مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي هویت ته اړتیا!‏

بسم الله (بسمل)
پدې ورځو کې یوځل بیا په ملي هویت د معاملي ګنګسی روانې دي. ویل کیږې چه په پیژند پاڼه کې به د ملي هویت دلیکلو نه ډډه او په مذهبي هویت به بسنه کیږې او دواړه مشران پګډه پدی طرحه سلا شویدي. لدې کبله راته اړینه ښکاره شوه چه د موضوع په اهمیت او اړتیا د خپلو معلوماتو په رڼا کې یو څه رڼا واچوم او خپله ملي دنده پوره او وطنپالئ محبت اظهار کړم.
هویت د عربی څخه زمونږ په ملي ژبو ته یوه وارده شوې کلیمه ده چه معادل یی په انګریزې او لاتینی ژبو کی Identity ده. دغه کلیمه په عربی سبک کښی (هویه) لیکل کیږې چه تعبیرآ ( څوک یاست؟یا who the person or thing is?) په معنی استعماليږې او په اصطلاح کې هغه استفهامی نوم ده چه د یوه شی او شخص د ماهیت، پیژندنئ اونسبی معرفت سبب ګرځي.
هویت دشخصیت سره په ترادف کې عینی پدیده نده له همدی امله په پیژندنه او ارزښت کی د ابهاماتو ښکار شویده. که څه هم ځیني لیکوالان او شنونکې انسان ته دری یعنی شخصي، صنفي اوباطنې هویته ورکوي چه شخص یا حقیقی شخصیت معرفې کوي.
زما په اند هویت په هر اړخیزه توګه انسان او انساني ټولنو ته منحصر ده چه حقیقې او حقوقې شخصیتونه دواړه تعریفوي او ډیری بڼۍ لري. وګړیز هویت، کورنی هویت، ارګانیز هویت، سیاسي هویت، قومي هویت، ټولنیز هویت، ملي هویت، عقیدوئ هویت مذهبي هویت او داسی نورهویتونه یی جوته بیلګې دي، له همدی کبله قطعې او لنډه پیژندنه یا تعریف نلري.
و ګړیزهویت د ارواح پوهنې په ځینی تحقیقاتی بهیرنو کې تقریبا د شخصیت سره مترادف استعمال شوې دي پداسی حال کې چه چه په ځینې مواردو کې هویت ظاهری او شخصیت باطني ، هویت برخه او شخصیت کل ، هویت کسبی او شخصیت فطری بلل شوې دي یا په بل تعبیر، هویت د متفاتو پدیدو د ټولګې نوم ، او شخصیت د موافقو پدیدو مجموعی نوم بللئ شو.
همدارنګه هویت د ټولنیز مساوات دپاره او شخصیت د اجتماعي عدالت دپاره ښه مفاهیم دی یعنی برابري د هویت پربنسټ او برتری د شخصیت پر بنسټ کیدائ شی. آلله (ج) په سوره مبارکه حجرات ۱۳ نمبر ایات کې فرمایی:
يا أَيُّهَا النّاسُ إِنّا خَلَقناكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثىٰ وَجَعَلناكُم شُعوبًا وَقَبائِلَ لِتَعارَفوا ۚ إِنَّ أَكرَمَكُم عِندَ اللَّهِ أَتقاكُم ۚ إِنَّ اللَّهَ عَليمٌ خَبيرٌ﴿۱۳﴾
 که د لفظي ژباړي نه ډډه وکړو او استنباطي اړخ یی و څیړو خدای (ج) د ایات په پیل کې د انسانانو پر هویت او برابري تاکید کوی او حال داچی دایات په دوهمه برخه کې د شخصیت یادونه کوی چه دتقوای په معیارپه نورو انسانانو برتری اوتفوق لری.نوله همدی امله ویلای شو چه هویت او شخصیت دواړه جلا مفاهیم دی.
له بلی خوا هویت د شخصیت دپیژندنی لازم مکمل دی. شخصیت چه په باطنی ظروفو پیژندل کیږې دری عمده ځانګړنې لری چه اوله ځانګړنه یی هویت یا بی مثلی ده. بی مثلی پدی معنی چه په ټوله کې د نورو نه تفاوت او توپیر ولری، دوهم فکرې ثبات پدی معنی چه په منځ محاله کې یی په فکر او اندیشو کې توپیر رانشی اودریم د وړاند وینی شونتیا پدی معنی چه د افکارو اقوالو، او کردار په پام کې نیولو سره یی اینده د وړاند وینی شونتیا ولري.
د انسان نوم او نسب سلسله د هغه هویت دي. د تعارف او تفاوت په خاطر انسانان په ځان مختلف نومونه ږدي چه د پوره توپیراو د نورو نه د جلاتیا پخاطر یی سلسله نسب اړینه ده پداسی حال کی چه د شخصیت څرنګوالی یی په درونی ظروفو او قابلتونو پوری تړاو لری چه تر نامه پوری یی منصوب دی. د انسان نه نوم لرئ کول په حقیقت کې انسان ورک کول او په مجاز کې یي وژل دي.
قوم او قبیلي نوم د هغه قوم هویت دي. قومونه او قبیي د ګډ نسب، فرهنګ، او ژبۍ په اساس منځ ته راځی چه د تاریخ په اوږدو کې یی کړنی او کارنامې دهغوي حقوقي شخصیت معرفی کوي. د یو قوم څخه نوم اخیستل په حقیقت کې د حقوقي شخصیت ورک کول او په مجاز کې یی وژل دی.
د ملت نوم د ملت هویت دی. که څه هم پیړۍ مخکې د ملت کلیمه دینی وګړیزی مجموعی ته استعمالیدله لیکن په معاصره دوره کې (امت) د (ملت) دکلیمي ځای ناستی او په عوض یی ملت د سیاسي جغرافی وګړیزی مجمعي ته ځانګړی شویده. اوس ملت د هغه انسانی وګړو مجموعي ته ویل کيږې چه په واحده سیاسي جغرافیا کې د یوه ګډ سیاسی ساختار په ذریعه د یو مشترک سیاسي اواجتماعي ارمان لاس ته راوړو په موخه په ګډه سره ژوند کوی. سیاسي کړنې، تاریخي فتوحات او فرهنګی دودونه د ملت د حقوقي شخصیت معرفي کوې. ملت څخه نوم اخیستل په حقیقت کی ملت په نړۍ کې ورک کول او په مجاز کې په نړیواله ټولنه کې وژل دي.
د هیواد نوم د دولت هویت او پیژندنه ده. هیواد ځمکی هغه خطه ده چه وګړی، ځمکه، حکومت او حاکمیت یا بهرنې استازي ولری د سیاسی جغرافیه یا په بل تعبیر هیواد او مملکت په نامه یادیږی چه دولت (درګونو قواوو مجموعه) یی استازيتوب کوی د چا کړنې او نظم چه د هیواد شخصیت بللی شی.
د ملي وحدت دواړه مشران باید پوه شي چه افغاني هویت ورکونه د هیواد ورکوني په معنی ده چه زما په اند به هیڅ واقعي افغان ته د منلو او زغم وړنوي.
۱۳ زمری ۱۳۹۵
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery