مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ریښتیا څه دي ؟

الفت مومند


نېټه : August /11/2016

څوارلس کاله کیږي زما پر سر او مال باندي لوبه پیل کړي تاسو به خبر یاست د افغانستان په سرحدي سیمو کې چیرته چې پښتانه اوسیږي نن د غم او ویر سره مخ دي، بل هیڅ څوک ګرم ندي بهرنیان دي چې زه یې د جنګ اله ګرځولې یم او هر ډول لوبه یې راباندي پیل کړي زما د سر پریکیدو قاتل معلوم دي زما د اولاد زده کړي نه محروم کوونکې  کس معلوم دي خو نه مې خوله اوس خلاصه ده چې غږ پورته کړم نه خواخوږي لرم چې غږ مې واوریدل شی. تاسو وګوري څوارلس کله یې زما په سیمو کې د طالب پنوم جنګ کې زه زما اولاد زما ورور او کورنۍ راته خاوري سره خاوري کړه آیا حقوق بشر ترنن پوري پدی موضوع خپل غږ پورته کړو چې دا څوالرلس کاله وشول د پښتنو سیمو نه ګنډوالې جوړي شوی باید ددوي په سیمو کې بنسټیز کارونه وشی باید نور ددوي سیمه کې جنګ ته پای ټکې کیښودل شی برعکس جنګونو زموږ په سیمه کې نور هم زور اخیستی او د حیوان نه بدتر وژل کیږو نه مو څوک غږ اوري او نه مو کوم خواخوږي پیدا کړو،

زما د کلې ورانیدو شاته ستاسو لاس دي :
1- امریکا خپلو ګتو لپاره نن زما سره هره لوبه کوي وژنی مې زده کړي نه یې لري ساتلې یم او زما سیمه کې بی شیمره تنظیمونه او نژادي خبري اچولی او زما کور یې ماته د نړۍ پرسر دوزخ ګرځولی دي.
2- د امریکا سره راغلی هیوادونو هم زما د سر غوڅولو لپاره چاړه پلاس ګرځي ښه ګوري چې پښتانه خو ترنن پوري ووژل شول باید نور ورسره مرسته وشی باید امریکا د پښتنو حق کې نور دومره ظلم ونه کړي خو چاته وایې هغوي هم موږ پسی چاړه پلاس رانولی او ګرځي.
3- دا لا څه کې ته دي ظلم ته وګوره زما په کور کې اور لګوي بیا راشی هغه اور باندي تیل واچوي پرځای ددي چې نور یې غلی کړي نور یې هم تود ساتلو په موخه راشی او کله چې ښه تود شی نو بیا لاړ شی چې ګني دي ته پکې زیان ونه رسی.
4- دا ځای د نښه وي یوه ورځ به د پښتنو سره د نړیوالو کړي جفاوي نړی او د افغانستان ویده ولس او په ځانګړي ډول پنوم د پښتنو مشرانو ته همدا نړۍ دا خبره په ډاکه کړي چې نړۍ د پښتنو په حق کې ډیر زیات ظلم کړي و دا ځای دي نښه وي تاریخ به یوه ورځ زما دا وینا هرومرو یاده کړي ځکه لمر په دوه ګوتو نه پتیږي،
5-  زه د هغه رسنۍ نه یوه نړۍ مننه کوم چې زما د زړه دغه درد کمولو په خاطر زما دا وینا نورو سره شریکوي،

زما غوښتني :
حقوق بشر باید پښتنو حق کې خپل غږ پورته کړي
نړیوال باید روان جنګ چې اقتصادي جنګ ورته ویلې شو پدی کې دي نور پښتانه نه وژنی
طالب پلمه که او زما انګړ نه دي ګنډواله جوړه کړه زه دي ووژلم زه دي خاروي سره خاوري کړم اوس نو د داعش پنوم باندي مې لکه چې تخم هم ختمول غواړي.
که نړیوال همداسی بی باکه وي او خپل دریز پدی برخه کې ونه ښایې نو ټوله نړۍ د پښتنو په حق کې ګرمه ده.
ولسمشر د اقلیتونو شاه نیولی او اکثریت د غربت او درددونو په ناسور باندي اخته دی خو دوي په کېسه کې هم ندي نړیوال باید د افغانستان ولسمشر نه هم پوښتنه وکړي چې ولی د خپلو ډیري وګړو په حق کې غلی ناست دي.

پای وینا مې همدا ده چې د پښتنو په حق کې روان حالت د زغملو وړ ندي باید د مرګ دا تحمیل شوی لوبه نور ورباندي ودرول شی کنه هر څه خپل یو حد لري.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery