کولای شي . نوموړې دنده یوازي کارپوهان پرمخ بوولای شي . همدالامل ووچې زه ېې دمسلکې کتابونودلیکلي لپاره وهڅولم. ارواښادپه دې هکله لاندې شعرماته زمزمه کړ.
که موږ دپښتوژبې  لرغوني تاریخ ته پام وکړو نو څرګندیږي چې په  پښتوژبه کې مسلکي ،شعري اویادنسرپه برخه کې کتابونه دنوروژبوپه پرتله یاداچې هیڅ شتون نه لري اویاخوډیرلږدي . دبیلګې په توګه دغه مطلب درحمن بابادلاندې شعرڅخه په جوته مالومیږي .
ماچې خال دستادوریځوترمنځ ولید   
نه بل هسې شان امام شته نه مهراب
یوکتاب هم په سړبن کې چاوه نه کړ   
بې رحمانه چې یې وکړداکتاب
 (رحمن بابا)
پاچــا خـان د يــو قوم  ســپکوالى او ورکــوالى د هغــه
پــه ژبــه کــې ګـوري اووايي:
چې کوم قوم ته خپله ژبـه سـپکه شـي نـو هغـه سـپک شـي او چـې
خپله ژبه ترې ورکه شي نو هغه هم ورک شي .
علامه محمود طرزي وايي:
يو ولس په ژبه او ژبه پـه ادبيـاتو ژونـدۍپاتې کېږي.
         
ارواښاد مموزی صیب نظریه وه چې نورپوهان يي هم په  دې لاره کې را وهڅول . دبیلګې په توګه ارواښاد ډاکټرکبیرستوری اوارواښادډاکټردرویزه اڅکزی هغه څوک ووچې دپښتوژبې په خدمت کې يې سرشیندنې کړي دي .
 ارواښاد مموزی صیب د پښتنو ترقي او پرمختګ يوازې د علم او پوهې په حاصلولو كې وینې . پښتانه بایدپه لوړتکنالوژي علم سمبال شي . هرپښتون بایدپه خپل مسلک کې په پښتوژبه کتابونه ولیکي ترڅوپښتوژبه یوه علمي ژبه وګرځي .

ماچې خال دستا دوریځوپـــــــه میان ولیـــــــــد
نه بل هسې رنګ امام شــته نـــــــــــه محراب
یو کتاب هم پـــــــــــه سړبـن کې چاونـــــــــه کړ                                         
بې رحمانـــــــــــه چې یـې وکړ داکــــــــتاب
(رحمن بابا)      
ارواښادیوهڅاند او نوښتګر ليكوال وو چې دا څه له پاسه دېرش كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي دي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده .
                                                                           
۹- دعالم اوعابد ترمنځ توپير:
   ارواښاد مموزی صیب عالم وو اوهم عابد.  نوموړي ماته یوه ورځ  وویل چې په حدیث شریف کې راغلي دي :
محمد (‏صلى الله عليه وسلم‎)  فرمایلی دي : (فضل العالم علی العابد کفضل القمر علی سائر النجوم لیلة البدر, وإن العلماء ورثة الانبیاء)   
 ژباړه :فضیلت دعالم پرعابدداسې دی لکه چې فضیلت دڅوارلسمې ورځې سپوږمی د اسمان په ستوروباندي وي . ځکه دڅوارلسمې ورځې سپوږمی رڼادستوروپه پرتله ډیره ده.  بلخواعالمان دانبیاوووارثان دی . دپام وړده چې عابدیواځې دخپل ځان لپاره عبادت کوي اوعالم هم دځان لپاره اوهم د ټول بشریت لپاره خدمت کوي .

۱۰- دلراوبرپښتون یووالی :
ارواښاد مموزی صیب په مزاج كې تل ناقراري لیدل کیده ، ددې وجه دا ده چې هغه د پښتون قام د سوكالۍ او وحدت خوبونه  لیدل، تردې حده پورې چې دډیرژورخفګا ن له امله ناروغ شو. ټولو قامي مشرانو، شاعرانو، اديبانو او عام اولس سره يې اوږدې اوږدې مركې کړې دي. د لرې او برې پښتونخوا له قام پرستو مشرانو سره یې د اړيکو سلسله ساتلې ده . دبېلګې په توګه د محمد افضل خان لالا ،ولي خان اوپاچاخان سره لیدنه کتنه دیادولوړده.
۱۱- ارواښاد صادق او سپین سپیڅلي سړي وو :
ارواښادمموزی صیب سپین سپیڅلي سړي وو ،(شف شف يې نه کولو)په هر مجلس کې دخپل فرهنګي نظراوسیاسي تګلارې څخه  په ډاګه دفاع کوله  اوپرته له الله ج څخه دهیڅ چاپروا يې هم  نه دلوده  . ماته یې یوه ورځ وویل :
 ډاکټره: هرواده ( عروسي)  ته ورځه ،خو دبل چااټن (سندرې) هلته مه کوه بلکې خپل اټن (سندرې) پکې  کوه .  
 ارواښادسپین سپیڅلی سړي وو . په دې اړوند دصوفي رحمن بابا لاندنی شعر واورئ:
خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک                               
په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک
هيڅ خندا مي له دي خلکو سره نشي                                          
ژاړه وي مي هغه تللي تللي خلک
نه پوهیږم چې دوی کومې خواته ولاړل   
لیدی نه شی هغه مالیدلي خلک
(رحمن بابا)
 ۱۲-   صبراوحوصله   :
ارواښاد مموزی صیب خپل نظر په ډیره حوصله اومستندودلایلوسره وړاندې کولو . که به مقابل سړی ورته ډیرجدي اوپه غوسه هم شوخو ارواښاد مموزی صیب به دخپل نظرڅخه نه اوښت  . ارواښادپه زغرنده اوجرئت سره د خپل سیاسي فکر څخه دفاع کوله .  ارواښاد مموزی صیب په مغزکې سیاسي تیوري پخه شوې وه . نوله دې کبله به يې دکبرپر ځای حوصله کوله . لکه یوه ونه چې  میوه ونیسي،پخه شي  اوبیایې څانګې ښکته ځوړندشي .
۱۳- نیکخواه :
ارواښاد مموزی صیب دهرچاپه هلکه ښه نیت درلود اونیکخواه سړی وو . دخوشحال خان خټک لاندې شعر دده په هکله صدق کوي .
چې دخلکونیکخواهي لرې په زړه کې                   
مبارک شه بادشاهي لرې په زړه کې
(خوشحال خان خټک)

۱۴- ډیرمیلمه پال پښتون وو :
 ارواښاد مموزی صیب به کومې پیسې چې په ډیره خواري سره  ګټلي،  تقرییاټولې په فرهنګي لاروچارو،  میلمستیاوواودآزادوخپرونوپه چاپولوکې مصرف کولې . یوعالم فیلسوف ویلي دی
 (هرڅوک چې دپيسوغلام وي نوپه خپله مبارزه کې  نه بریالی کیږي )
۱۵-  داولادونوروزنه :
ارواښاد مموزي صیب خپل  اولادونه په  اسلامي  ، پښتونولي اوافغاني   روحیه  روزلي دي . اسلامي روحیه داده چې دمشرانواحترام کوي اوپه کشرانومهرباني کوي . دخپل پلارسیاسي اوفرهنګي مبارزه پرمخ بیایي . په دې تړاوارواښا دنیلسن ماڼدیلا  دوینا یوه خبره یاده کړه . چي وايي « زما په اند دانسان شخصیت روزنه جوړوي، نه ذات او نسب«
۱۶- دعدم تشدد فلسفه :
ارواښاد مموزی صیب به ویل چې دقندهاریانوپه اصطلاح دعدم تشددپه تګلارې زماسر نه خلاص کیږي . ځکه زماپه فکردوه نیم سوه کاله کیږي چې په افعانستان کې یوملي حکومت نه شته  . داستادډاکترترکې په  یوه مقاله کې  چې په لراوبرویب پاڼه کې خپره شوې ده لیکي :
 په پشتنون قوم باندې فرهنګي یرغل اوفزیکي ترورپه ملي اونړیواله کچه دډیروکلونوراپدېخوا روان دی .
کله چې سیدجمال الدین افغان  په هندکې دانګریزپرضد خلکوته خبرې کولې نوهغوی په ژړاپیل وکړ. په دې ترځ کې سیدجمال الدین ورته په قهرشواووه یې ویل :تاسوفکرکوی  چې احمدشاه بابا هم په داژړاباندې ملکونه فتح کړیدي ؟
یومتل دی : (هلک چې وه نه ژاړی موریې تی نه ورکوي)
 تاریخ ښوولې ده چې حق چاته نه ورکول کیږي بلکې حق اخیستل کیږي. داسلام په تاریخ کې دتشدد اوهم دعدم تشددپېښې شتون لري .
دبېلګې په توګه دتشدد، سروال دادم ع زوی (قابیل) اودعدم تشددسروال دادم ع بل زوی (هابیل) دیادولووړدي. دهابیل اوقابیل دپلویانوترمنځ دژوندانه جګړه په خپل زوراوشورسره لاترننه پورې روانه پاتې ده. 
لا یضلمون ولاتضلمون    ..........  نه په چاظلم کوه اونه پرځان ظلم منه  .


۱۷-  ارواشادمموزي صیب فلسفه:
 دارواښادمموزي صیب فکر،فلسفه ،تګلاره،کړنلاره اوچلنلاره چې په پورته ۱۶ مادوکې بیان شوه په ډاګه کوي چې که څه هم ارواښادمموزي صیب پخپله اسلامي ملي فلسفه کې یوکوچنی ګام پورته کړی دی خودافغان ولس لپاره نوموړي فلسفه یوسترګام دی .  دارواښادمموزي صیب ګام دامریکايي استرونوت ارمسترونګ دګام سرره ورته پرتله کولای شو.
کله چې دنړۍ لومړي انسان نیل ارمسترونګ دژولي میاشتې په یوویشتمه نیټه   ۱۹۶۹ ع کال  د سپوږمی په سطحه باندې پښه کیښوه نويې دځمکې خلکوته لاندې پیغام راوستولو .

That’s one small step for a man, one giant step for mankind
 ژباړه : دادیوه انسان  لپاره (چې دمیاشتې په سطحه باندې قدم وهي)  یوکوچنی ګام دی  خود بشریت لپاره (په نړۍ کې) یوډیرلوي  ګام دی .
 

 

دارواښادسره وداع :
یوه ورځ دارواښادسره په خبرواخته وم اودکتاب دلیکولوپه اړوند مې ورڅخه پوښتنه وکړه. ارواښادپه ځواب کې راته وویل . زه غواړم چې فانې دنیاته ولاړشم . زه ډیرناروغ یم اواضافه هیڅ چاته زماګټه نه رسیږي . دخپل وس سره سم مې دهیوادلپاره علمي کارونه ترسره کړل . اوس زماقلم اوګوتې ستړې شوې دي . 
کله چې دارواښادمموزي صیب ناروغي په دومره زیاته کچه پرمخ ولاړه شوه چې زما سره يې دخبرواومرکوتوان نه درلود، نوماته يې داسپارښتنه وکړه چې دارواښادسره وداع وکړم. داځکه چې دهغه په وینا د الله ج پیغمبران هم تل ژوندي نه دي پاتې شوي . دبیلګې په توګه ارواښادپه دې اړوند دپیغمبر محمد ص دحجة الوداع کیسه په لاندې ډول بیان کړه.
دهجري لسم کال دذولقعدې په ۲۵ حضرت پیغمبرص له خپلوټولوبیبیانواو۱۲۰ زره مسلمانانوسره دحج په نیت مکې ته وخوځیدل اودذولحجې په څلورمه مکې ته ورسیدل. دحج مراسم اداشول ،حضرت محمدص (جبل رحمت) دعرفات پرغونډی پرخپله اوښه سپورشواولاندنۍ خطبه يې چې دیوې کړنلارې بڼه لري خلکوته واوروله.
یه خلکو: زما خبرې واورئ،ځکه نه پوهیږم چې بیابه زه دلته تاسې ووینم اوکه نه؟
یه خلکو: (ستاسې وینې اومالونه ددغې ورځې اودې میاشتې په څېرستاسوپریوبل حرام دي .....................................
ماتاسوته یوڅه پرېښودل که منګلې پرې کلکې کړئ،هیڅکله به بې لارې نه شئ اوهغه کتاب الله اودپیغمبرسنت دي،مسلمانان سره وروڼه دي ،پرته دهغه له رضانه دمسلمان هیڅ شی په بل مسلمان حلال نه دي.)
په همدغه ورځ لاندنی آیت نازل شو:

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِينًا
ژباړه: نن مې ستاسودین درته بشپړکړاوخپل نعمت مې پای ته ورساوه اواسلام مې ددین په صفت تاسوته غوره کړ.  
ارواښادمموزي صاحب ماته نوره دلاسه هم راکړه اوپه څنګ کې یې زه  دالله ج د امرمنلوپه لاره کې وهڅولم. دبیلګې په توګه هغه وویل :
دقران شریف  سورة  النساء ۴  اوآیت  ۸۷-‏ کې لیکل شوي دي :
 
ژباړه  : هرچېرته چې اوسئ تاسې وبه مومي تاسې لره مرګ اګرکه اوسئ تاسې په برجونو(کلاګانو،ماڼیو) ډیرولوړومحکمومضبوطوکړی شویوکې اوکه ورسیږي دوی (منافقان)  ته څه نیکي نووايي دوی (منافقان) دا (نیکي) له جانبه دالله ج ده اوکه ورسیږي دوی ته څه بدي (لکه قحط) نووايي دوی دا(بدي) له جانبه دستا(محمدص) ده .
دقرآن شریف په لومړي سورت الفاتحة (۱) اوشپږم آیت کې راغلي دي:
اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ(6) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ(7
ژباړه : وښیه مونږته لاره سمه لاره دهغوکسانوچې انعام کړی تاپرهغوباندې.
تفسیر: پرهغوکسانوچې انعام شوی دی څلورطایفې دي:
(۱) نبیین (۲) صدیقین (۳) شهداء (۴) صالحین.
زماپه اند ارواښادمموزی صاحب هم دصادقینواوهم دصالحینوپه ډله کې راځي . خویوالله ج ښه پوهیږي.
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ

لوی الله(ج)په قرآن کریم کې فرمایلي دی:
  (فإذا جا ء أجلهم لا يستاخرون ساعة ولا يستقدمون)
 ژباړه: چې د اجل مقرر وخت راورسیږي نه به ساعت مخکې شي او نه به وروسته شي.
مونږ عاجز بنده ګان بی له دې چې د خپلو عزیزانو په غم او فراق کې وژاړو او غمجن شو بل څه مو په وس نه دي پوره او دغه وروستی برخلیک به په ټاکلي وخت زمونږ د هر یو سره مخامخ کیږي.
لکه چې لوی الله(ج)په قرآن کریم کې فرمایلي دی:
(كل نفس ذائقة الموت وإنما توفون أجوركم يوم القيامة فمن زحزح عن النار وأدخل الجنة فقد فاز وما الحياة الدنيا إلا متاع لغرور ) (سوره آل عمران: آیه ۱۸۵ )
ژباړه: هرنفس لرونکی دمرگ څښونکی دی او بې له دی نه ده چې خپل مزد به ټول ورکړشي په ورځ دقیامت ،نو هرڅوک چې له دوزخ لرې وساتل شواوجنت ته یووړل شو هر آئينه خپل مراد ته ورسید اوددنیا ژونددیوې غولونکې گټې زیاد کوم شی نه دی.
پایله:
زړه مې ډير څه غواړي چې  دمموزي صیب د ژوند ليک  اوپښتوژبې ته دخدمت په تړاونورشیان هم وليکم . خو ريښتيا خبره دا ده چې اوس زما د زړه زور هم اوبه شوی دی . عمرمې اویاکاله څخه هم اووښتی اوژوندمې یوه خوله لانورپاتې دی.
سحرگه وه د نرگس لیمه لانده
څاڅکي څاڅکي یې له سترگو څڅېده
ما وې څه دي ښکلیه گله ولې ژاړې                   
ده وې ژوند مې دی یوه خوله خندېده
(نازوانا )
په پای کې باید ووایم څرنګه چې زه یو حرفه یی لیکوال نه یم نو له دی امله زما لپاره ګرانه ده لکه هغسې چې ښایي ارواښاد مموزي صیب  شخصیت  پخپله لیکنه کې په وړ توګه معرفي کړم خو دا په یقین او جرات سره ویلی شم چې ارواښاد یو د دستار او دشمار سړی وو الله (ج)دې پرې ورحمیږي. د خوشحال خټک په وینا:
چې دستار تړي بیشمار دي
 د دستار سړي په شمار دي
 ارواښاددمهاجرت په موده کې هم په کور کې وزګار کښې نه ناستود کتابونو د مطالعې او لیکنو کار یې تراخیره پورې جاری وساته. خو خبره دا ده چې مونږ انسانان په یو ډول د خپل وروستي برخلیک نه غافل یو او ډیر یي په اړه فکر نه کوو،رحمان بابا ویلي:
یودبل په غم نه نرم وي نه گرم
هم دهغه زده چی وریی شي په ځان
(پای)
 د ده ياد تل پاتې او خاِِطرې يی نه هيريدونکې او هميشنۍ دي.
موږ د ستر رب (ج) پيدايښت يو او ستر رب (ج) ته به ورځو.
روح دې ښاد وي.
په ډېر درنښت
په ګرده پښتني- افغاني مينه

    
اخذلیک :
 ۱- دقرآن کریم ترجمه اوتفسیرپه پښتوژبه کښې، رومبی جلداودویم جلد، چاپخانه دحرمیینوشریفینودخادم پادشاه فهددقرآن کریم دطباعت لپاره ، په پښتنوکې د(تفسیرکابلي) په نوم مشهوردی،ځای مدینه منوره،،کال ۱۴۱۴ هجري
۲-  : عبدالمحمدمموزي : زماقلمې جهاداومبارزه  ،۱۹۹۴ زکال ، داوکټوبرمیاشت دجرمني هیواد
۳- عبدالمحمدمموزي سره شخصي مرکې اومجلسونه
۴- د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيارلیکنه : دجهادپه هکله څو مهمي پوښتني او د هغو ځوابونه ، لراوبر Larawbar.com  2009-09-26
۵- دلراوبرپه ویبپاڼه  کې دغوره مضمونونو څخه ګټّه پورته شوې ده
۶- غوث خیبري ،پښتانه دبرهما،زردښت ،بودااواسلام په پېرونوکې
جرمنی ۲۰۰۵ کال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery