مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-12   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې پنځه ویشتمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې پنځه ویشتمه تحفه درنو لوستونکو ، د روژې وروستۍ لسیزه د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور شپې دي . لیلة القدر ( یعنی د قدر او قدرت شپه ) د دې لسیزی په طاقو شپو کی یوه ده . نن پنځه ویشتمه روژه ده ، نو ښایی همدا نن شپه لیلة القدر وی ( والله اعلم ) . دوې طاقی شپې تیری سوي او دوې نوری طاقی شپې راروانی دي ؛ یعنی دوې تیری او دوې نوری ! ځینو علماوو ویلی دي چی یو کال یوه طاق شپه لیلة القدر وی او بل کال بیا هغه بله طاق شپه وی . خو ډیرﺉ اصحاب ، تابعین او تبعه تابعین د روژې اووه ویشتمه شپه لیلة القدر بولی ( مګر الله بهتر پوهیږی ) . په دغه شپه عبادت او الهی ذکر د یو زر میاشتو عبادت څخه هم بهتر دی . نو په همدې تمه لطفأ د روژې پنځه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ او خپل ځوابونه راولیږئ . موږ به د ټولو برخو ځوابونه تر روژې وروسته انشاالله اعلان کړو ، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ په سورهً الاحزاب کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد سوی دی ؟ ۲ ـ په قرآن مجید کی د کومو ظالمانو نومونه ذکر سوي دي ؟ نومونه یې واخلیً . ۳ ـ عیسی (ع) په کوم سورت کی د رسول الله (ص) د راتګ بشارت ورکړی دی ؟ ۴ ـ الله تعالی د خپل کلام په کوم ځای کی فرمایلی دي چی د دې کتاب ساتونکی زه پخپله یم ؟ ۵ ـ په قرآن مجید کی درسول الله (ص) نوم یعنی « محمد » څو واره ذکر سوی دی ؟ ۶ ـ که یو څوک پخپله د روژې میاشت ووینی خو حکومت روژه اعلان نکړی نو ؟ الف : باید روژه و نه نیسي ؛ ب : باید روژه ونیسی ؛ ج : باید اعلان ته منتظر سي ؛ د : باید د مسجد د امام څخه پوښتنه وکړی . ۷ ـ که څوک په روژه کی تر سهار کېدو مخکی په خوله کی نسوار واچوي او بیده سی ، خو وروسته چی راکښینی سهار سوی وی مګر نسوار یې په خوله کی وی نو ؟ الف : هغه باید تف کړی او روژه یې صحیح ده ؛ ب : روژه یې ماتیږی او قضایی پر واجب ده ؛ ج : قضایی او کفاره دواړه به ادا کوي ؛ د : اختیار لري . ۸ ـ پر میړه د ماندینې کوم حقوق دي ؟ الف : خوراک ، لباس ، استوګنځی ( رهایش ) ؛ ب : د وعده کړل سوي مَهر ادا کول ، نازول ، مینه ورسره کول ؛ ج : د اولاد په زوکړه کی ، بیا د هغوی په تعلیم کی مرسته ، د هغې راضي ساتل ؛ د : ټوله صحیح دي . ۹ ـ د احد د غزا داستان په کوم سورت کی راغلی دی ؟ الف : آل عمران ؛ ب : البقره ؛ ج : الکهف ؛ د : التوبه . ۱۰ ـ د افک د قضیې په سر پر چا باندی حد اجرا سو او هغه څه و ؟ الف : مسطح بن اثاثه ، حسان بن ثابت ، حمنة بنت حجش ( ۸۰ دُرې ) ؛ ب : مسطح بن اثاثه او حسان بن ثابت ( ۸۰ درې ) ؛ ج : حسان بن ثابت او عبدالله بن ابی ( سنګسار ) ؛ د : ټوله غلط . او دا هم د نن زرین اصل : خپله ژبه د بل په عیب لټولو مه ککړوه ، ځکه چی عیب خو ته هم لرې او ژبه هغه هم لري !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery