مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مکتبي انجلۍ


لنډه کيسه

کرار کرار په زينو پورته کېدله،شېبه وروسته راستنه شوه او ټولګي ته ورننوتله يوه عادي ورځ يې پيل کړه؛ له مخامخ سيمې څخه د ښوونځي ډېری نجونو ورته پام و  په يو ټولګي او يو قطار کې وو، مخکنۍ ورځې يې وريادې شوې.

د هر وخت په څېر يې له کړکۍ څخه کتل، د خپل ملګري په انتظار وه چې کله به ښوونځي ته راځي، زده کوونکو د ښوونکي درس ته غوږ و، خو دې خپلې سترګې په دروازه کې ګنډلې وې د خپلې ملګري د نه راتګ په اړه اندېښمنه غوندې شوه.
درنه درنه راروانه وه، په پوړۍ کې د هغه په فکر کې وه، « ولې ولې رانغلی؟ » د ځان د ډاډګېرنې لپاره به يې ويل: کېدای شي چې کار ورته پيدا شوی وي، نه داسې نه ده شايد پرې ناوخته شوی وي ځکه رانغلی.

هغه نفر څوک و چې مکتبۍ نجلۍ يې دومره اندېښمنه کړې وه چې؛ پر لاره يې ګڼې ګوڼې ته هم ورپام نه و، طاقت يې ونشو، بې صبره شوه، په لاره کې يې د يو ماشوم څخه پوښتنه وکړه، يو ناڅاپه يې د لاس څخه کتابونه وغورځېدل او همداسې پاتې شوه.سترګې يې کرار کرار تورېدلې، يوه تازه ونه پر ځمکه پرېوته.
چې سترګې يې خلاصې کړې خپله مور يې وليده، حيرانه شوه؛ مور يې ورته وويل « په تا څه وشول لورې؟»، نجلۍ خبرې نه کولې، فقط خپل ځان ته يې حرکت ورکاو ناڅاپه يې چيغې کړېهيچا ته يې پام نه و څه پيښ شوي وو، او ولې يې ژړل؟ په خپل عاشق پسې يې ژړل، هغه عاشق چې په ځوانۍ کې تورو خاورو ته تللی وو. دومره يې وژړل چې د سترګو کاسې يې سپينې شوې نور يې له سترګو اوښکې نه راوتلې.
ښوونځي ته لاړه او بيا يې هم د تېر په شان د مکتب په دروازه کې د هغه په انتظار وه هغه ټولګی او هغه قطار وو خو دوست يې نه وو. د کړکۍ ترڅنګ په خپل ځای کښېناسته او د ښوونځي دروازې ته يې کتل، په يو بل ډول يې کتل او هغه ولې؟ خپل مئين ته يې کتل او هغه ته يې لاس ښوروو، په دې وخت کې د کړکۍ ښيښه ماته شوه او په خاليګاه کې لاندې وغورځېده خو دې د ماتې شوې ښيښې اواز نه وو اورېدلی او نه پرې خبره وه ټولګيوال يې سرته راټول شول او ژړل يې خو هغهمسکۍ شوه د واده سپينه جوړه يې اغوستې وه، د ښوونځي په دروازه کې د خپل عاشق په خيال کې ډوبه وه.
کېدای شی چې تر اوسه دوی دواړه يو ځای چا ليدلي هم نه وو اجل هم د دوی روحونه له يو بل څخه جدا نه کړل، هيڅوک نه پوهېدل...

ليکوونکی: جان بيې
ژباړه: سعيدالله سجاد

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery