مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سیاست د بنډارو شو

شیراحمد نورزاد

  


د پوهنتون له سمستر ختمیدو وروسته کلی ته روان شوم مازدیګر لمونځ قضاء کور ته ورسیدم تر یوی پیالي چای چښلو او دمي جوړولو وروسته دباندی پټیو ته ور ووتم د ماښام وخت شو ځان سره می تصمیم ونیو راځه د ماښام لمونځ به په جماعت سره وکړی ځکه چي د جماعت لمونځ وویویښت درجي زیات ثواب لری تر ځانله لمونځ نه او بل دا چي کلیوال به هم ووینی یوه شه خبره به ځني واوري. د جومات په لور روان شوم جومات ته لا دوه دری قدمه لار پا تی وه چي ملا صاحب د ماښام اذان وکړ قدمونه می ور ګړندي کړل چي جماعت را نه تیر نشي په جماعت مي لمونځ ادا کړ ډیر خوند یی راکړ. له لمانځه وروسته ټول سپین ږیري او ځوانان د جومات چوتری (صفه) ته چي پلاستکي فرشونه پکښی هوار ول را ووتل زه هم په دوی پسی راووتم ګورم چي د چوتری په یوه سر کي سپین ږیري او بل سر کي ځوانان کښیناستل.
زه د سپین ږیرو خوا ته ورغلم له سپین ږیرو سره می روغبړ وکړ وروسته له روغبړ نه د یوه سپین ږیری څنګ ته کښیناستم ټولو سپین ږیرو په خبرو شروع وکړه ما هم له څنګ ته ناست سپین ږیری سره خبری شروع کړی پوښتنه می ځینی وکړه چي کاکا سږ کال فصلونه څنګه دي بارانونه هم زیات وشول د کاریزو اوبه به ښي وي او حاصلات به هم ښه وي که څنګه.
سپین ږیری چي ځواب راکولو نو بل سپین ږیری یی په خبرو کي ور
ور ولویده چي عجب ګله څه نوي زړه دي نه ده اوریدلی
زما څنګ ته ناست سپین ږیری وویل نوي او زړي ډیري دي خو یوه نوي دا ده چي له امریکا سره د تړون مسله ډیره جنجالي شوه او امریکا نه غواړی چي په افغانستان کی سوله راشي ........
خانګل کاکا له جیب نه د نسوارو ډبی را وویوست او نسوار یی خولي ته واچاوه او په ډکه خوله یی په خبرو شروع وکړه چي ګاونډي هیوادونه هم نه غواړی چي په افغانستان کي سوله راشي او په افغانستان کي لاسوهني کوي................ 
ملا صاحب چي په خوله کي یی مسواک واهه په خبرو شروع وکړه
چي امریکا او نور ګاونډي هیوادونه په افغانستان کی سوله نه بلکه جګړه  غواړي او خپل شوم هدفونه پکښی لټوي او د افغانستان دولت چارواکي هم د دوی ملاتړ کوي .
خانګل کاکا وویل ملک صاحب ته څه نظر لری
ملک صاحب چي نرۍ یی سترګي په رنجو توري کړي وي او اوږدي تسبي یی په ګوتو کي اړولي را اړولي په خپله ګڼه اوږده ږیره یی لاس را تیر کړ او په خبرو یی شروع وکړه د امریکا او افغانستان ترمینځ ستراتیږیک تړون د افغانانو په زیان ده او امریکا غواړي چي په افغانستان کي انارشي راشي .............
عجب ګل په خبرو کي ور ولویده ملک صاحب په انارشي مارشي دي نه پوهیږم په ساده ژبه را ته وایه چي امریکا ګډوډي غواړي .
خیرالله اکا چي زکام نیولی وو او خپله پزه یی ژر ژر په څادر پاکوله وویل د یون او عطا موضوع هم ډیر زور اخستی او د الکترونیکي تذکرو موضوع هم کشاله شوه ...................
ما هم د دوی خبرو ته غوږ نیولی وو . یوه به ویل یون په حقه ده بل به ویل چي په ناحقه ده . یوه به یو څه ویل بل به بل څه ویل
خبري ډیري تودي رواني وي چي ناڅاپه یوه ماشوم په عجب ګل غږ وکړ بابا راشه په کور کي ټول تاته ناست دي ډوډي تیاره ده .
عجب ګل په غصه ور ته وویل درځمه  ماشوم ولاړ خبري ښي رواني وي نیم ساعت وروسته یو بل ماشوم راغی او ملک ته یی وویل
بابا راشه په کور کي ټول تاته ناست دي ډوډي سړه شوه
ټولو سپین ږیرو خپلو لاسی ساعتونو ته وکتل وخت ډیر تیر وو
ملک صاحب وویل ځی چي ځو یو ساعت وخت د ماخوستن لمانځه ته پاتی دی .سپین ږیري ولاړ شول زه هم را ولاړ شوم ټولو سپین ږیرو د ډوډی ست راته وکړ چي له مونږ سره ډوډی ته لاړ شه ما ور څخه مننه وکړه چي بیا به ګورو.
سپین ږیري ولاړل ما د ځوانانو خواته وکتل چي ډیر شورماشور یی وو وسوسه مي پیدا شوه چي هلته څه خبره ده د ځوانانو په لور ورغلم ټولو سره مي روغبړ وکړ د دوی ترمینځ هم همدا خبري رواني وي
چي دا حکومت فاسد ده رشوت پکښی چلیږي
بل به د طالیبانو خبري کولي او بل به پاکستان یاداوه چي په افغانستان کي لاسوهني کوي .........                                                        
 همدي خبرو زور اخستی وو چي ناڅاپه مي وراره را باندي غږ وکړ
چي کاکا راشه په کور کي ټول تاته ناست دي ډوډي تیاره ده 
له وراره سره کور ته ولاړم په کور کي لوي او واړه ټول راته په غوصه ول چي دا وخت د راتګ ده ټول تاته ناست وو.
ما څه ونه ویل او په پټه خوله ډوډي ته کښیناستم ژر ژر مي ډوډي وخوړله او له ډوډي نه شاته شوم .
لاسی ساعت ته مي وکتل خو هغه ته هم اوبه ورننوتي وي او کار یی نه کاوه د کوټی دیوالی ساعت ته مي وکتل چي لس دقیقی د ماخوستن جمعی ته پاتی وي په بیړه مي اودس وکړ او د جومات په لور روان شوم
مور مي راباندي غږ وکړ چي ژر راشه ما ورته وویل ته بی غمه اوسه ژر راځم.
د جومات چوتری ته په رسیدو مي ولیدل چي اکثره ځوانان لا په چوتره کي ناست ول او همغه بنډار یی تود ساتلی وو. ملک صاحب راغی او پر ځوانانو یی غږ وکړ پور ته شي لټانو اودسونه وکړي وخت د جمعي دی .
ځوانان پاڅیدل پلاستکي بدنۍ (کوزی) یی له اوبو را ډکي کړي او اودسونه یی وکړل لمونځ مو په جمعی سره وکړ ټول له جومات څخه را ووتل او د کورونو په لور روان شول .
زه هم را ووتم په چوتره کي ودریدم اسمان ته مي وکتل اسمان له سپینو ستورو ډک وو ستوري ځلیدل بیرته مي سر ښکته کړ او له ځانه سره مي وویل کاشکي مو د سبا لپاره فکر کړی وای څومره به ښه وای.  یو سوړ اسویلی مي ویوست او د کور په لور روان شوم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery