مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

فضل الغني پښتوشرح قدوري۱۰ سبق

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل افغانی کان الله تعالی له
(فضل الغني پښتوشرح قدوري .۱۰،سبق «دنفل،مندوب،اومستحب بیان اوددوی فرق» (سوال)»نفل،مندوب اومستحب کوم بولي اوددوی ترمنځ څه فرق دۍ»،جواب»دجمهورودفقهاؤاواصوليينوپه نزدنفل،مندوب،مستحب،تطوع ،مرغب فيه،داټول سره مترادف اوپه يوه معني دي،دمندوب تعريف دوی په درې تعبيره کړی دۍ چي دادمندوب دمذکورومترادفاتوتعريفونه هم دي«۱»الندب ،يعني المندوب،مأمورلايلحق بترکه ذم من حيث ترکه من غيرحاجة الي بدل«۲»وقيل،هومافي فعله ثواب ولاعقاب في ترکه«۳»قيل،هوخطاب بطلب فعل غيرکف ينتهض فعله سبباللثواب» پوسه چي ومندوب ته نَدْب اومندوب ځکه ويل کېږي چي ندب په لغت کي په معني درابللوده ويوه کارته بيا وبيانولواوشمېرلوته دنيکيوده مرده هم ندب ويل سويدی نوومستحب کارته چي مندوب ويل کېږي په دې وجه چي شارع چي خدای پاک اورسول دۍ خلګ وکولودده ته رابللي دي اودده ثواب اوفضيلت يي ورته بيان کړی دۍ ،اومستحب په لغت کي داسم مفعول صيغه ده له باب څخه داستفعال په مانا دخوښ کړه سوي،نوومندوب ته مستحب ځکه ويل کېږي چي دَيْ دالله پاک اودده درسول خوښ دۍ،اونفل ځکه ورته ويل کېږي چي نفل په لغت کي وزيادت ته ويل کېږي نوڅرنګه چي مندوب پرفرضواوواجبواوپرسنتوباندي زائددۍ اوپه ده سره ثواب زياتېږي نوځکه نفل ورته ويل کېږي،اوتطوع ځکه ورته ويل کېږي چي تطوع په اصل کي په خپله خوښه يوکارکولوته ويل کيږي څرنګه چي مندوب هم يوداسي عمل دۍ چي سړی يې په خپله خوښه کوي دشريعت له خواالزام نسته نوځکه تطوع ورته ويل کېږي،او،مرغب فيه ،ځکه ورته ويل کېږي چي شريعت وخلګوته دده په کولوکي رغبت ورکړی دۍ،الموسوعة الفقهية،،پوسه چي داحنافوپه نزدمستحب اومندوب سره مرادف اويودي،اودايي تعريف دۍ،«مايثاب علي فعله ولايلام علي ترکه وجاء فيه دليل خاص،»يعني مندوب اومستحب هغه دی چي که يي څوک وکوي نوالله پاک ثواب ورکوي اوکه يي نه وکوي نوعذاب خوبېخي نلري خوملامتيالاهم نه باندي ويله کېږي اوددوی په باره کي به بالخصوص شرعي دليل لکه حديث مثلاموجودوي،اودنفلوکټ مټ همدغه تعريف دی خوپه نفلوکي داضرورندی چي دده په باره کي به خاص دليل موجودوي بلکه يابه عام اويابه خاص دليل وي نونفل تردوی دواړوعام دي،،شامي ج،۱،
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery