مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-23   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې شپږمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې شپږمه تحفه رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله له پاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او ډول ډول نعمتونه یې راکړي دي ! او دا هم شپږمه تحفه . د هغو دوستانو څخه ډیره مننه چی ځوابونه یې رالیږلی دي ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ د قرآن مجید پر حروفو باندی نقطې تر ټولو اول چا ولګولې ؟ ۲ ـ په قرآن مجید کی کوم حرف تر ټولو ډیر استعمال سوی دی ؟ ۳ ـ په قرآنکریم کی کوم حرف تر ټولو لږ استعمال سوی دی ؟ ۴ ـ د عربي حروفو تعداد څو دی ؟ ۵ ـ د صحابه وو د زمانې دوه مشهور مفسرین څوک وو ؟ ۶ ـ که یو روژه لرونکي غیبت وکړ ، یا یې درواغ وویل خو په دې باور سو چی روژه یې ماته ده ، بیا یې نو خوراک او څښاک وکړ روژه یې څنګه ده ؟ الف : روژه یې صحیح ده ؛ ب : ماته ده صرف قضایی به راګرځوي ؛ ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي ؛ د : صرف روژه یې مکروه کیږی . ۷ ـ په حلق کی بې اختیاره د دوړو یا دود ( لوګي ) ننوتل پر روژه څه اثر کوی ؟ الف : روژه ماتوی ؛ ب : روژه نه ماتوی ؛ ج : روژه مکروه کوی ؛ د : روژه فاسده کوی . ۸ ـ د جنت د راجسټر نوم څه دی ؟ الف : علیین ؛ ب : سجین ؛ ج : نعیم ؛ د : فردوس . ۹ ـ رسول الله (ص) په څو کلنۍ کی خپل نیکه له لاسه ورکړ ؟ الف : په ۵ کلنۍ کی ؛ ب : په ۶ کلنۍ کی ؛ ج : په ۸ کلني کی ؛ د : په ۱۰ کلني کی ؛ ۱۰ ـ پیغمبر (ص) تر بعثت مخکی په کوم جنګ کی ګډون کړی و ؟ الف : فجار ؛ ب : اوس ؛ ج : حلف الفضول ؛ د : هیڅ یو هم نه . او دا هم د نن زرین اصل : الفاظ د بنده غلام وی ، مګر تر ویلو وروسته بنده د الفاظو غلام سی !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery