مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-10   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې درویشتمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې درویشتمه تحفه قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی..... نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . » روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ډیر اهمیت ورکوی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی غفلت ، سُستي او بې پروایي کړې وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . نو دا هم درویشتمه تحفه ، او ستاسو د ځوابونو په تمه . باید وویل سی چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې څخه وروسته انشاالله خپاره سی ډاډه اوسیً . والسلام ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ النمل څه معنی ؟ ۲ ـ په سورهً الشعرا کی د حضرت صالح (ع) کومه معجزه ذکر سوې ده ؟ ۳ ـ په سورهً القصص کی د کوم پیغمبر قصه په تفصیل سره بیان سوې ده ؟ ۴ ـ په سورهً النمل کی د کومی ملکې ذکر راغلی دی ؟ ۵ ـ په سورهً « ص » کی د کوم پیغمبر ذکر ډیر سوی دی ؟ ۶ ـ که چا نفلي روژه په قصده وخوړل یا یې جنسي عمل وکړ نو ؟ الف : روژه یې مکروه کیږی ؛ ب : روژه یې ماتیږی او باید قضایی راوګرځوی ؛ ج : قضایی او کفاره به دواړه ادا کوي ؛ د : نفلي روژه نسته . ۷ ـ که یو څوک په بل چا باندی په زوره روژه ماته کړی نو ؟ الف : روژه یې نه ماتیږی ؛ ب : روژه یې مکروه کیږی ؛ ج : روژه یې ماتیږی خو صرف قضایی به راګرځوي ؛ د : قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی . ۸ ـ پر شاګرد د استاد څومره حقونه دي ؟ الف : د خپل مور او پلار د حقونو غوندی ؛ ب : د خپل اولاد د حقونو غوندی ؛ ج : د خپلو وروڼو او خویندو د حقونو غوندی ؛ د : ټوله صحیح دي . ۹ ـ د احد په غزا کی د مشرکینو قوماندان څوک و ؟ الف : ابو سفیان ؛ ب : ابی بن خلف ؛ ج : خالد بن ولید ؛ د : ابوجهل . ۱۰ ـ رسول الله (ص) په کومه غزا کی امر وکړ چی د خرما باغونه دی قطع او وسوځل سی ؟ الف : د احزاب غزا ؛ ب : د خیبر غزا ؛ ج : د بنی نضیر غزا ؛ د : د تبوک غزا . او دا هم د نن زرین اصل : د ګرمۍ د روژو څخه مه ډاریږه . الله د لږ ګرمي ، لږ تندې ، او لږ لوږې په بدل کی د تلپاتی ګرمۍ ، تلپاتی تندې او تلپاتی لوږې څخه نجات درکوی !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery