مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبیلې وپيژنئ - ۱۳۰ برخه مندوخیل

ډاکټر لطیف یاد
که چیرې دمندوخیلو دنسب شجره په غورسره تر څیړنې لاندې ونیسو نو جوته به شي چې دوی په غر غښتي پښتنو ورګډ يږي.
مندوخیل دژوب دوادۍ په ختیز و برخو کې دګومل اوکندر ددریابونو په ختیزه برخه کې دژوب دښار او دهغه ترشاو خواسیمو پورې پراته دي . دژوب سیند له هندو باغ ( اوسنی مسلم باغ) نه پیل اوشمال ختیزې خواته غزیدلی دی او دسرماغې تر څنګ دګومل د سیند سره یوځای شوی او دجنوب خواته یې مخه کړې ده .ویل کیږي چې دژوب دسیند اوبه دکر کیلې لپاره خوراګټورې اوبه دي چې له ځانه سره داسې مواد لري چې دکرنې لپاره ډیرښه او ګټوردي (۱) .
تاریخ حیات افغاني دژوب دسیند او دمندو خیلو پښتنودسیمو په اړوند داسې لیکي:
هغه ویاله چې دژوب له سینده بیله شوې ده نو میداني سیمو ته بهیږي چې هلته غنم او نورې غلې دانې کرلې کیږي .همداراز دغه میداني سیمه ښه څړ ځایونه لري او درمو او څارویو دپوولو او څرولو لپاره هم ترې کار اخیستل کیږي . ددغې ویالې په دواړو غاړو دمندو خیلو کلي پراته دي. دژوب دوادي شمالي برخه دسیوناداغ دجنوبي برخې دغرنیو سیمو سره پوله لري او دګومل ددرې جنوبي غره کې هغه ځای چې دژوب ، بورې او سلیمان غره په منځ کې پروت دی دبابړو او هریفال( هریپال) دښاخونو ځمکې دي. دژوب په ختیزه او سویلي برخه کې یوه شاړه او غیر آباده سیمه پرته ده چې دایسوټ او موسی خیلو ښاخونه پکې خپلې رمي څروي . دژوب سیمه حاصلخیزه او زیاتره دنهرونو په ذریعه خړوبیږي(۲).دژوب سیند( ۴۱۰) کیلو مټره اوږدوالی لري چې په کجوري کڅ کې دګومل له سیند سره یوځای کیږي.
دژوب وادي یوه تاریخي سیمه ده چې مشهور چینایی سیاح هیون تسنګ هم په دیارلسمې زیږدیزې پیړۍ کې له دې ځایه لیدنه کتنه کړې ده او په خپل یونلیک کې یې دژوب دتاریخي وادۍ یادونه کړې ده .همداراز دګورګاني امیر تیمور(مړ ۱۴۰۵ زیږدیز) لښکرې هم دلته راغلي دي او دژوب میړنیو پښتنو دژوب ددفاع اوساتنې لپاره ورسره جګړې کړي دي . ایرانی نادرشاه (۱۷۳۶-۱۷۴۷ زیږدیز)هم پردې سیمې یرغلونه کړي دي او ددې ځای پښتنو دایراني غلیمانو سره هم په نره جنګیدلي دي.
ددرانی احمد شاه بابا (۱۷۴۷-۱۷۷۲ زیږدیز)په وخت کې داسیمه دهغه په پاچاهی کې شامله وه او بیکر نیکه چې جو ګی زی پښتون و دیوه فرمان له مخې داحمد شاه بابا له خوا دژوب واکمن ټاکل شوی و(۳).
دژوب دیسټریکټ( ولسوالۍ) بنسټ په ۱۸۹۰ زیږدیز کال کې دانګریز رابرټ سنډیمن له خوا ایښودل شوی دي .دژوب لرغونی نوم هم اپوزي و، خو کله چې انګریزان په ۱۸۸۹ زیږیدیز کال دې سیمې ته راغلل ددغه ځای نوم یې بدل کړ او فورټ سنډیمن نوم یې پرې کیښود. په ژوب کې زیاتره مندوخیل ، کاکړ، شیرانی، ناصر ،داوي ، خوستي، لهون، ساپيان، بابړ او هریفال( هریپال) اوسیږي ، خو دمندو خیلو شمیر پکې تر نورو پښتنو زیات دی.
دمندو خیلو قبیله په لاندنیوښاخونو ویشلې شوې ده:
کاریزي ، ایرب زی،اپوزي ،سون خیل ،ممي زي او شیخان، خوپه مندو خیلو کې دکاریزي ښاخ ددغې قبیلې مشران پاتې شوي دي.په ژوب کې نن ورځ تقریبا پنځوس زره خلک استو ګنه لري.
مندوخیل سپین زړي ، سپیڅلي ،میلمه پال، دښو کړو وړو خاوندان او په پښتو او پښتونواله ټینګ خلک دي .ددوی زیاتره دودونه او رواجونه کاکړو ته ورته دي .زیاتره خلک یې دکرنې اومالدارۍ په چارو بوخت دي ، خوله نیکه مرغه نن ورځ پکې دعلم او پوهې سره تړلي کسانهم پکې شته.
مندو خیلو دانګریزي تیري کوونکو پر خلاف له ویاړه ډکې مبار زې کړي دي او تاریخي شخصیتونه یې په خپله غیږه کې روزلي دي چې کولای شو ددغې قبیلې دکاریزي دښاخ دسیدال خیلو له څانګې نه دلاندنیو تاریخي شخصیتونو نومونه و اخلو:
سیدرحمت، ظریف خان ، خانان، اختر خان ، اکرم خان ، شیرخان او ازمیر خان. په دغو پورتنیو تاریخي شخصیتونو کې یو هم غازي ازمیر خان و چې دمندوخیلو دسیدال خیلو څانګې ته منسوب و.نوموړی په ۱۸۹۳ زیږدیز کال کې داخترخان په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې .د ازمیر خان پلار ته دخان لقب دافغانستان دهغه وخت د واکمن سرا ج الملة والدین امیر حبیب الله خان له خوا ورکړل شوی و. هغه وخت و چې ده په کابل کې دامیر حبیب الله خان سره ولیدل نو هغه ده ته یو جرمنی ټوپک هم دسوغات په توګه ورکړ او ده ته یې دخان خطاب وکړ.
سردار اختر خان بو زړور او بهادر انسان و. ده دانګریزي ښکیلاکګرو نه ژوره کرکه درلودله.دامیر حبیب الله خان تر مړینې وروسته هغه د غا زي امان الله خان دلیدلو لپاره کابل ته لاړ څو دامیر امان الله خان سره دانګریزانو پر خلاف مشورې وکړي ، خو دبیرته راتګ په وخت کې دمکاویر په سیمه کې دخپل آسه راولوید او وفات شو. دده داتلوالۍ کیسې نه یوازې په ژوب کې مشهورې وې ، بلکې دده داتلوالیو او میړنتوب دکیسو نه د افغانستان پښتونخوا پښتنۍ قومونه لکه سلیمان خیل ، خروټي ، مسید او وزیر هم خبر وو.
خان اختر خان اوپه تیره بیا دده زوی ازمیر خان دانګریزانو پر خلاف دویاړه ډکې مبارزې وکړې ، خوازمیر خان د۱۹۱۹ زیږدیز کال داکتوبر دمیاشتې په یوولسمه نیټه دخپلو نورودریو ورونو هریو ه شاه مرادخان ، وزیر خان او سردار خان په ګډون دانګریزانو سره په جګړه کې دشهادت جامونه وڅښل. همداراز ددوی سره په دغه جګړه کې دده دولس تنه نور خپلوان هم شهیدان شول.(۴)
همداراز دژوب دسیمې په چاکوند نومي سیمې کې دافغان –انګریز په دریمه جګړه کې چې دافغانستان دخپلواکۍ داتل غازي امان الله خان په وخت کې وشوه دژوب ډیر شمیرنور پښتانه هم شهیدان شول چې قبرونه او ادیره یې اوس هم هلته شته دي.
په اوسني وخت کې دمندو خیلو دقبیلې مشهور کسان په لاندې ډول دي :
- عبدالرحیم مندوخیل
- نقیب الله مندو خیل
- صالح محمد خان مندوخیل
- شیخ جعفر خان مندو خیل
- ملک شیخ محمد یار خان مندو خیل
- صوبدار خیل مندوخیل
- ډاکټر ایاز مندو خیل
-------------------------------------------
۱- ډاکټر لطیف یاد ، پښتنې قبیلې ،۲۵۶-۲۵۷مخونه. دپيښور چاپ .، ۲۰۰۷ کال.
۲- حیات افغاني، دمحمد حیات خان تالیف، داردونه پښتو ته ژباړه دلطیف یاد. ۲۶۱ مخ ، د پيښور چاپ ، ۲۰۰۷ زیږدیز کال.
۳- ویکیپیديا ، دژوب ډیسټریکټ ( ولسوالي)
۴- ګمنام مجاهد شهید وطن غازي ازمیر خان مندو خیل وشهید برادران، دمنورخان مندوخیل مقاله په اردوژبه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery