مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هله تسله شوه

خوشال کونړی مزاروال

د مازیګر  لمر ورو ورو خپله لمن ځان پسې راټولوله، او د ښکلي کابل  د ګردچاپېرو پرتو غرونو څېره  يې هم  اړولې وه. خو د لمر سترګې  لا د اوچت اسمان په لويديځه څنډه کې خپلې وړانگې همداسې شيندلې چې ناڅاپه د میوند واټ په  سړک  د وینو رود په څپو شو، او ورسره سم د غرونو په سر د راسواره  آسمان نمجنې لمنې سرې واوښتې. منډې شوې او د اوترو  لارویو نارې سورې شوې:
ـ ژرکوئ، مرسته وکړئ !
گڼو خلکو کوښښ کاوه چې  ټپي شوې تورسرې ته ځان ورسوي او مرسته وکړي. خو ناڅاپه د یوه له خولې بې درېغه چيغه راووته:
داخو څړیکه ده!
ـ د څړیکې د نوم په اورېدو سره مې د زړه دربا او ګړبا نوره هم  زیاته شوه. په دې لټون کې شوم چې څرنګه ځان ورنږدې کړم. هڅه مې وکړه ، د لېونو په څېر مې یو او بل اخوا  کړل، او راښکودل ،  چې په دې کې مې سترګې په څړیکې ولګېدې.
هغه د یوه دردوونکي اکر په تلي کې وه، لاسونه یې د سره الوان په شان په وینو تک سره  وه، او د وینو په تالاب کې پرته وه .....
د هغې سرو لاسو ته په کتو سره مې ذهن  ا و روان د تېرمهال په لورې روان شو، او د څړیکې د تنکۍ ځوانۍ نه راواخله، بیا آن تر پېغلتوب او واده پورې، ټول ژوند مې سترګو ته سم د واره لک څک  ودرېده:
***
ان له کوشنيوالي يې له نکريزو سره مينه وه. د هغې نکریزې ډېرې خوښېدې. د هغې لاسونه به لا سپین شوي نه ول، چې بیا به یې دمور لمنه ټینګه نیولې وه، زارۍ او منتونه به یې کول، چې  نکریزې ورته کښېږدي ۔ خو کله چې څړیکه رابوتکۍ او د پېغلتوب موسم  ته شوه، نو تل به یې ګورګورو ته د تللو کلیوالو نجونو د شونډو په څېر لاسونه په نکریزو تور اړولي ول، ته به وایې هغوی کال وسر نکریزي کري، او اوس یې تازه د نکریزو حاصل  کورته ننه ايستی دی. نکریزې د هغې هر څه ولو. نکریزې د هغې په سپین تندي راسور سور ټیک او ګاڼه وه، نکریزې د هغې د لونګو ځونډی، د  مټوبنګړي او سینګار وو، د واده په شپه خو یې د چا خبره تر څنګلو لاسونه سره کړي ول او د مړوند سره یوځای یې موسکاوې په تنکیو ګلابي شونډو نڅېدلې....
زما سوچ او خیال لا همداسې د څړیکې د نکریزو پاڼې بادولې چې یو چا د شا له خوا ټېل وهلم، تیندک مې وخوړ او سترګې مې له څړیکې سره وگنډلې . بیا هم د هغې سوې ساندې، اهونه او فريادونه ، د هغې په وینو لیت پیت صورت او د وینو سیلاب....
دغه ویرژن حالت مې  سملاسي، بې ځنډه یو ځل بیا په ذهن او مغزو  اغېزه وکړه، د اند و واند واک یې راڅخه واخیست او د دغه زړه خوړونکې پېښې کړۍ یې لږ وړاندې د یوې بلې بوږنوونکي  پېښې سره په دې توګه کوشېر او پیوند کړه:
د غم له دې شېبو به  دڅړیکې او مړوند د  واده ایله بیله اووه ـ اته کاله تېرشوي ول. هغوی اوس د دوه وو نیازبینو ماشومانو مور و پلار ول. څړیکه او مړوند دواړه یو د بل په ګوګل کې اوسېدل او یو د بل په زړه کې یې ځانته ځای او ټینګه کوډله  جوړه کړې وه.  مړوند د کورنۍ د لګښت په موخه د پولیسو د ځواکونو په لیکو کې وو، او د کابل د امنیتي کمربند ختیځ لور ته یې په يوه پوسته کې دنده تر سره کوله.  په اونۍ کې به یې شپه دوه له خپلې مېرمنې او بچو سره په ګډه سبا کوله....
خو یوه شپه خونړۍ تالنده او پړکا شوه. . غم لړلې زوروره سېلۍ راوالوته،  د مړوند او د هغه د ملګرو خوبونه او آرمانونه تالا په ترغۍ او پوپنا شول. هغه داسې چې شپه له نیمې اوختې وه. ټول سرتیري په  خواږه او درانه خوب وېده ولو، خو پهردار له جګړه ماروسره لاره خپله کړې وه، هغه خپل ځان او وجدان پلورلی وو، هغه د ټولو د سرونو سودا کړې وه......جګړه مار پرته له وېرې او ډاره په زغرده په پوسته راوختل، په ځینو یې لاس د واره خواوې یخې کړې، د هغوی سرونه یې ټوپ کړل، او یو دوه یې د مړوند په ګډون په نیمژواندي اکر کې له ځانه سره یوړل، چې بیا تر ننه یې درک ونه لګېد، نوم او نښان یې ورک شو، د مرګ له کومي ژوندي تېر او تري تم شول.....
خو هغه وخت چې د مړوند د مړینې ښکالو او غږ تر څړیکې راورسېد، خوارکۍ په زړه سورۍ او لولپه شوه.  له زړه او ځیګره یې د غمونو شپول راتاو او آرمانونه یې ورژېدل. د هغې جوړه کنډوه شوه. هغه په ځوانه ځوانۍ کې سرتوره او بې ټکري  شوه، او واړه ماشومان یې بې پلاره شول..... هغې خوارکۍ ته تر ټولو سخته او نازغمه دا وه چې د مېړه د خاورو ډېرۍ یې هم مالومه نه شوه چې کله ناکله ورته ورشي. ورته کښیني او لږ تر لږه د زړه سوبه خو پرې  وکړي......
سره له دې چې څړیکه یوازې او په بېدیا پاتې شوه، خو هغه د وختونو دا شان ناکردو او نازغمه نادودو ته لاس تر ځنې نه شوه. هغې د خپلو کوشنیو بچو پالنې ته ټینګه ملا وتړله.....
د چم ګاونډ د خلکو د جامو او پخلنځي کار نه نیولې، بیا آن د کورونوتر پاکۍ پورې ټول کارونه یې په خپلو ولو واخیستل. هر چا چې به بسپنې اولاسنیوني ته اړتیا درلوده، نو څړیکې ته به یې غږ کاوه . آن داچې ځینې وخت به یې د نارینه وو درانه کارونه هم په خپلو اوږو اخیستل، چې  واړه بچي یې وږي او نهار پاتې نه شي.
ما لا همداسې د بېوزلې څړیکې د غمونو او کړاوونو نه د ډک ژوند د امیل دانې یو په بل پسې پییلې، چې په دې کې بې اختیاره د یوه له خولې ووته:
ـ وګورئ تورسرې موسکۍ شوه!
جټکه مې وخوړه، د سوچونو تناب مې پرې شو. د څړیکې د تیرو ناخوالو له پلندۍ را بهر شوم. کله چې مې سترګې په هغې ونښتې. اریان او هېښنی شوم.
هغه د خیال په نړۍ کې غرکه وه. هغې د خپل مېړه د ګڼشمېرو ملګرو او دوستانو جوپې او کتارونه لیدل چې د ټولو په سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې وې، او د اخي او افسوس اوښکې یې تویولې او ماڼیجن ولاړ ولو....
د ماڼیجنو او خواشینو په لیکو کې یې مړوند سترګو ته رادمخه شو، چې لاس تر زنې ولاړ وو، په مخ یې تودو اوښکونير  جوړ کړی وو او ټولو خواخوږ و دوستانو زړه غټاوي او  زغم  ته هڅولو ....
خو د څړیکې په ټنډه د خوښیو نښو او په شونډو موسکاوو ته ګوته په خوله پاتې شوم. څه نه ولو چې د ذهن په واټونو کې مې سرګردانه نه ګرځېدل. وروسته له ډېرو لوړو ژورو مزلونو مې زړه او ذهن په دې هوکړه وکړه، چې کېدای شي، هغه ډاډه شوی وي چې مېړه یې ورک او مړ نه دی، هغه دی ژوندی  او مخامخ ولاړ دی، هغه یې ویني، روغ رمټ دی....
خو بیا یې وچولی تریو شو او په زړه کې یې څه وګرځېدل چې خیر ولې یې اوښکې په سترګو کې ډنډ ولاړې دي؟ ولې یې سنګروال خواشیني ولاړ دي؟ بېرته فکر کوي او وایي:
کېدای شي د خوښۍ اوښکې وي، هغه خو ډېره موده له خپلې کورنۍ او وړو وړو بچو لرې  وو....
پرېکړه یې وکړه چې پورته شي او په ډېره تلوسه او بیړه خپل ميړه  ته ځان ورسوي، ورغاړېوځي، غاړه غړۍ شي، د دومره لرېوالي او بیلتون په اړوند ترې تپوس وکړي او ترڅنګ یې د خپل یوازیتوب په وخت کې د ستونزو یوه یوه غوټه ورته راوسپړي......
خو بیا یې په بیړه او تلوار د سوچ او خیال کړکۍ د خپلو وړو وړو کمکیانو په لور پرانیستل شوه، خپل بچي یې ولیدل چې د دې په خوا ګوري، له لوږې چنګیږي او هغې ته لارې څاري. خپل دردونه او د وینو سیلابونه یې په یوه تراټ کې له یاده ووتل، خپل خاوند او د هغه ټول راټول شوي ملګري یې هیر شول، او په وار وار یې د خپلو ماشومانو ژړاوې د زړه په ښکته پورته ګړنګونو او ناوونو کې انګازې جوړې کړې.... پاڅېده، په منډو شوه او په سوچ او خیال کې خپلې جونګړې او د خپلو بچو څنګ ته ورغله او د هغوی په فکر کې شوه.
***
له وړمې ورځې راهیسې یې هېڅ کار ونه موندو، اوتره او نارامه یوخوا بلخوا وګرځېده، خو چاورته د جامو پرېمینځلواو کار  ونه ویل، له ځانه سره وګوڼېده:
ښه اوس څه وکړم. ماشومان مې نار نهور دي، ډوډۍ غواړي، په څه شي یې ماړه کړم..... تېره ورځ مې له ګاونډی یوه کاسه اوړه په پور وغوښتل، خو هغوی انکار وکړو. دا خو دې خدای ښه ورسره وکړي، یو څه وچه او سړه ډوډۍ خو یې راکړه، چې په هغې خو یې د زړه سیوری وشو. خو نن ورسره څه وکړم؟ غرمه مې هم څه په لاس را نغلل چې څه وخوري. همداسې یې کومي واز نیولي، ژاړي او لالچ کوي....
یوه شېبه کښېناسته، له خپلې بېوسۍ یې زړه راوپړسېد او په کوکو یې وژړل. د زړه تاو یې لږشانې کښېناست. بیا یې چاپېرو پرتو غرونو او پاس آسمان ته وکتل، ژېړي لمر د غرونو لمنې زېړې کړې وې او په ډېر تلوار او تادۍ سره د غرونو د څوکو په لور په منډو وو. خپل نیازبین بچي یې له ډېرې لوږې په ژړاوو وېده شول.
هغه نن بيا يوه کورته دمزدورۍ له پاره په منډه وه. داسې نه چې دکور خاونده پرې په غوسه (غصه) شي. داسې نه چې ورته ووايي ولې بيا ناوخته راغله؟ ولې يې ځنډ وکړ؟ دهغې ذهن همداسې د کږلیچونو په دوه لارې کې په حرکت وو. هم دبچو دگېډې د مړولو او هم د کور د بادارې د قهر اود غوسې سره په شخړه وو. درېيمې پېښې ته يې هډو پام نه وو. نه پوهېده چې څرنگه لاره لنډه کړي؟ په څه ډول کورته دمزدورۍ لپاره ځان ورسوي ؟
هغه د خپلو ليونو سوچونو او اندېښنو په نړۍ کې وه . کاواکه او سرکاوته روانه وه او د واټ له یوه لور نه بل ته تېرېده چې ديوه بېخوده گاډې چلوونکي ديرغل لاندې راغله او د وینو دارې شوې.....
په داسې حال کې چې د څړیکې له تنه وینې بهېدلې او مړاوي څانګونه پرته وه، سترګې یې په یوه ګاونډي ونښتې. موسکۍ شوه او د خپلو وړو ماشومانو د تلوسې نه هله تسله شوه چې کله یې خپل ګاونډي ته په تته ژبه وویل:
ـ دا ډوډۍ درسره واخله، او بچو ته مې څه یوسه، چې ډېر وږي دي. 
۲۲ ــ  د سلواغې ــ ۱۳۹۲
۱۱ــ ۰۲ ــ ۲۰۱۳ کال
د ګریستید ښار ــ  ډنمارک
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery