مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ترهګري يوه مفکوره

ارشد نور


 ترهګري، افراطيات، بنيادګري، تاوتريخوالی، بې ګناه وژنې، په حقيقت کې مونږ د څه په اړه غږيږو؛ يا څه ثابتوو؟ ايا دا يو عمل دی؟ او که دا د فکرونو يوه پروسه ده؟ ايا دا کړنه ده؟ يا که مفکوره او نظريه د دې تر شا ده؟ ايا دا په ريښتيا د ۷۲ باکره حورو لپاره ده؟ که دا د بدو کړنو لپاره ځان ته قناعت ورکول دي؟ ايا دا يوه هڅه ده چې د ويرې له کبله څنګه خلک زمونږ تابع شي او احترام مو وکړي؟ ايا ويره يوازينۍ نهايي لار ده چې عقيده پر چا تحميل کړو؟ يا ۷۲ باکرې حورې د خپلې کورنۍ او د ژړيدلې مور څخه ډيرې مهمې دي؟ آيا دا ژړيدلې مور ده او که په حقيقت کې هغه مور ده چې د خپل زوی د يوه ښه کار په اړه وياړي او يا زوی هم شايد د دې په اړه پوهيږي چې مور يې د ده په ځانوژنه وياړي؟ که نه نو ولې؟ يا دا چې دا نړۍ د هغې زوی ته باکره نه شي ورکولی؟ او يا هم که هغه په ژوند کې د کولو لپاره هيڅ هم نه لري، بې له دې چې په ژوندانه کې يواځې يوه سيپاره ولولي او بې ارزښته او بې کاره پاتې شي؟ يا که دا چې يوه مور مخکې له مرګ نه د خپل زوی د کاميابۍ، مشهورتيا او سپيڅلتيا اخري کوښښونه پر دې نړۍ کتل غواړي؟ علت چې هر څه وي، دا ځانګړې موضوعات نه دي-داسې موضوعات ډير زيات دي. او دا يواځې د يو څو ځانګړو اشخاصو او کورنيو نااميدي نه ده.

لومړی راځئ چې يو څو بنيادي مفکورې صحيح کړو. غربت د جرم لپاره بهانه نه شي کيدای او جنګ د راتلونکو مجرمينو د توليد لپاره يو سبب نه شي کيدای. اسامه بن لادين د يوې ډيرې بډايه کورنۍ څخه وو او همداسې ډير نور ترهګر، که چيری جنګ ترهګر زيږولی نو ويتنام او ځينې نور هيوادونه به هم د نړيوالې ترهګرۍ ځالې وای. يقيناً په ټوله کې اسلام بايد تورن نه شي ځکه چې که داسې وای نو ۲۰۰ ميليونه ماليزيايان او تقريباً ۱۷۵ ميليونه هندي مسلمانان به هم ترهګر وای، مګر نه دي. يو څو د ګوتو په شمار مغز وينځونکي امامان او ملايان هم بايد يواځې تورن نه شي. په مساوي توګه هغه ټولنې هم مسئوولې دي چيرې چې دا اشخاص زيږيدلي دي، او هغه خلک چې دوی ورسره لوی شوي دي، او هغه شيان چې دوی د خپل ژوند په اوږدو کې ليدلي او اوريدلي دي. د وهابيانو په هيوادونو کې ډيرې کمې چاودنې کيږي. ولې؟ په دې خاطر چې د هغوی نظم او قانون، پوليس او اردو ډير قوي او جدي دي؟ او يا دا چې هغوی خپل هيوادونه محفوظ ساتي او په نورو اسلامي هيوادونو کې ترهګري تمويلوي؟ که چيرې دا ريښتيا وي نو څنګه د نورو هيوادونو خلک پارول کيږي چې د ترهګرۍ عمل ترسره کړي؟ ايا دا يواځې د يو مقدس کتاب غلطه ترجماني ده؟ ايا دا په ريښتيا هم دومره ساده خبره ده؟
 ځان الوزونه د مرګ نه وروسته د ځان سوځولو سره چې حرام دي مساوي ده، په دې کړنه به څرنګه څوک جنت حاصل کړي. زه ښه په دې پوهيږم چې اکثره افغانان د ترهګرۍ نه کرکه لري. دا هم ښه نه ده چې ټوله ټولنه د يو څو کسانو په خاطر تورنه شي. برسيره پردې دا اړتيا هم نشته چې خلک هر چاته ووايي چې اسلام د سولې دين دی، د دی ضرورت نه ليدل کيږي، بلکې دا ډول توجيهات نوره هم خبره خرابوي. که چيرې يو څو اشخاص داسې ويل پيل کړي چې ځينې زمونږ نه ډير زيات بد خلک دي او يواځې زمونږ د څو کسانو له کبله تشويق شوي دي، بيا او يواځې بيا به دوی په نړيواله کچه د زړه سوی حاصل کړي. توجيهات هغوی نور هم مجرمينو ته نېږدې کوي، دا ويل چې ترهګر مذهب نه لري هم بې ځايه او غيرې ضروري توضيحات دي او هيڅ څه کې به تغير رانه وړي. او داسې نور توضيحات چې وايي په لس زرو کې يو داسې دی، مسلمانان چې يواځې نور مسلمانان وژني نو څنګه هغوی ته مسلمانان ويلی شو؟ ايا اسلام بی ګنا وژنې نه منعه کوي؟ دا هر چاته معلومه ده نو د توجيه اړتيا نشته. يعنې تاسې دا وايئ چې که چيرې هغوی غير مسلمانان وژني نو بيا هغوی ريښتيني مسلمانان دي؟ داسې ويناوو ته هم ضرورت نه شته چې وايي چې که يو وژونکی د خدای (ج) په نوم باندې هغه انسانان وژني چې کليمه يې نه وي ويلې نو ايا هغوی د خدای حقيقي پيروان دي؟ اړتيا دې ته ده چې د ټولې ټولنې لپاره يو معقول فکر وشي. ښاري افغانستان د کليوالي افغانستان لپاره يو ښه درس او حقيقي مثال کيدلی شي او هم د ټولې نړۍ د تغير لپاره ښه لاره او مثال کيدلی شي. په ښاري افغانستان کې د ژوند معيار د مدرسې او د ملا د خولې پورې نه دی تړلی بلکې خلک د ازاد فکر او سوچ خاوندان دي. دا بايد ومنو چې بی ګنا خلکو باندی چاودنې کول، ځانمرګي کول او يا کوم بل ډول حمله کول د ترهګری يواځې برخې نه دي. ريښتينی ډول يې په فکري پروسه کې دی. آيا د دې سپيڅلي کتاب غلطه ترجمه د مريخ نه راښکته کيږي؟ نه. آيا دا د نفرت ښوونه او زدکړه د سپوږمۍ يا د کومې بلې سيارې څخه راغلې؟ نه. آيا هغوی (ترهګرو) کوم خپل کتاب جوړ کړی او د هغې غلطه ترجماني کوي؟ آيا هغوی کومه خپله چاپي رسنۍ او يا کوم نړيوال تړون لري؟ نه. نو بيا د کوم ځای نه دا ډول فکرونه او عملونه راځي؟ ايا دا فکرونه، عملونه او نظريات د ټولنې د فکرونو اساسي او منځنۍ پروسه ده؟ دا بايد تغير ومومي. دغه د فکرونو ټولنيزه پروسه د قران غلطه ترجمه کوي. حتی د قران ۱۴۰۰ کاله مخکينی زوړ متن هم پياوړې معنی لري نو بايد ننی فکر ترې غلطه معنی وانخلي.
کله چې هر وګړی د دې خلکو په خلاف ستره کرکه ولري نو بيا به هيڅ څوک دوی ته پناه ورنه کړي او بيا به تاسې دې ته اړتيا ونه لرئ چې پوليس او اردو دوی ونيسي او ووژني. که دا تغير ونه کړي نو بيا به څوک يواځې ترهګر په بدو کړنو نه تورنوي ځکه چې بيا به ټول مساوي مسئوول وي ، هغه څوک چې وژنې کوي هغه دا فکر نه کوي چې بې ګناه انسانان وژني. هغوی فکر کوي چې هر هغه څوک چې پيروان نه دي هغه مجرم دي په شمول د شيعه ګانو. د جهاد کليمه د دوی اختراع نه ده. د دې شيانو د بندولو په خاطر هر چا ته پکار دي چې په ځان کې تغير راولي. يواځې په بهرنيانو باندې تورونه مه لګوئ. بې له داخلي تشويق نه څنګه بهرنی تشويق کولی شي چې تاثير وکړي؟ بې د اړتيا نه څنګه جاري اکمال صورت نيولی شي؟ که يو دوکاندار د کوم شي لپاره مشتريان ونه لري نو هغه يې هيڅ وخت نه پلوري، دلته مشتريان موجود دي ځکه خو ترهګريزې کړنې ترسره کيږي، دلته د خلکو فکرونه او نظرونه ترهګر دي. د يوې ښې او پر امنه نړۍ لپاره بايد په لاندې مثالونو کې تغيرات راوړو:
۱. دا فکر کول چې زما خدای تر ستا خدای بهتر دی ، د دی پرځای چې ووايو يو دی.
۲. داسې فکر کول چې دا د ټولو نه ښه دين دی او نور ټول چټيات دي.
۳. داسې فکر کول چې ټول اسرائيل سوچه او سرسخته يهودان دي او ټول غرب سرسخته عيسويان دي. مګر دا نه منل چې داعش او نورې ډلې پوره او صحيح مسلمانان نه دي.
۴.هغه څوک چې د جهاد په نوم باندی ترهګريز نظريات راپاروي د هغوی لپاره نرمه لهجه لرل.
۵. پر دې خوشحالېدل چې طالبان د بهرنيانو او افغان ځواکونو کاروان ولي.
۶. د ورورولۍ په نامه بيا بيا تيروتل.
۷. په زده کړه کې د ساينس نه قبلول.
۸. يواځې مسلمانانو ته د اخترونو او نورو ورځو مبارکي ورکول او د نورو مذهبو په خوشحاليو ملنډې وهل.
۹. په غربي نړۍ کې په تروريستي بريدونو خوشحالي څرګندول.
۱۰. د نورو مذاهبو د مشرانو د قبر سره د خراب سلوک په اړه چپ پاتې کېدل
 زه نور هم ليکلی شم، دا لست به د ۱۰ پر ځای د ۵۰ نه زيات شي، مګر کوم بل وخت، اوس د وخت او ځای کمی دی. مګر هيله لرم چې ما خپل مقصد روښانه کړی وي. هغه کسان کوم چې د دې ليکنې په اړه به تونده رويه ښايي هغوی يو ښه مثال دی، د دی خبرو د کومو په اړه چې زه دا ليکنه کوم. خلک بايد خپلو ځانونو او اولادونه کې فکري تغيرات راوړي. په ياد ولرئ چې د مسئووليت نه ځان خلاصول او داسې ويل چې دوی مونږ پورې اړه نه لري د خپل ځان د ساتلو لاره نه ده. تاسې به همداسې عکس العمل ونه ښايئ که چيرې د بل مذهب پيروان ورته تروريستي کړنې تر سره کړي. نو جعلي کيسې جوړول بندي کړئ چې کوم لوی هيواد د ترهګرۍ تر شا دی او دا محاسبه وکړئ چې ستاسې څو ميليون خلک په غير مستقيم ډول ترهګري حمايه کوي او يا کم تر کمه څومره کسان مو په زړونو کې پر ترهګريزو اعمالو او بريدونو خوشحالي کوي. فکر وکړئ، وخت لرئ. يقيناً الله (ج) له تاسې غواړي چې مثبت تغير او سوله راوړئ. د هغه مفکورې او کار برخه شئ کوم چې د يادې موضوع تل ته رسيدل او بيرته امن راوستل غواړي. او که نه هغه دجال چې په تاسې کې دننه دی يوه ورځ به همدا تاسې وخوري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery