مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-29   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې دوولسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې دوولسمه تحفه روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » ، او دا هم دوولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په انتظار ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ باب القرآن ، ام القرآن ، ام الکتاب ، الشفأ ، الدعا او نور د کوم سورت نوم دی ؟ ۲ ـ د قرآن مجید لومړنی حافظ څوک دی ؟ ۳ ـ سورهً فاتحه مکي سورت دی که مدني ؟ ۴ ـ په قرآنکریم کی د څو پیغمبرانو ذکر راغلي دي ؟ ۵ ـ د قرآن مجید پنځه ـ شپږ نومونه چی پخپله قرآن ذکر کړي وی کوم دي ؟ ۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو طاقت لری خو د ناروغۍ د ډیرېدو اندیښنه یې نه وی نو ؟ الف : نیول یې لازم دی ؛ ب : لازم نه دی ؛ ج : مکره عمل دی ؛ د : اختیار لري . ۷ ـ که روژه لرونکی په باخبرۍ سره ( یعنی قصدأ ) اوبه وڅښی یا بل شی وخوري نو ؟ الف : صرف قضایی باید ونیسي ؛ ب : صرف کفاره باید ادا کړی ؛ ج : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ د : دا مکروه عمل دی . ۸ ـ د عاشورا په ورځ یعنی د محرمی پر لسمه باید څه وکړو ؟ الف : باید روژه ونیول سی ؛ ب : باید ځانونه وډبوو ؛ ج : باید یوازی غم او ماتم وکړو ؛ د : باید صرف نفلونه او تلاوت وکړو . ۹ ـ حبشې ته د لومړني هجرت پر مهال مسلمانان هلته څومره موده پاته سول ؟ الف : درې میاشتی ؛ ب : اته میاشتی ؛ ج : درې کاله ؛ د : مدینې ته د پیغمبر (ص) تر هجرت پوری . ۱۰ ـ د نجاشي په دربار کی د مسلمانانو ویندوی څوک و ؟ الف : عثمان بن عفان (رض) ؛ ب : زید بن حارث (رض) ؛ ج : جعفر بن ابی طالب (رض) ؛ د : حضرت علی (رض) . او دا هم د نن زرین اصل : سترګی د زړه دروازه ده ، ټول آفتونه له همدې لاری زړه ته ننوزی ( حضرت عمر رضی الله عنه ) .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery