مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتون وژنه ژیوپولتیک لامل لري

دوکتور م ، عثمان تره کي


« برژنسکي » د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور پخپل کتاب کې ( د سطرنج ستره لوبه ) لیکي  چې د منځني ختیځ  په جغرافیا باندې ولکه په اتوماتیکه توګه د « یوریشیا » په « بالقاناتو »  باندې د کنترول په مانا ده. د « برنژسکي » له انده د  یوریشیا  « بالقانات » د قفقاز (ګرجستان ، آزربایجان او ارمنستان) ، مرکزي آسیا ( افغانستان ، پاکستان ، قزاقستان ، ازبکستان ، قرغزستان ، تاجکستان ، ترکمنستان ) او تر یوې اندازې پورې د ترکې  او ایران د ترکیب نه جوړیږي. اوس مهال انګلوساګسون ستراتژیستان او نظامیان ، افغانستان ته د مرکزي اسیا د ننوتلو دروازې په توګه ګوري. امریکايي لیکوال « ګور ویدال » لیکي : « موږ افغانستان ته چې د مرکزي آسیا د ننوتلو دروازه ده اړتیا لرو. د تیلو او ګازو په زیرمو باندې ولکه د همدغه لارې نه ترلاسه کیږي ... » ( اوږدمهاله جګړه د اوږدمهاله سولې د پاره کتاب ـ د مې ۱۱ـ ۲۰۰۶ م کال ).
د سیمې د نقشې د بدلون په موخه ، « برژنسکي » د « بالقانات » اصطلاح په ډېر دقت ټاکلي. دغه اصطلاح د نړیوالې لمړۍ جګړې کله چې ختیځ اروپا د قاومي او مذهبي ټکرونو له مخې لمړی په  کوچنیو برخو وپاشل شوه او ورپسې  د سترو سیالو قوتونو تر منځ وویشل شوه، زیږنده دي.
د لویدځ ستراتژیستانو له انده  د « یوریشیا » ملي ، قومي ، مذهبي  او سرحدي اختلافونه ژورتیا او جغرافیایي پراختیا له یوې خوا اود شوروي امپراتوري د ړنګیدو نه وروسته په سیمه کې د قدرت تشه له بلې خوا د مرکزي آسیا « بالکانیزیشن »  ( بالقاني کول ) ته زمینه برابروي.

پطرول ، وینه او جګړه په ژیوپولتیک تړاو کې  :
مرکزي آسیا او د کسپین سمندر سیمې ، د کویټ ، مکزیک ، خلیج او شمالي سمندر په پرتله زیاتره تیل او ګاز لري. د سهیلي آسیا د هیوادونو چټکې ودې ، د تیلو او ګازو واردات او صادرات اغیزمن کړي دي او د مختلفو هیوادونو تر منځ یې سیالیو ته لاره هواره کړې ده.
د منځني ختیځ تیل او ګاز مخ په کمیدو وضعیت ،  د انرژي  پانګې اچونکو پام دمرکزي آسیا  خواته اړولې دی.
نن د مرکزي آسیا  په طبعي منابعو باندې قبضې ، ملي غوښتنو ته لمن وهلې ، سرحدي او ځمکني تاریخي دعوې یې راژوندي کړې او امپریالستي سیالیو او ټکرونو ته یې زمینه برابره کړېده.
د انرژي د نړیوال آژانس د راپور له مخې ، پطرولو ته کلنۍ اړتیا په سلو کې دوه سلنه زیاته شوې. د پطرولو مصرف  په ۲۰۰۳ م کال کې  ۸۰ ملیونه بیرل وو. په ۲۰۲۰ م کال به ۱۲۰ ملیونه بیرلو ته ور سیږي.
پطرولو ته د امریکا اړتیا د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۵ کال  پورې په سلو کې د  ۵۵   نه تر۷۱ سلنې، د اروپا اړتیا په سلو کې د ۵۰ نه تر ۷۰ سلنې او د چین مصرف په سلو کې د ۳۰ نه ۷۳ سلنې ته لوړیږي. په بل عبارت پطرول او ګاز ، صنعتي پرمختللي هیوادونه له صادرونکو هیوادونو سره  تړي.
بنأ د افغانستان جګړه هرومرو  په طبعي سرچینو باندې د  سیمې او نړۍ د  ځواکونو تر منځ د سیالي د فورمول په چوکاټ کې راځي.
پیښو ته په کتو سره ویلي شو چې د افغانستان د لارې سیمې ته  د امریکا راتګ د نویارک د پیښې نه مخکې پلانیزه شوې و. « برژنسکي » ۲۵ کاله مخکې امریکایی سیاستوالو ته د موضوع په اړوند الهام بخښوونکې سیګنالونه مخابره کړې وو.

په سیمه کې د ناټو حضور د ستراتژیکو قواوو د ناانډولۍ په لامل بدل شوی دی :
امریکا او ناټو سیمې ته په راتګ سره له دوو ستونځو سره مخ شول :
۱ــ  د افغانستان په شاوخوا کې  د سیمې د هیوادونو حساسیتونه. د دغو حساسیتونو په وړاندې ديپلوماسي وکارول شوه.
۲ــ  په افغانستان کې د بهرني هژموني په وړاندې د پښتنو سرسخت مقاومت. ناټو د مقاومت په وړاندې جګړه غوره وګنله. د پښتون، طالب او ترهګر تر منځ کرښه له منځه ولاړه.
په باندې موضوعاتو لنډ نظر :
۱ - په افغانستان کې د ناټو حضور د ستراتژیکو قواوو معادلې ته د لویدیځوالو په ګته بدلون ورکړی اود افغانستان په شاوخوا کې یې د سیمې دهیوادونو حساسیتونه راپارولې او د  پاکستان ، ایران ، چین اوروسیې د غبرګون لامل شوې دي .
پاکستان : د نړیوال نظامي ائتلاف ( ن ، ن ، ا ) ستراتژیک ملګري ، سره له دې چې د افغانستان د جګړې په پیل کې خپله  خاوره او فضا دناټو جنګي تحرکاتو ته پرېښوده  خو په ګاوندي افغانستان کې د ناټو اوږدمهال حضور ځانته خطر بولي. د افغانستان د جګړې په اړه د پاکستان چلند په لاندې ستنو باندې  ولاړ  دی :
ــ « ن ، ن ، ا »  سره دوه ګونې لوبه.
ــ د ناټو په وړاندې دجګړه ایز فشار ساتنه. د همدې مقصد د پاره د افغان وسله وال مقاومت افزاري کیدل او ورباندې د دایمي کنترول بې ځایه هڅې .
ــ  د امریکا په ملاتړ د تروریزم سره د جګړې په پلمه په قبایلي سیمو کې دولتي ولکه ټینګول او د پښتنو په سیمو کې  د پښتنو د آزادي غوښتونکې مقاومت پوتانسیل ( چې پاکستان ورته د  بالقوه خطر په بڼه ګوري ) ماتول.
ــ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غزولو او نظامي پستې په جوړولو کې  یو اړخیزه مالکانه تصرفات. پدغه برخه کې د « ن ، ن ، ا » سکوت دا مانا ورکوي چې که پاکستان په افغانستان کې ناټو ته ستونځې جوړې نکړي موږ د افغانستان په خاوره کې  پاکستاني تصرفاتو ته هرکلي وایو. یانې د ملګرتیا په حساب د افغانستان جغرافیا پخپل منځ کې ویشو.
ــ  په سیمه کې  د چین د ستراتیک انډیوال  څخه د  ناټو په وړاندې د متقابله وزني  په توګه کارول.
ایران : سره له دې چې پاکستان غوندې د افغانستان د اشغال په  مقصد د « ن ، ن ، ا » سره د اخلاص نه همکاري وکړه او ستراتژیکې لوبې ته د قوت الظهر په توګه ورننوتل، خو په افغانستان کې د ناټو له حضور سره  په مخالفت د طالبانو دپټ ملاتړ دریز ونیو. ایران په خپل ګاونډي افغانستان د سعودي عرب او تورکې د نفوذ نه په وېره کې دی او داعش د لویدیځوالو د هژموني د لاسوند په توګه ځانته خطر ګني. ایران پدې لټه کې دی چې له یوې خوا طالبان د سوټې په توګه د امریکا او داعش په ضد وکاروي او له بلې خوا په یوه فرسایشي ، اوږدمهاله او ناانډوله جګړه کې د پښتنو سیاسي او جنګي پوتانسیل کمزورې کړي.
 ایران د افغانستان په ناامني کې  پخپله خاوره کې د مرکزي آسیا د تیلو اوګازو تدارکاتي لارې چانس زیاتوي.
چین : د پاکستان له ستراتژیکې انډیوالي نه ګته پورته کولي نشي  تر څو چې په افغانستان کې د ناټو په سروالي جګړه دوام ولري. د چین په وړاندې دوه الترنتیفونه ( بدیلونه) قرار لري:
ـ په افغانستان کې دسولې پروسې ته ځان شاملول. دغه اقدام ترهغه وخته پورې نتیجه نه ورکوي چې د جګړې د دوام نوښت د ناټو په لاس کې وي.
ـ د تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې دناټو سیمه ایز پروګرام ته ځان ورګدول . دغې موخي ته د رسیدو شرط دا دی  چې د ناټو او چین تر منځ د تروریزم د تعریف په اړه  د اند او دریز یووالې موجودې  وي.
روسیه : په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور مرکزي آسیا خواته د ناټو دپراختیا غوښتونکی سیاست په بڼه ګوري چې په سیمه کې یې د قواوو په انډول باندې د روسيې په تاوان ناوړه اثر اچولې دی.
د افغانستان د جګړې په اړه د روسیې او ایران تر منځ د دریځ نږدیوالې وجود لري.
د روسانو هلو ځلو چې د افغانستان د اشغال په اړوند ، پاکستان د امریکا او ناټوله ملګرتیا نه وباسي تر دې دمه  نتیجه نده ورکړې.
روسیه پدې توانیدلې چې د شورویانو د وخت نه پاتې شویو افغاني جنګي کړیو سره اړیکې  ګرمې وساتي او په دوی باندې د ناټو فشارونه دفع کړي .

قومي حساسیتونه د جګړې د اور د بل ساتلو کلاسیکه وسیله:
د ژیوپولتیکوموخو د پاره د سکتاریستي ، قومي اومذهبي تفرقې نه ګته پورته کول د ښکېلاکګرو ځواکونو د عمر د اوږدوالي په اندازه لرغونتوب لري. په نږدې کلونو کې  امریکا او انګلستان په افریقا ( روندا ) ، لاتین امریکا ، ختیځې اروپا ( یوګوسلاویا ) او منځني ختیځ ( عراق او سوریې )  کی  په سکتارستي ، قومي او مذهبي ټکرونو کې د پام وړ سیاسي پانګه اچونه کړې ده .
په افغانستان کې د قومي حساسیتونو نه سیاسي استفاده د یرغلګرو قوتونو د اجنډآ په سر کې قرار لري . پدې برخه کې دریو لاملونو  د پام وړ رول ولوباوه :
ـ  د بهرنیو قوتونو اوږدمهاله جګړه ایز حضور چې په ترڅ کې ېې د نفاق اچونې ماسترپلان تر تطبیق لاندې ونیول شو.
ـ  د شورویانو د وخت له اشغال نه د قومي ټکرونو د پوتانسیل پاتې شوی میراث .
ـ  د قومي حساسیتونو د راپارولو په موخه د استخباراتي او تبلیغاتي نوې تکنالوژي  ( نومریک او دیجیتال ) د ظرفیتو نو نه بشپړه استفاده.
جنرال « جیمز ماتیس » د امریکا د کوماندویي  قواوو قوماندان په ۲۰۰۷ م کال کې پنجشیر ته د تګ په وخت د قوماندان مسعود د  قبر د لیدو نه وروسته حاضرینو ته وویل : « د مسعود  د مقبرې زیارت ماته هغه احساسات راوپارول چې د امریکا د « بابا »  یعنې جارج واشنګتن د مقبرې د لیدو راته په برخه کیږي ». ( لاس انجلس تایمز ۱۸ مې ۲۰۰۷ ) .
 په وروسته پاتې افغانستان  کې ، کوم چې دیموکراسي د ولس په معتقداتو کې ژورې ریښې نلري ، د امریکايي جنرال فتنه اچونکې څرګندونه په ډاګه د قومونو تر منځ دجګړې اور ته د لمن وهلو په مانا وه.  « جیمز ماتیس »  د دغه تفرقه اچونکو څرګندونو له لارې غوښتل هغه سیاسي قدرت ته چې په دودیزه توګه د پښتنو په وسیله اِعمال کیده متنازع فیه بڼه ورکړي : قومونه سره وجنګوي.
دا د امریکا له خوآ د قاومي تکرونو د توطئې هغه لړي وو  چه « سي آي اې » مخکې ورباندې کار پيل کړې وو : « سي آي اي » د افغانستان په قاومي جوړښت کې د پښتنو او تاجکانو تر منځ  د سیالي او دښمني د ذهنیت جوړولو په مقصد په خپل رسمي سندونو کې د هر یو شمیر  په سلو کې دوه څلویښت ښودلې وو. ( د « سي آي اې » د حقایقو کتاب څیړنه ـ ځیرکیار – ۲۰۱۳ ). د اوسني حکومت ( پنځوس،پنځوس ونده ) د جوړښت ريښې سي آي اې توطئې ته  ځغول کیږي. 
که موږ دافغانستان په جګړه کې د « ن ، ن ، ا » د سترو بریالیتوبونو په لټه کي شو باید دوو مواردو ته اشاره وکړو :
ــ د پښتنو په ضد د غیر پښتون قومونو عصبیت راپارول چې ورته د جګړې افغاني کېدلو نوم ورکړشو.
ــ د پښتنو په منځ کې  مخکنیو ټکرونو ته لمن وهل چې په نتیجه کې طالبان ، اسلامي ګوند ، داعش ، خلق ، افغان ملت  یو بل سره د دښمني په دریځ کې واقع اوحکومتي پښتانه له غیر حکومتي پښتنوسره په جګړه شول.

ولې لر او بر پښتانه په نښه کیږي ؟
امریکا او ناټو په افغانستان باندې د یرغل په پیل کې د لاندې دلایلو په بنسټ پښتانه د دښمن په توګه پېژندل او له تروریزم سره د مقابلې تر پلمې لاندې یې ورسره جګړه پیل کړه :
ـ  د ډیورنډ دواړو خواوپښتانه په یوو ژیوپولتیک او ژیوستراتژیک د پام وړ سیمه کې میشت دي : د تاریخ په روایت دغه جغرافیایي دهلیز د آسیا په زړه کې  د افغانستان ، هندوستان او  پاکستان دجنګي کلا په حیث پیژندل شوې ده. جنګي کلاباید ورانه شي ترڅو چې له هغې نه د ژیوپولتیکو پروګرامونو په وړاندې د « دستار سړی » سر راپورته نکړي او د مرکزي آسیا د تیلو ، ګازو او برښنا  لوژستیک او اکمالاتي لاره  تر کنترول لاندې راشي .
 له شوروي یرغل نه راهیسې په قبایلي سیمو کې د جهاد هنګامه کله د پاکستاني واکدارانو او کله د بهرنیو یرغلګرو په ضد راروانه ده. « ن ، ن ، ا »  د ځانګړي تعبیر له مخې ، جهاد د تروریزم مور ګنې او د افغانستان د مورچل نه ورسره جګړه بهترینه وسیله شمیري.
سیمې  ته د امریکا راتګ له ځان سره پاکستان ته  د ویرې او هیلو پیغام  درلود : ویره پدې مانا چې په سیمه کې پاکستان سیاسي اسلام ( چې امریکا او ملګري یې ورسره په جګړه کې دي ) د خپل بهرني سیاست د یو لاسوند په توګه کاروي. هیلې پدې چې پاکستان تل د پښتونخوا د آزادي غوښتونکو جذباتو د ویرې په وجهه په دې لټه کې شو چې له امریکا سره د افغانستان   د لاندې کولو چُرت په مخ بوځي او پښتون ، طالب سره په ترادف ، دښمن  وشمېري.  د تروریزم  د جګړې تر نامه لاندې امریکا سره  ګډ دریز خپل کړي : امریکا  د پاکستان او افغانستان د حکومتونو په ګډه همکاري د ډیورنډ د دواړو خواوو پښتنو د ټکولو او وژلو پروګرام پلی کړ : پښتانه د افغانستان په د ننه کې، د امریکا او کابل حکومتونو له طرفه او د باندې له ( ډیورنډه هغې خوا ) د پاکستان پوځ له خوا تر ګوزارونو لاندې ونیول شول.
« ن ، ن ، ا » سره له دې چې په شدت سره یې قومي حساسیتونه راوپارول خو نه یې غوښتل چې  د قومونو تر منځ د نفاق او دښمني اچولو په تور محکوم شي. له همدې کبله یې ترجیحآ دپښتون وژنې دنده ، پښتنو ګمارل شویو دولتي چارواکو ته وسپارله:  دافغانستان په د ننه کې یې دا دنده لمړی کرزي اوبیا غني ته ورکړه.
ـ  د افغانستان په قومي ترکیب کې د پښتنو د شمیر ډیروالی او له همدې کبله د تاریخ په اوږدو کې  د قدرت په معادله کې د قومي محوریت په بنسټ د پښتنو فزیکي او سیاسي نفو‌‌ذ د دوی د ځپلو بل لامل دي. په بل عبارت  د سیاسي نظام په جوړښت کې د پښتنو د پام وړ لنګر او ورسره جوخت د وروڼو قومونو په کورنۍ کې د  مشري دعوه ( په واقعیت کې د کور په د ننه د سیاسی قیمومیت غوښتنه )  ددې باعث شوې چې د یرغلګرو او د کور د ننه پښتون ضد کړیو له خوا د جګړې ګډه جبهه جوړه شي. 
ـ د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د پښتنو پردې ضد روحیه او جنګي تجربې ، د دوی د مغضوب کیدو بل لامل دی .

د قومي تصفيي لاسوندونه :
د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي کای آیډې مرستیال  « پيټر ګالبريټ » د امریکا  د یرغل په درشل کې په حق ويلي و، چې امريکا په افغانستان کې د پښتنو د مقاومت سره مخامخ ده.
بنأ د اوږد مهالې  او ناانډوله جګړې له لارې د پښتنو فزیکی حذف چې په ځینو حالاتو کې آن د ژنوساید تر کچې پورې رسیږي د امریکا  د جګړه ایزې اجنډا په سر کې قرار لري. خو له جګړې سره جوخت په سیاسي او امنیتي چارو کې لاندې پروګرامونه پلي شول :
ــ قومي حساسیتونو ته لمن وهل او په قومي جګړه کې په ښکاره د پښتنون دښمن  کړیو  په ملاتړ جانب دارانه دریز.
ــ  د دولت د ستیژ نه د پښتنو مقاومت د ځپلو په مقصد ،  د امنیتي اورګانونو سروالي پښتون ضد جګړه مارانو  ته سپارل. که دغه اقدام د دیموکراسي په بنسټ په سوله ایزه فضا کې د مسلکي پوهې په حساب  تر سره شوی وای هیڅ تاوان یې نه کاوه.
ــ د ټاکنو تر پلمې لاندې د قومونو تر منځ د دولت سروالي متنازع فیه کول :   « ګالبریت »  ( امریکايي او د یوناما معاون )  د ۲۰۰۹ په ټاکنو کې زیاتې هلې ځلې وکړې  چې د کرزي په  ځاي د هغه ټاکنیز سیال بریالي اعلان کړي. « ګالبریت » په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور د « کاي آیدې »  (سویډني او د یوناما مشر ) له خوآ ګوښه کړای شو.
 ــ دپښتون ضد توپکمارانو او جنایت کارانو نه ملاتړ او هغوی پښتون وژنې  ته تشویقول.
ــ د تروریزم او دیموکراسي افزاري کیدل. پښتانه د تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې د قومي لږکیو په وسیله ټکول او د دیموکراسي په لوبه کې دلږکیومصروف ساتل.
ــ د وسله وال مقاومت ( چې زیاتره پښتانه په کي برخه لري )  په منځ کې د نفاق اچولو په موخه فرمایشي ډلې تپلې جوړول. د طالب په ضد د ملا رسول تر شا درېدل. د داعش او طالب ( دواړو پښتنو) تر منځ  د جګړې اور ته لمن وهل.
ــ  حکومت ته داسلامی حزب دتسلیمیدو تشویقول. پروګرام داسې تنظیم شوی و چې  د اسلامي ګوند ، تیت او پرکې ټوټې د خپل مشر په سروالي  یو ځاي  د طالبانو په وړاندې دجګړې ډګر ته ورداخلې شي . یانې  پښتون د پښتون په واسطه ووژل شي. اوس هم دغه توطئه د عملي کیدو په درشل کې قرار لري.
ــ د پښتون په محوریت باندې د دولتي نظام د باندې یا د ننه د مذهبي او ملي مقاومت د جوړیدو د تحرکاتو مخه نیول:
د ملا عمر، ملا منصور او د نورو زرګونو قومي مشرانو وژنه پدې مانا ده چې د اولس له منځه څوک سر را پورته نکړي . د ملا منصور د شهات نه پرته زیاتره وژنې د « ن ، ن ، ا » او پاکستان په ګډه همکاري ترسره شوې دي.
« ن ، ن ، ا » تل پدې هڅه کې و او دی چې د  د یموکراسي ( د دوکې او تقلب رسمي لاسوند ) د پروسې تر پلمې لاندې په دولتي نظام کې د قومی ډیره کيو  په لاس د سیاسي قدرت د تمرکز مخه ونیسي. د همدغه منطق په بنسټ د اوسني  حکومت واک د  سیالو قومونو تر منځ پنخوس ، پنځوس وویشل شو.
ــ امنیتي خصوصي کمپنی ګانې ، اربکیان او سیمه ایز پولیس  د قومي تصفيې د پلان پلې کولو نور افزار شمیرل کیږي .
ــ  د سولې لار د امریکا او مقاومت تر منځ د مذاکراتو له چینل څخه تیریږي . خو امریکا د جګړې د اوږدولو په موخه ملامنصور وواژه  او د مخکنۍ ژمنې په خلاف د افغاني امنیتي ځواکونو په ملاتړ جګړې ته ورداخله شوه. موخه د پښتنو دانساني ځواک ماتول او په سیاسي لحاظ هغوی حاشیي ته ایستل دي.

نتیجه :

پښتانه په سیمه کي داسې یوستر قوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې سیمې ته ثبات وربخښلی . هغه هلې ځلې چې د ژیوپولتیستانو له خوا د دغه قوم د کمزورې کولو په مقصد تر سره کیږي د سیمې بی ثباته کولوموخې تعقیبوي . خو له نېکه مرغه نن  هغه توطئې ، تطمیع ، تزویر ، هدفمندې وژنې، عام وژنې چې په دریو لسیزو کې د ژیوپولتیکو موخو د تامین په مقصد چې په منظمه توګه یې د سیمې پښتانه په نښه کړي وو، اغیزمنتوب او منطق تر سوال لاندې راغی .
 د جګړې نه مخکې پښتانه ویده او په قابو ناستو کورنېو او بهرنیو غلیمانو د شته والې نه بیخبر وو. جګړې ویښتیا او ملي شعور وروباښه . نن پښتون په دفتر او ډګر کې د هغه تاریخي « افغاني هویت » په لټه کې دی چې اشغالګرو قوتونو او پښتون دښمنو کړیو دګډې توطئې اوتپل شوې جګړې له لارې ورڅخه غلا کاوه. « افغاني هویت » ټول هغه کسان په غیږ کې نیسي چې د ملي شعور او سالم وجدان نه برخمن دي.
پښتون هغه وخت خپل تاریخي رسالت سر ته رسولی شي چې  حق غوښتنې ته د قومي تعصب رنګ ورنکړي اوخپله حق غوښتنه د نورو وروڼو قومونو د حقونو د حذف کېدو په وسیله بدله نکړي.
امريکا د افغانستان په جګړه کې د اتکلن ۱۱۰۰ ملیارده دالرو لګولو تر څنګ اتکل یو ملیون پښتانه ووژل.  خو نه مقاومت  له منځه ولاړ او نه هم  طالبان کمزوري شول. حتی د افغانستان ډېری ولس او ځمکه د طالبانو تر واک لاندې راغله.
دېرش کلنې تپل شوې ناانډولې جګړې پښتانه ډېر ژوبل کړل خو په روحي او اخلاقي لحاظ ندي وژلې : پښتانه د امریکايي یرغل د پیل په پرتله دمګړۍ په مورچلونو کې د  قوت په دریز کې قرار لري. خو د بې اتفاقي د ناورین له کبله په اوسني استخباراتي پیچلې جګړه کې قهرأ  له  سیاسي تشخص نه بې برخې پاته شوي دي .
د اشغال په وړاندې جهاد او مقاومت د  لر او برو پښتنو تر منځ  د بیلتون کرښه عملآ له منځه وړې او د یرغلګرو  په وړاندې یې دمقاومت لیکو ته پیاوړتیا وربخښلې ده. په وروستیو کلونو کې د ځینوغیر پښتون قومونو ځینې ډلې د مقاومت د داعيي د حقانیت په پوهاوي سره له خپلو مشرتابه توپکمارو نه جلا او مقاومت لیکو ته ورداخلې شوې. خو د پښتنو په ضد هغه توطئه چې په کې د بهرنیانو له خوا غیر پښتانه استعمالیږي  لاهم ادامه لري .
واقعیت دا دی چې  تر هغه وخته پورې چې « ن ، ن ، ا » د قومونو تر منځ د جګړې د دوام په مقصد دښمنیو ته لمن ووهي  او  د  ۶۰  ملیونو پښتنو او ورسره وروڼو قومونو ارادې ته پام  راوانوړي ، ژیوپولتیکو معادلاتو ته استقامت او واحد افغانستان او سیمې ته ثبات وربخښلې نشي.

 

فرانسه
۱۲ـ۰۷-۲۰۱۶


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery