مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د زابل او کلات لنډ تاریخي شالید (دریمه برخه)

شریف الله دوست(سرواني)


 
شریف الله دوست(سرواني)
په تېر پسې...
زموږ دهېواد په پښتو او  دري،ادبياتو کی لکه مخکي چي هم څه نغوته ورته وسوه ، د (زابل)  او (زاول) په بڼه  ډېر نومونه راغلي دي.
فردوسي زر کاله مخکي  په شهنامه کي راوړي:
زګنبدان بود راهش يکی
دګرسوی  (زابل) کشید اندکي
هم اندر زمان ديدبانش بديد
سوی (زابلستان) فغان برکشيد

همداسي کاږي:
بخواري شوم سوی (زابلستان)
بنالم زسا لار کابلستان( )

فردوسي  په ټوله کي  دا دوه نومونه  په اوسنۍ  بڼه راوړي  لکه څنګه چي په پورتني  بېلګه کي ښکاري.
 همداسي  (۱۳۰۰کاله)  پخوا د اميرکروړ  جهان پهلوان په شعر کي  هم (زابل) تر فردوسي  مخکي په اوسنۍ  بڼه راغلی بېلګه:
 زه يم زمری پردې نړۍ  له ما اتل نسته
په هند وسند وپه تخار او په کابل نسته
بل په (زابل) نسته  له مااتل نسته ( )

خو دحکيم اسدي بیا  (۴۵۸ هجري) کي يادنوم په دواړو ډولو سره راوړی.
بېلګه :
بشد تاسر مرزکابلستان
به کين جستن شاه (زابلستان )

همدا ډول  اسدي  دکابل او زابل  په هکله وايې:
کزين باربندم (بزاولستان )
بګيوم شهي  تابه کاولستان( )

 له پورتني  څرګندونو څخه معلوميږي  چي له امیر کروړ  دوه سوه پنځوس(۲۵۰کاله) وروسته دغزنویانو په وخت  کي د دې نامه دواړه  بڼې  معمولي وې.
همداسي د ګرديزي  په زين الاخبار ، مجمل التواريخ، البيروني  اثارو، تاريخ سیستان او حدود العالم  کي هم د(زابل)  نوم راغلی دی حمد الله مستوفي هم  په (۷۳۰هجري)  کی د (زاول)  يادونه  په څرګندو ټکو کړې ده وايي:  ((محمود زاولي   چي مور يې د زاول (زابل) ديوه خان لور وه په همدې  سبب (زاولي  محمود) هم ياديده.( )
خواندامیر  په خپل تاریخ حبیب السیر  دوهم ټوک د  عراق (بین النهرین) د هارون رشید او مامون رشید تر سرلیک لاندي کاږي :
ژباړه " ... او هارون په دې وخت کي په مکه مکرمه کي و او خپل څلور خواوي ولایتونه يې خپل د خپلو اولادونو په منځ کي تقسیم کړله ختیځه سیمه لکه  : کرمان شاهان او نهاوند او قم او کاشان او اصفهان او فارس او کرمان او  ري او قومس او طبرستان او خراسان او (زابل) ،   او کابل او هندوستان او ماوراءالنهر يې عبدالله مامون  ته ورکړل     "
بل ځای دسلطان محمود تر ذکر لاندي کاږي:
ژباړه : سلطان محمود  دامیر ناصرالدین سبکتګین زوی ، مور يې دزابلستان دیوه مخور خان لور وه ځکه يې دی (سلطان محمود زابلی) باله.( )
لیسترنج  زیاتوي :
 چي عرب جغرافیه لیکونکو به د هیرمند(هلمند) رود غرني اقلیم او قندهار  رود پوري شاوخوا ته  (زابلستان) ویل . او په ناخبرۍ سره  وايي : د دې سیمي نوم مبهم او پټ دی او اغلب چي به دغزني شاوخوا سیمي باندي اطلاق کېده .( )
ملک شاحسین سیستانی(هلمندی) کاږي: "  دسیستان بنسټګر  ګرشاسپ(غرغښت) دی دفریدون  وخت کي له  ښوخدمتونو  وروسته دسیستان ایالت  ، (زابل) او کابل دده په برخه ورسېدل  " زیاتوي چي (زابل) له دې جهته ورته وايي چي  چي دسیستان  (هلمند) ټول لرغوني ښارونه  یا داوبو پر غاړي وه یا د غرونو په لمن کي  ځکه زر او جواهرات له سیند او معادن څخه تر لاسه کیږي.
نو ددې ښار دجوړېدو سره يې وویل چي زموږ ټول شیان  له ابو او ول څخه دي چي په فرس ژبه کي (آب وگل) دی یو دوه حرفه يې د ډېر استعمال په وجه لیري  او سره اوښتي (زابل) ترې جوړ سوی دی  ( )دملک شاحسین له خولې د (زابل) دنامه وجه  مستنده نه ښکاري بلکي یو روایتي بڼه لري.

زابل ، دروزګان په ډبر لیک کي :
(بیور) داکسفورډ دپوهنتون استاد دروزګان پر ډبرلیکونو لیکني کړي او  خپرې کړي یو ځای کاږي : "دغه دروزګان کتیبې له هغو نورو درو  هفتالي(ابدالي) کتیبو سره چي په ټوچي(وزیرستان) کي پیداسوي دي او اوس په پیښور موزیم کي دي ورته والی لري.   "
پروفیسور (بیور) زیاتوي  د رزوګان یوه کتیبه چي ښه روښانه هم ده او په یوناني انځورلیک لاندي الفاظ پکښي لیدل کیږي:
1) باګوس
2) شاهو
3) زاولو(زابلي)
4) مهروزکي
زاولو :
پورتنیو  دریو نومونو کي (زاولو) يې (زابل) ته منسوبه کلمه ده ، زاول ، جاول او جاوله هم تلفظ کېده .
 (زابلستان) له غزني څخه دهلمند تر غاړو پوري ساحه وه چي  (کلات) ، جاغوري(جاولي؟) اجرستان (جاولستان= زابلستان؟) ، روزګان يې مرکزي ځمکي وې.
علامه حبیبي زیاتوي چي کتیبه هم په  دره شالي کي ده ، هغه چي  له کندهاره ، دروزګان پر لار  اجرستان او جاغوري ته ځي.
دې ځای کي د(زابلي ) په نوم  یوه قبیله  (۱۸۴۲ ز) کي هم شتون درلود چي زر  کورونه  وو.( کابل سکندر،برنس۲۳۰مخ) ( )
همداسي د غزنوي دربار هلمندی شاعر ، فرخي سیستانی(هلمندي) زر کاله پخوا  په خپل دیوان کي د (زابل ) او (زابلستان) دواړه  یاد کړی دی:
مخوان قصه رستم (زاولي) را
ازین پس دګر،کان حدیثیست منکر
ازین بیش بوده ست (زاولستانرا)( )
به سام یل و رستم زال مفخر
ولیکن کنون عار  دارد ز رستم
که دارد چو توشهریاری دلاور

بل ځای دسلطان محمود په ستاینه کي کاږي:
خداوند ماشاه کشورستان
که نامی بدوګشت (زاولستان)
*****
نه سنګی و سنګ ازتو ناچیز ګردد
مګر خنجر شهریار جهانی
یمین الدول میرمحمودغازی
امین ملل شاه (زاولستانی)( )
*****
شه ( ) زاولستان محمود غازی
سرګردنکشان هفت کشور
به نیزه کرګردن را پرکندشاخ
به زوبین بشکندسیمرغ راپر( )

 


اخځلیکونه :
1)   ــ وګورئ ، دفردوسي  شاهنامه .
2)   ـ پټه خزانه ، دعلامه حبيبي  په سريزه.
3)   ــ ګرشاسپ نامه، دعلامه حبيبي  په حواله ۲۰۱ مخ.
4)   ــ  پوهاند عبدالحي  حبيبي  ، جغرافيايې  تاريخي  افغانستان ، ميوند خپرندويه  ټولنه ، دوهم چاپ ، ۱۳۸۶ لمريز کال ۱۸۴ مخ.
5)   :خوندامیر ، تاریخ حبیب السیر ، دوهم ټوک ، د دکتر دبیر سیاقي په کوښښ ، انتشارات خیام ، څلورم چاپ ۱۳۸۰لمریز ، ۲۳۲مخ.
6)    : حبیب السیر ، دوهم ټوک ، ۳۷۵ مخ.
7)    : ګای لیسترنج ، جغرافیایی تاریخي سرزمین های خلافت شرقي ، فارسي ترجمه محمودعرفان،تهران اووم چاپ ،۱۳۸۶ کال،۳۷۴ مخ.
8)    : ملک شاحسین سیستانی (هلمندی) ، احیاءالملوک (۱۰۷۰هجري) ، دمنوچهر ستوده په زیار دوهم چاپ ،۱۳۸۳ ، ۱۷ مخ.
9)    : پوهاند علامه عبدالحی حبیبي ، دپښتو ادبیاتو تاریخ ، دوهم ټوک ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۴ لمریز ، ۳۷۴-۳۷۵ مخونه.
10)    : فرخي ، سیستانی ، دیوان ، د دبیر سیاقي په کوښښ،شپږم چاپ،۱۳۸۰لمریز،۱۴۸مخ
11)    : فرخی سیستانی ، دیوان،۲۴۸مخ
12)    : شه : شاه ، پاجاه ، د شاه تصغیری شکل.
13)    : دفرخي له دیوانه : ویل کیږي چي دغه دوه بیته ، د دائیه له قصیدو څخه دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery