مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان: د سولی پر ضد جنايتونه!!! بروس ريچارډسن

ژباړه : پاچا – کليفورنيا – امريکا


۲۳ مارچ ۲۰۱۴

د قدر وړ لوستونکو د پورتنی سر خط لاندی ليکنه د افغانستان د خواخوږی ليکوال  ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په ۲۲نيټه د دعوت په معتبر ويبسايټ کی خپريدو ته سپارل شوی او ما د وخت د تقاضا په بنسټ په پښتو ژباړلی چی لوستلو ته يی تاسو ګران او په وطن مين هيوادوال رابولم.
"شيکاګو – ايلونويی:
د ۲۰۱۲ کال د مۍ په شلمه نيټه د (امريکا.ژ) د شيکاګو په ښار کی د افغانستان او عراق (امريکایې.ژ) جنګياليو د جنګ پر ضد مظاهره وکړه. د افغانستان او عراق جنګيالو هغه پټۍ او مدالونه چی ددوي د خدمتونو په بدل کی ورکړل شوي وو د اعتراض په توګه مسترد کړل، ددوي د وينا له مخی چی " دا جنګ په دروغو ولاړ دی چی له امله يی په زرهاوو بيګناه خلکو ژوند له لاسه ورکړ او هم هغه ميلياردونه ډالر چی په دي لاره کی لګول شوي بايد په دغو پيسو ودانيزي چاري لکه د لويو لارو جوړول،د روغتيايی خدمتونو برابرول، د ښوونځيو جوړول، بيا ابادولو او نورو لګيدلی وي خو په فاسدو کارونو ولګول شوي." مظاهره کوونکو د امريکايی جنګياليو په ډول په ښکاره ډول ويل چی په افغانستان او عراق کی د امريکا دا جګړه په اخلاقی، ستراتيژيکی او دفاعی لحاظ  د منلو وړ نه ده او ددغی جګړې د ډير ژر پای ته رسيدو غوښتنه يی کوله.


په ماليزيا کی د"خلکو د محکمی"  لخوا د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر جارج ډبليو بش، د هغه مرستيال ريچارډ (ډيک.ژ) چينی او د بش د اداری شپږ نورغړي په جنګی جرمونو متهم وګڼل شول. د خلکو محکمی(ټربيونل)،  نړيوالی جنګی محکمی او د ملګرو ملتونود ملی امنيت شورا ته ددغو په جنګی جرمونو تورنو کسانو د محاکمی څخه مخکی د مشورو لپاره او  محکمی ته د راښکلو په اړه لاسوندونه وسپارل شول. تورن کسان د بش د اداری پخوانی کارکوونکي لکه ريچارډ (ډک.ژ) چينی، د ولسمشر مرستيال، ډونالډ رمسفلډ، د دفاع وزير، البرټو ګونزالس، د ولسمشر پخوانی قانونی  مشاور، ډيوډ آډنګټن، د مرستيال ولسمشر (چينی.ژ) عمومی مشاور، جنرال جی بی، مرستيال څارنوال، او جان يو، د لوی څارنوال پخوانی مرستيال شامل دي.په دوي باندی  "د سولی پر ضد د جنايت، جنګ او تجاوز، د (جنګ.ژ) په اړه قانونی تفسير او شکنجی نا محدود تورونه لګول شويدي." د بش د اداری دا مقامات ددوي په نشتوالی (غياب) کی محاکمه شويدي. دا دويم ځل دی چی د 'خلکو د محکمی 'لخوا دوي  په غياب کی محاکمه کيږې. لومړۍ محکمه د 'روسل خلکو محکمه' وه چی په ۱۹۹۲ کی تشکيل شوی وه.
د امريکايی مقاماتو پر ضد جنګی تورونه د معمول مطابق له نظره غورځول شويدي. د استعماری زمانی څخه په مننه/شکر کولو چی ' زور قالب نلری' د رسنيو لنډ مهاله ذهنونو دغه جريان  له پامه غورځولې دی. نو په دی لحاظ دا پوره روښانه خبره ده چی د واشنګټن پوسټ د محافظه کاری ورځپاڼی چلوونکي/مديران د متحده ايالاتو جنګی جنايات په مشترک ډول د خلکو ذهنونه په غلطه تغذيه  او د لوستونکو څخه حقايق پټ ساتي. ددغومجازاتو غوښتنه چی د خلکو د محکمی لخوا په عدالت/محکمه کی وړاندې شوی د سختی مبارزی سره مخامخ ده. لکه چی د بش او اوباما ادارو په افغانستان او عراق کی د جنګی جنايتونو څخه  خپلو ځانونو ته مصؤنيت ورکړيدی نو ددوې محاکمه کول به تر يو وخته پوری توپير ولری او يا به هم تر هغه پوری شاته واچول شی چی ترڅو پوری ددي تورنو کسانو په اړه د نړيوالی محکمی لخوا د مسافرت د څلورمی مادی په اساس د نيولو د برخليک سره مخامخ شيِ.

پروفيسور فرانسيس ای. بويل چی د (امريکا.ژ) د ايلينوی د پوهنتون يوه وتلی څيره ده په وينا چی وايی هغه جنګی جنايات چی د امريکا په مشرۍ د ناټو پوځونو تر سره کړيدي د اوباما اداری په افغانستان کی د غير قانونی شکنجو چی په کور دننه او نړيواله اندازه تر سره کيږی تيری کړی او هيڅ پای ته نه دې رسيدلي، او په هغه اندازه دوام لرې لکه چی د بش په وخت کی رواني وي چی دا پخپله د نړيوالو قوانيو څخه په ښکاره سر غړونه ده. د بش او اوباما دواړو ادارو د يو رقابت په ډول د نړيوالو قوانيونو څخه لکه د نړيوالی جګړی په وخت کی چی متفقينو(اتحادی.ژ) ځواکونو په محوری ځواکونو باندی بريا حاصله او ورپسی همدغو متففقيو نړيواله محکمه دايره او د محوری ځواکونو غړې يی محاکمه، زندانی او د جګړی په پای کی يی په سزا ورسول، سر غړونې کړيدي.
جنګی جنايات، لنډيز:
د فبرورۍ په ۲۹ کال ۱۹۹۲، د جنګی جنايتونود نړيوالی محکمی ټربيونل جوړ شو، چی ولسمشر هربرټ ډبليو بش (اوباما څخه د مخکنی ولسمشر بش پلار.ژ)، د ولسمشر مرستيال ډنفورډ کويل، د دفاع وزير ريچارډ (ډک.ژ) چينی، جنرال نورمان شوارزکوف  د فارس خليج په جګړه کی دملګرو هيوادونود ځواکونو عمومی قوماندان او نور په نولسو (۱۹) فقرو کی په جنګی جرمونو کی په لاس لرلو بدون له شکه تورن وګڼل شول. په دی ډله کی د سولی پر ضد د عراق پر خلاف د امريکا د متحده ايالتونو تحريک کوونکي جنګی اقدامات چی د جنيوا د ۱۹۴۹ کال د ۵۱.۴ مادی چی په ۱۹۷۷ کال پــه لــــومــــړی (۱) پروتوکول کی ضميمه دي ښکاره سر غړونه ده، چی په هغه کی بمباری کول، د عسکری ځواک څخه د حد نه زيات کار اخستل، ډله ايزه وژنه چی د پروتوکول په ۵۶ ماده کی يی ذکر شويدی سرغړونه ده، همدا راز په تاسيساتو باندی د خطرناکو موادو استعمال او ويجاړونه چی د بشر پر ضد د جنايتونو قصدی عمل دی، د عراق عام وګړي د څکلود اوبو، طبی اسانتياوو، خوراکې موادو او د ژوند د نورو اړتياوو څخه محرومول چی بشری ضد کار دی سرغړونه ده ( منابع: د جنګی جنايتونو په اړه قضاوت،  نړيوال سياسی عدالت (ښاغلی.ژ) يويس بيګ بيډر، او د جنګ قانونی لاسوندونه (اسناد)،( ښاغلو.ژ) آدم رابرټ او ريچارډ ګويلف، ۱۹۸۹).

د جنګی جنايتونو د قضايی دعوی په انتظار:
په دی اخرو ورځو کی قانون پوهانو د جارج ډبليو بش او اوباما په ادارو باندی په افغانستان کی د نړيوالو قوانيونو څخه د سر غړونو يو بل ته مشابه (ورته) تورونه ثبت کړيدې. په اوسنی وخت کی نړيوالو قانون پوهانو او د قانون زده کړه ليانو (محصلينو) په بارک اوباما باندی د يو " منصفه جلاد قاضی" چی د متحده ايالتونو د جنګی جنايتونو څخه ملاتړ کوی تور پوری کړی چی نړيوال قوانين او کنوانسينونو د تړونونو څخه چی متحده ايالتونو لاسليک کړيدي او بايد چی هغو ته متعهد واوسی، سر غړونه او په هغو باندی سترګي پټي کړيدي. په دی اخرو کی د ازادۍ په نوم يوی مؤسسی چی (ښاغلی.ژ) سکدانوف ليکلی،  'متحده ايالتونو د (۱۷۰۸ څخه تر ۲۰۱۲پوری) يعنی کله چی ۲۳۷ کاله پخوا په وجود راغٰلی، ۲۴۰ ځلي يا په جګړه کی او يا د جګړی لپاره تياری نيول د خپلو قربانيانو(وژلو) په لټه کی سرغړوني کړيدي'.
په حاضر وخت کی دا د امکان څخه ليری بريښی چی نړيواله محکمه وکولی شی  په افغانستان کی  جنګي سرغړونکي (ناقضين) چی متحده ايالات او د هغه ملګري هيوادونه دي، نړيوالی محکمی ته راکاږي خو دا کار هغه وخت کيدی شی چی کله دوي نورو هيوادونو ته په نړيوال سفر ځې په نخښه کړې، امکان لری چی نړيوالی محکمی ته د محاکمی لپاره ودرول شی. د داسی حکم صادرول چی په هغه کی ددغو ککړو اشخاصو چی په عسکری  مداخلو تورن او يا هم د متحده ايالاتو لخوا اقتصادی بنديزونه لګول شوي په غيابت کی ددوي  نيول شا مل وی، سختی مبارزی ته اړتيا ليدل کيږی، نو په دی اړه د احتمالی مجازاتو څخه د ويری په خاطر د نړيوال سفر په وخت کی  ډير د احتياط څخه کار اخلی.


د کی- جـی- ‌ بی يو کار کونکی (مآمور) چی په افغانستان کی يی کار کړی وو خپل ژوند پخپله واخست (ځان وژنه يی وکړه):
لئونيد شبارشين چی د کی - جی- بی مآمور او د 'ماسکو لاس' (۱۹۹۲) کتاب ليکونکی وو، ځان وژنه وکړه او دا اصطلاح يی وکاروله چی ' زما مرګ ډيــر سـوالـونه بــی جــوابــه پری ايښي دي'. د هغه کتاب ډېرې خاطری لری چی د کی- جی- بی د افغانستان - شوروی د ۱۹۷۹-۱۹۸۹کلنو پټي لاسوهنی په ډير دقت او جزئياتو سره چی په لومړی سر کی د شوروی د متقاعد شويو عاليرتبه مآمورينو ياداشتونه چی د احمد شاه مسعود سره په همکارۍ او ملګرتيا ولاړ دي بربنډوې. دی ليکونکی پخپل دغه کتاب کی د نورو کتاب ليکوونکو لپاره د شوروی د څلويښتم لمبر (۴۰) ځواک  او دهغوي سره د احمد شاه مسعود د اړيکو په اړه پوره څيړني کړيدي چی څنګه هغه (احمد شاه مسعود.ژ) دا تلاش او وسواس درلود چی د يو تاجک تبار په توګه د لويی تاجکستان رهبری په غاړه واخلی ،مشغول وو.
په دی د پام وړ معلوماتو کی چی شبارشين د افغانستان د تجزيی په اړه د شوروی اتحاد ستراتيژی چی څنګه (جهادی.ژ) مقاومت کمزوری کړی په ښکاره بيان کړيدی. د افغانستان د تجزيی دغه پټو عملياتو ته په ترتيب سره د " کاسکيډ او کربوړی" نومونه ټاکل شوي وو. شوروی اتحاد داسی نيت درلود چی د افغانستان مقاومت د قومــونــو/مـلـيـتـونو په اســاس   کمزوری او هيواد تجزيی ته لار برابره کړی. په دی اړه داسی پټ پلان په نظر کی نيول شوی وو چی د شمال لږکيو/اقليتونو ته مالی او نظامی مرستي برابری کړی چی په دی کار خپلې طرفداری مليشي د پښتنو ډيرکيو/اکثريت په مقابل کی منظمی کړي. ددوي (شورويانو.ژ) دا ستراتيژی عينآ د لويی برتانيی د نولسمی پيړۍ ستراتيژۍ ته ورته وه، چی په اوسنی وخت کــی ددغی ستراتيژی مسالی څخه (چی د پخــولو په وخت کــی په ديــګ کــی استعماليږی.ژ)  د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه پخپله نفع کار اخلی.


د (ښاغلی.ژ) بروس ريچارډسن ياداشتونه:
حقوقی تفسير:
ددی کتاب په متن " د سولی پر ضد جنايات" په افغانستان کی د متحده ايالاتو د جناياتوپه اړه د محاکمی غوښتنه شويده:
شپږ (۶) مقالي، الف، ب، پ:
د سولی پر ضد جنايات: د جنګ لپاره پلان نيول، تياری نيول، يو تهاجم په لاره اچول يا لاره جوړول، په جګړه کی د نړيوالو تړونونو څخه تيری، قراردادونه  او يا موافقي کول، يا د يوی ګډی طرحی جوړول او يا هم په مشترک ډول د يوی دسيسی د اجرا کولو لپاره لاره هوارول شامل دي.
وګورۍ (۹۴۶ د نورمبرګ محاکمه)
 (الف،ب) جنګی جنايات: يعنی د جګړی د قوانينو او ادابو څخه تيری کول: دا تيري او تجاوزونه چی لا محدود دي لکه، وژنه، په زور شړل او د غلامۍ کارونو ته اړ ايستل، او که يا هم په بله هره بڼه وي، ددوي  ټاټوبی او هيواد په زور اشغالول، د جنګی بنديانووژل يا ناړوه سلوک، د يرغملو وژل، د شخصی او وګړنيزو (عامه.ژ) اموالو لوټل، د کليو، بانډو او ښارونو ورانول، او يا نوري ويجاړتياوی چی په عسکری عملياتو کی ورته اړتيا او ضرورت نه وی د جنګی جناياتو په ټوله (جمله.ژ) کی راتلای شی.
(ب،پ) د بشر پر ضد جنايات: يعنی، وژل، پو پنا کول (محوه کول)، په اسارت نيول، شړل (تبعيد.ژ) او ټول هغه غير انسانی اقدامات چی د غير نظامی خلکو په مقابل کی د جنګ څخه مخکی او يا د جنګ په وخت کی د هغوي د ازار او اذيت په منظور د سياسی، نژادی او يا مذهبی او يا هم هرجنايتی دليل په موخه تر سره کيږی اوکه يا هم د هيواد د کورنيو جګړو په وخت کی د تيری او تجاوز مرتکبين وي، ددی قضايی محکمی په حدودو کی راځی. (منبع: د جګړی د قوانيو لاسوندونه/اسناد چی د (ښاغلو.ژ) آدم رابرټ او ريچارډ ګويلف لخوا ورباندی کره کتنه شوی، دوهم چاپ، کال ۱۹۸۹، پاڼه/صفحه ۱۵۵).

د افغان/شوروی جګړی اقتباسونه:
ای.ای. ليخافسکی: 'پلاميا افګانه'، ماسکو، ۱۹۹۹، پاڼي.۴۸۵-۴۸۶، ترجمه: د سړی جګړی پروژه، واشنګټن،ډی.سی، د( ښاغلو.ژ) ګيری ګلبرګ او بروس جی. ريچارډسن لخوا: د 'افغانستان د تړون ډلي'، آپريل ۲۰۱۲، د منځنی ختيځ انسټيټوت، جنوری ۲۰۱۴.
بوريس وی. ګروموف:' محدود ځواک (قواوي)' ماسکو:د سينټ پيټرسبرګ پوهنتون چاپخانه (مطبعه)،۱۹۹۷، د سلواکی ژبو او ادبياتو څانګۀ (ډيپارټمنټ)، هارورډ پوهنتون، څلويښتمه پاڼه، د استخباراتی اداری عمومی لوی مرکز، د شوروی جمهوريتونو مسلح ځواک. د پنجشير زمری، اتلسمه (۱۸) ګڼه،( شميري. ۸۸۲/۸۳-۳-۵-۷۷، ضميمه ۸۰، پيريچن ۱۴، لاسوند (سند) ۷۷). ژباړه: ايلن کريټوا، د ماسکو د معلوماتو مرکز.
لئونيد شبارشين: د 'ماسکو لاس' ماسکو،: د پراګرس چاپخانه (مطبعه)، ۱۹۹۲، پاڼي ۱۷۷-۲۱۴. ژباړه: پروفيسر ايان هلفنر، د سلواکی ژبو او ادبياتو څانګه، هارډور پوهنتون.
ډاکټر نبی مصداق، 'سياسی کمزورتيا او خارجی مداخله'، ۲۰۰۶، پاڼي. ۹۰، ۱۴۵، ۱۴۷-۱۵۰، ۱۶۲، ۱۶۷، ۱۷۱، ۱۸۱- ۱۹۲، ۱۹۶، ۲۰۶-۲۱۲، ۲۱۹، ۲۳۱-۲۳۲، ۲۴۰، ۲۵۰.
' د تروريزم پر ضد د امريکا جګړه' اقتباسونه:
دا جګړه ټګی (تقلب) دی، (ښاغلی.ژ) جان پيلګر، ډيلی ميرر(ورځپاڼه.ژ) اکتوبر۲۹ نيټه، کال ۲۰۰۱.
د 'تيلو جګړه' (ښاغلی .ژ) جم کوګان، لاس انجلس ويکلی، ۳۰ نومبر- ۶ ډسمبر کال ۲۰۰۱.
د'تيلو متحده ايالات'، (ښاغلی.ژ) ډيمن کاولی،:سالم.کام، ۱۹ نومبر کال ۲۰۰۱.
' پر طالبانو د متحده ايالاتو د يرغل (حملی) پلان'، (ښاغلی) جارج آرنی: بی- بی- سی-، ۱۸ سپټمبر ۲۰۰۱.
د 'تروريزم پر ضد د امريکا جګړه' (ښاغلی.ژ) ميخائيل چوډوفسکی:، دوهم چاپ، ۲۰۰۵، پاڼي. ۸۰-۸۱.
' متحده ايالاتو په ۲۳۷ کلنو کی ۲۴۰ ځله د عسکری زور څخه کار اخستی دی'، (ښاغلی.ژ) يوری سکډانوف، ۱۷۹۸- ۲۰۱۲، فريډم فنډ، د جنورۍ شلمه، ۲۰۱۴."

په ډير درنښت
پــا چــا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery