مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لنډه کیسه

 

 د سړک د غاړي ناست وم د وطن په فکرونو کي ډوب وم چي تر سنک مي وړه وړه د بوټو ټک ټکه تر غوږ شوه -داسي غلي مي سترګي ورواړولي -په توره بورقه مي سترګي خوږي ولکیدلي لکه د باز تیری سترګي درګي باڼه کجل پي پوري جیني ښه په ناز قدم کدي او ورو ورو زما خواته رانزدو کیږي زما اوجود خدایی زده ولي بړک واخست داسی ګبراوي غوندي شوم خو زیر زیر د جیني سترګو ته ګورم جیني هم له غشو ډکي سترګي زما په لور را اړولي وی هر یو نظر یی زما زړه لکه لرکي چي په تبر وهي داسی یی زما زړه غوسه وه بس چي په ما تیریدله نو په ډیر ښکلي انداز سره يي له خولي یو اواز راووتلو احبک یا قلبي یعني مینه در سره لرم د زړه سره ای لکه په للمه چي باران اوري داسیي مي د زړه غوټي په غوړیدو شوي سم درزا يي شوه زما د زړه ټوپونه وهي جیني په ما تیره شوه لګ مخکي دکان ته وردننه شوه زه هم د دوکان وره ته وار په وار ګورم چي کله به راوځي لګه شیبه له نه وه تیره چي بیا هم په هم دی لار را روانه شوه دا واري خو بیخي مخامخ ورته ناست وم سترګي مي هیڅ نه تري اړولي دا هم ښه په میده قدم راروانه ده چي په ما تیریدله ویل یی تال مانا یعنی راځه له ماسره ټول بدن می وتریده له خولي می هیڅ اواز نه وځي ډیر تري متاثره شوم ډیر په نخرو قدم کړي د سترګو غړولو انداز يي ډیر زو رولم لاس یی ډیر تک سپین وه نوره ټوله په توره بورقه کي پټه وه-- زړه نا زړه وم زړه به مي حرکت وکړو خو پښو مي ملتیا نه ورسره کوله چي کتل مي په لک فاصله کي مخامخ چي ښه ژیړ رنګي دوه۲ پوړه کور ته ور دننه شوه - سر می خته پښو لورته وزاړه وه هههه مي وکړه چي دا سه وه او دا له ځان سره لګیا وم او بیا به له ځان سره مسک شوم -چي سترګی مي راپورته کړی به در وازه کي مي بیا هغه سترګی ولیدی سم یي بي ځانه کړم یوه بل سنګ ته می وکتل هیڅ څوک مي له سترګو نه راغلل -دلته د ورځي اته نیمي بجي دی د هفتي د روخصتي ورځ ده ( په سعودی کی جمع او هفته دواړه د رخصتی ورځ وی ) خلک اوده دی خاموشي خورا ده زمونږ هم کار بند وه او د ځپل بوکلین څوک ورته جی سی بی ماشین یکسویټر هم وايي هغه سره ناست وم امکان یی وه چی ټوله ورځ به کار نه وی بس ناست به یم ورسره بس نو له ځان سره می ویل موکه ده توکل په خدایی غلي یی د کور په لوري ور روان شوم په دروازه یی چي وردننه شوم کورم لکه د شودو ورګک مخ مي چي ولیده ورسره توري زلفي سري نري شونډي او دا په کجلو توری سترګي سم یي و تمبولم ډیر په حیرانی مي یوه شیبه ورته کتل -الله ج ورته بي له کومي کمي ښایست ورکړي وه هغي راباندي غږ کړ یلله تال غورفه یعني راځه دننه کوټي ته - ما سترګي یو خوا بل خوا وغړولي او بیا مي دیته وکتل بورقه یی لري وه سپین ګنجي یا بنیل او خام تور رنګي پتلون ډول کمیس يی په غاړه وه او د سر ویښته يي شاته سره ټول کړي وه اوپه کلیپ يي تړلي وه سمه د باغي حرم ښاپیري وه له تا خوف وله شي تال هیڅ ویره مه کوه څوک هم نشته راځه زه چي ورلنډ شوم په نرم ملایم مخ مي چي لاس راښکلو او د ننه تلو چی راباندي غږ وشو زما سره په کوټه کي وي سپین ګیری ده کلیوال مو ده جګ څه اي تاته وایم سحر ده لمونځ درنه قضا کیږی ګوره څو بجي شوي چی سترګي مي رڼي کړي او زر مي ساعت ته وکتل ۶ بجي د سحر وی یوی او بلي خواته مي زر زر وکتل ګورپ یا د بریښنا بتي لګیدله یوه شیبه په کټ کي کیناستم او سر مي اوښوراوه او بیا لاړم اودس او لمونځ مي وکړو او دعا مي د ځان او د ټول مسلمانانو له پارهد کهناه نه د نجات وغوښتله
 لیکوال ایوب خان دل یار خوازک

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery