مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هېواد مشر اشرف غني ته :افغان کډوال د سياستونو قربانيان دي.

سيد حسين پاچا


ستا بل تربور ډاکټر نجيب الله هم د همدې منافق ګاونډي له لاسه ووژل شو، څه لوبې ورسره وشوې؟
افغان کډوال د سياستونو قربانيان دي. د نړۍ په کچه داسې بده رويه اسرائيلو په ټول تاريخ کې له فلسطينيانو سره نه ده کړې، لکه پاکستانی پوليس يې چې له موږ سره کوي. د کډوالو ستونزه بايد ستاسو د کار په اولويت کې وي

د مودودي پرکټی د ((قرآني پلوشو)) ليکوال له جهاد وهجرته څه بود کړل؟ د اردوغان غم وړی، پر ولس يې چې پنجاب ملنډې وهي چوپ دی، د نورو مېړانه ستايی، خو خپله يې سوڼ له خولي نه وځي. اخوان وايمان د زمکې واسمان هومره توپير لري. د دوی اسلام په ججورو کې دی نه په سينو کې

 

څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟
http://www.taand.com/archives/15311

عصمت قانع :
جناب حکمتيار صاحب!
که دې په ياد وي زه هغه وخت په پېښور کې وم او د اسلام غږ د اخبار لپاره مې له تا څخه مرکه اخېستله، له تا مې وپوښتل، چې آيا د پاکستان دا ډول دريځ د افغانستان د جهاد استقلاليت تر ګواښ لاندې نه نيسي؟
خو تا په ځواب کې راته وويل، چې د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.
دا پورته خبره کټ مټ ستا خبره ده، چې بشپړ او انکار نه منونکی سند يې اوس هم له ماسره شته. آيا افغان جهاد دومره يتيم وو، چې د وصي توب واک او اختيار يې د پاکستان پوځ پر غاړه واخلي؟
حکمتيار صاحب په هماغه وخت کې ستا نشراتو ټول هغه افغانان د کفارو په ډله کې وشمېرل چې غوښتل يې د خپلې داعيې نماينده ګي په خپله وکړي.
د پژواک ګناه همدا وه، چې له پېښوره وشړل شو، د جنت ګل غروال جرم هم همدغه وو، چې د جهاد د سياسي نماينده ګۍ لپاره يې د پانګې تابيا کوله، چې و وژل شو او تر اوسه يې قبر چاته نه دی معلوم.
د مجروح ګناه داوه چې په يوه ګروېږنه او پلټنه کې يې دا نتېجه اعلان کړه، چې افغان مجاهد ملت د لويې جرګې او پخواني پاچا په وسيله غواړي د خپل جهاد د زعامت لپاره ملي پلاټ فارم جوړ کړي.
خو تا د ISI په سلنګسري تومانچه باندې په سپينه ورځ وويشت او بيا دې د هغه سپين ږيری پلار شمس الدين مجروح ته لاس پورته کول او فاتحه ورکول هم کفر بللو.
جناب حکمتيار صاحب، د مجاهدينو په رهبرانو کې يوازې ته وې چې د ISI په وساطت به دې د CIA له مامورينو سره کتل.
خو هماغه ISI بيا د طالبانو په امبور باندې خصي کړې او د مسعود رحم او کرم ته يې کښېنولې، د ايران اُخندانو بېرته د پنجاب د ويالې پانياب ته ورشوټ کړې.
حکمتيار صاحب تا تر هغو پورې پښتانه و وژل، چې د ISI ورته اړتيا وه، تا تر هغو پورې پښتانه ووژل، چې د سر سړی په کې قحط شو.
هېڅکله دې د خپلو سترو جهادي جبهو پر پښتنو قوماندانانو رحم ونه کړ. د پښتنو درنې پګړۍ دې د قلم، چمن او زرداد په سپو وداړلې او مسعود دې په لوی لاس د تاجکو قهرمان کړ.
تاجکان خو تر رباني له تا سره په جبهو کې ډېر وو، همدا ته وې چې د مسعود په باره کې دې د KGB او ISI ګډه پروژه عملي کړه او بيا دې له هغه سره په جګړه کې د کابل جنوبي سيمې چې عموماً د پښتنو د هستوګنې سيمې وې لوټه لوټه کړې.

هغه نور بې ايمانه پنجابيان حقانيان وهبة الله څه شول؟ هغه د قطر دفتريان څه شول چې لا ويل کېدل دوی د کډوالو او نورو ستونزو په تړاو له پاکستان سره خبرې وکړې؟

ښاغليه،
سره له دې چې تاسو ته ستونزې ډېرې دي. د شمال ټلواله دې د غاړې غور دی چې له شکوڼې، چور و تالان نه يې نور څه ياد نه دي او نه دې کار ته پرېږدي، خو ان شاء الله چې ستاسو په قوي عزم او هوډ سره به غرونه اوار شي او اميد الله تعالی ته شته چې يو له بل پسې به ستونزې الله تعالی اوارې کړي. د تور له پېښې وروسته پر افغان کډوالو د غچ هڅې روانې دي او پنجاب په تېره بيا سرتاج عزيز په لوی لاس غواړي چې زموږ وياړلی تاريخ راخراب کړي. دی هماغه زوړ يابو دی چې د کمونيست بوټو، بابر وحميدګل او د نورو اسلافو ضياء، اختر عبدالرحمن واسلم بيګ موخې مخې ته وړي. په دې يې مه تېروځه چې نوموړي په هاورډ کې زده کړې کړي دي. عمل ته يې وګوره چې له شيطانه خړوبه کيږي.

په پای کې له خپلو افغان کډوالو څخه هم په درناوۍ هيله کيږي چې خپل عزت او وياړلي تاريخ ته وګوري او له هغه بېعزتۍ نه چې هلته ورسره د پوليسو او نورو څارګرو ادارو له لورې ترسره کيږي خپل هېواد ته راستانه شي. مشکلات به موقتي وي نه تر پايه او د دوی په راتګ سره به هېواد د بيا رغاونې او سمسورتيا پر لور روان شي.

صوفي شاعر رحمان بابا وايی :
د منت دارو چې وخورم نه يې غواړم
ما رحمان لره درمل د مسيحا

ښاغليه هېواد مشره،
که درته يې لږه نوره هم روښانه کړم چې پاکستان حکومت د يوې لورې مجاهدين، حقانيان، طالبان و داعشان برمته کړي چې له حکومت سره يې د جنګ د تداوم په توګه وکاروي، خو له بل لورې يې بيا افغان کډوال د همدغسو ورځو لپاره برمته او ګروګان کړي چې که کله هم افغان حکومت يې پر وړاندې څه غبرګون وښيي او يا يي ناروا غوښتنې ونه مني، نو بيا د حکومت او څارګرو ادارو په لمسون پوليس ګوماري او لمسوي يي چې موږ ته پرې رواني تکليف ورسوي.

په پای کې له تاسو نه د يو مسوول او زړه سواند هېواد مشر په توګه هيله کوم چې د کډوالو ستونزې ته اولويت ورکړې او له ټولو هغو شتو او ممکنو لارو چارو ورته په هېواد د سرپناه، کار، زده کړې او د ژوند د سهولتونو موقع برابره کړې. که زموږ سوداګر هم راوهڅول شي او په هېواد کې ورته د پانګې اچونې او د امنيت غم وخوړل شي، نو په راتګ سره به يې هم پانګه هېواد ته راشي او هم به کډوالو ته د کار زمينه برابره شي او په راتلونکې کې به کډوال نور د پاکستان د سياستونو نه بلهاري کيږي.

دا نه يوازې ستاسو، بلکې د ټولو افغانانو دننه او بهر د ټولو ګډ رسالت دی چې د هېواد د هوساينې او بيا رغاونې لپاره د خپل توان تر حده کوښښ وکړي او شپه ورځ پرځا يوه کړي. د پاکستاني پوليسو بده رويه نور له افغانانو سره د زغم وړ نه ده.

په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery