مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-07   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې شلمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې شلمه تحفه شیخ الحدیث محمد زکریا صاحب داسی لیکلی دي : « د روژې میاشت د الله تعالی لخوا مسلمانانو ته انعام او نعمت دی . نو څومره به ښه وی که د دغه الهی انعام قدر وکړو . روژه د الله تعالی د محبوب ترینو عباداتوڅخه ده نو ارشاد فرمایی چی...... د روژې بدله زه پخپله ورکوم دا ځکه چی هغه خاص او خاص زما لپاره ده » . روژه د عبادتونو ، دعاوو او رحمتونو میاشت ده . په یو روایت کی راغلي چی الله تعالی د روژې په میاشت کی د عرش اوچتولو ملایکو ته حکم کوی چی خپل عبادتونه پریږدئ او د روژه لرونکو د دعاوو سره آمین ووایاست . نو الله دی د ډیرو دعاوو او استغفار توفیق راکړی . دا هم شلمه تحفه . لطفأ خپل ځوابونه راولیږئ . د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله د مبارکی روژې تر ختمېدو وروسته اعلان سی . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ د معراج پیښه د بنی اسراییل سورت په کوم آیت کی بیان سوې ده ؟ ۲ ـ په سورهً کهف کی د کومو اصحابو ذکر سوی دی ؟ ۳ ـ د سورهً بنی اسراییل کوم آیت په مدینه کی نازل سوی دی ؟ ۴ ـ هغه کومه ښځه ده چی په قرآن کی صرف د هغې نوم ذکر سوی دی ؟ ۵ ـ په سورهً کهف کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ۶ ـ که د روژې د میاشتی قضایی روژه چا نیولې وی خو هغه ماته کړی نو ؟ الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ ب : یوازی قضایی لازمه ده ؛ ج : دواړه لازم نه دي ؛ د : اختیار لري . ۷ ـ په روژه کی د غاښ کښلو له امله چی وینی حلق ته نه وی تللی نو ؟ الف : روژه یې نه ماتیږی ؛ ب : روژه یې ماتیږی ؛ ج : روژه یې مکروه کیږی ؛ د : باید قضایی روژه ونیسي . ۸ ـ د منافق درې نښی کومی دي ؟ الف : بخیلي ، نامردي ، ظلم ؛ ب : زنا ، قمار ، شراب ؛ ج : درواغ ویل ، په امانت کی خیانت کول ، وعده نه پوره کول ؛ د : ټوله صحیح دي . ۹ ـ لومړنی هغه صحابي چی د اذان الفاظ یې په خوب کی واورېدل او پیغمبر (ص) ته یې خبر ورکړ څوک و ؟ الف : حضرت بلال (رض) ؛ ب : حضرت عمر (رض) ؛ ج :عبدالله بن زید انصاری (رض) ؛ د : ابن مسعود (رض) . ۱۰ ـ اذان په کوم کال کی شروع سو ؟ الف : اول هجري کال ؛ ب : دوهم هجری ؛ ج : درېیم هجری ؛ د : څلورم هجري . او دا هم د نن زرین اصل : دا فکر مه کوه چي الله تعالی دعا ژر نه قبلوي ، بلکی دا شکر کوه چي الله تعالی زموږ د ګناهونو سزا ژر نه راکوي !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery