مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هغوی ته چي وائې نن ورځ بیا څوک پر شریعت برابر دي

پښتو ژباړه : « شهاب »
سرچینه : اردو کتاب ( حيلي اوربهاني).
بسم الله الرحمن الرحيم
دهغو جواب چي څوک پر شريعت باندي روان دی چي موږ روان سو؟
اکثره خلګو ته چي کله وويل سي چي پر شريعت روان سئ، او دالله تعلی داحکامو څخه سرغړونه مه کوئ، نو په جواب کي درته وايي، چي نور څوک پرشريعت روان دي چي موږ هم روان سو؟
دا هم يوعجيبه جاهلانه بهانه ده، که چيري ټوله دنيا دشريعت څخه خلاف عملونه کوي، بياهم دهيچا لپاره دشريعت خلاف عمل کول نه جايزکيږي.هر شخص دخپل اړوند احکامو ته مخاطب دی، که يې بل څوک کوي او که يې نه کوي.او پرهرانسان باندي خپله ذاتي ذمه داري پوره کول لازمي دي.
آيا دا بهانه دحشرپه ميدان کي بيا چليږي چي نورو پرشريعت عمل نه کوی نو ما هم نه کوی؟ که نور خلګ دعذاب لپاره تګ ته تيار وه، نو دهغوی سره حرص کول خپل ځان هم په عذاب کي جوګه کول کومه دهوښیارۍ خبره ده؟ دا ويل چي ټوله په عذاب ککړسول نوزه هم دهغوی سره په عذاب کي ځان ککړوم، جهالت اوحماقت دی.
په قرآن مجيد کي ارشاد دی –
{وَلَنْ يَنْفَعَكُمُ الْيَوْمَ إِذْ ظَلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ}(سورة الزخرف39).
ژباړه: په هغه وخت کي به دوی ته وويل سي کله چي تاسي ظلم کړی دی، نو نن ستاسي لپاره داخبره هيڅ ګټوره نه ده چي تاسي او ستاسي شيطانان په عذاب کي يوځای ياست.
د دوزخ د اور ګرمي: - اصل خبره داده چي د آخرت د اورڅخه ناخبره دي او ياهم يقين نه باندي لري، دهغه ځای عذاب څوک زغملایسي؟ دکوم دوزخ اور چي د دنيا د اورڅخه نهه شپېته (۶۹) واره زيات ګرم دی، په هغه کي د داخليدو وروسته چي کوم عذاب دی، بل څوک د دوزخ په اور کي سوځلی ليدل، چي په هغه کي کوم تخفيف نه کيږي، بيا دنوروسره حرص کول دوزخ ته تلل اوپر خپل ځان ظلم نه  نوڅشي دی؟ په کومو دنياوي کارو کي چي تاوان، ضرر، هلاکت او بربادي وي، په هغه کي هيڅوک حرص نه کوي، د دنيا په اړه يو ډېر مشهورمثال دی څوک چي ځان په څاه کي اچوي نو آيا ته هم ورسره لويږي؟ کوم چي صاف مطلب يې دادی چي غم، رنج، تکليف او هلاکت او بربادي کي حرص کول حماقت اوبي عقلي ده.
کله چي د دنيا په لږ تاوان باندي هيڅوک نه دي خوشحاله نو دآخرت وسخت عذاب ته دتګ حرص کول کومه هوښياري ده؟ په دنيا کي په زرهاوو بدمعاشان، بي لاري، ډاکوګان، غله سته، محکموته ولاړسئ وګورئ، ځينځيرونه په پښوکي او بازوګان تړلي به وويني، هغوی ته په کتو سره هيڅوک ددې غوښتنه نه لري چي زه دي هم داسي واي -  د ټي بي ناروغ ارزو هيڅوک نه لري، د زړه دناروغ سره هيڅوک حسد نه کوي، د ړندو په ټولۍ کي هيڅوک شاميلېدو ته تيار نه دي، د دنيا دمصيبتونو او تکليفونو څخه د حفاظت څومره اهميت دی، او دآخرت د دردناک عذاب زره پروا هم نسته، دنورو بي عمله خلګوسره په عذاب کي ځان مبتلا کولو ته تيار دي، او ګناه پرېښودلو ته تيار نه دي. فاَللهُ يَهْدِيْهِمْ سَبِيْلَ الرَّشَادِ.
تمت بالخير
مؤلف: حضرت مولانا محمدعاشق الهي بلند شهري رحمة الله عليه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery