مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-27   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې لسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې لسمه تحفه روژه د ټولو آسمانی ادیانو د ظهور میاشت ده . روایت دی چی ټول الهی کتابونه په روژه کی نازل سوي دي : پر ابراهیم (ع) باندی صحیفې په روژه کی نازل سوي دي ؛ پر موسی (ع) باندی تورات د روژې پر شپږمه نازل سوی دی ؛ پر داؤد (ع) باندی زبور د روژې پر اتلسمه نازل سوی دی ؛ پر عیسی (ع) باندی انجیل د روژې پر دیارلسمه نازل سوی دی ؛ او پر محمد رسول الله (ص) باندی قرآن د روژې د لیلة القدر په شپه نازل سوی دی چی د وروستۍ لسیزی یوه طاقه شپه ده . او دا هم لسمه تحفه . ستاسو ځوابونو ته سترګی په لاره ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له خوا راغونډ سوی قرآن څه نومېدئ ؟ ۲ ـ د قرآن مجید تر ټولو اول کتابت په کوم رسم الخط وسو ؟ ۳ ـ د قرآن مجید څو سورتونه د حیواناتو په نوم دي ؟ او کوم حیوانات ؟ ۴ ـ په کومو دوو سورتونو کی ویل سوي دي چی رسول الله (ص) جبرایل (ع) لیدلی دی ؟ ۵ ـ پر پیغمبر علیه السلام باندی ټوله څو کاله وحی نازلېدې ؟ ۶ ـ که د روژه لرونکي حلق ته د باران اوبه دننه سی نو ؟ الف : روژه یې مکروه کیږی ؛ ب : ماتیږی او قضایی باید ونیسي ؛ ج : ماتیږی، قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ د : روژه یې نه ماتیږی . ۷ ـ که د روژه نیونکي خولې ته واوره یا د یخي ټوټه دننه سی نو ؟ الف : روژه نه ماتیږی ؛ ب : صرف مکروه کیږی ؛ ج : ماتیږی ، قضایی او کفاره دواړه لری ؛ د : ماتیږی او صرف قضایی لری . ۸ ـ په جنت کی به د جنتیانو عمر څومره وی ؟ الف : ۲۵ کاله ؛ ب : دیرش یا پنځه دیرش کاله ؛ ج : اته ویشت یا دیرش کاله ؛ د : څلویښت کاله . ۹ ـ چا د اوښ لرئ د پیغمبر علیه السلام له سره ایسته کړ ؟ الف : فاطمې (رض) ؛ ب : عبدالله بن مسعود (رض) ؛ ج : ابوبکر صدیق (رض) ؛ د : حضرت علی (رض) . ۱۰ ـ په اسلام کی لومړنۍ شهیده ښځه سمیه (رض) چا شهیده کړه ؟ الف : د ابوجهل له خوا ؛ ب : د ابو لهب له خوا ؛ ج : د عاص بن واثل ثقفی له خوا ؛ د : د عبدالله بن ابی له خوا . او دا هم د نن زرین اصل : د انسان ماضی که د هر څومره ګناهونو څخه ډکه وی ، آینده خو یې همدا اوس باالکل پاکه ده . نو الله توبه ډیره خوښوي !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery