مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مات بنګړي

خوشال کونړی مزاروال
لنډه کیسه
د پسرلي د موسم یو ښایسته مازیګری دی. د کلا د انګړ په منځ کې د ولاړې ونې له پلوونو نه، د چوڼچڼو او ښاروګانو چغو او مستیو کلا په سر راخیستې، خو په زړه ښه لګي. یوه نیمه د کلا منځ ته راټوپ کړي. د خوراک څیز په خوله کې ونیسي، او بېرته ونې ته والوزي. د کلا په انګړ کې تازه لنګه شوې چرګه کوړت کوړت کوي. مخې ته یې لوکټې او کسکر پراته دي. خپلو بچو ته د خوړلو چم  زده کوي، او مړوي یې. ولې په سترګو یې پیریان ناست دي. له ځانه یې سپۍ جوړه کړې. کله یوې او کله بلې چرګې پسې منډې کړي. واه د هغې په حال چې په لاس یې ورشي. د ټولو  بوټۍ یې وخوړلې........
خو بیا مراد چې دا وخت یې،  د خپلې لښتې  ونې تر څنګ،  تازه د تنکي بزغلي په څېر،  رنګۍ او تار تار ږیره پر مخ راشنه شوې، د کلا په انګړ کې،  د خپلې مور څنګ ته،  د کټ پیاړمې ته ناست دی. خپلې خور زرمینې ته د چای دمولو وایي. خور یې چای راوړي.  درېواړه یې په مزه مزه څښي. له چای څښلو وروسته، موسم او هوا ته په کتو سره د مراد زړه تازه هوا او قدم وهلو ته کیږي، او بیا د هغه برخلیک ته ګوره، چې طبیعت ورباندې خپلې پیرزوینې لورولي دي. د هغه چم  او مالت د غره په داسې لمنه کې پروت دي، چې مخې ته یې د شمال نه سویل ته کږه وږه ویاله، لکه د پېغلې د زلفو ولونه غځېدلې. چم او مالت  ته ېي دهنرې تابلو په څير  ښکلا وربښلې. د ویالې په دواړو خواوو د انځرو، توتو تر څنګ ،دنګو دنګو چنارونو سرونه آسمان ته اوچت کړي دي، چیرې چې د ځایي مرغانو د اوسیدنې تر څنګ سیلاني او نورو سیمو ته تلونکي هم شپه رارسوي. ځایي مرغان یې  په اوازونو هرکلي کوي. ،نازوي یې، او عزت یې کوي .....
مراد بیرون ته د وتلو خبره کوي. له ځایه پورته کیږي. پکول او پټو ته لاس کوي، او له کوره وځي. کوڅې ته کیږي. د کلي په کوڅه ورسميږي ، خو ذهن او روان  یې د  سيلاني کوترو  جوپو،وړی دی۔ کله پاس آسمان ته ګوري. د آسمان په زړه کې سترګې غړوي. که چېرې کومه جوپه یې تر سترګو شي. بیا بېرته سترګې کوڅې ته کړي. نه چې له کوم لاروي او یا هم دیوال سره ولګیږي.  دمراد دکلي کوڅې
 تنگي دي، دهغه دزړه دکوڅو په څېر،نن یې زړه تنګي کوي.  بهر راوتلي.  تر نیمایي کوڅې رسي، چې سترګې یې په یوې ناآشنا پېغلوټې نښلي. له مقابل لورې د یوې ځوانې ميرمنې سره چې ماشوم یې په غيږه کې دی، راروانه د ه. رانږدې کیږي. پېغلې چې گلابي جامې يې په تن دې .  دژوند دپسرلي گلان يې  دزړه په اوربل راټوکېدلی ښکاري. موسکا یې د مخ له کاسې سره په نریو ګلابي شونډو خوره ده. په سپین کې سره اننګي، شنې سترګې، په اوږو پرتې  زېړې زلفې، د زنې په منځ کوتی، چې د موسکا په وخت کې په زړه منګولې ښخوي، او لاپسې ډولي کیږي. نرۍ پوزه، نرۍ ملا، او په ونه لږه شان خنډۍ.....
څومره چې رانږدې کېږي ، هومره د مراد د زړه سمندر په څپو راځي. د زړه ټوپونه او څپې یې لاپسې زیاتیږي. د هغې موسکا ته ګوري. موسکا یې لا پسې خوږ ېږي اود  زړه برجونه  يې لړځوي.....
هغه ده  رارسي. سترګې یې په سترګو ورښخوي. موسکۍ کېږي ، او په څنګ تېرېږي. یوه ټوټه مخې ته ځي. بیا شاته ګوري. شوخه شانې موسکا کوي، او له ګوډه پنا کېږي. مراد د خودۍ او بې خودۍ تر منځ حالت کې روان دی. د کوڅې سرته لا نه رسي چې د لیوني په شان اله پته په چټکو ګامونو را ګرځي. کوڅې یو پر بل پسې چاڼ کوي ، ښکته پورته  منډې وهي. خو هغه لکه د انځر ګل نوم یې شته او هغه نه شته. لکه ځمکې چې په خپله سینه کې پنا ورکړې وي. داسې تریزغم، او تریتم کېږي. مراد په خپل ځان بې باوره کېږي. وایي. کېدای شي، په ویښه به خوب ویني، او یا به په ویښه خپسې نیولی وي. خو داسې نه وي. هغه یې په روح او روان کې ګرځې راګرځې. د هغې موسکا یې په ذهن کې شور او غوغا جوړوي. همداسې له ځانه سره کري، رېبي. هغه یې له ځانه سره بوخت ساتي. په سوچونو کې له کوڅې ووځي. پاس آسمان ته ګوري. د زاڼو د کتارونو خواره واره پلوونه یې ترسترګو کېږي. د لاروو مرغانو جوپې راروانې دي. د چنارونو په لور  وزرې ماتوي. د شپې د تېرولو تابیا نیسي. هغه دی تازه په تازه یوه جوپه په هغه دنګ چینار کیناسته. څانګې یې ټالۍ وهي. د ټالیو په وخت کې ځینې خپلې وزرې ښوروي. خپله توله ساتي...... خو د مراد ذهن د تېر په څېر نشي تخنولی. سکون او ارام  نشي وربخښلای...... بېرته په کوڅه راسمیږي.  تر ماښامه  کوڅې په بیا بیا ګزوګام کوي. خو د زړه تنده یې نه ماتیږي.
هسې خو مراد د تنکۍ ځوانۍ شپې ورځې تېروي. هره ورځ بلا پېغلې او پېغلوټې یې تر سترګو کېږي ، خو هغه پرې پرداخت نه کوي، او نه یې زړه پرې اوبه څښي. خو نن پرې څه پساتۍکیږي چې د ړومبي ځل لپاره یې د حواسو لړونه د هغې په خوا ورځي. هغه یې د زړه په درشل کیني، او د هغې په سترګو کې یې د مینې سمندر ټالۍ وهي.....
نوره نو د ماښام تروږمۍپه لګېدو وه. د ناچارې ورځې کور ته ننوځي. د ماښام ډوډۍ تیاره ده. دسترخوان خوریږي. ټول پلتۍ وهي. ټول په مزه مزه ډوډۍ خوري، خو مراد له ځانه سره نه دی، هسې څکه پکه  کوي. روان یې په کوڅه کې سرګردانه دی. د هغې موسکا یې په اعصابو سوره ده. آن په دې نه پوهیږي چې څه خوري ؟ څرنګه یې خوري ؟ خو د دې پخاطر چې ځان یې د کورنۍ له غړو ژغورلی وي، او خپلو خیال پلوونو ته وزګار شوی وي، د خوب د تابیا په بهانه کټ ته کیږي. سمدستي د خیال په کوډله کې ورله د هغې څېره دریږي. د هغې د موسکا او شنو سترګو ترڅنګ  د هغې ورېښمینې ګلابي نرۍ شونډې، تازه ګل شوې غوټۍ، او نور ډېر څه......
تر سهاره  د خیالونو او فکرونو تنستې بودې ورېشي. هغه یې سترګو ته غونډه مونډه کیږي. خوب او کرار ته یې کله پرېږدي. سترګې یې خبرې کوي. ډېر څه وایي. هغه څه چې ډېر خواږه لګي.....
ټوله شپه له هغې سره د سترګو په خبرو تېروي. خو کله چې سپېدې چوي، لکه سودایي کوڅې ته ووځي، ګوندې که په ویښه یې د دوو سترګو دیدن وکړي. ناهیلی کېږي. یو ځل خو یې زړه ورته وایي، چې د ټول چم دروازې یوه په یوه وټکوي. د هغې تپوس وکړي. خو دومره زیات کورونه......
یو له ورځو دوه درې کلي وړاندې په یوه کلي کې د مراد د یوه دوست او ټولګیوال واده شو. اوړي نور په ختمېدو دی. د چا خبره نوره د مني یخه شپه لګېدلې ده. مراد ته د واده احوال، او بلنلیک رارسېدلی. د مراد ځواني د ه. په داسې وخت کې د واده خبرتیا د سړي په زړه ښه لګیږي... مراد هم د نورو په څېر ځان ته ګوري. د ځوانۍ رنګۍ او تازه راشنه شوې ږیره چټه پټه خریوي. ښه خواري پرې کوي...... د واده ځای ته روانیږي.. د واده ځای ته نږدې په لاره کې یې، هماغه د ګلابي جامو ښاپېرۍ یې یو ځل بیا د ذهن په هنداره راښکاره کیږي. له خپلې مور سره په هماغه لور روانه ده، چې مراد یې تکل کړی دی. د واده ځای ته. زړه يې په ټوپونوکیږي. پښې لږې سپکې کوي. د واره یې د مور سترګې ورباندې پرېوځي. له ښه مرغه دواړو سره پېژني، او دا پېژندګلوۍ لوي پیټی، او د ورکې پسې د لټو،او لټون لوي بوج د مراد له اوږو ښکته کوي. د هغې مور ورسره توده ګړه بړه کوي. هغه هم د زړه په غوږونو د خپلې مور خبرې اوري. یو نیم وخت خپلې غلچکۍ سترګې اړوي. د مراد په سترګو یې ښخوې. سترګې یې د سترګو په رپ کې د کوڅې د ناببره دیدن او سترګې په سترګو کېدو خبرې په ژبه  راوړي. او دا کار د مراد زړګی سوټ بوټ  له ګوګله وباسي. ژر خپلې سترګې په لارې ګڼډي، او نا اشنا توپان یې د زړه دیوالونه ښوروي..... مراد همداسې لارې ته ګوري چې د هغې مور مخ وراړوي .په موسکو شونډوورته وایي:
- دا مې ګل غوټۍ لور ده!
له دې سره  مراد سترګې پورته کوي. د ګل غوټۍ له شنو سترګو سره سترګې په سترګو کیږي. هغه موسکۍ کیږي. سترګې یې وایي:
- مورې زمونږ پېژندګلوي شوې ده.
مراد وایي:
- ښه دی چې ده ترورې!
خدای شته، د تاثیر لاندې راغلی دی. ژر زیاتوي:
- ترورې! تاسې هم د ښادۍ ځای ته روان یاستئ؟
- هو! د کور کلي واده دی! لکه چې ته هم.....؟
- هو!
- څنګه مور دې درسره نشته؟
- هغه لږه وختي راغلې! له دې سره جوخت ورته وایي:
- تا خو مونږ سکوټ هېرکړي یو!
- نه! هېرکړي خو مې نه یاستئ، خو.... هغه موسکۍ کېږي. په دې کې د واده ځای را رسي. د ګل غوټۍ مور وایي:
- هغه دېره کې ګڼه ګوڼه ده، لکه چې سړي هلته ناست دي!
- هو! داسې خو برېښي!
ښه نو مونږ کلا ته ننوځو!
- سمه ده!
د بېلېدو په وخت کې د ګل غوټۍ په نریو شونډوموسکاوې څپې  وهي. په سترګو کې یوبل ته ګوري. د زړه خبرې په سترګو کوي. ډېر څه ووایي، خو د کلا لویه دروازه رارسېدلې وي. په سترګو کې خدای پاماني  کوي، او له موره سره ننوځي.
مراد خوشاله وي. زښت خوشاله. ځکه هغه ورکه یې موندلې وي ، چا چې خوب پرې اندهېر  کړی وو. د ذهن په کونج کونج یې د ګل غوټۍ د حسن، د هغې د موسکا او د سترګو خبرو لمنه غوړولې وي. هغه یې له لږشانې لرې خپلوانو څخه وي، او دا خبرې د مراد د زړه تڼاکې لږې رغوي......
هرګوره واده تېریږي. مراد کور ته راځي. مور یې لا د کلا په وره پښه نه وي ایښې چې موسکۍ موسکۍ کیږي. خوله یې نه راټولیږي. خوشاله خو لا هغه وي. په مراد یې سترګې لګیږي ، د واره وایي:
- هلکه!
مراد ځان په نانګارو اچوي، لکه د خپلې مور خبره یې چې هډو نه وي اورېدلي.
- تاته وایم چې دا سر دې ټیټ نیولی!
- ماته!
- هو!
- څه خبره ده مورې!
- په هغو نښو نښانو چې تا غوښته، هغه مې نن په نښه کړه. خو په کې نشته،. هماغسې شنې سترګې، زیړ ویښتان. سمه خارجۍ ده.
- څوګ ده مورې؟
هغه چې موسکۍ وي، اوس له خندا شنه اوړي. خپل پوړنی په سر برابروي، وایي:
- ما راوړی یې! خپله مور تېر ايستلي  نه شې! هغه یادوم چې مور یې ستا ستایواله وه. ګل غوټۍ یادوم. په واده کې یې په ځیر ځیر راته کتل. مور یې هم خوږه خوږه کېدله......
مراد لږشانې غلی کیږي. د ګل غوټۍ د نن ورځې د سترګو د شړک غلچکی دیدن یې سترګو ته ایغ نېغ دریږي. په سوچ کې ځي، او لاځوابه پاتې کیږي .......
ورځې یو بل پسې تېریږي.  د ګل غوټۍ د خپلولو خبرې آن تر دې رسي، چې ټول په یوه خوله د جرګې مرکې پرېکړه کوي، او د ګل غوټۍ د غوښتلو او لاس نیولو لپاره د هغوۍ په وره ورننوځي.
د مرکې په اوله ورځ د مراد مور و پلار ته جوتیږي چې نه یوازې دوی د ګل غوټۍ غوښتونکي او طلبګار دي، بلکې  ډېر د ګل غوټۍ د خپلولو پسې دي،  او مرکې دې چې یوه له وره ووځي، او بله ورته پلتۍ وهي........ خویوه خبره د امېدونو غوټۍ غوړوي، او هغه داچې د مرکې په ورځ ګل غوټۍ خوښه برېښي. له موسکو شونډو سره ګرده ګرده تاویږي. د مور ټنډه یې هم د خوښۍ او رضايت جوتې کیسې کوي. د کورنیو راشه درشه زیاتیږي. د خپلوۍ تارونه  ورځ تر بلې پخیږي.  د اعتماد او باور فضا سیوری غوړوي، چې په دې کې د ګل غوټۍ ترور خبریږي. د مراد دوې د سترګو اغزی ګرځي.
 ګټې ټکوي . خنډونه رامنځ ته کوي، او خپل کبان نیسي. غواړي د مراد خوبونو او ارمانونو ته زندۍ واچوي. خو اوس اوبه له ورخه تېرې وي. خپلو موخو ته نه رسي. هسې خپل مخ توروي، او په خپلو کړنو کې پاتې راځي..... د مراد خوبونه او خیالونه د حقیقت جامه اغوندي، او بیا د یوې داسې شپې سهار هم رارسي، چې ګل غوټۍ په کې له تخته د خپلو لېچو مات بنګړي راټولوي، او مراد ورته په موسکو سترګو ګوري.
۳۰ - ۰۳ – ۲۰۱۶
۱۱ - ۰۱ - ۱۳۹۵
د ګرېستېد ښار
 ډنمارک
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery