مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

قیامت د سپیڅلی حدیث په رڼا کی:

حق دوست
د انسانیت ستر لارښود، د اسلام سپېڅلی پیغمبر او د الله پاک استازی فرمایی:
کله چی تاسو د خپلو چارو واګی داسی وګړو ته وسپارلی چی اهلیت یی نلری نو تاسو د قیامت انتظار وباسئ.
پورتنی مبارک حدیث ته په پام سره راځئ خپل وضعیت ته ښه پام وکړو.
نن په ګاونډیو هېوادونو کی مونږ وهل ډبؤل کیږو، بی ګناه په ډؤل ډؤل پلمو کړؤل کیږو، سپکاوئ مو کیږی، ان تر دی چی بندی او وژل کیږو. د خپل هیواد د ننه د ناوړه اقتصادی، سیاسی، ټولنیزو او دی ته ورته بیلابیلو ستونزو له کبله نوری نړئ په ځانګړی ډؤل لویدیځو هیوادونو ته تګ ته اړ کیږو چی په لاره کی بیلابیلی ستونزی ګالو، په سمندرونو کی ډوب او غوښې مو د کبانو او نورو سمندری ژویو خوراک کیږی. ان پخپل هیواد کی د ننه هم خوندی نه یو، بهرنیان مو په کورونو یرغل کوی، د کورونو د حریم سپکاوئ مو کوی، وهی ډبوی مو، په سپیانو مو خوری، زمونږ په خاوره کی د ننه یی خپل زندانونه جوړ کړی او زما او ستا ورو پکی اچوی خو مونږ او زمونږ اړوند چارواکی یی تری پوښتنه هم نشی کولئ، د اورپکی، جاسوس او دی ته ورته بیلابیلو نومونو په پلمه وژل کیږو لنډه دا چی د خدای پاک پدی لویه ځمکه مو په آرام د ژوند تیرولو ځای نشته.
له خپلو دولتی چارواکو نه هم ټول تر پوزی راغلی یو، بډی را نه اخلی، کارونه مو ځنډوی، ډؤل ډؤل ظلمونه راباندی کوی، هرڅوک چی د یو کوچنی جایز کار لپاره کومی دولتی اداری ته ورشی نو بل ځل هغی اداری ته له ورتګ نه توبه باسی او وایی چی یا ربه بیا می چیرته په کومه دولتی اداره کی کار پیدا نکړی، ځنی خو ان دا وایی چی پریږده چی له کوم ممکنه قیامت نه ویریږو چی هغه هم راشی خو ربه ته مو ژر لدی فاسد دولت نه خلاص کړی. نو آیا دا قیامت نده چی نن زمونږ په ولس راغلئ ده؟
 دا چی هره ستونزه خپل لاملونه لری نو آیا د دی قیامت لامل به دا نه وی چی مونږ د خپل ستر لارښود او د الله پاک د سپیڅلی پیغمبر دا حدیث نده عملی کړی چی فرمایی: چی کله مو د چارو واګی نااهله وګړو ته وسپارلی نو د قیامت انتظار وباسئ.
په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery