مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د زابل او کلات لنډتاريخي شاليد (لومړی برخه)

شريف الله دوست سرواني




په (زابل) چي دبري  پرنيلي سپور سي
په لاهور يې دمېړاني   ګذارونه
                                                        (ښکارندوی)

کله چي د افغانستان  په اوسني  اداري  تشکيلاتو کي د کندهار او غزني  ترمنځ زابل  او کلات ، دتاريخ په پاڼو کي لټوو په خورا توپيري  نومونو سره به موپه مخه راسي. د زابل  ساحه  په تاريخ کي تر اوسني حالت ډیره ويړه او پراخه وه. اوسنی زابل د تاريخ په اوږدوکي په   لاندي نومونو راغلی :
زاول ، زاولستان ، زابل، زابلستان ، تسوکوی چای(په چینايي متونو کي)، ابو ليستان(د مسعودي متن) او ، فيروزي کيکا او ... په نومونو مشهور دی.
 په شرفنامه منيږي  کي راغلي (زابلستان د رستم(پهلوان)د پلرونو  او نيکونو ټاټوبی دی. د زابل ساحه يې  سويل ته د سند تر روده،  شمال کي تر هرازه جات،   ختيځ  کي د کابلستان او لويديځ کي ترسيستان پوري د زابل بللې ده.(دهخدا لغت نامه).
 د قيقي بلخي وايې:
برآمدبسي روزګاران بر اوی
که خسرو سوی(سيستان) کر د روی
که انجا کند زندو اوستا روا
کند موبدان را بدان برګوا

به (زابل) ببرند مهمان خويش
همه ببردند مهمان خويش
از او زند واستا بياموختند
نشتند وآتش  بر افروخت
 دی ميلمه پالنې   دوه کاله  وخت واخيست:
 که او پهلوان  جهان  راببست
تن پلوارش  په آهن بخست

به (زابلستان) شد بپيغمبري
که نفرين کند بربت  آزري ( )

فر دوسي  په شاهنامه  کي تر سنده  د زابلستان  دحدودو يادونه داسي کوي:
ز(زابلستان) تابد دريايي سند
نوشتم عهد تورا برپرند
 (فردوسي)
 بل ځای کاږي:
که اوراست تاهست (زابلستان)
همان بُست و غزنين وکابلستان( )

د منيري شرفنامه له بوستانه :
چو بهمن ز (زابلستان) خواست شد
چپ آواز افکند و بر راست شد


د مجمل التواريخ والقصص مؤلف ليکي :
 ژباړه: " د غرجستان  پاچاه ته( شار)  وايې او د باميان پاچاه( شین ) بولي او دا ولايتونه  د غور، غرجستان او باميان، د (زابلستان) ، په ټولګه کي  د رستم وه  او دا لقبونه همده ايښي دي او تر اوسه  هم پرځای دي."( )
ياقوت حموي وايې:
ژباړه:  "همدا (زابل )دی چي عجمان يې (زابلستان) بولي او  د بلخ او طخارستان  په سويل کي  يوه لويه ناحيه ده. "
د دې ناحيې  مرکز (غزنه) تاريخي  او لوی ښا دی زابلستان زابل ته  منسوب  د رستم بن دستان دنيکه دی.
د فتوحات الاسلاميه  بعد معنی الفتوحات النبويه دلومړي ټوک په ۱۰۴ مخ کي . (( دعبدالرحمن بن سمره په بريوکي د (داور = دهلمند زمینداور) ترنيولو وروسته  کاږي ،  ژباړه:کابل او (زابلستان) يې  چي د(غزني)  ولايتونه  دي ونيول  ، بيرته زرنج ته ستون نه سو)).
نور بیا
(راتلونکی سرلیک : زابل ته داسلام راتګ)

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery