مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پشتنې قبیلې وپیژنئ !۱۳۵- مهمن زي ( ممن زي- محمدزي):

ډاکټر لطیف یاد


مهمنزيو ته ممنزي او محمدزي هم ویل کیږي ، خو باید دوی دهغو محمدزیو سره یو ونه ګڼل شي چې بارکزي درانیان وو او په افغانستان کې یې حکومت کاوه .مهمنزي یا محمد زي دپښتنو دسړبن په ټولنیز ګروب کې راځي او دخرشبون نیکه دزوي ځمند اولاده ګڼل کیږي چې بیا د ځمند په اولاده کې دممنزیو یا محمد زیو ښاخ دشمیر له مخې دځمند پر نورو ښاخونو زیات دی. مهمنزي( محمدزي ) دځمند له پاتې ښاخونو تر وتلو او لیږد وړاندې دیوسفزیو دقبیلې سره یوځای د کندهار دارغستان له سیمې نه په ګډه سره ولیږدیدل او دیو سفزیو سره یوځای دکابل په پیښو او واقعاتو کې شریک ول، خوله بده مرغه کله چې دوی دکابل نه دننګرهار خواته وکوچیدل نو ددوی او یو سفزیو تر مینځ دیوې لانجې پر سر جګړه ونښته چې په دغې جګړې کې یو سفزي پردوی بریالي شول.مهمنزي تر یوې مودې پورې په ننګرهار کې اوسیدل .کله چې دیو سفزیو مشهور مشر ملک احمد خان غوښتل چې له دلازاکو سره وجنګیږي نو مهمنزیو ته دننواتې په توګه ورغی او دهغو نه یې ددلازاکو په وړاندې په جګړه کې مرسته وغوښتله. مهمنزي هم په دې شرط له یوسفزیو سره یوځای شول چې داشنغر سیمه به دوی ته ورکوي چې مهمنزي تر اوسه پورې په چارسدې ، تنګي ، نوښار او پړانګ کې اوسیږي(۱) .
مهمنزي په عمومي ډول دعلم او پوهې په وړانګو منور او متمدن خلک دي . دپښتنو ستر مشر فخر افغان خان عبدالغفارخان دمهمنزیو( محمد زیو) دقبیلې د اتمانزیو دڅانګې نه و.(۲)
دمهمنزیو مشهور ښاخونه دادي : الیاس زي ، بټوزي ، عمرزي ، باره زي ، نصرت زي ،اتمانزي ، تنګي ، رځړ او شیرپاو(۳).
دتاریخ حیات افغاني مولف محمد حیات خان یوسلو پنځوس کلونه وړاندې ددوي شمیر (۸۰۰۰) کورنۍ ښودلی چې دپښتونخوا د چارسدې په ولسوالۍ یا ډیسټریکټ کې استو ګنه لري (۴).
---------------------------------------------------
۱- پښتني قبیلې ، ۲۶۶ مخ.
۲- دمهمنزیو ( محمد زیو ) په اړوند د( ډاکټر لطیف یاد ) یادداشتونه.
۳- پښتانه دتاریخ په رڼا کې ، د۱۲۹۳ مخ شجره.
۴- حیات افغاني ، ۲۴۷ مخ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery