مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د حضرت محمد لنډ ژوند ليك

قضاوتمند محمد طارق (نجم)


يو وخت داسې ؤ چې د نړۍ په هر لوري د جهل او ناپوهۍ، وحشت او بربريت تورې تيارې خورې وې، خلكو به د يو بل سره په ناحقه خبره په كلونو كلونو دښمنۍ كولې ، د ډير تكبر او لويۍ له امله به يې د يو بل په كوپړيو كې شراب څښل، هماغه ؤ چې متعال او مهربان خداى  د نبي آخر زمان په پيدا كولو په دې امت د رحم او عاطفې پېرزوينه وكړه.
د رسول الله ټبر د عربو په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ په اړه ابوحاتم وايي: ټول مؤرخين په دې اتفاق لري چې تر عدنانه پورې د نبي كريم  د نسب لړۍ بلاشك او شبهې صحيح ګڼل كېږي، اما له عدنان څخه وروسته د اسلامي تاريخ پوهانو تر مينځ اختلاف تر سترګو كېږي امام بخاري په باب مبعث النبي  كې د نبي كريم  د نسب سلسله تر معد بن عدنان پورې بيان كړې او په خپل يو بل كتاب كې يې چې تاريخ كبير نومېږي بيا دغه سلسله تر حضرت ابراهيم  پورې رسولې ده. نولومړى د شجرې هغه برخه چې د ټولو په نزد درسته او صحيح ګڼل كېږي:
نو محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب (شيبه) بن هاشم (عمرو) بن مناف (مغيره) بن قصي (زيد) بن كلاب (مهذب) بن مره بن كعب بن لؤي بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر (قريش) بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن إلياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان.
اما له عدنان څخه وروسته مؤرخين د نبي كريم  په شجره كې سره اختلاف لري چې مونږ به يې ټولې برخې د ګرانو لوستونكو لپاره دلته ذكر كړو.
نو له عدنان څخه تر ابراهيم خليل الله پورې مؤرخين ليكي چې: عدنان بن أدد بن مقوم بن ناحور بن تريح بن يعقوب بن نبت بن نابت بن أنوش بن إسماعيل بن إبراهيم خليل الرحمن بن آزر.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: عدنان بن أدد بن الهميسع بن نابت بن إسماعيل بن إبراهيم بن آزر.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: عدنان بن أدد بن سحب بن أيوب بن قيدر بن إسماعيل بن إبراهيم بن آزر.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: عدنان بن أدد بن أمين بن شاجب بن ثعلبة بن عتر بن يربح بن محلم بن العوام بن المحتمل بن دائمة بن العيقان بن علة بن شحدود بن الظريف بن عبق بن إسماعيل بن إبراهيم بن آزر.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: عدنان بن أدد بن عوج بن المعطم بن الطمح ابن القسود بن العبور بن دعدع بن محمود بن الزائد بن بدان بن الدرس بن حصن بن النزال بن القاسم بن المجشر بن معدد بن صيفي بن النبت بن قيدر بن إسماعيل بن إبراهيم بن آزر.
بيا له ابراهيم خليل الله څخه تر نوح  پورې مؤرخين ليكي چې: إبراهيم بن آزر بن ناحور بن شارغ بن الراغ بن القاسم الذي قسم الأرض بين أهلها ابن معن بن السايح بن الرافد ابن السايح و هو سام بن نوح نبي الله.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: إبراهيم بن آزر بن ناحور بن صاروح بن أرغو بن فالغ بن عابر بن أرفخشذ بن سام بن نوح.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: إبراهيم بن آزر بن تارخ بن ناحور بن ساروح بن أرغو بن فالج بن عيبر بن أرفخشد بن سام بن نوح.
بيا له نوح  څخه تر آدم صفي الله پورې مؤرخين ليكي چې: نوح بن ملكان بن متوشلخ بن إدريس نبي الله صلى الله عليه و سلم بن الرائد بن مهلهل بن قنان بن الطاهر ابن هبة الله بن شيث بن آدم.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: نوح بن لامك بن متوشلخ بن خنوخ و هو إدريس النبي عليه السلام بن يارز بن مهابيل بن قبش بن أنش بن شيث بن آدم.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: نوح بن لامك بن متوشلح بن خنوخ بن يارزا بن مهلائيل بن قينان بن أنوش بن شيث بن آدم.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: نوح بن لامك بن متوشلح بن مهليل بن قينين بن يافش ابن شيث بن آدم.
ښاغلي حسين هېكل په خپل ''حياة محمد'' نومې تاليف كې د رسول الله د نيكونو د پېدايښت د نېټو په اړه ليكي:
لومړى قصي د نبي كريم  په نيكونو كې شمار چې د څلورمې پېړۍ په پاې كې يعنې په ٤٠٠ ميلادي كال كې زېږېدلى دى، بيا نوموړي درې ځامن درلودل: عبدالدار، عبدالعزى او عبد مناف. چې دا عبد مناف د رسول الله  په نيكونو كې شمېرل كېږي چې هغه په ٤٣٠ ميلادي كال كې زېږېدلى دى. بيا عبد مناف څلور ځامن درلودل چې هغه: عبدالشمس، نوفل، هاشم او عبدمطلب نومېدل، بيا په دې څلورو كې هاشم نبي كريم  په نيكونو كې شمېرل كېږي چې په ٤٦٤ ميلادي كال كې زېږېدلى دى، بيا عبدالمطلب د هاشم ځوې دى چې د نبي كريم  بلا واسطه نيكه دى او په ٤٩٧ ميلادي كې زېږېدلى دى او عبدالمطلب صاحب شپږ ځامن درلودل: حارث، ابوطالب، ابولهب، عبدالله، عباس او حمزه، چې عبدالله صاحب د رسول الله  پلار او دا نور پينځه يې ترونه دي.
بيا د رسول الله  پلار عبدالله صاحب په شپږمه پېړۍ كې په ٥٤٥ ميلادي كال كې زېږېدلى دى.
اګر چې د نبي كريم د پيدايښت په نېټه او تاريخ كې د سيرت د پوهانو او مؤرخينو سره اختلاف شته، ځينې يې ليكي: چې نبي كريم  د ربيع الاول په دولسمه چې د ٥٧١م د اګست له ٢٩مې سره سمون خوري، د دوشنبې په ورځ د سهار د لمانځه څخه وروسته او د لمر ختو څخه وړاندې د مكې معظمې د قريشو د قبيلې شعب بني هاشم سره د سوق الليل نومې سيمه كې چې اوس پكې يو ستر كتابتون جوړ شوى زېږېدلى دى.
او د مصر مشهور فلك پېژندونكى عالم محمود پادشاه د رياضي د دلائلو په رڼا كې په يوه رساله كې ليكي: چې د خداى پېغمبر حضرت محمد د ربيع الاول په نهمه چې د ٥٧١م كال د اپريل د شلمې سره سمون خوري د دو شنبې په ورځ پيدا شوى دى.
كه لنډه ووايو نو رسول الله  د شپږمې پېړۍ په اخري حصې كې دې دنيا ته سترګې غړولې دي.
په بله معنى خاتم النبيين محمد مصطفى د فيل د واقعې څخه ٥٥ ورځې وروسته پيدا شوى دى. همدا راز د نبي كريم  او آدم تر مينځه ٦١٥٥ كاله تېر شوي وو.
مولانا شبلي نعماني يې په خپل تاليف سيرة النبي كې داسې ستايي: د اسمان ستورو له ازل نه د دې ورځې په مينه كې د انتظار سترګې لارې ته نيولې وې، اسمان هم په مودو مودو د دې روح پالونكي سهار په تمه او اميد شپه او ورځ سرګردان ؤ، قضاء او قدر كار كوونكو ښائسته ښائسته مجلسونه، د عناصرو رنګينۍ، د لمر او سپوږمۍ نور شيندنه، د ورېځو او بادونو منډې ترړې، د قدس د نړۍ پاك انفاس، د ابراهيم توحيد، د يوسف جمال، د موسى معجزې، او د مسيح عيسى د ژوند پوكي. دا ټول د دې لپاره ؤ چې دا ګاڼې او قيمتي شيان به د دواړو جهانو سردار ته پكار شي.
د دوي د پيدايښت له بركته له هر لوري د نعمتونو پراخي شوه، په هر لوري خوښي او خوشحالۍ خورې شوې، زمكې خپل فصلونه او شينكي ښكاره كړل، ونې تازه تازه شوې او خپلې مېوې يې راشنې كړې، لنډه دا چې فصيح او بليغ عربو د نبي كريم د پيدايښت كال د ترو تازه ګۍ او كاميابۍ په كال ونوماوه.
د رسول الله مور بي بي آمنه وايي: كله چې زما دا بختور او نيكبخته بچى پيدا شو د پيدايښت سره سم مې له بدن څخه يوه رڼا را و وته چې د هغې په ذريعه ډېر ښارونه او ماڼۍ راښكاره شوې او ماشوم د پيدايښت سره سم خداى ته په سجده پرېووت او يوه ګوته يې پورته كړه، ګويا كې د الله  توحيد ته اشاره وه.
د سيرت پوهان ليكي: چې د نبي كريم  د پيدايښت پر وخت عبدالمطلب صيب قريشو سره له كوره بېرون چېرته په يو مجلس كې ناست ؤ، چا ورته د لمسي د پيدايښت زيرى وركړ، عبدالمطلب صيب په ډيرې خوښۍ او چټكتيا سره د بي بي آمنې كور ته په منډه منډه راغى او خپلې سترګې يې په خپل بركتي لمسي يخې كړې، بيا يې په خپل غېږ كې راواخيست او له بيت الله نه يې ګېر چاپېره وګرځاوه، او پخپله يې هم متعال خداى ته د دغه لوى نعمت شكرانه ادا كړه.
كله يې چې ماشوم بېرته خپل كور ته راوست، بي بي آمنې ته يې وويل: ما د خپل دغه نازولي لمسي نوم محمد كېښود، او طمع لرم چې عاقبت به يې هم محمود وي.
هو! ولې نه د هغه مبارك مخ چې د ښكلا كومې شغلې كولې د دې خبرې يو څرګند دليل ؤ.
نبي كريم  د پيدايښت نه پس دوه ورځې خپلې مور وپاله، او شېدې به يې وركولې، له دې نه وروسته د ابو لهب (عبدالعزى) يوه وينځه چې ثويبه نومېده د نبي كريم  پالنه كوله، او خپلې شېدې به يې وركولې.
په دريم ځل د حليمې سعديې وار ؤ. په دې اړه چې كله دغه بختوره بي بي د نازولي ماشوم مخ څرګندوي په هر اندام كې يې د حسن تجلى او ښايست ورته برېښي، همغه ؤ چې په زړه كې يې ورته ځاى ونيوه، او له ډېرې مينې او ولولې څخه يې اخوا ديخوا په مكرر ډول ښكل كړ، او د قسم په يادولو سره يې زياته كړه چې ما كله هم هېچېرته داسې خوشبودار ماشوم نه ؤ ليدلى، بعضې مؤرخينو ليكلي چې د نبي كريم  په حضانت او پالنه او شېدې وركولو كې اسماء چې د حليمې سعديې لور وه او ام ايمن هم برخه اخيستې.
نبي كريم  د پلار له سيوري نه له اوله محروم ؤ، يعنې عبدالله صيب خپل پلار د كجورو راغونډولو په موخه مدينې منورې ته ليږلى ؤ چې بيا هماغلته د ٢٥ كلنۍ په عمر وفات شو، دا په داسې حال كې وه چې محمد د مور په كېډه ؤ خو د شپږ كلنۍ په عمر يې مور هم د آخرت په لور سفر وكړ.
د ''رهم'' لور اسماء په دې اړه د خپلې مور كيسه رانقلوي، وايي: چې كله بي بي آمنه وفات كېده، نو زه ورسره ولاړه ؤم، په داسې حال كې چې د غم او خفګان نه په ډكه لهجه يې يو څو اشعار او د پند او نصيحت نه ډكې مقولې ولوستې چې ژباړه يې په دې ډول ده:
هر ژوندى مري، او هر نوى زړېدونكى دى ، هر ژوندى فنا كېږي، زه هم مړه كېږم، خو ياد داري به مې پاتې وي، ځكه ما له ځان نه وروسته ډېر ښه او بهتر پريښى دى، يو پاك بچى مې زېږولى دى او بيا يې د مكې او مدينې په مينځ كې د ابواء نومې ځاى سره خپل پاك روح مهربان خداى ته وسپاره، په نبي كريم  د تكليفونو او ازمايښتونو سلسلې وې چې لكه د طوفان په څېر پرې ورځ په ورځ را الوتلې، هماغه ؤ چې د ٤٠ كلنۍ په عمر ورته د پېغمبرۍ او رسالت درنې چارې هم ور وسپارلى شوې.
نبي كريم  به د معمول سره سم د مكې مكرمې څخه درې كيلومتره لرې جبل نور كې حراء غار ته چې څلور ګزه اوږدوالى او پاؤ كم دوه ګزه پلنوالى لري ورختلو او هلته به يې د خداى  يادونه كوله.
يوه ورځ نبي كريم  په دغه سمڅه كې د عبادت لپاره ناست چې يوه فرښته ورته راغله ، ور نزدې شوه او نوموړى يې په دواړو لاسونو كې كلك ونيوۀ، او بيا يې ورته و ويل: چې و لوله! هغه ځواب وركړ: زه خو لوستونكى نه يم. بيا هم همدغه سوال او ځواب تكرار شو، بالاخره په درېيم ځل ويلو سره يې په غېږ كې ټينګ ونيوۀ، او د اقرأ د سوره پنځه لومړني آيتونه يې ورته ولوستل، دا په رسول الله  لومړۍ وحې وه چې د څلويښت كلنۍ په عمر په ٦١٠م كې پرې د جبرائيل امين په ذريعه نازله شوه، خو بيا آنحضرت په ډېرې وارخطايۍ سره خپل كور ته راستون شو، او د لږ وخت تر تېرېدو وروسته د خپلې مباركې بي بي خديجة الكبرى سره يو ځاى د ورقه بن نوفل كور ته ځي، او بيا ورته د خپلو سترګو ليدلى حال بيانوي، ورقه بن نوفل ورته په ځواب كې وايي: دا هغه ناموس دى چې الله تعالى په حضرت موسى  هم نازل كړى ؤ.
كاش كه زه ځوان او تر هغه وخت ژوندى واى چې كله تا خپل قوم له خپل كلي او وطن څخه وباسي او ما درسره مرسته كړې واى، نبي كريم  د نا امېدۍ څخه د ژړا نه په ډكه لهجه و پوښتل: آيا ما به دوي له خپل كلي وباسي؟ هغه وويل: هو! همغه ؤ چې د وخت په تېرېدو نبي كريم  د ٥٣ كلو په عمر د دښمنانو د فشار له امله دې ته اړ شو چې خپل ټاټوبى پرېږدي او د مدينې منورې په لورې مهاجر شي، همغه ؤ چې د هجرت په موخه له كوره ووت او ابوبكر صديق ورسره د لارې ملګرى ؤ، كله چې مدينې منورې ته رسيږي هلته د مېشت كېدو نه پس د جهاد حكم فرض شو چې د مدني ژوند په ١٠كلنې دورې كې يې د ابن اسحٰق د روايت سره سم ٢٧ غزاګانې او ٣٨ سريې تر سره كړې.
د هجرت په لسم كال يې د حج اراده وفرمايله، هلته يې يوه خطبه دايره كړه چې ډېرې اهمې او ضروري خبرې يې پكې وفرمايلې او په پايې كې يې له خپلو يارانو څخه د خپلې فريضې د پوره رسولو ګواهي هم واخيسته.
د علامه شبلي نعماني په شمول يو شمېر مؤرخين ليكي چې نبي كريم  د صفر المظفر په اتلسم يا نورلسم تاريخ د شپې جنة البقيع چې د مسلمانانو عمومي هديره او قبرستان دى ته تشريف يوړۀ، له بېرته ستنېدو وروسته سختې ناروغۍ سره مخامخ شو. د ناروغۍ په دوران كې يې يوه ورځ خطبه دائره كړه، ريښتينى دوست حضرت ابوبكر  د رسول الله  د خطبې په اورېدو دې نتيجې ته ورسېد چې نور نو رسول الله له مونږ څخه خداى په اماني اخلي، له همدې امله يې دومره وژړل چې مباركه ږيره يې په اوښكو لونده شوه، د دې حالت په ليدلو د دواړو جهانو سردار محمد مصطفى  وفرمايل: زه چې د ټولو نه زيات د چا د دولت او صحبت نه ممنون يم هغه فقط ابوبكر صديق  دى.
بالاخره رحمة للعالمين  د هجرت په يوولسم كال د ربيع الاول په دولسمه د درې شپېته كلونو په عمر خپل روح لوى او مهربان خداى ته په داسې حال كې وسپاره چې په مباركه ژبه يې د الله پاك سره د مينې او محبت له امله د توحيد د كلمې زمزمې كولې.
د حضرت عباس  او يو شمېر نورو انصارو صحابؤ په مرسته حضرت علي غسل وركړ، كله چې جنازه تياره شوه د خلكو هجوم او ګڼه ګوڼه زياته وه نو په نبي كريم  د امام نه پرته وار په وار اول سړو، بيا ښځو او بيا ماشومانو ، خو يو شمېر مؤرخين ليكي چې اول پرې خپل اهل بيتو، بيا عامو نارينؤ او بيا ښځو د جنازې لمونځ ادا كړ.
د چهار شنبې په شپه حضرت علي، حضرت فضل بن عباس، حضرت اسامه بن زيد او حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنهم په مدينه منوره كې د حضرت عائشه  په حجره كې د قبر غېږ ته وسپاره.
سردار عالم د ''التاريخ'' په حواله ليكي چې: د نبي كريم  د پيدايښت، هجرت او د وفات نېټې درې واړه د دوشنبې ورځ د ربيع الاول له دولسمې سره سمون خوري. انا لله وانا اليه راجعون.
د امهات المؤمنين لنډه پېژندنه
1. ام المؤمنين حضرت خديجه: كنيت يې ام هند او لقب يې طاهره وو، پلار يې خويلد قريشي او مور يې فاطمه بنت زائده نومېده. له عام الفيل څخه ١٥ كاله له مخه په ٥٥٥ميلادي كال په مكه مكرمه كې زېږېدلې ده، لومړى نكاح يې عتيق بن عائذ سره شوې ده. دويمه يې ابو هاله بن هند بن نباش سره. بيا يې د نبي كريم  سره د څلوېښت كلنۍ په عمر نكاح وشوه چې رسول الله  ٢٥ كلن زلمى وۀ، ٢٥ كاله د نبي كريم سره په نكاح كې پاتې شوې وه، د بعثت د لسم كال د رمضان د مياشتې په ١١مه نېټه د دې نېمګړې دنيا نه د ٦٥ كلنۍ په عمر رخصت شوه او د حجون په هديره (جنة المعلى) كې دفن شوه دا چې د هجرت نبوي تر دويم كال پورې د جنازې لمونځ نه وۀ مشروع شوى نو ځكه رسول الله ورته يواځې په دعاوو اكتفاء وكړه.
2. ام المؤمنين حضرت سوده بنت زمعه قريشي: مور يې شموس يا سموين بنت قيس نوميده، لومړۍ نكاح يې د خپل تره ځوې حضرت سكران بن عمرو سره شوې وه، د نبوت په لسم كال د رمضان په مياشت كې يې د رسول الله سره په داسې حال كې نكاح وشوه چې د نبي كريم مبارك عمر پنځوس كلنۍ ته رسېدلى وو، د نبي كريم  سره يې تقريباً ١٤ كاله تېر كړي وو، په مدينه منوره كې د هجرت په نورلسم يا دوه ويشتم كال وفات شوه. له نوموړې څخه پينځه احاديث روايت شوي چې يو په بخاري او څلور په سنن اربعه كې موجود دي.
3. ام المؤمنين عائشه صديقه بنت ابوبكر صديق قريشي: چې مور يې ام رومان زينب  نومېده، له نبوي بعثت څخه څلور كاله وروسته په شوال كې زېږېدلې او د نبوت په يوولسم كال د شوال په مياشت كې نبي كريم  په نكاح كړه په دې وخت كې د نوموړې عمر شپږ كاله او د نبي كريم  عمر پنځوس كاله او شپږ مياشتې وو، بيا درې كاله پس د هجرت په لومړي كال دشوال په مياشت كې يې د نهه كلنۍ په عمر واده كړه، په اتلس كلنۍ كې كونډه شوه، اته څلوېښت كاله يې كونډتوب تېر كړ او د امير معاويه د حكومت تر اتلسم كاله پورې ژوندۍ وه، بيا د هجرت په اته پنځوسم كال د رمضان مياشت كې ناروغه او د همدغې مياشتې په اوولسمه نېټه چې د ٦٧٨ ميلادي د جون له ديارلسمې نېټې سره سمون خوري د شپې د وتر لمانځه څخه وروسته وفات شوه، د جنازې لمونځ پرې حضرت ابوهريره ادا كړ ، او له وصيت سره سم جنة البقيع كې په نمناكو سترګو د قبر غېږ ته وسپارل شوه، له نوموړې څخه ٢٢١٠ احاديث روايت شوي دي.
4. ام المؤمنين حضرت حفصه بنت عمر بن الخطاب : مور يې حضرت زينب بنت مظعون نومېده، د نبوي بعثت څخه پينځه كاله وړاندې زېږېدلې، لومړۍ نكاح يې حضرت خنيس بن حذافه سره وشوه، دهغه د شهادت څخه وروسته د هجرت په دريم كال د دوه ويشت كلنۍ په عمر يې رسول الله سره په داسې حال كې نكاح وكړه چې د رسول الله عمر ٥٥ كاله او شپږ مياشتو ته رسېدلى وو، د نبي كريم سره يې اته كاله تېر كړل، بيا د هجرت په يو څلوېښتم يا پينځه څلوېښتم كال د شپېته كلنۍ په عمر په مدينه منوره كې وفات شوه، د مدينې والي مروان د هغې د جنازې لمونځ ادا كړ او بيا دفن شوه، د نوموړې څخه شپېته احاديث روايت شوي چې څلور په صحيح بخاري او مسلم دواړو كې، شپږ يواځې په صحيح مسلم كې او پنځوس د احاديثو په نورو كتابونو كې موجود دي.
5. ام المؤمنين حضرت زينب بنت خزيمه قريشي: لومړۍ واده يې طفيل، دويم واده يې له عبېده سره چې دا دواړه د رسول الله د مشر تره حارث ځامن وو، او په دريم وار يې د نبي كريم دترور له ځوې عبدالله بن جحش سره واده وشو كله چې هغه د بدر په غزا كې په شهادت ورسېد نو بيا رسول الله  د هجرت په دريم كال د ٣٠ كلنۍ په عمر په نكاح كړه چې د رسول الله عمر دغه وخت ٥٥ كاله وو، له رسول الله  سره يې فقط دوه يا درې مياشتې تېرې كړې او د هجرت په دريم كال په مدينه منوره كې د ديرش كلنۍ په عمر وفات شوه، د دواړو جهانو سردار پخپله د هغې د جنازې لمونځ ادا كړ او په جنة البقيع كې خاورو ته وسپارل شوه.
6. ام المؤمنين حضرت ام سلمه هندبنت ابي اميه زاد الراكب قريشي: لومړۍ نكاح يې د حضرت عبدالله ابن عبد الاسد المخزومي سره شوې وه، بيا د هغه د شهادت څخه وروسته د هجرت په پينځم كال د څلوروېشت كلنۍ په عمر په داسې حال كې په نكاح كړه چې د حضور اقدس  عمر په دغه وخت كې ٥٦ كاله وو، نبي كريم  سره يې اوؤه كاله او نهه مياشتې تېرې كړې وې، د هجرت په ٥٩ يا ٦٠ كال د څلور اتيا كلنۍ په عمر وفات شوه. ويل كېږي چې: د رسول الله په بيبيانو كې نوموړې تر ټولو وروسته وفات شوې ده، له نوموړې څخه ٣٧٨ احاديث روايت شوي دي.
7. ام المؤمنين زينب بنت جحش ابن اياب خزيمي: مور يې اميمه بنت عبدالمطلب نومېده، لومړۍ نكاح يې د هجرت په څلورم كال د رسول الله ازاد شوي غلام حضرت زيد بن حارثه  سره شوې وه، كله چې هغه طلاق وركړ نو د هجرت په پينځم كال د ذي القعدې په مياشت كې د شپږ دېرش كلنۍ په عمر رسول الله په نكاح كړه چې په دغه وخت كې رسول الله اوؤه پنځوس كاله وو او تقريباً څلور مياشتې دپاسه پينځه كاله يې ورسره په نكاح كې تېر كړل، حضرت زينب د ٥٣ كلونو په عمر د حضرت عمر فاروق د خلافت په دور كې وفات شوه، د جنازې لمونځ پرې پخپله حضرت عمر فاروق ادا كړ او بيا محمد بن عبدالله بن جحش، اسامه بن زيد، عبدالله بن ابي احمد او محمد بن طلحه قبر ته ښكته كړه، د نوموړې څخه يوولس احاديث روايت شوي دي.
8. ام المؤمنين حضرت بره جويريه بنت حارث بن ابي ضرار: لومړى واده يې مسافع بن صفوان مصطلق سره شوى وو، د بني مصطلق د غزا پر وخت د هجرت په پينځم كال په شعبان كې د شپاړس يا شل كلنۍ په عمر په داسې حال كې رسول الله  واده كړه چې د رسول الله مبارك عمر ٥٧ كاله او شپږ مياشتې وو، نبي كريم  سره يې پينځه نيم كاله تېر كړي وو او په پاى كې يې د هجرت په ٥٠ كال د پينځه شپېته كلنۍ په عمر خپل روح لوي او مهربان خداى(ج) ته وسپارۀ او د مدينې منورې په جنة البقيع كې خاورو ته وسپارل شوه.
9. ام المؤمنين حضرت ام حبيبه رمله بنت ابو سفيان بن اميه: مور يې صفيه بنت ابو العاص نومېده، لومړى واده يې له عبېدالله بن جحش سره شوى وو، بيا د هجرت په شپږم كال د شپږ ديرش كلنۍ په عمر چې رسول الله څه د پاسه د پنځوسو كلو په عمر وو چې په نكاح يې كړه، پينځه كاله يې رسول الله سره تېر كړل او په مدينه منوره كې د شپږ اويا كلنۍ په عمر د هجرت په ٤٤ كال د داعي اجل ته لبيك و وايۀ، د نوموړې څخه ٦٥ احاديث روايت شوي دي.
10. ام المؤمنين حضرت صفيه بنت حيي بن اخطب : مور يې بره بنت ضره نومېده، لومړۍ نكاح يې سلام بن مشكم يهودي او دويمه نكاح يې له كنانه بن ابي حقيق سره شوې وه. چې بيا د اوولس كلنۍ په عمر رسول الله په داسې حال كې په نكاح كړه چې نبي كريم د نهه پنځوس كلنۍ په عمر وۀ، څلور كاله يې د رسول الله سره تېر كړل، د هجرت په پنځوستم كال د رمضان په مياشت كې د شپيته كلنۍ په عمر وفات او په جنة البقيع كې خاورو ته وسپارل شوه.
11. ام المؤمين حضرت ميمونه بنت حارث بن حزم: لومړۍ نكاح يې له خويطب بن عبدالعزى سره شوې وه، دويمه نكاح يې له ابو رحم ابن عبدالعزى سره وشوه، چې بيا د هجرت په اوؤم كال د ذي القعدې په مياشت كې د عمرة القضاء په موقع چې دنوموړې عمر شپږ ويشت كاله او رسول الله نهه پنځوس كلن وۀ، په نكاح يې كړه، تقريباً درې نيم كاله يې له رسول الله سره تېر كړل، د هجرت په يو پنځوسم كال د سرف نومې ځاې كې چې همغلته يې نكاح هم شوې وه د اتيا كالو په عمر وفات شوه، له نوموړې څخه ٤٦ يا په بل روايت ٧٦ احاديث روايت شوي دي.
د نبي كريم اولادونه
 نبي كريم درې ځامن درلودل: ١: قاسم. ٢: عبدالله. ٣: ابراهيم.
1. قاسم: مكه مكرمه كې د نبوت څخه وړاندې پېدا او د دوه نيم كلنۍ او يا د اوؤۀ مياشتو په عمر كې وفات او په مكه مكرمه كې دفن شو.
2. عبدالله: چې په طيب او طاهر هم يادېده، په مكه مكرمه كې د نبوت څخه وروسته پېدا او د څه كم دوه كلو په عمر وفات او په مكه مكرمه كې دفن شو.
3. ابراهيم: د هجرت په اتم كال په مدينه منوره كې پېدا شو، د هجرت په لسم كال د شپاړس يا اتلسو مياشتو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات او د مدينې منورې جنة البقيع كې دفن شو.
نبي كريم  څلور لورګانې درلودې
 ١: زينب. ٢: رقيه. ٣: ام كلثوم. ٤: فاطمة الزهراء.
1. زنيب: د رسول الله مشره لور وه، د نبي كريم د دېرش كلنۍ په عمر زېږېدلې وه، د ابو العاص بن ربيع سره يې نكاح وشوه چې له هغه څخه يې دوه بچيان: علي او ابو امامه پېدا شو، د هجرت په اتم كال د دېرش كلنۍ په عمر وفات شوه.
2. رقيه: نبي كريم  درې دېرش كلن وو چې نوموړې پېدا شوه، لومړۍ نكاح يې د ابو لهب له ځوې عتبه سره وشوه، د تبت يدا سورة له نزول څخه وروسته د خپل پلار په وينا يې نوموړې له طلاق وركړ، بيا يې دويم واده له حضرت عثمان بن عفان سره وشو، د هغه څخه يې يو ځوې د عبدالله په نوم پېدا خو په بيا په ماشوموالي كې وفات شو، نوموړې د هجرت په دويم كال د شل كلنۍ په عمر وفات شوه.
3. ام كلثوم: د نبي كريم دريمه لور ده، د اسلام نه وړاندې د ابولهب د دويم ځوې عتيبه ته واده شوه، عتيبه هم د خپل پلار ابولهب په وينا نوموړې ته طلاق وركړ، د حضرت رقيې له مرګ څخه وروسته نوموړې حضرت عثمان بن عفان په نكاح كړه، له همدې امله به دريم خليفه عثمان بن عفان په ذوالنورين ياديده، نوموړې د هجرت په نهم كال د پينځه ويشت كلنۍ په عمر وفات شوه.
4. فاطمة الزهراء: هغه وخت نبي كريم پينځه ديرش يا يو څلوېښت كلن وو چې نوموړې پېدا شوه، په مدينه منوره كې حضرت علي ته واده شوه چې په نتيجه كې ورته خداې پاك دوه ځامن: حضرت حسن او حُسين او دوه لورګانې: زينب او ام كلثوم وركړل، فاطمه د درويشت يا نهه ويشت كلنۍ په عمر له دې فاني دنيا څخه خداې په اماني واخيسته.
د رسول الله  په مبارك ژوند كې ځينې مهم تاريخونه
1. د رسول الله  د زېږېدلو نېټه: ٥٧١م / د ربيع الاول ١٢مه (دفيل كال)
2. رضاعيه مور ته يې سپارل: ٥٧١م
3. د رضاعيه مورڅخه يې بېلتون: ٥٧٥م
4. د خپلې مور وفات او نيكه ته يې سپارل: ٥٧٧م
5. د نيكه وفات او ابو طالب ته يې سپارل: ٥٧٩م
6. شام ته لومړي سياحت: ٥٨٣م
7. د حضرت خديجة الكبرى سره واده: ٥٩٦م
8. لومړنۍ وحي: ٦١٠م د بعثت لومړى كال.
9. د دعوت په ډاګه كېدل: ٦١٣م د بعثت څلورم كال.
10. د حبشې په لورې هجرت: ٦١٥م د بعثت شپږم كال.
11. د حضرت خديجې او ابو طالب مړينې: ٦١٩م
12. د طائف سفر: ٦٢٠م د بعثت يوولسم كال.
13. د لمړې عقبى بيعت: ٦٢٠م د بعثت يوولسم كال.
14. د معراج معجزه او د لمانځه فرضيت: ٦٢١م د بعثت دولسم كال.
15. مدينې ته د هجرت پيل: ٦٢٢م كال د سپتمبر ١٢مه. د بعثت په ديارلسم كال.
16. مدينې ته رسېدل: ٦٢٢م كال د سپتمبر ٢٧مه. د هجرت لومړى كال، د ربيع الاول دولسمه.
17. د قدس څخه د كعبې په لور دقبلې ګرځېدل: ٦٢٣م
18. د زكات او روژې فرضيت: ٦٢٣م د هجرت دويم كال.
19. د حضرت عائشه  سره واده: ٦٢٣م د هجرت دويم كال.
20. د بدر غزوه: ٦٢٣م د هجرت دويم كال.
21. د احد غزوه: ٦٢٥م د هجرت څلورم كال.
22. د خندق غزوه: ٦٢٧م د هجرت شپږم كال.
23. د حديبيې لوظنامه: ٦٢٨م د هجرت اووم كال.
24. د خېبر فتح: ٦٢٨م د هجرت اووم كال.
25. اسلام ته د بادشاهانو رابلل: ٦٢٨م د هجرت اووم كال.
26. عمرة القضاء: ٦٢٩م د هجرت اووم كال.
27. د موتى جګړه: ٦٢٩م د هجرت اتم كال.
28. د مكې فتح: ٦٣٠م د هجرت نهم كال.
29. د حنين غزوه: ٦٣٠م د هجرت نهم كال.
30. د تبوك غزوه: ٦٣٠م د هجرت نهم كال.
31. حج او د وداع خطبه: ٦٣٢م د هجرت لسم كال.
32. له فاني دنيا څخه رحلت: ٦٣٢م د هجرت يوولسم كال. (د ٦٣كلنۍ په عمر)

پورته لیکنه د ۱۴۳۷قمري کال د ربیع الاول د ۱۰ مې په مناسبت چې دا نیټه زمونږ د خوږ پیغمبر حضرت محمد  د پیدایښت سره سمون خوري په اړه لیکل شوې او په همدې موخه د چاپ غیږ ته سپارل کیږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery