مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-28   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې یوولسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې یوولسمه تحفه د روژې د مبارکی میاشتی لومړنۍ ( یعنی د رحمت ) لسیزه تیره سوه اودا ده نن دوهمه ( یعنی د مغفرت ) لسیزه پیل سوه . انسان ، خصوصأ مسلمان هیڅ د خطا څخه خلاص نه دی . موږ او تاسی ضرور د لږ یا ډیری ګناه مرتکب کیږو . څنګه چی دا د مغفرت لسیزه ده او الله تعالی عفو ، بخښنه او مغفرت لوروي ، نو څومره به ښه وی چی د رحیم او کریم خدای څخه بخښنه او مغفرت وغواړو تر څو ومو وبخښي . حدیث دی چی که څوک مغفرت و نه غواړی هغه به ډیر بد نصیبه وی . نو غوره دا ده چی استغفار په تیره بیا « استغفرالله رب من کل ذنب و اتوب الیه » ډیر ووایو . الله تعالی فرمایی چی بېشکه نیکۍ بدۍ له منځه وړی ، او دا هم یوولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په تمه ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ د قرآن مجید د نزول شروع په کوم کال کی وسوه ؟ ۲ ـ د رسول الله (ص) د کوم اکا نوم په قرآن مجید کی ذکر سوی دی او چیری ؟ ۳ ـ د وحی تر نازلېدو مخکی رسول الله (ص) څو کاله رښتیاني خوبونه لیدل ؟ ۴ ـ کوم سورت ته ام القرآن هم وایی ؟ ۵ ـ کوم سورت یې سبع مثاني هم بللی دی ؟ ۶ ـ که د یو روژه لرونکي پخپله خوا وګرځی ( یعنی بې اختیاره قی ووهی ) ، نو ؟ الف : روژه یې ماتیږی ؛ ب : نه ماتیږی ؛ ج : صرف مکروه کیږی ؛ د : ماتیږی او قضایی باید ونیسی . ۷ ـ د رمضان د میاشتی روژې پر هر بالغ عاقل مسلمان باندی فرض دي . نو د کوم شرعی عذر څخه پرته د هغه نه نیول څنګه دی ؟ الف : مکروه عمل دی ؛ ب : حرام دی ؛ ج : کفر دی ؛ د : منافقت دی . ۸ ـ جهنم ، لظی ، حطمه ، سعیر ، سقر ، جحیم ، هاویه د کومو شیانو نومونه دي ؟ الف : د دوږخ د وادیو ؛ ب : د دوږخ د چینو ؛ ج : د دوږخ د دروازو ؛ د : د دوږخ د طبقو . ۹ ـ د لومړي ځل له پاره د کافر وینی چا توی کړې ؟ الف : سعد بن ابی وقاص (رض) ؛ ب : عمر بن خطاب (رض) ؛ ج : حمزه بن عبدالمطلب (رض) ؛ د : حضرت علی بن ابی طالب (رض) . ۱۰ ـ چا بلال (رض) او عامر بن فهیره (رض) رانیول او آزاد یې کړل ؟ الف : ابوبکر صدیق (رض) ؛ ب : پخپله رسول الله (ص) ؛ ج : حضرت عمر (رض) ؛ د : حضرت علی (رض) . او دا هم د نن زرین اصل : ژبه هیڅ هډوکیً نلری خو دومره قوت لری چی که د چا زړه زخمی کړی نو هغه بیا نه جوړیږی !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery