مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخاتمې دسمېدلواسباب(۴)برخه

مولوي عصمت الله عزام


بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
۶:دخاتمې دسمېدلوبل سبب دخوب دُعاء لوستل دي.
داځکه ددې له امله  انسان په فطرت مري.
له حضرت براءبن عازب رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به چي کله خپلي بستر ‌ې راغی په خپل ښي اړخ به ويده شويې بيابه يې وويل:
اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نَفْسِي إِلَيْكَ، ، وَوَجَّهْتُ وَجْهِي إِلَيْكَ، وَفَوَّضْتُ أَمْرِي إِلَيْكَ، وَأَلْجَأْتُ ظَهْرِي إِلَيْكَ،
رَغْبَةً وَرَهْبَةً إِلَيْكَ، لَا مَلْجَأَ وَلَا مَنْجَا مِنْكَ
إِلَّا إِلَيْكَ، آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ وَبِنَبِيِکَ  الَّذِي أَرْسَلْتَ،
رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:څوک چي دغه کلمات ولولي بياپه دې شپه کي مړشو،نوپرفطرت(اسلام) مړشو.
اوپه يوه روايت کي حضرت براءرضی الله عنه وايي چي رسول الله عليه وسلم يوه سړي ته وويل:اې فلانيه!(دايې اسيدبن حضيرته ويلي وو)کله چي ته خپلي بسترې ته راشي نوته اودس وکړه داسي اودس څنگه چي ستادلمانځه لپاره اودس وي،بياپه  راسته اړځ څمله،بياووايه:اللهم اسلمت نفسي اليک ترارسلت پوري اوويې ويل:که ته په دې شپه کي مړشې نوپرفطرت به مړشوی يې اوکه دي سهارکړنوخيرته به ورسېږې(متفق عليه\مشکوة  المصابيح ص:۲۰۹ج۱)
له دې حديث څخه معلومېږي چي ددغي دُعاءدلوستونکي خاتمه به پرايمان باندي کېږي نوددغي دُعاءپابندي کول پکاردي ځکه ډېره لويه گټه پکي نغښتې ده هم ددُنيااوهم دآخرت.
۷:دآذان ځواب دخاتمې دښې کېدلولپاره بل سبب دی:
له حضرت عمررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چي مؤذن الله اکبر،الله اکبرووايي،نوپه تاسوکي يو:الله اکبر،الله اکبرووايي،بياهغه اشهدان لااله الاالله ووايي،دی(هم)اشهدان لااله الاالله ووايي.
بياهغه اشهدان محمدارسول الله ووايي،دی(هم)اشهدان محمدا رسول الله ووايي.
بياهغه حی علی الصلوة ووايي،دی لاحول ولاقوة الاباالله ووايي.
بياهغه حَی علی الفَلاح ووايي،دی لاحَول ولاقوة الاباالله ووايي.
بياهغه الله اکبر،الله اکبرووايي،دی(هم)الله اکبر،الله اکبرووايي.
بياهغه لااله الاالله ووايي،دی(هم)لااله الاالله له زړه څخه ووايي.
جنت ته به داخل شي(رواه مسلم ص:۱۶۷ج:۱\مشکوة المصابيح ص:۶۵ج۱)
جنت ته دداخلېدلومطلب دادی چي له جهنم څخه به خلاص شي اوله ابتداءڅخه به جنت ته داخل شي.
ددې حديث مطلب دادی چي په دې دُعاء کي دااثرشته چي انسان جنت ته داخلوي خوپه دې شرط چي بل مانع اوخنډبه جنت ته له داخلېدلوموجودنه وي.
په دې حديث کي هم دخاتمې دسمېدلوزېری دی ځکه جنت ته چي داخلېږي ددې سره لازمه داده چي پرايمان مړشوی دی.
۸:دآذان دُعاءلوستل:
له حضرت عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله موچي له موذن څخه ا‌ذان وارېد،نوتاسوهم دهغه په څېر(کلمې)وواياست،بيا(دآذان ترختمېدلووروسته)پرمادرودشريف ولولئ ځکه څوک چي پرماباندي يوواردرودشريف ووايي الله پاک به پرهغه ديوځل درود له کبله لس رحمتونه وکړي،بيازمالپاره وسيله(الله ته نژدېکت)وغواړئ ځکه دايوه مرتبه ده چي دالله له بندگانوڅخه له يوه بنده پرته بل چاسره نه ښايي اوزه اميدلرم چي هغه بنده به زه يم نوڅوک چي زمالپاره وسيله وغواړي پرده باندي زماشفاعت حلال شو(رواه مسلم ص:۱۶۶ج:۱\مشکوة المصابيح:ص:۶۴ج۱)
دوسېلې دغوښتلودُعاءبه څنگه کوي؟دادُعاءپه دې وروستني حديث کي راغلي ده:
له حضرت جابررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي کله اذان واوري دا(دُعاء)ووايي:
: اللَّهُمَّ رَبَّ هذِهِ الدَّعوةِ التَّامَّةِ ، والصَّلاةِ الْقَائِمةِ، آت مُحَمَّداً الْوسِيلَةَ ، والْفَضَيِلَة، وابْعثْهُ مقَامًا محْمُوداً الَّذي وعَدْتَه .
.دده لپاره زماشفاعت دقيامت په ورځ واجب شو(رواه البخاري\مشکوة المصابيح ص:۶۵ج۱)
په حديث کي داسي الفاظ راغلي دي:حلت له شفاعتي!
ددې يوه مطلب دادی چي شفاعت به ورته حلال شي اوبله معنی يې داده چي شفاعت به ورته واجب شي(مرقاة المفاتيح ص:۱۶۱ج۲)
دشفاعت دواجبېدلومطلب خوواضح دی دحلالېدلومطلب دادی چي که  دگناهونوله امله شفاعت ورباندي حرام شوی وي نوددې دُعاءله امله به ورته حلال شي.
په دې حديث کي هم دازېری دی چي ددې دَُعاءدلوستونکي خاتمه به ښه وي.
نوددې دُعاءهم بايدپابندي وشي ځکه ډېره لويه گټه ده چي له ضائع کولويې ډډه ضروري ده.
(نوربيا...)
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery