مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-11   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې څلیرویشتمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې څلیرویشتمه تحفه د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د ایمان ټینګېدل دي. روژه د بدن زکات دی، د ګناهونو سوځول دي، د روح پیاوړتیا ده، د الهی امر مراعاتول او منل دي، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب څخه ساتنه ده، د نفسانی حاکمیت ځپنه ده، د الهی رحمت حاصلوَنه ده، د مغفرت ګټنه ده، د توبې قبلېدنه ده، او د جنت ژمنه ده. نو ښه دا دی چی د الله تعالی او رسول الله ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو. بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي. په همدې هیله څلیرویشتمه تحفه درته وړاندی کوم او ستاسو د ځوابونو په امید، خو د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله تر روژې وروسته اعلان سی. والسلام، (ن. صمدnsamad57@hotmail.com). پوښتنی : ۱ ـ په کوم غیر اسلامی مشهور دینی کتاب کی د قرآن نوم څو څو واره ذکر سوی دی؟ ۲ ـ کوم سورت د میوې په نوم دی، او کوم سورت د یو حکومت یا هیواد په نوم دی؟ ۳ ـ الصف څه معنی؟ ۴ ـ فاطر څه معنی؟ ۵ ـ په سورهً لقمان کی د حضرت لقمان نوم څو واره ذکر سوی دی؟ ۶ ـ که څوک په روژه کی خپلی خولې تر ستونی تیری کړی نو؟ الف: روژه یې نه ماتیږی؛ ب: روژه یې ماتیږی او قضایی به نیسی؛ ج: قضایی او کفاره به دواړه ادا کوي؛ د: روژه یې مکروه کیږی. ۷ ـ نارینه چی په روژه کی په زوره د ښځی سره نږدېکت وکړی د هغې ښځی روژه څنګه ده؟ الف: روژه یې نه ماتیږی؛ ب: روژه یې مکروه کیږی؛ ج: روژه یې ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي؛ د: قضایی او کفاره دواړه به ادا کوي. ۸ ـ په اسلام کی د رشوت په هکله څه وعید ( خبردارئ ) دی؟ الف: دا ناپاکه عمل دی؛ ب: دا ام الخبایًث دی؛ ج: رشوت ورکونکی او رشوت اخیستونکی دواړه دوږخیان دي؛ د: په قیامت به دواړه ګوډ او شل وی. ۹ ـ د احد په غزا کی د مسلمانانو قوماندان څوک و؟ الف: معصب بن عمیر (رض)؛ ب: اسامه بن زید (رض)؛ ج: عبدالرحمن بن عوف (رض)؛ د: خالد بن ولید (رض). ۱۰ ـ الله تعالی په کومو آیتونو کی د عایشې (رض) برأت ثابت کړ؟ الف: د سورهً نور لس آیتونه؛ ب: د سورهً نساء لس آیتونه؛ ج: د سورهً انفال لس آیتونه؛ د: د سورهً مریم لس آیتونه. او دا هم د نن زرین اصل: ابن زیدون (رح) ویلی دي : د خپل دوست عیبونه د هغه څخه پټول خیانت دی او نورو ته یې بیانول غیبت دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery