مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

و-ج قیمتي موټر

امین الله عادل

تور رنګی و-ج قیمتی موټر

په باراني ورځ یې خپلې پاکې جامې اغوستې وې، په ډېر احتیاط یې ځان تر سړکه را رساوه او د سړک پر سر د لیني موټر په انتظار ودرېد ترڅو خپل مطلوب ځای ته ځان ورسوي.
په همدې شېبه د هغه خوا دوه تور رنګه قیمتي موټر په تېزۍ سره راغلل، د یوه په پليټ (و ج) لیکلي  او بل بې پلېټه ؤ، وهمناک آرنګونه یې کول، نورو موټرو ژر ژر ځان چپاوه او د سړک د سر خلکو بیا په ځيره ځیره همدې موټرو ته کتل.
د هغه دا پام نه ؤ، چې د کنډ او کپر سړک د اوبو او خټو له ډک جمپ سره ولاړ دی، تور رنګي موټر یې جامې په خټو او چټلو اوبو ککړې کړې. ځان ته یې وکتل او بیا یې د ګیلې په ډول په ځیره تور رنګي ته وکتل. دې ټکي یې ذهن ته را ټوپ کړل، چې "غریب مړ کړه خو جامې یې مه څیروه!" له تور رنګي موټر څخه پرې په تونده لهجه غږ را وشو. "خو لږ لېري ودريږه!"
نوموړي په ژبه او د سر په اشارې سره ورته وویل: "بښنه غواړم!"
چا ورته وویل: ته ولې بښنه غواړې ملامت خو دوی دي!؟  د هغه ځواب دا ؤ: " دوی چې ټول ولس او ملي مصالحو ته همداسې خټې ور شیندي. زما غوندې غریب سړي جامې ورته څه دي؟!"

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery