مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هېواد مشر غني ته :کلکانی د تاريخ مسوول دی

سيد حسين پاچا


له تذکرو ((پېژندپاڼو)) نه د بسوګۍ واده جوړ شو. نن راته له ملي هويته انکار سبا راته له ټول افغانستانه انکار کوي
ماويستان وستميان وپدراميان ورته پر مقبره او مصنوعي تاريخ جوړونه برائت نه شي ورکولی، خو دلته هر څه لږ چپه شانته دي، کنه د بوټو وبابر روزلي کله هم ملي اتل او د سولې شهيدان کيدای نه شي. د لوح و د عليّين واک له الله تعالی سره دی نه له ماويستانو، ستميانو، پدراميانو، نه له زرتشتي اخوندانو او نه له پنجابي قادانيانو سره

سردار عبدالقيوم خان ضياء اغا خان ته د اسماعيليت پر رسمي کونه او د چترال وګلګت ضلعو پر صوبې اړولو منعه کړی وو. کرزي خو ځان په شرمونو وشرمولو، خو چې تاسو يې ونه شرموئ، کنه نو تاريخي مسووليت به مو غاړې ته در پريوځي، پدرام وبهزاد افغاني الاصله نه دي. د زرتشت اولاده ده. سلمان فارسي خو له خپلې ريښتينولۍ نه د پېغمبر د تاييد وړ وګرځېده چې ((السلمان منّا))، خو دوی بېنسبو ته د ملي هويت له انکاره ولې دومره اعتبار ورکړل شي؟


Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.


ښاغليه هېواد مشره،
ستا به يا پر ياد وي او يا نه، خو جهادي وخت وو. د ضياءالحق دور وو چې صدرالدين اغا خان ترې دوه غوښتنې کړې وې :
• لومړی اسماعيلي مذهب ته د پاکستان په اساسي قانون کې رسمي بڼه ورکړل شي او د سُني وشيعه تر څنګ بايد درېيم رسمي مذهب شي. موږ هم اسماعيليان لرو او د اساسي قانون له مخې ورته پوره مصوونيت او حق ورکړل شوی. ان تر دې چې موږ په موجوده کابينه وحکومت کې ورته د وزارت برخه ورکړې او يو تن يې د حکومت برحال وزير دی. افغانستان په تېر کې ټول لږه کي د يهود، اسماعيليان، اهل تشيع، اهل هنود وسيکان او نور ټول مصوون ساتلي او هېڅکله يې د مذهبي وقومي مسايلو ښکار کړي نه دي. دا چې په دې وروستيو کې څه اهل هنودو ته پېښ شول عقده يې له بل ځايه سرچينه اخلي.

• دويم دا چې د چترال وګلګت دواړه ضلعې بايد يوه بله جلا او مستقله صوبه شي. په بدل کې به يې ورته نقدي مالي مرستې ورکوي چې ضياءالحق هم ورسره منلې وه. د پيسو په مقابل کې څوک تاب نه شي راوړلی. په کار خو دا ده چې اغا خان د پاکستان پرځای له موږ سره مرستې کولی. موږ خو د نورو خلکو غوندې اقليتونه (لږه کي) د مذهبي کينو ښکار کړي نه دي. ان تر دې چې سږکال په د عيسويانو په مذهبي اختر يا کريسمس کې د لاهور غوندې په يو امنيتي ښار کې د ځانمرګو بريدونو ښکار شول او مذهبي مراسم يې پرې خراب کړل. پروسږکال يې په کابل کې زموږ د اهل تشيعو مراسم ګډوډ کړل او سږکال يې لاريون ورته په وينو ورنګاوه.

زموږ اهل تشيع بايد دومره سپين سترګي نه شي چې هر څه د نورو په لمسون او هڅونه له خاورو سره خاورې کړي. په سلو کې ٪۲۵ برخې سُنيان په ايران کې شته، خو د تهران کينه کښو مذهبي چارواکو ورته په حکومت کې لا څه ان چې د جمعې د لمانځه اداء کولو لپاره د يو جومات هومره حق هم نه ورکوي. له دې به لوی ظلم او ظالم څوک وي چې څوک خلک د الله تعالی له کوره او د هغه له عبادته منعه کوي [القرآن]. د دې قرآني حکم پر بنسټ موږ څنګه اخوندي چارواکي عادلان (منصفان) وګڼو، حال دا چې د کابل په شمول ان د ولايتونو په کچه تکيه خانې لري او د محرم مراسم پکې سرته رسوي. وړم کال ولسمشر کرزی يې خپله شخصًا تکيه خانې ته ورغلی وو، خو د خامنه يي په شمول کوم چارواکی لا دېته روادار شوی چې سُنيانو ته په خپله خاوره کې د جمعې د لمانځه لپاره اجازه ورکړي؟ دوی خو اوس د افغانستان د برېښنايي پروژو د مخنيوۍ او سبوتاژ لپاره د نورو په لمسون لاريونونه کوي او د برېښنا پرځای د برېښنا ستنې له خپل ولايته تېرول غواړي. دا چې اوس افغانستان د خپلو پرېمانه اوبو د مهار کولو او مديريت لپاره مټې رانغاړلي، نو زموږ ګاونډيان کله هم زموږ پرمختګ نه شي زغملی. يو يې په مرکز کې لاريونه ته رابولي او بل ورته ټوپک په لاس کې ورکړی او ولايتونه ګواهي.

اګر چې ضياء ټول افغانستان د ځان پينځمه صوبه ګڼله او لا تر ننه يې ګڼي او د همدې موخې لپاره يې د جنګ ډګر ګرم (تود) ساتلی دی. له ملي بوديجې نه به ورته جلا او رسمي بوديجه تصويبېده او لا تصويبيږي. د بوټو او د بابر موخې هم روښانه دي چې په انګريزي برخه کې ورته اشاره شوې ده.

سردار عبدالقيوم خان چې هغه وخت د کشمير صدر وو چا ورته ويلي وو او که خبر شوی وو او که له هغه سره يې مشوره کړې وه، خو په غالب ګومان داسې ويل کېدل چې کله ناکله به هغه ((ضياءالحق)) ځينې نيمه د پټ راز خبره د مصلحت ومشورې په توګه له هغه سره شريکوله. هغه ورته ويلي وو چې سمه ده چې مرستې به درسره وکړي، خو دا به دې په تاريخي لحاظ سخت بدنام کړي چې له اسلامي دعوې ((مرد حق، مرد مؤمن)) سره سره اسماعيليان يو رسمي مذهب کړې. دا د اغا خان غوښتنه وه چې ترې کړې يې وه.

سره له دې چې موږ د ضياء له غلطې پالېسۍ نه دا څو لسيزې په اور کې سوځو چې :
The Hindu
“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.”
http://www.thehindu.com/todays-paper/tp-opinion/making-the-water-boil-in-afghanistan/article1292793.ece

سرتاج عزيز او حکومت يې او هم مخکېنيو نورو حکومتونو د پوځ وڅارګرو ادارو همدغه زړه پاليسي مخې ته وړي. دا چې د فراريانو (محرورانو يا mercenaries)  له ورتګه او تر دې دمه څه وشول او څه روان دي د زغم وړ نه دي. موږ لا تراوسه د ټولو په شمول له اخوان، ماويست، ستمي - اخواني، طالب وحقانيان او نه د تېرو کمونيستي حکومتونو مشرانو له دېنه پند واخېست چې څنګه د ولس غوښتنو ته ځواب ووايی او څنګه ولس له نورو د راتپل شويو جنګونو نه وساتي. چا د هغه وخت د شوروي اتحاد بده نه شوه زغملی، چا د تهران او چا د اسلام اباد او چا د نورو، خو هېښنديا خبره دا ده چې ماويست وستمی د درملپلور ترکتباره اسلامپال په حواله ((چترالی ملا)) څوک يې ملي اتلان، څوک د سولې شهيدان، څوک بيا د مخکېني ولسمشر په حواله شهيدان ګڼل کيږي. اګر چې چا ته خو آغلې ليزدوسيت په خپل يو خبر کې د ((مارشال فهيم مارشال فهيم وو)) چې خبر يې په نړيوالو رسنيو کې هم خپور شوی دی. هېښنده لا دا وه چې څنګه ماويست [مسعود] وستمي [رباني] واخوانی [فهيم] د واک لپاره چې له يوې سرچينې خړوبه شوي وو د بل اخواني [حکمتيار] او بيا راوروسته د دې نورو [ملا عمر وحقاني] پر وړاندې په يوه جبهه کې ولاړ ول؟ امريکا او متحدين يې ټول په جهادي پير کې د دوی ټولو ترشا ولاړ ول چې د نجيب الله پر وړاندې جنګېدل او بيا راوروسته په جهادي وطالبي دورونو کې دا تفکيک او له هغې راوروسته بيا د کرزي په وخت کې دا تفکيک او امتياز (برتري) د بُن په پرېکړه کې څنګه راغله؟ ولې کوتک اخوانی، طالبان وحقانيان ګوښه وساتل شول او دا نور بيا د واک وګدۍ خاوندان شول چې همدا ميراث وترکه غني ته هم په ميراث ورپاتې شوه. غني هم د تېر په شان ځينې تېروتنې د نورو په مشوره وکړې. دا ځکه چې موږ په مالي (اقتصادي) ونظامي وامنيتي لحاظ د نورو په اوږو سپاره يو. په تش ټوپک ډز نه کيږي، خو موږ پر تش ټوپک ډزې کوو.

زموږ هر اړخيز بار زموږ بار کوږ کړی دی. بنسټ مو نورو اېښی او د نورو پر بنسټ ولاړ يو. هغه که آخوا يعنې جهاديان، طالبان، حقانيان او که داعشيان او که تيراوال منګلباغيان او که کشميريان د حافظ سعيد ډله ده او که دې خوا ته بيا حکومت، شمال ټلواله، دستم او که دا نور اهل تشيع دي. مشر لالا زموږ او هم د سيمې قاضي او کنترولر (واکدار) دی خوښه يې خپله چې څوک بښي او که څوک رټي. دل پکې عام ولس يا ډېره کی قشر پښتانه شول او مزې پکې د شمال ټلوالې شوې چې مخکې يې اتيا برخې واک خپل او نن بيا له غني سره سم سمکي دي.

زما اشاره دې نورو پښتنو مشرانو ته ده چې تاسو هم په دې سور وبور ځانونه پوه کړئ چې څنګه تاسو د مشر لالا په شتون کې لروبر برمته شوئ؟ هلته د پنجاب په واک کې ورکړل شوئ او دلته بيا مو څوک په حکومت کې نه پرېږدي. پوښتنه دا ده چې څنګه د شمال ټلوالې د مشر لالا، ناټو او د ګاونډيو ملاتړ يې له ځان سره راخپل او تاسو راخپل نه کړ؟
• ايا دا مو خپله پرېکړه وه؟
• او که د بل چا پرېکړه وه؟

هسې پوښتنه دا ده چې که مشر لالا زموږ عرب مېلمه له طالبه غوښته او سلا مشوره يې له نظامي ديکتاتور مشرف سره کوله چې هغه په لوی لاس طالبان د جنرال محمود په لمسون هغه له ورکړې منکر کړل. اګر چې مشر لالا ترې خپل يو غچ له سياسي ليارې واخېست چې له امريکا برتانيې ته راغی او له دې ځايه يې ټاکنو ته ورودانګل او هلته يې هغسې په شرمونو وشرمولو چې بالاخره د تداوۍ په پلمه له ملکه وتښتېده او سترې محکمې يې محکمې ته د نه حاضرېدو په هکله د شتمنيو د ضبطولو پرېکړه کړې.

موږ يو متل کوو چې ((که ابۍ يې له ريښتيا کوي پياتي ته هم تبی کولی شي)). که مشر لالا رښتيا وکړي له دې يې نور هم ګوښه کولی او په شرمونو شرمولی شي چې لا نور يې په روحي کړاو اخته کړي. دا خو موږ لږ تند مزاجه يو چې سملاسي د خپل مخالف لوري ژوند ته د پای ټکی ږدو، بلکې نړيوالو ته يې بيا نورې داسې لارې چارې هم ورځي چې ټول ژوند يې له کړاو او روحي ځورنې سره مل وي. هر ساعت او هره شېبه يې له کړاوه او شرمنده ګۍ ډکه وي. زما په اند مشرف، اړوندان وملاتړي به يې اوس ښه پوه شوي وي چې څوک له چا سره دوکه کوي، نو دغه به يې حال وي چې په ملي، سيمه ييزه و نړيواله کچه يې داسې سپک وګوښه (منزوي) کړي چې بيا ځان د تداوۍ په پلمه له محکمې خلاصوي او له هېواده تښتي. ښاغلی زلمی خليلزاد هم د دې دوکو شاهد دی چې له امريکا سره به دې نظامي ديکتاتور څنګه له چالاکۍ کار اخېست او څنګه ژر به يې دوی ته لکۍ ووهله او پلمه به يې وکړه.

زما په اند دا يو الهي عذاب دی چې نوموړی يې په دې روحي رنځ اخته کړ ، ځکه چې نوموړي زموږ د افغانانو له وينو سره په ډېره سپين سترګۍ لوبې وکړې او زموږ وينې يې هدر وبللې. ان تر دې چې د مجاهدينو او طالبانو وينو ته يې هم ارزښت ورنه کړ او بې هدره يې وبللې، خو الله تعالی ترې زموږ غچ په داسې بڼه واخېسته چې خپلو خلکو، خپلو دوستانو، سيمې او نړۍ ته يې په سپکو سپک، ګوښه او منزوي کړ او نن له د خپل وجدان له مخې له محکمې نه په تېښته دی. په کانګرس کې هم خواخوږي نه لري.

ښاغليه ،
ملي او روزنيز تعليمي مرکزونه او نهادونه بايد همداسې ملي او پر خپلو نومونو پاتې شي. حکومت حکومت ته وايی نه سقاويو او نه خانيو ته. له بده مرغه چې زموږ په ګران هېواد کې چا هېواد و دولت و خپل حکومت ته د خانۍ له سترګيو وکتل او حکومت يې د خانۍ پر اصولو وچلولو او چا بيا د خپل پخواني اصل له مخې بيا له دويمې او درېيمې سقاوۍ له عينکو ورته وکتل، حو حکومت نه سقاوي وي او نه خاني. له بده مرغه چې زموږ لوړې تعليمي مؤسسې او نړيوال هوايي ډګرونه هم پر خپل حال پاتې نه شول. دا ستميان، ماويستان وپدراميان ان د مزار تر مشر لوی غل پورې خو د همدې موخو لپاره پر ځينو مهمو پوسټونو، نهادونو او وزارتونو ان د ملي امنيت تر رياسته پورې ټينګ ول چې واک پخپل لاس کې ولري، ځکه خو ښاغلی کرزی هم د ارګ بنديوان کړی وو او تاسو هم غواړي چې پخپل چال کې مو راښکېل کړي.

ښاغليه ،
دا چې تاسو د نړيوال تفکر شهرت لرئ، نو ضياء هم همداسې په سيمه او اسلامي نړۍ کې د ((مرد حق، مرد مؤمن)) شهرت درلوده. دا چې د خپلې ډګروالۍ په وخت کې چې همدې ځينو نړيوالو قوتونو د پاچا عبدالله د ملاتړ لپاره اردن ته استولی او استخدام کړی وو چې په زرګونه فلسطينيان يې وژلي وو، خو د پاکستان د اسلامپالو ډلو په ملاتړ يې چې هغه يې هم خپله جوړې کړې وې همداسې يو نيم کله شهرت درلوده، خو د سردار عبدالقيوم خان په مشوره يې ځان له تاريخي ښويونې وساته، نو تاسو چې نړيوال شهرت لرئ له داسې يوې تاريخي ښويونې ختمي ځان وساتئ، کنه د تاريخ تور داغ به دې پر ټنډه پاتې شي.

ښاغليه ،
په کار خو دا وه چې دا ځينې ځينې ملي خاينان چې د غبن وخيانت دوسيې لا ستا پر مېز پرتې دي خپلو محاکمو او يا مو نړيوالو محاکمو ته ورپېژندلي وای، خو هغه چاڼس هم درڅخه خطا شو. په وخت دې ونه کړ او اوس له تا مخکې هغوی جانکيري ته تېلفونونه کوي او له تا زياتې بغارې ورته وايی.
تاسو ته پته ده چې له نړيوالو جنګونو وروسته جرمنيانو بيرته خپل هېواد پر خپلو مټو ورغاوه، نو زړه يې پر درد کوي. همداسې نوره اروپا درواخله، خو موږ د غلو او اوباشانو له لاسه چې له پېړيو راهيسې راته د نړيوال ښکېلاکګرو له راتپل شويو جنګونو راپاتې او لږو ډېر رغول شوی وو، لومړی د کمونيستي کودتا او روسانو، بيا له جهاديانو او پنجايانو او هم د همدې نړيوالو ملاتړو هغه څه چې له کمونيستي حکومته يا د ډاکټر نجيب الله له وخته راپاتې وو پيريانو ورته ونيولو او هر څه مو کباړ کړل. ان تر دې چې ملي اتل د وخت خاد ليستونه د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ مسوول اوتيوريسن ته ورکړل او د سولې شهيد بيا هغه د ځان مشاور ټاکلو او الوتکې يې تهران ته ورکړې او زوم يې بيا له حاجيانو نه د غلا پيسو باوجود هغه د افغان حاجيانو حويلۍ هم له عوض پرته پر حکومت وروپلورله. په بله مانا د غلا لاسونه يې ان تر حرمه ورسېدل او پر هغه بيت المالي حويلۍ چې د حج په موسم کې به ترې حاجيانو ګټه پورته کوله له هغه يې هم افغانستان خلاص کړ او صرفه يې پرې ونه کړه او له خلکو مخکې بيا په جومات کې په لومړي صف کې ناست وي. له هر چا زياتې بيا د جهاد باټې بيا هم دوی وای.

په الهي ونبوي ارزښتونو او ارشاداتو کې غلا ته جهاد او غل ته مجاهد نه ويل کيږي، خو دا چې اوس د بوټو و بابر له وخته د افغانستان واک له نړيوالو او په تېره بيا له د پرديو له نظاميانو او استخباراتو سره دی، نو هر څوک ځان ته د خپل زور له مخې په خپله دوسيه يا عملنامه کې د مخلوق يا خلکو پر وړاندې ځانته خپله شهادت ليکي، خو دا چې د عملنامو واک واختيار له کرام الکاتبين او رب العزت سره دی چې هر سهار ومازيګر د مقربو پريښتو په وسيله دوه وخته يا په بله مانا د ورځې اوشپې راپور هغوی له ځان سره وړي. هغه زموږ د مخلوق له سترګو پناه دی څوک ورته لاسرسی نه لری.

دا شکر دی چې هغه ((الله الصمد)) دی. د چا پروا نه لري. نه د چا د زور پروا لري. کنه دې ځينو ځينو ماويستانو، ستميانو، پدراميانو او نورو کارملي پرچميانو خو به د خپلې نړيوالو اړيکو په زور هلته هم ګوتې وهلی وای، خو هغه محفوظ دي چې پخپل ټاکلي وخت يا د محشر پر ټاکلې ورځ  هر چا ته په خپل لاس کې ورکړل شي. که چا ښه کړي وو، نو نورو ته به ورغږ کړي چې ((راشئ زما عملنامه ولولئ)) او که چا بد کړي وي، نو وبه وايی چې ((کاشکې ما ته راکړل شوی نه وای))، نو الله تعالی دې موږ ټول له دې رسوايي وساتي. په دنيا کې خو موږ ځانونه د خپل نفسي غوښتنو او د نورو لپاره قرباني کړل، خو کاشکې چې لږ مو د خپل ځان په تړاو يو څه کړی وای.

پايله :
ولس او تاريخ ته تاريخي مسوول د بړېڅو پر مصنوعي تاريخ جوړونه برئ الذمه نه شي کيدای، تر څو چې الله تعالی پرې ونه رحميږي. سره له دې چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم رحمة للعالمين دی د شفاعت حق لري، خو له دې بره صلاحيت او د هدايت ((لارښوونې)) واک واختيار خپله د رب العزت سره دی. خوښه يې خپله چې پر چا رحم کوي او که حسابي ورسره کوي. خوښه يې خپله چې څوک همدسې بښي او که حسابي ورسره کوي او له حسابۍ وروسته يې راوباسي او جنت ته يې ليږي.
خوښه د هغه ذات کبريا ده چې څوک شهيد بولي او که څوک نه؟

The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

کمونيستان، ماويستان، ستميان واخوانيان د تاريخ مسوول دي. که ماويستان وستميان کلکاني ته د چا په زور له سره نوی تاريخ جوړوي، نو اخوانيان وکمونيستان، طالبان وحقانيان هم حق لري چې خپله دعوه اقامه کړي

نوټ :
که کلکاني ته برائت ورته کول کيږي، نو بيا ځينو ځينو جهادي و طالبي مشران او حقانيان هم د برائت وړ دي. که قتل کړی، خو د عظيميانو، کارمليانواو دوستميانو په شمول ټولو کړی دی. بيا به اجتماعي عدالت نه وي چې يو لوری مجرم ومجرمان بښل کيږي او بل لوری نه.
خلکو د خلکو په سرونو کې مېخونه ټک وهل. د ښځو سينې يې غوڅې کړې او پر خلکو يې د حلالولو په وخت کې سره تېل واړول چې د مړو ګډا يا د نڅه سيل وکړي هغه نن وبښل شول او د ملي وحدت اتلان وسمبول ګڼل کيږي، خو چا چې بيا د دې هېواد لپاره سرونه ورکړي هغه دې بيا نه پرېښوول کيږي، نو دا بيا اجتماعي عدالت نه دی. په کار خو دا ده چې د لاريون هڅوونکي او د ملي هويته منکر لوی څارنوالۍ ته وروپېژندل شي او د لاريوون کوونکيو د وينو تويولو او له هويته منکرېدونکيو ته د قانون سره سم سزا ورکړل شي او په راتلونکې کې په نامناسبو شرايطو کې چا ته د خلکو د امنيت په پار اجازه ورنه کړل شي او له بېمې پرته هېڅوک له چا سره لاريون ته ونه وځي. د تلف په وخت کې يې کورنۍ ته څوک تاوان ورکړي؟

په درنښت


د تابعيت د تذکرو په برخه کې د نويو پرېکړو په اړه د افغان ملي غورځنګ اعلاميه
http://rohi.af/fullstory.php?id=47799

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery