مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبیلې وپيژنئ ! ۱۲۹ مه برخه مندړ( مندنړ)

ډکټر لطیف یاد

 

دپښتنو دنسب دشجرو پر بنسټ دمندړو دقبیلې مشر نیکه (مند بابا ) نومیده چې دخښي یا خشي زوی و .مند نیکه دوه زامن درلودل چې دیوه نوم یو سف و چې اولاده یې نن ورځ دیوسفزیو په نامه یادیږي اود بل زوی نوم یې عمرو.عمر یوزوی درلود چې مندړ نومیده چې اولاده یې د مندړوپه نامه یادیږي.
دتاریخي روایتونو پر بنسټ دمندړ پلار عمر ډیر بادیانته او دینداره انسان و.ده هند ته هم سفر کړی و اوداسې ویل کیږي چې هماغلته وفات شوی دی . دده ترمړینې وروسته دده ورور یوسف هند ته لاړ او خپل وریرونه او خپله ورینداره ( دورور میرمن ) یې بیرته خپلې سیمې ته راوستل او کله چې مندړ ځوان شو نو یوسف خپله لور ده ته په نکاح کړه .
مندړ دوه ز امن درلودل .دیوه نوم عثمان او دبل نوم اتمان و .عثمان هم دوه زامن درلودل چې دیوه نوم کمال او دبل امان و. دکمال اولادې ته کمالزي وایې چې په دووڅانګو ویشل شوي دي چې یوه څانګه یې مشران زي او بله یې دکشران زي په نامه یادیږي.
داتمان اولاده هم په په دووښاخونو ویشله شوې ده چې دیوه ښاخ څانګې اکازي ، کنازي او علي زي دي او داباسین په غاړه دمهابڼ په جنوب کې میشته دي .
مندړ دپښتونخوا ایالت په چمله ،کهلا بټ ، مانیرۍ ، بونیر ،هنډ ، شاه منصور ، پنجتار،یارحسین ، مردان او صوابۍ کې استوګنه لري .دچملې ختیز ته اباسین ، لویدیز ته یې یوسفزي ، شمال ته یې بونیر او جنوب ته یې مهابڼ مو قعیت لري . بونیر دیوې درې په بڼه ده ځمکه یې نا اواره او غرنۍ ده .په ۱۸۶۳ زیږدیز کال کې دامبیله مشهوره جګړه دانګریزانو اویو سفزیو او مندړو پښتنو تر مینځ هم همدلته پيښه شوې وه . داسیمه دمندړو پښتنو مرکز و.(۱)
دمندړو دقبیلې ښاخونه او ددوی داستوګنې سیمې :
لکه چې دمخه مو وویل مندړ دپښتونخوا په چمله ، مردان ، صوابۍ او بونیر کې استوګنه لري .دوی داباسین سیند په شمالي برخه کې په اوارو میداني سیمو کې اوسیږي.
تاریخ حیات افغاني چې له نن ورځې نه یوسلو پنځوس کلونه وړاندې لیکل شوي دي دمندړودښاخونو ، څانګو او ددوي داستوګنې دسیمو په اړوند داسې لیکي : ((مندړ اووه لوي ښاخونه لري چې له ټولو نه یې عثمان زي او اتمانزي لوی ښاخونه دي .دکمالزي هم په ددوڅانګو ویشل شوی دی چې دطورو اوسیدونکي مشران زي او دهوتي اوسیدونکي کشران زي دي .دکشران زیو ځینې نورې څانګې سکندرخیل، دیګان خیل، سادي خیل، بار ه خان خیل، محمود خیل، بهایی خیل( بای خیل)،اورستم خیل دي . دمندړوبل ښاخ امازي دي چې دوه څانګې لري چې دولتزي او اسماعیل زي دي چې له دغو امازیو نه یوه څانګه دمهابڼ په غرونو دچمله وادي په ختیزو غاړو کې استوګنه لري او چارغولی دامازیو یو لوي کلی دي))(۲) i.
دمندړو ددولتزیوڅانګه په کپور ګړهي کې استوګنه لري .اتمانزي بیاپه څلورو ښاخونو ویشل شوي دي. علي زي : چې ددوی له نسله طاهرخیلي څانګه په ګند ګهر کې استوګنه لري او نور ښاخونه یې کنازي ، اکازي او علي زي دي .بل دسدازي ښاخ دي چې په پنځو څانګو ویشل شوی دي چې په دوي کې عمر خیل ، میر احمد خیل او بهزاد خیل په هنډ ، صوابۍ ، مرغوز او کهلابټ کې اوسیږي همداراز دمندړو نور ښاخونه په لاندنیو ځایونو کې استوګنه لري(۳) :
اباخیل: په ګنډّ ، زبده ، هنډ، صوابۍ او شاه منصور کې اوسیږي
 عمرخیل: په کالا دره ، صوابۍ او مانیرۍ کې اوسیږي .
بهزادخیل : په کهلابټ کې استوګنه لري .

خدوخیل :په پنجتار ، براکي ، توتابي وباجا او بام خیلو کې استوګنه لري .
رځړ: په پنځو څانګوویش لشوې ده ، ماني زي ، ملک زي ، اکوزي ، خضرزي آو محمود زي ( ماموزي )
ماني زي : په یار حسین ، شیردره او یعقوبي کې استوګنه لري .
اکوزي : په دوبیانو ، سړه چینه او اسماعیلیه کې استوګنه لري.
خضرزي : په شیوه، کالوخان اوشیره غونډۍ کې میشته دي.
محمودزي ( ماموزي) په نوي کلي ، شیخ جانا ، اسوټا او نارنجي کې اوسیږي .
په مندړو کې ستر تاریخي شخصیتونه او اتلان تیر شوي دي چې مشهوریې خان ګجو بابا دی چې دمندړو او یوسفزیو مشرو.همداراز دهند مشهوررو هیله سردار نواب نجیب الدوله نجیب خان چې دهند دنجیب آباد سیمه دده دنامه له کبله مشهوره ده او دپاني پت په تاریخي جګړه کې داحمدشاه بابا ملګری و هم مندړپښتون و(۴).
دمندړو دود اودستور کټ مټ یوسفزیو پښتنو ته ورته دی او ویلای شو چې دا دواړه قبیلی سره له دی چې سره نږدې خپلوان دي ټول رواجونه یې هم سره یو دي.
ویل کیږي چې په ټوله پښتونخوا کې دمندړو پښتنو ټول شمیرد دوه ملیونو تنو په شاو خواکې دي .
----------------------------------------
۱- لطیف یاد ، پښتنې قبیلې ۲۵۴-۲۵۵ مخونه، دبیښورچاپ ، ۲۰۰۷ کال.
۲- حیات افغاني ، دډاکټر لطیف یاد ژباړه، پيښور ، ۲۰۹-۲۱۰ مخونه ، دپيښور چاپ ، ۲۰۰۷ کال.
3-http://historyofpashtuns.blogspot.com.au/2015/04/history-of-yousafzai-tribe.html
۴- دمندړو پښتنو په اړوند زما ( لطیف یاد ) یادداشتونه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery