مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عيسی عليه السلام په څنگه وخت کي راغی؟

مولوي عصمت الله عزام
 
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
دحضرت عيسی-عليه السلام-ترراتلومخکي په انسانانوکي له دين څخه بُعدرامنځته شوی وو،دعقائدوپه اعتباريهوديان په يوشمېرډلوتقسيم شوي ووچي له امله يې ددوی ترمنځ زيات اختلافات رامنځته شوي اوپه ديني اعتباريې حالات خورازيات خراب شوي وو.
په دوی کي درې ډلي:فريسي،صدوقي اواسيني دخپلوتحريف شويوتعليماتوسره په ټولنه کي فعالي وې اوورسره فقيه اوکاهن هم دخلگوپه منځ کي کلک ملاتړلری.
دموسی عليه السلام  دین بني اسرائیلو ته ددې لپاره  راغلی وو چي  هغوی یې د نفس او وجدان تهذیب ته بلل، خو  دوخت په تېرېدوپه هغه دين  کي د تحریف او تغییر لاسونه ورننوتل چي په پايله کي يې دغه دین له آسماني بڼې نه واړاوو.
نوالله پاک دهغوتحريفونواوبدلونونوداصلاح لپاره حضرت عيسی-عليه السلام-راواستوی اوهغه دپېغمبرکېدلوسره سم د الهي ارشاداتومطابق خلگ دالله پاک ددين اودحق په لورراوبلل اويهوديانوته يې دسمي لاري په لوردعوت ورکړ.
عیسائيت یا نصرانیت هماغه دین دی چې الله پاک دحضرت موسی عليه السلام ددین د بشپړولو لپاره پرحضرت عيسی-عليه السلام- رانازل کړی وو.
په يهوديانوکي غلطونظرياتو،خرافاتواونوروناوړوکارونوخوراپه پراخه کچه شتون درلوداودحضرت موسی عليه السلام دين يې دخپلي خوښي اوطبيعت مطابق گرزولی وو.
له سره هم يهوديان داسي قوم ووچي خپل پېغمبران يې ډېرځورولي وو،ډول ډول شرارتونه په دوی کي موجودوواوله بلي خواله ډېري زماني راهيسي ورته پېغمبرهم نه ووراغلی،دوی په تورات کي دپام وړلاس وهنه کړې وه اوډېرداسي کارونه چي په الهي دين کي نارواوو،دوی رواکړي وواوروايې نارواکړي وو او د ټولو زړونه  ډېر زيات سخت شوي وو،دپېغمبرانو علیهم السلام  تگلاره يې له پامه غورزولې وه، پر داسي  لارو روان شوي وو څنگه چي ددوى زړونو غوښتل.
په داسي وخت کي  الله جل جلاله  حضرت  عيسى عليه السلام دوی ته راولېږی  څودوی ته سمه لاروروښيي اوددوی ديني اواخلاقي اصلاح وکړي.
کله چي عيسى عليه السلام په دعوت پيل وکړ، نو لومړى يې هغه تحريفات چي دوى په تورات کي کړي وو اصلاح کړل.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery