مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د غير مقلدينو په حمايه کولو کى د پردې تر شا دوه خطرناکه هدفونه

ليکوال : مفتي احمد نوري ضيائي

دا چه نن ورځ د حنفی مذهب ضد کسان يعنی غير مقلدين زياتيږي او په مختلفو نومونوباندى دغه غير مقلدين را وړاندي کيږى لکه اهل حديث ، اهل توحيد ، موحدين ، وهابيه ، سلفيه ،  پنجپيريه ، او داسي نور او د مختلفو حکومتونو ، موسسو او د مختلفو منابعو لخوا حمايه کيږى او تمويليږى د دې تر شا دوه  ډير خطرناکه هدفونه سته .
اول هدف : مسلمانان پر پخپلو علماوو او پر خپلو تيرو سوو اکابرينو باندى بې اعتماده کول , د دې لپاره چي په آخر کي خلګ پر اسلام  بې اعتماده سي او د اسلام دين په دې شکل باندي يا ختم سي يا کمزوره سي , تفصيل يى دا دى چي په اول قدم کي دغه غير مقلدين د زيارتونو په هکله او د تعويذونو په هکله او د حنفي لمانځه د ترتيب په هکله مسلمانان د عقيدوي سوالونو سره مخامخ کوي او ورته وايى چه ته خو مسلمان يى بايد د الله تعالى   څخه حاجت و غواړي نو زيارت ته د څه لپاره ځې؟ او تعويذ ولي په غاړه کوي؟ او ورته وايي چي دغه لمونځ چي ته يې کوې دا خو په بخاري شريف کي په بل ترتيب راغلى دی نو آيا بخارى شريف صحيح کتاب نه دى ؟ نو ساده لوحه مسلمان او د ديني او مذهبي اصولو او تفصيلاتو څخه نا خبره مسلمان د خپل اسلام د ميني او محبت په خاطر دې خبري ته ښه متوجه سي او دا بېره ور ته پيدا سي چي داسي نه وي چه رښتيا هم زه به ناخبره يم او په شرک به  اخته سوى يم , وروسته په دوهم قدم کي صراحةً د شرک فيصله کوي او د حنفي مذهب د لمانځه د ترتيب د غلط بللو فيصله کوي ا و ور ته وايي چه څوک زيارت ته ځي نو هغه مشرک دى ولي هلته په زيارت کي بيا دى حاجت د زيارت څخه غواړي او که چا تعويذ په غاړه کړ هغه کافر دى او د حنفي مذهب لمونځ غلط دى ولي چه د بخاري شريف څخه خلاف دى , اوکله چه ساده مسلمان او عامى سړى په دې خبره هم قناعت وکړي او خپل د لمانځه ترتيب يې هم بدل کړي او په زيارت او تعويذ باندي يې د کفر فيصله ومنل نو وروسته په دريم قدم کي ورته وايي چي په پخوانيو خلګو کي چي هر چا دا کارونه کړي وي هغه هم مشرکان دي نو ساده مسلمانان چي وگوري او خپل پلار او نيکه او نور وطنوال ور پياد سي چه هغوى خو هم زيارتونو ته تلل نو په ډيرجرأت او گستاخۍ سره ووايى چي زما مور ، پلار او د وطن خلګ ټوله مشرکان او کافران تېر سوي دي  وروسته په څلورم قدم کي چي د پخوا زمانې هر څه علماء کرام او مشايخ تېر سوي دي نو د هغو په تاريخونو کي او مناقبو کي خو راغلي دي چه فلانى د فلاني زيارت ته تللى وو نو پر هغو ټولو باندي د مشرکانو فيصله صادره کړي په آخرى قدم کي نو دا ويل کيږي او دا  نيتجه راوزي چي د دين اسلام احکام هيڅ اعتبار نه لري ولي چي دا خو ټوله موږ ته د مشرکانو په وسيله را رسېدلي دي (نعوذبالله) ولي هيڅ يو حديث او يو آيت او يو حکم داسي نه پيدا کيږي چه د اوس څخه شروع بيا تر صحابه مبارکانو پوري دي د داسي خلګو له خوا رارسېدلی وي چي هغوى دي ټوله غيرمقلدين وي يا د دوى په اصطلاح چه شرک يې نه وي کړى ، او همدا راز کله چي د حنفي لمانځه ترتيب غلط وبلل سي نو د لکونو او ميليونونو تيرو سوو حنفي علماوو او مصنفينو لمونځ غلط سو او هغوى په بخاري شريف ناخبره ثابت سوه نو کله چه د هغوى لمونځ درست نه وو نو نوري خبري به يې څرنگه درستي وي؟ او هر څه احکام او مسايل چه د هغو په وسيله تر موږه پوري را رسېدلي دي هغه غلط وبلل سول ولي چي د هغو لمونځ لا صحيح نه وو نو نور احکام به يې څه صحيح وي او دغه پنځم قدم لا تر اوسه نه دى اخستل سوى , ولي چي څونه خلګ او څونه تعداد مسلمانان اړول چه د دې غرض لپاره په کار دی هغه تعداد تر اوسه نه دى پوره سوی او كله چي پوره سي نو دا قدم به هم واخلي نو ټولو مسلمانانو ته په کار ده چه په اول قدم کي بايد د دغه پروگرام مخنيوی وکړي او زيارت ته تلل او تعويذ په غاړه کول او د حنفي لمونځ صحت په واضحه توگه د قرآن او حديث او د صحابه کرامو او تابعينو په اقوالو سره په ښه وضاحت سره ثابت کړي او ټوله خلګ په خبرکړي .
دوهم هدف : ټوله اسلامي مملکتونه خصوصاً افغانستان په يو خطرناکه ، لا علاجه او دوام داره داخلي جنگ باندي اخته کول , او د هغه تفصيل دا دى چه اول دوى کوشش کوي او خلګ په خپلو فاسدو خبرو قانع کوي او په خلقوکي دا تبليغات کوي چه څوک زيارتونو ته ځى يا تعويذونه په غاړه کوي نو هغه مشرکان دي او د حنفي لمانځه طريقه غلطه ده او د حديثونو څخه خلاف ده او کله چي کافي تعداد خلګ د دوى نظر ته را واوړي او په دې عقيده سي چه هر څوک زيارت ته ځي نو هغه مشرک دى نو كله چي دوی موقع مناسبه وبولی , نو بيا دا فيصله کوي چه د مشرکانو سره خو جهاد کول لازم دى او د مشرک وژل خو لوى عبادت دى او د هغو مالونه اخيستل حلال دي او مذهبى خلګ به د خپل ځان او مال و دفاع ته مجبور وي نو په مابين کي به قتل و قتال روان وي او کفار به بېغمه ناست وي او خوشحالي به کوي تاسي وگورۍ چه دوى پر مسلمانانو باندي د قبوريينو نوم ايښى دى او په ډير صراحت سره يې په کتابونو کي ليکلي دي چه دغه قبوريين تر ابو جهل ، عتبة او شيبة زيات مشرکان دي او کله چي دوى ته معلومه سي چي اوس نو موقع برابره ده  نو بيا به دغه د جهاد او د وژلو فتوا گانى صادري کړي او د دوى خلګ به راځي او په ډېر شوق او ذوق به جنگيږي او خپل ځانونه به غازيان او شهيدان بولي او نور به مشرکين بولي او داسي مشرکين به يې بولي لکه د پخوا زمانې د قريشو  بت پرستان او ځانونه به داسي مجاهدين بولي لکه صحابه کرام  .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery